Oct 27, 2021 15:08 Asia/Kabul

 ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي د غافر د مبارکې سورې یو اتیایم ایت ته رسېدلې وو نن غواړو د دغه سورې وروستي آیتونه یعنې له دوه اتیایم تر پینځه اتیایم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. په سر کې مو پام راګرځوو د دغه سورې د اوه اتیایم  ایت تلاوت ته چې ورپسې به یې ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي.

«أَفَلَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنظُرُوا کَیْفَ کَانَ عَاقِبَةُ الَّذِینَ مِن قَبْلِهِمْ کَانُوا أَکْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِی الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا کَانُوا یَکْسِبُونَ»

ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي،  چې دوى كتلي وى چې د هغو خلقو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه زیات وو او د قوت او په ځمكه كې د نښو په لحاظ ډېر سخت وو، نو د دوى هېڅ په كار رانغلل هغه څه چې دوى به ګټل.

 د انساني تاریخ مطالعه په دوو برخو کې کولی شو: یو تاریخي کتابونه چې تاریخي پښې سینه په سینه نقل شوې او پکې لیکل شوې دي او بل له تېرو هڅوبونو راپاتې اثار چې د نړۍ په مختلو سیمو کې یې کتلی شو.

قران په دغه ایت کې ظالمانو ته فرمایي:  که تاسو غواړئ خپل انجام ووینئ نو کافي ده په ځمکه کې وګرځئ او ووینئ چې د ظالمانو انجام څنګه ؤ؟ هغه طاقتونه تباه کړی شو، د هغوي ماڼۍ ورانې کړی شوې او لوی لښکرونه یې  د خزان د پاڼو په شان په ځمکه وغورځېدل. آیا د فرعون پرېمانه طاقت او کسانو یې هغه په نیل سیند کې له غرقېدو بچ کړی شو؟ آیا په غرونو او درو کې د تېرو قامونو لویو لویو ماڼیو او کلاګانو د دغو ودانیو ساتونکي له الهي ارادې بچ وساتل شول؟

درسونه :

۱:   قرآن تاکید او سپارښتنه کړې چې د تېرو خلکو تاریخ مطالعه کړي که هغه  په لیکلې شکل وي او که له هغوي د پاتې اثارو په شکل کې.

۲:   د خدای د قدرت  او طاقت په وړاندې په خپل طاقت او پرمختللو امکانانو غره کېدل، هغه خطر دی چې همېشه ظالمان ګواښي.

۳: د انساني تمدن د پرېوتلو او تباهۍ یو سبب د الهي پېغمبرانو  له تعلیماتو سره مقابله ده.

۴: د انسانانو پرمختللې وسایل ، طاقت او د کسانو د  شمېر ډېروالی د الهي قهر د نازلېدلو مخه نه شي نیولی.

 اوس د غافر سورې د درې اتیایم ایت تلاوت ته پام وکړئ.

«فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَیِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا کَانُوا بِهِ یَسْتَهْزِئُونَ»

 نو كله چې دوى ته د دوى پېغمبران په ښكاره دلیلونو سره راغلل، (نو) دوى به په هغه علم خوشالي (او لويي) شروع كړه چې له دوى سره و، او ترې راتاو شول هغه څه (عذاب) چې دوى به په هغه پورې خنداګانې کولې.

 د تېر ایت په دوام کې دا ایت فرمایي: د تاریخ ظالم طاقتونه چې  په خپل طاقت او د سپایانو په ډېروالي غره وو،  زیاترو داسې  تمدن درلود چې ګمان یې کاوه د هغوي علم او تجربه  د خدای د قهر مخه نیولی شي نو د الهي پېغمبرانو په وړاندې ودرېدل  او  د قیامت او توحید په باره کې د هغوي په خبرو پورې به یې ټوکې او خنداګانې کولې. هغوي په خپل علم نازېدل او دیني عقیدې یې بې اساسه خرافات او چټیات ګڼل چې په انساني علم سره نه شي ثابتېدای.

په عین حال کې، کله چې خدای اراده وکړه هغوی د خدای د ارادې په وړاندې یوه شېبه هم ټینګ نه شول او دهغوي علم او وسایل  او طاقت  ټول د خدای په قهره سره له مینځه لاړل. په بله ژبه هماغه شی چې بې اثره او معمولي یې ګاڼه دهغوي ټغر ورټول کړ.

 په حقیقت کې د قران له نظره د انسانانو د کبر او بدبختۍ اصلي سرچینه د انسان کبر او غرور دی، دا کبر ممکنه ده چې د ډېر مال او یا ډېرو نفراتو په وجه وي او یا هم د ډېر علم په وجه.

نن سبا هم چې انسان ډېر علمي پرمختګ کړی،  په پراختیایي ټولنو کې د دغه  علمي تکبر نښې او بېلګې ښکاره دي.  ویلی شو چې د مذهب د نفي کولو یو عامل  او په وروستیو پېړیو کې  الحادي مکتبونو ته مخه کول هماغه علمي غرور دی چې ځینې پوهان پرې اخته شوې دي. هغوي د علم په لور د طبیعت د ځینو روزنو په خلاصولو او د فطرت د ځینو رازونو په کشفولو سره داسې مست او مغروره شوې چې د دیني ارزښتونو او اصولو د انکار لاره یې نېولې ده.

دوی دومره مغروره شوله چې له وحي د رارسېدلو علمي سرچینو او علمونو نفي یې وکړه او ورپورې یې ټوکې وکړې. او وې ویل چې اوس علم او ساینس دومره پرمختګ کړی چې نور  انسان د پېغمبرانو تعلیماتو  ته ضرورت نه لري.

خو دغه مستي او غرور ډېر پاتې نه شو او مختلف عوامل سره یو ځای شول  او دغه بې اساسه خیالات یې باطل کړل. لومړیو او دوهمو نړیوالو جنګونو وښودله چې  د انسان علمي او صنعتي پرمختګ هغه نه یوازې خوشبخته کړی نه دی بلکې هغه یې تر بل هغه وخته زیات د تباهۍ ګړنګ ته نزدې کړی دی. همداراز  د ډول ډول  اخلاقي مفاسدو پېدا کېدل، وژلې، ټولنیزې ګډوډۍ ، روحي او رواني ناروغۍ، او زیږوالی او تاوتریخوالی ، دا ټول هغه څه دی چې  یوازې د  انسان علم یې مخه نه شي نیولی  بلکې ځینې مسایل خو د انسان د علم د پرمختګ په وجه پېدا شوې یا زیات شوې دي.

درسونه:

۱: د پېغمبرانو خبرې په ښکاره معجزو او روښانه دلایلو سره دي او هر حقپاله  انسان  یې مني.

۲: که انسان په خپل لږ شان علم مغروه شي، دا علمي غرور د حق د منلو مخه نیسي ، په داسې حال کې چې  انساني علوم او تجربې د الهي تعلیماتو ځای نه شي نیولی او انسان د وحي له نوراني تعلیماتو نه شي بې نیازه کولی.

۳:  په خپل علم د غره کېدو یوه بده پایله، د الهي تعلیماتو تحقیرول او ورپورې خندا کول دي. کوم کسان چې په دغه ستونزې اخته شي خیال کوي  چې د خدای د بې نهایته علم په وړاندې چې اسماني کتابونه یې پر بنیاد ولاړ دي ودرېدلی شي.

۴: کوم هڅوبونه چې د الهي تعلیماتو په وړاندې ودریږي په تباهۍ اخته کیږي.

 اوس د غافر سورې څلور اتیایم او پینځه اتیایم ایت ته چې د دغه سورې وروستي ایتونه دي پام وکړئ.

«فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوا آمَنَّا بِاللَّـهِ وَحْدَهُ وَکَفَرْنَا بِمَا کُنَّا بِهِ مُشْرِکِینَ»، «فَلَمْ یَکُ یَنفَعُهُمْ إِیمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا  سُنَّتَ اللَّـهِ الَّتِی قَدْ خَلَتْ فِی عِبَادِهِ وَخَسِرَ هُنَالِکَ الْکَافِرُونَ»

 نو كله چې به دوى زمونږ عذاب ولیده، وبه یې ویل: مونږ په الله ایمان راوړى دى چې ایكي يواځې دى، او مونږ كافران شولو په هغه څیز چې مونږ به د هغه په سبب مشركان وو

نو دغه (كار داسې) نه و چې دوى ته د دوى ایمان راوړل نفع وركړې وي كله چې دوى زمونږ عذاب ولیده، (دا) ده ايښې طريقه د الله هغه طریقه چې د هغه په بنده ګانو كې تېره شوې ده او په دغه ځاى (او وخت) كې كافران تاوانیان شول

دا ایتونه چې د غافر سورې وروستي ایتونه دي د هغو کسانو انجام چې د غرور او ځان منمۍ په وجه د حق منلو ته تیار نه شول او د الهي تعلیماتو په وړاندې ودرېدل بیان کړی او فرمایي:  همدغو مغرورو کسانو کله چې  په دنیا کې د خدای د عذاب نښې ولیدلې او ځان یې کمزوری  او ناتوانه ولیده، له خپلو کړو پښېمانه او تسلیم شول. هغوی له شرک او کفره لاس واخسته او وې ویل چې اوس یې په یوازیني خدای ایمان راوړی او کوم معبوان چې د خدای شریکان مو ګڼل نه منو. خو طبیعي ده چې دغه د مجبورۍ او د زور او وېرې ایمان هیڅ ارزښت نه لري.

درسونه:

۱: کبرجن، مغروره او سرکشه کسان چې تر څو الهي قهر ونه ویني ایمان نه راوړي خو دا ایمان د هغوی لپاره هیڅ ګټه نه کوي ځکه چې د ایمان ارزښت په اختیاري والي کې دی  د وېرې او مجبورۍ له مخې ایمان راوړل ارزښت نه لري ، په بله ژبه ، اضطراري ایمان فایده نه لري.

۲: په ژوند کې واقعي تاوان ، د کفر او شرک په حال کې او د باطل په لاره کې په مړ کېدو کې دی.

عزیزانو  د خدای په فضل مو غافر مبارکه سوره پای ته ورسوله  په راتلونکي پروګرام کې به  که خدای کول له فصلت سورې سره ستاسو په خدمت کې وو. تر هغې مو په لوی خدای سپارو.

 

 

 

 

ټیګونه