Oct 27, 2021 15:02 Asia/Kabul

 ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي د غافر د مبارکې سورې اته شپېتم ایت ته رسېدلې وو نن غواړو د دغه سورې له نه شپېتم تر شپږ اویایم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. په سر کې مو پام راګرځوو د دغه سورې له نه شپېتم تر دوه اویایم ایتونو پورې تلاوت ته چې ورپسې به یې ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي.

«أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِینَ یُجَادِلُونَ فِی آیَاتِ اللَّـهِ أَنَّى یُصْرَفُونَ»، «الَّذِینَ کَذَّبُوا بِالْکِتَابِ وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ»، «إِذِ الْأَغْلَالُ فِی أَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلَاسِلُ یُسْحَبُونَ» «فِی الْحَمِیمِ ثُمَّ فِی النَّارِ یُسْجَرُونَ»

ایا تا هغه كسان نه دي لیدلي چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، كوم طرف ته دوى ګرځولى شي؟

هغه كسان چې  د (خدای د کتابونو) كتابونو او د هغه څه چې په هغو سره مونږ خپل رسولان لېږلي وو،تکذیب کوي، نو ژر به (د خپل کار په پایله)  پوه شي

كله چې به د دوى په غاړو كې طوقونه او ځنځیرونه وي، چې دوى به (ورسره) راښكلى كېږي

په ډېرو ګرمو اوبو كې، بیا به دوى (د دوزخ) په اور كې سوځولى شي

دا ایتونه د هغو کسانو په هکله دي چې د پېغمبرانو د دلایلو او اسماني کتابونو منلو ته تیار نه دي او همېشه له حق سره د دښمنۍ او ‌ډغرې وهلو یا سرکشۍ هڅه کوي.طبیعي ده چې د حق په وړاندې ضد او دښمني، انسان له نیغې لارې بې لارۍ ته کاږي او نتیجې یې بې له ګمراهۍ بل څه نه ده.

په تاریخ کې له حق سره  جدال او دښمني  کله کله د خپلو پلرونو او مشرانو د ړانده تقلید او د هغوي په عقیدو د بې ځایه تعصب له امله وه او کله هم له پېغمبرانو او لارویانو سره یې د ضد او دښمنۍ په وجه. دغه شان کسان د حق د منلو او پېروۍ په ځای د هغه څه چې په طبعه یې نه وي برابر انکار کوي.

 البته که څوک واقعا د حق په لټون کې وي خو حق ته ونه رسیږي نو د خدای په نزد معذور دی. خو که څوک په حق پوه شي او په مقابل کې یې ودریږي او انکار یې وکړي په سخته سزا اخته کیږي ځکه چې د انسانیت له مداره وتلی او په خپل عقل یې چې د انسان او حیوان تر مینځ د فرق سبب دی پرده اچولې ده.

 البته د کفر او شرک سزا په دې دنیا کې نه ورکول کیږي چې خلک د ایمان په انتخاب کې مجبوره نه وي او ایمان راوړل د زور کار نه وي بلکې په  خپل اختیار او ارادې سره نیغه لاره منتخب کړي. سره له دې، هره لاره چې انسان یې غوره کوي یا هر عمل چې کوي یې، پایلې او نتیجې یې له لاسه وتلې دي. له همدې امله د هغه څه چې په اساس چې خدای مقرر کړې، که انسان د ضد او تعقصب له مخې کفر وکړي، نتیجه یې په دوزخ کې لویدل دي.

 درسونه:

۱:د تاریخ او د هغو ولسونو د برخلک مطالعه کول چې د الهي پېغمبرانو په وړاندې درېدلې او بې لارې شوې، د قران له سپارښتنو څخه دي.

۲: هغه څه چې خطرناک دي له حق سره جنګ او دښمني ده یعنې داسې حالت چې انسان په حق پوه شي خو بیا یې هم تر پښو لاندې کړي.

۳: د دوزخ د بېلا بېلو عذابونو بیانول، انسان ته یو خبرداری دی چې د خپل عمل خیال وساتي او ګمان ونه کړي چې دنیا کې یې کارونه بې ځوابه پاتې کیږي.

۴: په دنیا کې د کافرانو بې ځایه تکبر او دځان لوړ ګڼل په قیامت کې دهغوي د خوارۍ اوذلت سبب کیږي.

اوس د غافر دمبارکې سورې له درې اویایم تر څلور اویایم ایتونو پورې تلاوت ته غوږ شئ.

«ثُمَّ قِیلَ لَهُمْ أَیْنَ مَا کُنتُمْ تُشْرِکُونَ»، «مِن دُونِ اللَّـهِ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا بَل لَّمْ نَکُن نَّدْعُو مِن قَبْلُ شَیْئًا  کَذَلِکَ یُضِلُّ اللَّـهُ الْکَافِرِینَ»

 بیا به دوى ته ویلى شي چې چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به شریكول.

له الله نه غیر؟ دوى به ووايي: هغه زمونږ نه ورك شول، بلكې مونږ له دې نه مخكې هېڅ شى نه باله، همداسې الله كافران  ګمراه كوي.

تيرو ایتونو په قیامت کې د کافرانو عذاب ته اشاره وکړه. دا ایتونه په دوام کې فرمایي: د دوزخ د اور په مینځ کې به چې کافران او مشرکان ترې  د تېښتې لاره نه لري،  له هغوي به وپوښتل شي هغه څیزونه چې تاسو یې د خدای په ځای عبادت کاوه او هغوی مو د چارو په تدبیر کې شریکان ګڼل چرته دي؟! ولې دغه معبودان چې ګمان مو کاوه ستاسو فریاد به اوري  او د دوزخ له اوره به مو ژغوري، ستاسو مرستې ته نه راځي.؟!

هغوی به په عاجزۍ او سرټیټۍ سره ځواب ورکړي چې :  هغه څیزونه  چې  مونږ یې عبادت کاوه یا هلاک شوې دي او یا زمونږ په شان د دوزخ په اور اخته دي. په هر حال، د هغوي هیڅ خبر نیشته او ته وا لکه چې ورک شوې دي. په داسې حال کې چې  مونږ په دې وجه د هغوي عبادت کاوه چې نن زمونږ شفاعت وکړي او زمونږ فریاد واوري. اوس چې داسې نه ده، ته وا مونږ بیخي د هغوي عبادت نه وي کړی او هغوي بالکل د پرستش قابل نه وو. اوس زمونږ لپاره څرګنده شوې چې هغوي یوازې وهم او خیال وو خو مونږ حقیقت ګڼل.

 په حقیقت کې په قیامت کې د هغوي دغه اعترافونه او یا انکارونه په کار نه راځي او د مجرمانو  له بد حال سره هیڅ مرسته نه کوي، ځکه چې د کفر او شرک نتیجه ، بې لاري او آخر هم  د دوزخ په اور اخته کېدل دي.

درسونه:

 ۱: قیامت د حقایقو د کشفېدو ورځ ده او هلته  به هرڅه څرګند شي. په هغه ورځ به کافران او مشرکان په خپلې ګمراهۍ او کجروۍ پوه شي.

۲:  په ګناه اعتراف او یا یې انکار،  د قیامت په عدالت کې هیڅ اثر نه لري. ځکه چې خدای د انسانانو له باطنه خبر دی او پر اساس یې حکم کوي. هدایت او ګمراهي، د هغه لارې نتیجه ده چې انسان په خپله غوره کړې او د هغه د  خپلو کړو پایله ده.

اوس د غافر د مبارکې سورې پینځه اویایم  او شپږ اویایم  ایت ته پام وکړئ.

«ذَلِکُم بِمَا کُنتُمْ تَفْرَحُونَ فِی الْأَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَبِمَا کُنتُمْ تَمْرَحُونَ»، «ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِینَ فِیهَا فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَکَبِّرِینَ»

 دغه په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه خوشحالي (اولويي) كوله او په سبب د هغه چې تاسو به تكبر كاوه

تاسو د جهنم په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال چې په دغه (جهنم) كې به همېشه يئ، نو د کبرجنو استوګنځى بد دى

 

دا ایتونه  په دغو مصیبتونو او بلاګانو  د دغه ډلې د اخته کېدو علت  ته اشاره کوي او فرمایي: هغوي په دنیا کې د خدای او قیامت د انکار په وجه، په نفساني خواهشاتو کې ډوب او مست وو او په عیش او عشرت او ګناه اخته وو، د محرومانو او مستضعفانو له ځورولو به یې خوند اخست او د ګناه له کلولو او د قانون په ماتولو به خوشالېدل. هو، دغه شان خوشالۍ چې  غرور او غفلت او هوسرانۍ ورسره وي، انسان له خدایه لرې کوي او د حقایقو له درک کولو یې غړوي.  خو نن دوي په قیامت کې حاضر شوې او د  حق په وړاندې یې د کبر او سرکښۍ په وجه په ذلت او خوارۍ اخته شوې دي او باید د خپلو هوسبازیو او شهوت پرستیو په وجه د  دوزخ په اور کې وسوزي.

درسونه:

 ۱: اسلام  له سالم او حلال تفریح او خوشالۍ سره مخالفت نه لري بلکې له هغوي خوښیو او تفریحانو سره مخالف دی چې پکې ګناه او بد عملۍ وي.

۲: د کافرانو نننۍ خوښۍ او مستۍ  په قیامت کې د هغوي د آهونو او فریادونو سبب ګرځي.

۳: خوشالۍ او تفریحات هم د حق او باطل په معیار تلل کیږي، د مثال په توګه  د باطل له لارې خوشالۍ او تفریحات چې د هوسرانۍ، بې پروایۍ، د نورو په حقوقو د تیري، د ضعیفاتو او تر لاس لاندې کسانو په سپکاوي او مسخره کولو یا مجرمانه کارونو ولاړ وي، د خدای په وړاندې سرکشي او ګناه ده.

پای.

 

 

ټیګونه