Oct 27, 2021 15:04 Asia/Kabul

 ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي د غافر د مبارکې سورې شپږ اویایم ایت ته رسېدلې وو نن غواړو د دغه سورې له اوه اویایم تر یواتیایم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. په سر کې مو پام راګرځوو د دغه سورې د اوه اویایم  ایت تلاوت ته چې ورپسې به یې ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي.

«فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّـهِ حَقٌّ  فَإِمَّا نُرِیَنَّکَ بَعْضَ الَّذِی نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّیَنَّکَ فَإِلَیْنَا یُرْجَعُونَ»

 نو ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده، نو كه خامخا مونږ تا ته ځینې د هغه (عذاب) وښیو چې مونږ يې دوى ته وعده وركوو، یا مونږ تا وفات كړو، نو هم مونږ ته به دوى بېرته راوستلى شي

دا ایت د خدای رسول او لارویان یې د مخالفانو د ځورولو او تنګولو په وړاندې صبر او پایدارۍ ته بلي او فرمایي: د مخالفانو انکار او یا یې د خنډونو جوړول دې سبب نه شي چې تاسو په خپله لاره کې کمزورې او سست شئ. بلکې د دې په اپوټه، هر څومره چې ژبنی او عملي مخالفت زیاتیږي، باید د حق په لاره کې ستاسو استقامت او پایداري هم زیاته شي چې وکړې شئ د وخت په تېرېدو سره پر هغوي بریالي شئ.

 د خدای د وعدې مطابق، د حق منکران په همدې دنیا کې هم ځینې سزا ګانې ویني، خو باید تمه ونه لرو چې دغه الهي سزاګانې به ضرور په همدې دنیا کې وي، د خدای وعده حقه ده او بې له شکه هغه څه چې خدای یې وعده کړې تحقق به مومي که مونږ وو او که نه وو.  خو په هر حال پوره سزا په قیامت کې ورکول کیږي  ځکه چې هلته به ټول انسانان حاضر وي او د یو بل د سزا او انعام کتونکې به وي.

درسونه:

 ۱: انسان باید د هغو مشکلاتو په وړاندې  چې  په دین د پابندۍ په وجه ورسره مخامخیږي، له صبر او پایدارۍ کار واخلي، دا د دیندارۍ لپاره یوه ضروري چاره ده او باید  له سختیو او ناخوالو د اندیښنې په وجه  له دین او ژوند بخښونکو تعلیماتو یې لاس وانه خلو.

د مجرمانو په سزا کې ځنډ، د الهي حکمت په اساس دی او باید د خدای د وعدو په تحقق کې  شک ونه کړو.

اوس هم د غافر د مبارکې سورې اته اویایم ایت ته پام وکړئ:

«وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِکَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَیْکَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَیْکَ  وَمَا کَانَ لِرَسُولٍ أَن یَأْتِیَ بِآیَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّـهِ  فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّـهِ قُضِیَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِکَ الْمُبْطِلُونَ»

 او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې ډېر رسولان رالېږلي وو، په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته بيان كړي دي او په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته نه دي بیان كړي. او د هېڅ رسول لپاره دا ممكن نه وه چې هغه پخپله كومه معجزه راوړي مګر د الله په حكم سره، نو كله چې د الله حكم راشي (نو) په حق سره به فیصله وكړى شي او په دغه وخت (او ځاى) كې به باطل پرستان تاوانیان شي.

په تېر ایت کې یې پېغمبر صبر او پایدارۍ ته باله، دا ایت  د پېغمبر د تسلۍ لپاره، هغه حضرت ته په خطاب کې فرمایي: له تا مخکې هم ډېر پېغمبران راغلل چې له دغه شان ستونزو سره مخامخ وو، سره له دې د حق په لاره ټینګ پاتې شول. البته د ځینو مشکلات مو یې تاته بیان کړل، که څه هم د ډېرو مو درته نه دي بیان کړې. له حق سره مقابله او دښمني، په تاریخ کې همېشه پاتې شوې ده او ستا له زمانې سره مخصوصه نه ده.

همېشه ځینې مغروره او کبرجن کسان د حق په وړاندې ودریږي او د حق منلو ته تیار نه دي. کېدی شي هغوي په دغه اندازه هم بسنه ونه کړي او له حقپالو سره مقابلې ته پاڅي او د هغوي په ځورولو یا شړلو او وژلو سره د حق د ختمولو هڅه وکړي.

 هغوي په حقیقت کې ضدي او پلمه جوړوونکي کسان دي او هره ورځ نوې نوې خبرې راوړي. لکه څنګه چې د تېرو پېغمبرانو په زمانه کې هم هغوی د نویو معجزو غوښتنه کوله او غوښتل یې چې پېغمبرانو د هغوی په خوښه معجزې راوړي.

په داسې حال کې چې معجزه د خدای په اختیار کې ده او د پېغمبرانو په لاس کې هم نه ده. هغوي د جادوګرانو په شان نه دي چې  په ډېر تمرین او مشق سره جادو او سحر وکړی شي. بلکې هغوي یوازې دخدای په اجازه او قدرت سره معجزه راوړي.

په بله ژبه ، معجزه د خلکو د هدایت، د افکارو د روڼولو او د پېغمبر د حقانیت د ثابتولو لپاره ده، نه دا چې هره ورځ، ځینې کسان راشي او له پېغمبره د معجزې غوښتنه وکړي او هغه هم پابند وي چې غوښتنې ته یې مثبت ځواب ورکړي.

 ایت په پای کې په دې ټکي ټینګار کوي چې دغه ضدي او باطلپاله کسان به په قیامت کې د خدای په منصفانه عدالت کې  محاکمه کیږي. په هغه ورځ به د ستنېدو لارې بندې وي او د ظالمانو چغې او سورې به هیڅ فایده نه کوي. په هغه وخت به، د باطل خاوندان په تاوان کې وي او ښه به پوه شي چې له هر لوري یې تاوان کړی دی. هغوی به دې ته متوجې شي چې  خپله ټوله  ارزښتناکه پانګه یې له لاسه ورکړې او  په بدل کې یې هیڅ نه دي لاسته راوړي. بلکې د خدای په غضب او قهر هم اخته شوې دي.

درسونه: 

د تېرو قامونو د تاریخ  او د پېغمبرانو د ژوند لیکونو مطالعه، د قران له سپارښتنو څخه ده چې د حق په لاره کې ټینګ پاتې شو او د خنډونو او ستونزو په وجه سست او نهیلي نه شو.

۲: د پېغمبرانو معجزې د خدای د ارادې په اساس دي نه د خلکو د غوښتنو او تمو په اساس.

۳: اصلي تاوان په قیامت کې دی نه په دنیا کې، دنیا پالي دي ګمان ونه کړي چې ډېر مال یې د هغوي د کامیابۍ او نېکمرغۍ نښه ده، ځکه چې دنیا ډېره زر تېرېدونکې ده او په پاتېدونکې کور کې به  د مفسدانو او باطل فکره کسانو لاسونه خالي وي.

 اوس د غافر د مبارکې سورې له نه اویایم تر یو اتیایم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ.

«اللَّـهُ الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الْأَنْعَامَ لِتَرْکَبُوا مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْکُلُونَ»، «وَلَکُمْ فِیهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوا عَلَیْهَا حَاجَةً فِی صُدُورِکُمْ وَعَلَیْهَا وَعَلَى الْفُلْکِ تُحْمَلُونَ»، «وَیُرِیکُمْ آیَاتِهِ فَأَیَّ آیَاتِ اللَّـهِ تُنکِرُونَ»

 الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې څاروي پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو په دوى كې په ځینو سورلي كوئ او په دوى كې ځینې تاسو خورئ

او ستاسو لپاره په دغو (څارویو) كې ډېرې نفعې دي او د دې لپاره چې تاسو په دوى سره هغه حاجت ته ورسېږئ چې ستاسو په سینو كې دى، او په دغو باندې او په كشتیو باندې تاسو سورول كېږئ

او هغه (الله) تاسو ته خپلې نښې ښیي، نو تاسو د الله له كومو نښو څخه انكار كوئ؟

دا سوره په منظم ډول په خدای د انسان نعمتونه شماري او هغه له شرک او کفره توحید او یو خدای منلې ته بلي. دا ایتونه د  څارویو نعمت او هغوی ګټو ته چې انسان یې ورځنې کوي اشاره کوي او فرمایي:  خدای تعالی ځینې څاروي ستاسو د ګټې لپاره  پېدا کړې دي او دا په حقیقت  کې هماغه د خدای اجازه ته چې تاسو د غوا، ګډو او اوښانو په شان څاروي حلالولې او له غوښې او نورو څیزونو یې استفاده کولې شئ، که نه وي انسان ته اجازه نه وه چې بې ګناه حیوانان ووژني.

د حېواناتو له غوښې پر استفادې سربېره، په هغوي کې ځینې څاوري لکه  اوښ په وچو او سوزنده صحراګانو کې د انسانانو د سورلۍ کار ورکوي. په  زړه پورې دا چې نن سبا له دومره ترقۍ  سره سره بیا هم څاروي په ځینو سختو صحرایي او غرنیو او لارو کې د تګ راتګ لپاره ډېره هغه وسیله ګڼل کیږي.

 په هر حال، په خپله په سپرېدو او یا د مال په وړلو کې له هغوي استفاده د انسان لپاره دهغوي د رام والي له امله ده چې دا په انسان د خدای د مهربانۍ یوه بله نښه ده. داسې نعمت چې په وچه کې د بار او پيټي د وړلو لپاره ،  په سمندر کې د کشتیو هومره د انسان لپاره ګټه ور دی.

دا څاروي د انسان لپاره نورې ګټې هم لري لکه له شودو او څرمنې یې استفاده او یا د تفریح او سیالیو لپاره ترې استفاده کول.

 د ایت په پای کې راغلې دي چې خدای همېشه مونږ ته خپلې نښې ښیي  او په هرځای کې چې وګورئ د هغه نښې او نښانې ښکاره دي. نو سره له دې چې د ټولو لپاره د هغه نښې او ایتونه څرګند دي بیا ولې ځینې کسان انکار کوي؟ حقیقت دا دی چې انسان د خدای د نعمتونو قدردان نه دی او  په مختلفو انګېزو سره د خدای د ایتونو انکار کوي.

درسونه:

 ۱: ځمکه او ټول مخلوقات یې د انسان لپاره پنځول شوې او خدای  انسان ته له هغو د سمې استفادې  اجازه ورکړې ده.

۲: که څه هم د څارویو بدني طاقت تر انسانه زیات دی خو خدای هغه انسان ته رام کړې او دا په انسان د خدای یوه مهرباني ده.

۳: ناشکري د انسانانو یو عام صفت دی. هغوی د خدای له نعمتونواستفاده کوي خو د نعمت د خاوند انکار کوي او د اوامور منلوته یې تیار نه وي.

پای.

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه