Oct 27, 2021 14:55 Asia/Kabul

درنو او محترمو اورېدونکو سلامونه مو ومنئ د خدای په فضل د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې برخه کې به د غافر د مبارکې سورې له شپږ شپېتم تر اته شپېتمو ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

په سر کې مو پام غواړو د غافر سورې د  شپږشپېتم ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«قُلْ إِنِّی نُهِیتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِینَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّـهِ لَمَّا جَاءَنِیَ الْبَیِّنَاتُ مِن رَّبِّی وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِینَ»

 ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه له دې نه منع كړى شوى یم چې د هغو (معبودانو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، كله چې ما ته زما د رب له جانبه ښكاره دلیلونه راغلل او ما ته حكم شوى دى چې زه رب العالمین ته تسلیم شم

 په تېرو برخو کې د الهي نعمتونو او نښو خبره وشوه چې د نړۍ د پالونکي د وحدانیت بیانوونکې  دي. په دې ایت کې د خدای رسول مشرکانو ته په خطاب کې په دې خبره ټینګار کوي چې زه د هغه خدای له لورې مبعوث شوی یم چې د بوتانو د عبادت اجازه یې نه ده ورکړې او زه یې له دې کاره منعې کړی یم. نو له ما تمه مه لرئ چې د بوتانو عبادت وکړم او تصور ونه کړئ چې زه له ضده ستاسو د بوتانو عبادت نه کوم چې ګني تاسو هم په ضد کې زما دین ونه منئ. بلکې زه د منطقي او عقلاني دلایلو په اساس د خدای عبادت کوم او له بوتانو ځان ساتم. زه یوازې د هغه خدای په وړاندې چې زمونږ د ټولو پالونکی او پېدا کوونکی دی د تعظیم سر ټیټوم او د هغه عبادت کوم. نه یوازې عبادت یې کوم بلکې  خبرې ته یې هم تسلیم یم او هر څه چې وایي کټ مټ یې اجرا کوم. ځکه چې ځان دهغه بنده ګڼم او د بنده دنده دا ده چې د خپل مولا او بادار خبره ومني.

 درسونه:

۱: د خدای اوامر او نواهي باید د دلیل او منطق په اساس وي او د وحي او عقل تر مینځ هیڅ تضاد نیشته.

۲: د هغه چا په وړاندې تسلیمیدل ښه دي چې د نړیوالو پالونکی دی او د عبادت کمال د خدای په وړاندې تسلیمیدل دي.

 

  اوس د غافر د مبارکې سورې د اوه شپېتم او اته شپېتم ایت تلاوت ته پام وکړئ.   

«هُوَ الَّذِی خَلَقَکُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ یُخْرِجُکُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّکُمْ ثُمَّ لِتَکُونُوا شُیُوخًا وَمِنکُم مَّن یُتَوَفَّى مِن قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُّسَمًّى وَلَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ»، «هُوَ الَّذِی یُحْیِی وَیُمِیتُ  فَإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا یَقُولُ لَهُ کُن فَیَکُونُ»

دى همغه ذات دى چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې د وینې له ټوټې نه: بیا هغه تاسو راوباسي، په داسې حال كې چې واړه (ماشومان) يئ، بیا (هغه ستاسو تربیت كوي)، د دې لپاره چې تاسو خپل قوت (او ځوانۍ) ته ورسېږئ، بیا (مو ژوندي ساتي) د دې لپاره چې زاړه (بوډاګان) شئ، او ځینې په تاسو كې هغه دي چې له دغه (وخت) نه مخكې وفات كولى شي. او (تاسو ساتي) د دې لپاره چې تاسو مقررې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ

دى همغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، نو كله چې د یو كار (د ایجاد) فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: موجود شه! نو هغه موجود شي

 ځینو تېرو ایتونو په اسمان او ځمکې او په طبیعي ښکارندو کې د خدای نښو ته اشاره وکړه. دا ایت د انسان خلقت او له خاروې یې پېدا کولو، د مور په خیټه کې د انسان د ژوند پړاونو په دنیا کې یې پېدا کېدو او په اخره کې یې مړ کېدو ته اشاره کوي.

لومړۍ مرحله له خاورې د انسان پېدا کېدل دي په دې مرحلې کې ټول شامل دي له حضرت آدمه نیولې تر مونږ پورې، البته حضرت ادم نېغ په نېغه له خاورې پېدا شوی ؤ او  مونږ له مور او پلاره،  خو د ټولو انسانانو حیواناتو او بوآټو د جسم جوړوونکي خوراکي مواد له خاورو سرچینه اخلي.

دوهم پړاو د نطفې د جوړېدو پړاو دی چې د سړي د مني او د ښځې د  تخمک یا هګۍ په رحم کې جوړیږي. نطفه په چټکه توګه وده کوي او د چکه وینې په شکل کې راځي چې قران ورته عَلَقه وایي.

په بله مرحله کې علقه په مُضغه بدلیږي چې د ژيولې غوښې په شان یو شی دی. بیا د بدن غړي جوړیږي او کاملیږي. په بله مرحله کې بیا ماشوم پېدا کیږي او دنیا ته راځي د وړوکوالي او هلکوانۍ د پړاونو په تېرولو سره  د ځوانۍ مرحله پېل کیږي ، انسان په دغه مرحله کې عقلي بلوغ ته رسیږي او ډېر جسماني طاقت لاسته راوړي.

  خو  د ځوانۍ دوران  هم بقا او دوام نه لري او انسان مجبوره دی د ځوانۍ له  څوکې راکوز شي. په دغه پړاو کې تدریجا د قواوو د کمېدو او ختمېدو پړاو پېل کیږي او انسان د مینځ عمرۍ او بوډا توب په لورې حرکت کوي. آخر د عمر پای رارسیږي او مرګ انسان د قیامت دریچې یعنې قبر ته داخلوي.

البته ځینې کسان د ډول ډول پېښو یا ناروغیو په وجه دغه لاره په طبیعي توګه نه وهي او بوډا توب ته له رسېدو مخکې مړ کیږي.

 په زړه پورې دا ده چې په دغه ایت کې د مرګ او تباهۍ لفظ نه استعمالوي بلکې له داسې کلماتو استفاده کوي چې معنی یې دا ده چې د مرګ په وخت پرښتې د انسان روح اخلي او له مرګه وروسته دنیا ته یې منتقلوي. د قران له ایتونو ښه روښانیږي چې د ډېرو کسانو د تصور په اپوټه، د مرګ معنا تباهي او ختمېدل نه دي  بلکې د بقا نړۍ ته د داخلېدو یوه دریچه او کړکۍ ده.

 ایتونه په دوام کې د خلقت کلي قانون ته چې  ژوند او مرګ دی اشاره کوي او فرمایي: دا چاره یوازې د خدای په لاس کې او دهغه په خوښه ده او هغه چې د څه اراده وکړي هم هغه کیږي. بې له دې چې یوه شېبه پکې ځنډ وشي.

دا دوه ایتونه د ژوند او مرګ ښکارندو ته اشاره کوي چې البته  ټول ژوندي ساري که هغه انسانان وي که حیوانان او که بوټي مړه کیږي دا دوه ښکارندې د طبیعي نظام په اساس دي چې خدای مقرر کړې او انسان پکې رول نه لري. مرګ او ژوند د خدای د قدرت نښې دي  او انسان له ډېرې ترقۍ سره سره لا هم دهغې له رازه ناخبره دی.

 دلته د دې ټکي یادونه ضروري ده چې ژوند په مختلفو بڼو راښکاره کیږي. لوی لوی حیوانات، هغه مارغان  چې په اسمان کې الوت کوي یا هغه ونې چې  څو څو میټره لوړې دي ټول یو ډول ژوند لري. بې له شکه د ژوند مختلفې بڼې د خلقت د نړۍ  ډېره متنوعه څېره ده.  له بې ځانه نړۍ  د ژوندیو مخلوقاتو نړۍ ته  او له مرګه ژوند ته منتقلیدل، داسې رازونه او اسرار لري چې انسان ورته حیرانیږي او د خدای د قدرت نښه ده.

البته هیڅ یوه خبره چې زمونږ لپاره پېچلې او سخته ده د خدای لپاره سخته نه ده او د هغه په تشې اشارې او حکم سره بڼه مومي ځکه چې خدای چې کله اراده وکړي نو هر څه ته چې ووایي چې وشه نو هغه وشي.

 درسونه:

۱: له خاورې د یو ژوندي او د عقل او پوهې د خاوند انسان پېدا کول د خدای د قدرت نښه ده.

۲: د خلقت نظام تکمیلي نظام دی او مرګ د انسان انجام او پای نه ده بلکې له جسمه د روح جدا کېدل دي چې بلې مرحلې ته یعنې د قیامت مرحلې ته داخل شي.

۳: خدای له مونږ غوښتې چې د انسان په خلقت کې فکر وکړو چې په خپل عظمت پوه شو او ځان ارزانه خرڅ نه کړو.

 ۴: ژوند او مرګ د خدای په لاس کې دی

 

ټیګونه