Sep 30, 2021 16:09 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو اوس هم درته د غافر سورې له دیارلسم تر څوارلسم پورې د آیتونو تلاؤت او ژباړه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

  «هُوَ الَّذِی یُرِیکُمْ آیَاتِهِ وَیُنَزِّلُ لَکُم مِّنَ السَّمَاءِ رِزْقًا  وَمَا یَتَذَکَّرُ إِلَّا مَن یُنِیبُ»، «فَادْعُوا اللَّـهَ مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ وَلَوْ کَرِهَ الْکَافِرُونَ»

 هغه دی چې خپل ایتونه تاسو ته ښيي او له اسمانه درته روزي رالیږي، خو یوازې هغه کسان نصیحت اخلي چې د خدای لور ته ستانه شي.

نو خدای وبلئ په داسې حال کې چې خپل دین مو د هغه لپاره خالص کړی وي، که څه هم د کافرانو نه وي خوښه.

 په تېره برخه کې په قیامت کې د مشرکانو او کافرانو انجام بیان شو، دا ایتونه په دوام کې توحید او نښو ته یې اشاره کوي او فرمایي:

د خدای په خلقت اوکایناتو کې د هغه ذات د یکتایۍ نښې ستاسو په خواوشا کې شته دي او هره ورځ یې وینئ او ورسره سروکار لرئ، ډېرې دي. په بله ژبه، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دهغه نښې موجودې دي. اسمان او ځمکه،غرونه او دښتې او دریابونه، اوبژوي، اسماني مارغان او په وچه کې اوسیدونکي حیوانات ټول او ټول هغه نښې دي چې ستاسو له سترګو پټې نه دي.

په دوام کې راغلې دي چې هغه له اسمانه تاسو ته روزي رالیږي. د هغه چې د ټولو ژوندي سارو، انسانانو، حیواناتو او بوټو د ژوند سرچینه ده  تر ټولو لویه نښه، د  باران ژوند بخښونکې دانې او د لمر ځلیدونکې وړانګې دي چې ټول اسمانه نازلیږي او بې له هغو، په ځمکه د ژوند ټغر ټولیږي.

په کایناتو کې له دغو ټولو نښو سره سره،  هغه زړونه او سترګې چې حجاب پرې پرېوزي، هیڅه نه ویني، په  حقیقت کې هغه کسان د دغه نښو په لیدلو تذکر مومي چې  غواړي د خدای لور ته ستانه شي او ځانونه دهغه په لاره کې وګرځوي او زړونه او  روحونه له ککړتیاوو ووینځي. هغه د چا خبره څوک چې اوده وي په یو غږ راپاڅیږي خو څوک چې ځان په خوب واچوي او پاڅېدو اراده نه لري هر څومره غږونه چې وروکړې نه بېداریږي.

 ایتونه په دوام کې فرمایي: اوس چې په دې پوه شوئ چې  خدای تعالی د خلقت په نظام کې هیڅ شریک نه لري، نو په عبادت کې هم له هغه سره څوک شریک مه ګرځوئ،  خپل دین د هغه لپاره خالص کړئ او نور په قانون جوړولو کې له هغه سره مه شریکوئ.

 بې له شکه ستاسو دغه کار متعصبه او ضدي کافران سخت خپه کوي، خو زړه ته وېره مه اوچوئ او خپل دین د هغه لپاره خالص کړئ که څه هم کافران په دې کار ناخوښ وي.

درسونه:

 ۱: زمونږ خواوشا نړۍ له توحیدي نښو ډکه ده. کافي ده چې د زړه په سترګو خپلې خواوشا ته وګورو او له مخلوقه خالق ته ورسیږو.

۲:  په هر ژوندي ساري مخلوق کې  خلقت او سا د خدای له نښو ده. او د هغه د ژوند د دوام لپاره ورته رزق ورکول د خدای یوه بله نښه ده.

۳:  له هر ډول خرافاتو او بدعته د دین پاکول او د باطلو آدابو او رسوماتو پرېښودل او د دین ضد قوانینو ختمول، د واقعي او خالص ایمان له نښو دي.

۴: په اعتقادي مسایلو کې باید د نورو د راضي کولو په فکر کې ونه اوسو، باید حق او حقیقت ومنو او پرې عمل وکړو که څه هم د کافرانو نه او مخالفانو نه وي خوښه.

  تلاوت آیه 14 از سوره غافر  

«رَفِیعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ یُلْقِی الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن یَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ لِیُنذِرَ یَوْمَ التَّلَاقِ»

  (دغه الله) د اوچتو درجو والا (د درجو اوچتونكى) دى، د عرش مالك دى، په خپلو بنده ګانو كې په چا چې وغواړي، په خپل حكم سره وحي نازلوي، د دې لپاره چې دغه(بنده، خلق) د ملاقات له ورځې نه ووېروي.

 دا ایت د خدای ځینې صفات او افعال بیانوي او د تېر ایت په دوام کې چې په دین کې یې اخلاص ته اشاره کوله فرمای: هر څومره چې مومنان په خپل دین کې خالص وي، د هغوي درجې لوړیږي ، لکه څنګه چې الهي پېغمبران چې  له امتحانونو او ازمېښتونو سرلوړي راووتل او د اخلاص مقام یې لوړو درجو ته ورساوه،  له  لوړ مقام او منزله برخمن شوې دي. هو، خدای تعالی د هر انسان درجې د  هغه د  اخلاص په اندازه لوړوي.

بیا فرمایي: هغه د عرش خاوند دی او د هغه قدرت او حاکمیت په ټوله هستۍ خپور دی؛ د هغه واکمني بلا منازعه ده او هیڅوک د هغه له قدرت او حکومت سره مقابله نه شي کولي.

تېر ایتونو په تکوین کې د خدای نښو ته اشاره لرله، دا ایت په دوام کې تشریع نظام ته اشاره کوي اوفرمایي: خدای تعالی انسانان په خپل حال نه دي پرېښې بلکې پر مادي رزق سربېره چې ټولو مخلوقاتو ته یې ورکوي، د انسانانو لپاره یې معنوي رزق هم ټاکل دی. د دغه رزق واسطه، پرښتې او پېغمبران دي چې خدای تعالی د هغوي له لارې خلک ویروي او خبر داری ورکوي چې د قیامت ورځ هم شته ده.

 په حقیقت کې د قیامت ورځ، د ملاقات ورځ ده، له خدای سره د انسانانو د ملاقات ورځ، البته نه د سر په سترګو، ځکه چې خدای جسم نه دی،  له خپلو پېروانو سره د حق د رهبرانو د ملاقات ورځ،  د ښو او نېکو خلقو د ملاقات ورځ ،  له خپلو عملونو او کردار سره د انسان د ملاقات ورځ، هغه ورځ چې ظالم به له مظلوم سره مخامخیږي  خو هغه هیڅکله د دغه ورځې تصور نه کاوه.

هو، د دغو دومره اسماني کتابونو او پېغمبرانو د راستولو هدف دا دی چې د خدای بندګانو ته د قیامت او د ملاقات د ورځې خبرداری ورکړي.

درسونه:

 ۱: د دین لاره، د  ودې او کمال لاره ده او خدای تعالی، هر څوک چې په دې لاره کې کوشش کوي، لوړوي.

۲: د وحي پرښته د هغه څه چې خدای یې غواړي فرمان ورکوي، او په هر هغه چا  چې خدای یې امر وکړي نازلوي.

۳: پېغمبرن د خدای غوره  او چاڼ کړي انسانان دي او خدای په خپل علم او حکمت سره هغوي غوره کوي.

۳:  پېغمبران د زړه سواندۍ او خېرخواهۍ له مخې د ژوند د لارو د خطرو په هکله انسانانو ته خبرداری ورکوي، څوک چې دغو خبرداریو ته پام وکړي نیکبخته کیږي او څوک چې ورته بې پامي وکړي په بدبختۍ او تباهۍ اخته کیږي.

 

 

 

 

 

 

ټیګونه