Oct 18, 2021 14:53 Asia/Kabul

درنو او محترمو اورېدونکو زمونږ سلامونه ومنئ ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره ستاسو په  خدمت کې یوو که تاسو ته یاد وي په تېر پروګرام کې د غافر د مبارکې سورې  شپېتم ایت ته رسېدلې وو، په ننني پروګرام کې به د دغه سورې له یوشپېتم تر پینځه شپېتم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

په سر کې مو پام رااړوو د غافر د مبارکې سورې له یو شپېتم تر درې شپېتمو ایتونو پورې تلاوت ته  هلته چې لوی خدای فرمایي:

«اللَّـهُ الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ اللَّیْلَ لِتَسْکُنُوا فِیهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ اللَّـهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَـکِنَّ أَکْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْکُرُونَ»، «ذَلِکُمُ اللَّـهُ رَبُّکُمْ خَالِقُ کُلِّ شَیْءٍ لَّا إِلَـهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَکُونَ»، «کَذَلِکَ یُؤْفَکُ الَّذِینَ کَانُوا بِآیَاتِ اللَّـهِ یَجْحَدُونَ»

الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې ارام حاصل كړئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر فضل كولو والا دى او لېكن د خلقو اكثریت شكر نه وباسي

 

دغه الله ستاسو رب دى چې د هر شي پیدا كوونكى دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر همدى دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ

همداسې به (له حق نه) ګرځولى كېدل هغه كسان چې د الله له ایتونو نه به يې انكار كاوه

 

 دا ایتونه یو ځل بیا د پالونکي د توحید او یووالي موضوع ته ګرځي او ځینې الهي نعمتونه چې  ډېره کمه توجه ورته کیږي، ذکر کړې او فرمایي: همدا د شپې تیاره او د ورځې رڼا د خدای دوه لوی نعمتونه دي  چې د انسانانو او ډېرو ژوندیو مخلوقاتو په ژوند کې کلیدي رول لري.

 د ورځې رڼا او تودوښه، د حرکت او خوځښت سبب دی او د انسان د کار او فعالیت، د بوټو د ودې او د ډول ډول محصولاتو لپاره زمینه برابروي. د شپې تیاره هم د ورځې له سخت کاره وروسته د انسان د روح او تن د دمې او ارام سبب کیږي. دا د شپې او ورځې دقیق نظام او د رڼا او تیاره په لمبر سره تګ راتګ، په دې خاکي کرې کې د ژوندیو مخلوقاتو او انسانانو د ژوند مهم عوامل دي. که دغه د رڼا او تیارې په یو بل پسې راتلل نه وو نو کېدی شي رڼا سختوالي ټول ژوندي مخلوقات سوزولې وای او په ځمکه هیڅ ژوند نه وای پاتې.

 خو عام خلک د دغه لویو نعمتونو له څنګه تېرېږي او د خدای شکر نه ادا کوي. ډېر کسان هم، نه یوازې د خدای منندویې نه دي بلکې د هغه د وجود انکار کوي او د هستۍ د پروردګار په ځای، د هغو کسانو عبادت کوي چې د هغوي په برخلیک کې هیڅ رول نه لري. هغوي په داسې انسانانو پورې زړه او هیله تړي چې د همدوي په شان انسانان دي، حال دا چې له خدایه پرته نور مخلوقات نه د پېداکولو طاقت لري او د نه د هستۍ د چارو د چلولو د تدبیر طاقت.

 ایتونه په دوام کې فرمایي: هغه کس چې دغه ټول نعمتونو یې تاسو ته درکړې، هغه خدای دی چې ستاسو مالک او پالونکی دی، هماغه خدای چې د  هر څه پنځوونکی دی او له هغه پرته بل معبود نیشته. څرګنده ده چې یوازې د نړۍ پېدا کوونکی او د چارو چلوونکی یې د الوهیت او پرستش لایق دی. بیا زیاتوي. سره له دې بیا هم تاسو د خدای او حق له لارې بې لارې کیږئ او د یوازیني خدای د خدای په ځای مو د هغه شریکانو ته مخه کړې ده؟ هغه کسان چې د خدای انکار کوي، آخر د  حق له لارې بې لارې او ګمراه کیږي.

 درسونه:

۱: د خلقت په نظام کې، شپه د ارامښت اوورځ د کار او زیار لپاره ټاکل شوې ده. ښه ده چې انسان د خپل ژوند پروګرام د دغه فطري اصل په بنیاد برابر کړي.

۲: په دنیا کې، د خدای فضلونه او نعمتونه په ټولو انسانانو یو شان وریږي. که هم مومن وي که کافر، که نیک وې او که بد.

۳: خدای تعالی د خلکو د شکر او مننې په تمه نه دی چې په هغوي نعمت نازل کړي. سره له دې چې پوهیږي اکثره خلک شکر اېستونکي نه دي خو  همېشه  په هغوي خپله مهرباني او فضل کوي.

هغه ذات د عبادت لایق دی چې هم د هر څه خالق وي، هم یې د چارو تدبیروونکی، او بې له خدایه هیڅوک دغه شان ځانګړنه نه لري.

   اوس د غافر سورې د څلور شپېتم او پینځه شپېتم ایتونو تلاوت ته غوږ شئ.                                  

«اللَّـهُ الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَصَوَّرَکُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ وَرَزَقَکُم مِّنَ الطَّیِّبَاتِ  ذَلِکُمُ اللَّـهُ رَبُّکُمْ  فَتَبَارَکَ اللَّـهُ رَبُّ الْعَالَمِینَ»، «هُوَ الْحَیُّ لَا إِلَـهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ الْحَمْدُ لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِینَ»

 الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه قرار ځاى او اسمان چت ګرځولى دى او ستاسو صورتونه يې جوړ كړي دي، پس ستاسو صورتونه يې ښكلي جوړ كړي دي او تاسو ته يې له پاكیزه څيزونو نه رزق عطا كړى دى، دغه الله ستاسو رب دى، نو الله رب العالمین ډېر بركتي دى

هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې هم ده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي

 د تېرو ایتونو په دوام کې  چې د خدای د ځینو نعمتونو یادونه یې  کوله، دا ایتونه د انسان په ژوند کې د ځمکې او اسمان رول ته اشاره کوي او فرمایي: سره له دې چې ځمکه له ځانه او پر لمر تاویږي او پر ځان له تاوېدو څخه یې  شپه او ورځ پېدا کیږي خو بیا هم ځمکه ارام او نه ړقیدونکی ځای دی. خدای تعالی په ځمکه کې د یوې ارام او قرار ځای ټول ضروري شرایط برابر کړې دي. ځمکه ثابته او بې لړزه ده. په دې ډول چې انسان یې حرکت او ټکانونه نه احساسوي او د انسان د ضرورت وسایل او سرچینې یې هم د هغه په واک کې ورکړې دي. نو انسانان په ډېر ډاډ سره په ځمکه کې ژوند کوي او خپل کار او فعالیت کوي.

 بیا زیاتوي: اسمان یې ستاسو د سر لپاسه د یوې خېمې او چترۍ په شان  د ځمکې د استوګنو لپاره ګرځولی دی چې تاسو له ډېرو خطرو خوندي کوي.  فضا اوخلا د یوې خیمې په شان د ځمکې چیر چاپیره خپره ده او د ځمکې مخ یې پوشلی دی، دغه لویه چترۍ د ځمکې استوګن د لمر له سختو وړانګو او د کهکشانونو له وژونکو شغلو ساتي، او د دې سبب کیږي چې شهابونه او اورینې شغلې، د ځمکې په مخ ونه  لګي او د انسان تمدن تباه نه کړي.

 د شپې او ورځې او د ځمکې او اسمان د نعمتونو له بیانه وروسته خدای تعالی بیا انسان ته ورګرځي او پر انسان خپل یو لوی نعمت په ګوته کوي، فرمایي:  دغه ښکلې او ښایسته صورت او موزون اندامونه چې تاسو انسانانو ته درکړل شوې او تاسو یې تر نورو حیواناتو ښکلې او غوره ګرځولې یئ، پر انسان د خدای له خاصو مهربانیو څخه دي.  مناسبه ده دې ټکي ته اشاره وکړو چې  د انسان د بدن ځانګړی جوړښت هغه ته دا امکان ورکوي چې ډول ډول سپک او درانه کارونه وکړی شي او د بدن د مختلفو غړو په مرسته د ژوند له نعمتونو ګټه پورته کړي.

 په ایتونو کې همداراز ډول ډول پاکو خوراکونو او څښاکونو ته اشاره شوې چې خدای تعالی ستاسو لپاره ګرځولې دي؛ هغه چې د انسان له طبعې او خوښې سره برابر دي او له خوړلو او څښلو یې خوند اخلي.

قران د دغه لویو نعمتونو له بیانه وروسته فرمایي:  دا دی خدای تعالی، ستاسو پالونکی، هغه خدای چې دغه نعمتونه یې انسان ته ورکړې او د نړۍ د چارو چلښت د هغه په لاس کې دی؛ تل پاتی او برکتناک دی او بې له خېر او برکته بل څه نه کوي.

د نړۍ موجودات راځي او ځي او یوازې هغه ذات پاتې کیږي چې همېشه ژوندی او تل پاتی دی، او هغه خدای تعالی دی. ځکه چې ژوند د هغه له ذاته  سرچینه اخلي او په بل چا تکیه نه لري. په داسې حال کې چې نور ژوندي مخلوقات او ژوندي ساري، خپل محدود ژوند له خدایه اخلي. روښانه ده چې یوازینی ذات چې د پرستش او عبادت لایق دی چې د مطلق او تل پاتې ژوند لرونکی دی او بې له  هغه بل معبود نیشته؛ البته خالصانه او له هر ډول شرک او خرافاته پاک عبادت او یوازې هغه د حمد او ستاینې لایق دی.

 درسونه:

۱: سره له دې چې ځمکه څو حرکته لري، خدای تعالی د انسان د استوګنې لپاره ارامه جوړه کړې ده.

۲: د ځمکې ارامښت، د اسمان جوړښت، د انسان پېدایښت او له پاکو څیزونو هغه ته روزي ورکول، ټول او ټول د انسان د اسانۍ او ودې لپاره ده.

 ۳: په مخلوقاتوکې، خدای تعالی انسان ته تر ټولو ښایسته صورت ورکړی دی چې دا د خدای له لویو نعمتونو دی.

۴: دخدای تعالی برکت او رحمت، په ټول جهان منجمله انسانانانو خپوری دی. بې له هغه بل معبود نیشته، نو باید یوازې هغه وستایو او خالص د هغه عبادت وکړو.

 

 

ټیګونه