Sep 30, 2021 16:01 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د قرآن کریم د غافر سورې له لسم تر دولسم پورې دآیتونو تلاؤت او ژباړې ته ستاسو پام راغواړو.

   تلاوت آیه 10 از سوره غافر  

«إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا یُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّـهِ أَکْبَرُ مِن مَّقْتِکُمْ أَنفُسَکُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِیمَانِ فَتَکْفُرُونَ»

 بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى ته به (په دوزخ كې) اواز وكړى شي: يقينًا (تاسو ته) د الله غصه كېدل ډېر لوى وو ستاسو خپلو ځانونو ته له غصه كېدلو نه، كله چې به تاسو ایمان ته بللى شوئ، نو تاسو به كفر كاوه.

  په تېره برخه کې  په پاکو او مومنوکسانو د خدای د پراخ رحمت خبره وشوه. دا ایتونه په هغو کسانو چې  د ضد او دښمنۍ له مخې د حق په وړاندې ودریږي د خدای د پراخ غضب او غصې خبره کوي، هغه کسان چې په حق پوهېدل خو ایمن یې نه راوړه.

 کافران به چې کله په قیامت کې د خپل کار پایله وویني، غمجن او پښېمانه به شي او له ډېر خپګانه به ګوتې چیچي. هم به خپل ځانونه ملامتوي  چې ولې یې دغه لاره انتخاب کړه او هم به په هغو مشرانو او دوستانو لعن طعن کوي او ښېرې به ورته کوي چې دوي یې باطلې لارې ته بوتلل.

په قیامت کې به بې ایمانه کسان له ځان سره سخته دښمني پېدا کړي، خو د دوزخ ساتونکي به هغوي ته وایي: پر تاسو ضدي کافرانو د خدای غصه او کرکه، تر دغه ملامتیا او له ځان او نورو سره ستاسو تر دښمنۍ اوکرکې زیاته ده. ځکه چې تاسو ته د خدای له لورې پېغمبران راغلل چې نیغې لارې ته یې بللئ خو تاسو په آګاهانه توګه او عمدا  د توحید بېرغوالو ته د رد ځواب ورکړ.د الهي هدایت له څراغه  مو مخ واړوه او  د کفر اوانکار لاره مو ونیوله او په حقیقت کې د هغو کسانو مو چې خدای ستاسو د هدایت لپاره لېږلې وو، سپکاوی وکړ.

 درسونه:

۱: له حق سره مخالفت ، کفر کول او د الهي پېغمبرانو په وړاندې ودرېدل، د  لوی خدای د غضب او غصې سبب کیږی.

۲: خدای اول په بندګانو غاړې خلاصوي او د هدایت په لور د هغوي د بلنې اسباب برابروي او له هغې وروسته  سزا ورکوي.

  تلاوت آیه 11 از سوره غافر  

 

«قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَأَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَى خُرُوجٍ مِّن سَبِیلٍ»

 (نو) دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! تا مونږ دوه ځلې مړه كړو او دوه ځل دې مونږ ژوندي كړو، نو مونږ (اوس) د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو ايا (له دوزخ نه زمونږ) وتلو ته كومه لار شته؟

 

 یو حقیقت چې کافران یې همېشه انکار کوي، له مرګه وروسته دنیا او په قیامت کې شتون پېدا کول دي. هغوی باوري دي چې انسان په مرګ سره بیخي ختمیږي او ترې هیڅه نه پاتې کیږي.

خو  د قیامت د حالاتو او وضعیت په لیدلو سره د غفلت پردې لرې کیږي او د ټولو کسانو حقیقت بینه سترګې خلاصیږي. کافران اقرار کوي چې بې دلیله یې د دغه مسلم حقیقت چې پېغمبرانو یې خبر راوړی ؤ انکار کړی او هغه یې نه دی منلی. نو ځکه به په خپله غلطۍ اعتراف وکړي او وبه وایي: پاک رب مونږ یو ځل نه بلکې دوه ځله مړه کړو او بیا یې ژوندي کړو.  یو د خپل عمر په پای کې چې  له جسماني ژونده مړه شو اوخدای مونږ ته برزخي ژوند راکړاو بلکه د نړۍ د عمر په پای کې چې له برزخي عمره مړه شو او خدای یو ځل بیا په قیامت کې ژوندي کړو.

 په دې ډول د ایت له مضمونه څرګندیږي چې  له دوه ځله مړ کولو او ژوندي کولو مطلب،  د ژوند په آخره او د برزخ په اخره کې مرګ دی او له دوه ځله ژوندي کیدو مطلب،  په عالم برزخ کې ژوندي کېدل او د قیامت په ورځ  ژوندي کېدل دي.

په هر حال،  کافران په دې حقیقت په اقرار سره له لویه خدایه غواړي چې د هغوی تېرې ګناهانې وبخښي او دنیا ته یې ستانه کړي چې د خپلو بدو اوغلطو کارونو وټ کټ وباسي او یا لږ ترلږه له دوزخه وژغورل شی. په داسې حال کې چې په قیامت کې به دغه اعترافات او پښېمانۍ ګټه نه کوي او دنیا  ته د ستنېدو یا له دوزخه د وتلو سبب نه ګرځي.

 درسونه:

۱: په قیامت کې به ګناهکاران ارمان کوي چې دنیا ته بیا ستانه شي نو تر څو چې په دنیا کې یوو باید توبه وکړو او خپل تېر بد کړو جبران  او د تېرو ګناهانو په اصلاح  سره داسې یو څه وکړو چې د دغه شان ارمان چې پوره کېدونکی نه دی ضرورت پاتې نه شي.

۲: هغه کسان چې له مرګه وروسته د ژوند انکار کوي، دوه ځله له مرګه وروسته ژوند تجربه کوي. یو په عالم برزخ کې له مرګه وروسته ژوندي کېدل او بل د قیامت  په ورځ ژوندي کېدل.

 

  تلاوت آیه 12 از سوره غافر  

 

«ذَلِکُم بِأَنَّهُ إِذَا دُعِیَ اللَّـهُ وَحْدَهُ کَفَرْتُمْ  وَإِن یُشْرَکْ بِهِ تُؤْمِنُوا  فَالْحُکْمُ لِلَّـهِ الْعَلِیِّ الْکَبِیرِ»

 دغه (ابدي عذاب) په دې سبب دى چې بېشكه شان دا دى چې كله به الله يواځې وبلل شو(نو) تاسو به كفر كاوه او كه له ده سره به شریك ونیول شو (نو) تاسو به ایمان راوړ، نو حكم خاص هغه الله لره دى چې ډېر اوچت، ډېر لوى دى.

 

 دا ایت د کفر جرړه یو ډول شرک ګڼي، داسې چې ځینې کسان نه غواړي د انسان او نړۍ د چارو په شنلو کې یوازې او یوازې خدای په نظر کې ونیسي بلکې وایي چې: خدای زمونږ خالق دی خو له خلقته وروسته یې مونږ په خپل حال پرېښې یوو. نو د خپلو او نړۍ د چارو په تدبیر کې له خدای پرته په نورو نورو پسې ځي.

  په نورو ایتونو کې د قران په تعبیر، هغوي د خدای د خالقیت منکر نه دي، خو  د هستۍ په نظام کې د هغوي ربوبیت نه مني. کله غواړي ځان د خدای په ځای کښینوي او د ځان او نورو لپاره قانون جوړ کړي او ووايي چې څه کوئ او څه مه کوئ. کله کله هم د جهل او ناپوهۍ له مخې په خرافاتو او چټیاتو اخته کیږي او ځینو څیزونو او ښکارندو ته د خاصو امتیازاتو او قدرت قایل دي، ته وا دغه څیزونه د هغوي د برخلیک په ټاکلو کې رول لري، لکه بوت پرستان او ستوري پرستان.

البته روښانه ده چې د دغه شان کسانو افکار او اعمال په دنیا کې مقطعي او موقتي نه وو. هغوي د دغه شان تفکر په لرلو سره حتی که دنیا ته هم ستانه شي یو ځل بیا هماغه تېرو کړنو او پروګرامونو ته دوام ورکوي او په چلند او رفتار کې یې څه بدلونه نه پېدا کیږي.

درسونه:

  ۱: په توحید او یو خدای منلو کې اخلاص او له هر ډول شرکه لرې والی،  په قیامت کې د انسان د نجات لارې دي.

۲:  لکه  چې اشاره مو کړه، په شرک کې انسان خدای خالق ګڼي خو نور  هم د نړۍ د چارو په چلولو کې موثره او  لاسلرونکي ګڼي او له خدایه پرته د نورو عبادت ته مخه کوي.په هر حال، هم مطلق کفر چې د خدای د وجود انکار دی او هم شرک انسان دوزخ ته بیایي.

 

 

 -------------

 

ټیګونه