Sep 30, 2021 15:14 Asia/Kabul

 ګلونو اورېدونکو په تېره خپرونه کې د  زمر سورې په ختمېدو سره دا دی په دې پروګرام کې غافر سوره درته پېلوو، دا سوره پینځه اتیا  ایتونه لري او په مکه کې نازله شوې ده. د نورو مکي سورو په شان، اکثره ایتونه یې د اعتقادي مسایلو لکه توحید نبوت او معاد په هکله دي. د دغه سورې په دریم  ایت کې خدای  تعالی د غافر یعنې بخښونکي په صفت سره ستایل شوی او له همدې امله، د دې سورې نور «غافر» اېښودل شوی دی. البته په دې خاطر چې  د دغه سورې کابو شل ایتونه د آل فرعون د مومن د پېښو په هکله دي ورته «مومن» سوره هم ویل کیږي

تلاوت آیات 1 تا 3 از سوره غافر  

«حم»، «تَنزِیلُ الْکِتَابِ مِنَ اللَّـهِ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ»، «غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِیدِ الْعِقَابِ ذِی الطَّوْلِ  لَا إِلَـهَ إِلَّا هُوَ  إِلَیْهِ الْمَصِیرُ»

 حا، ميم.

د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه پوه دى.

د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل  څښتن دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتله دي.

دا سوره هم د قران د نورو اته ویشتو سورو په شان په مقطعه حروفو سره پېل شوې ده چې له دې مخکې مو هم وویل د له دې وروسته ایت ته په پام سره د قران د عظمت ښودونکې ده. یعنې دومره عظیم کتاب چې د عزیز او حکیم خدای له خوا نازل شوی، له همدې د الفبا له حروفو جوړ شوی چې ټول انسانان ورته لاسرسی لري  خو تاسو بیا هم د دې مثل نه شئ راوړلی.

 ورپسې ایت خدای په پينځو صفتونو سره ستایي چې هم  بشارت او زیری ورکوونکی او هم  خبرداروونکی او وېروونکی دی. له یوې خوا ګناهکارو ته هیله ورکوي چې که توبه وکړي خدای یې بخښي او له ګناه مو تیرېږي. او له بلې خوا هغوی ته خبرداری ورکوي چې که په خپلې ګناه ټینګار وکړي  او د الهي اوامور خلاف کار وکړي سخته سزا یې په انتظار کې ده. ایتونه په دوام کې په دې خبره ټینګار کوي چې  یوازې هغه خدای چې نعمتونه یې په ټول کاینات خپاره دي، د عبادت او عبودیت وړ دی او له هغه پرته هیڅوک او هیڅه شی د پرستش او عبادت لایق نه دی، پر دې سربېره چې له مرګه وروسته هم  د ټولو جاروت د هغه په لور دی او باید دهغه په وړاندې ځواب ووایی.

درسونه :

 ۱:  قران د  لوی خدای کلام دی چې  د انسان د پوهې په سویه نازل شوی او تنزل یې موندلی دی.

۲: قران د خدای د نامحدود علم جلوه ده.نوځکه هیڅ منطق د هغه په وړاندې نه شي ټینګېدلی.

۳: د قران راټینګول او ورسره تمسک،  په دنیا کې د مسلمانانو د طاقت اوعزت سبب ګرځیدلی شی، ځکه چې د عزیز او پوه خدای له لورې نازل شوی دی.

 ۴: د کتاب نازلېدل د خدای او قیامت د پېژندلو لپاره دي چې انسان د کمال لاره  او خدای ته د نزدېکت لاره ومومي او پرې روان شي.

 

  تلاوت آیات 4 تا 6 از سوره غافر  

 

«مَا یُجَادِلُ فِی آیَاتِ اللَّـهِ إِلَّا الَّذِینَ کَفَرُوا فَلَا یَغْرُرْکَ تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلَادِ»، «کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَالْأَحْزَابُ مِن بَعْدِهِمْ  وَهَمَّتْ کُلُّ أُمَّةٍ بِرَسُولِهِمْ لِیَأْخُذُوهُ  وَجَادَلُوا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ  فَکَیْفَ کَانَ عِقَابِ»، «وَکَذَلِکَ حَقَّتْ کَلِمَتُ رَبِّکَ عَلَى الَّذِینَ کَفَرُوا أَنَّهُمْ أَصْحَابُ النَّارِ»

 

 د الله په ایتونو كې جګړې نه كوي مګر هغه كسان چې كافران شوي دي، نو په ښارونو كې د دوى تګ راتګ دې تا تېر نه باسي.

له دغو (قریشو) نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى و او د دوى (قوم نوح) نه وروسته نورو ډلو (هم) او هر یو امت د خپل رسول په باره كې اراده وكړه چې هغه راګېر كړي او دوى په باطله سره جګړې وكړي، د دې لپاره چې په دغه (باطل) سره حق ختم(او زايله) كړي، نو ما دوى ونیول، بیا نو  وګوره چې زما سزا وركول څنګه وو؟

او همداسې ستا د رب خبره په هغو كسانو لازمه شوې ده چې كافران شوي دي، چې بېشكه دوى د اور ملګري دي.

 

 دا ایتونه د اسلام پېغمبر او د ورپسې نسلونو ته ډاډینه ورکوي چې که ځینې کسان ستاسو د دین په وړاندې ودریږي او د حق د مقابلې او ختمولو اراده یې ولري، تاسو نهیلې کېږئ او سستېږئ مه. ځکه چې په تاریخ کې همیشه داسې شوې دي چې کافران او دښمنان نه یوازې دا چې د الهی دینونو له پېروانو بلکې د خدای له پېغمبرانو سره په مقابله او دښمنۍ کې وو او پر خلاف یې توطئه کړې  چې  هغوی د حق له لارې منعې کړي.

نن مهم وینو چې ظالم او استکباري طاقتونه د کانفرنسونو او سیاسي غونډو په جوړولو او تګ راتګونو او ان له خپلو هم مسلکو سره د پوځي ایتلافونو په جوړولو سره مسلمانانو ته  خپل زور ښیي او هڅه کوي  د نړۍ ولسونه وویروي. خو مومنان باید د دې خبرې خیال وساتلي چې  د دښمن  په دغه نمایشونو  او قدرت ښودلو ونه غولیږي او هیڅکله د هغوی له ظاهري طاقتونه ویره په زړه کې وانه چوي.  

  البته تاریخ دغه شان کسان زیات لیدلې دي او ښودلې یې ده چې دغه کسان تر کومهحده د الهي سزاګانو په وړاندې کمزورې اوناتوانه دي، بې له شکه هغه څه چې وروستۍ کامیابي به یې په نصیب وي حق دی او هغوی  چې کوم جرمونه کوي په حقیقت کې ځانونه  په دنیا او اخرت کې په الهي سزا ککړوي.

درسونه :

۱: له حق سره د هر ډول دښمنۍ او جنګ جرړه، کفر دی. باید خیال وساتو  چې  هیڅکله د حق په وړاندې ونه دریږو او د خپلو دنیاوي غوښتنو او تمو لپاره له حق سره مجادله ونه کړو.

۲: هیله ونه لرو چې ګني ټول انسانان به ایمان راوړي او د نورو انکار دې مونږ  په خپله لاره کې سست او نهیلي نه کړي.

۳: د کفر مشرانو د  حق د کمزورې کولو او د مسلمانانو د وېرولو لپاره زیاتې هلې ځلې او تحرکات کوي خو د ایمان خاوندان باید  له دغه هیاهویه زړه ته وېره وانه چوي. هغوی باید ځیر اوسي چې د دښمنونو په فریبونو ونه غولیږي او ټینګ او پایداره ودریږي.

 ۴: د حق دښمنو او مخالفو بهیرونو همیشه د خداي پېغمبران تکذیب کړې او دهغوي په خلاف یې توطئه کړې ده. هغوی په ډول ډول طریقو سره د حق په خلاف تبلیغ کوي  چې هغوي کمزورې او ختم کړي.

۵: د خدای یو سنت  د کافرانو او سرکښو کسانو سزا کول دي. البته دغه سزا د حق او انصاف په بنیاد ترسره کیږي.

 پای

 

 

 

 

 

ټیګونه