Oct 27, 2021 15:23 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي  په تېر پروګرام کې مو د غافر مبارکه سوره پای ته ورسوله، سر له ننه د قرآن یو څلوېښتمه سوره درته پېلوو، دا سوره  په مکه کې نازله شوې او څلور پنځوس ایتونه لري. د قران د نورو مکي سورو په شان دا سوره  هم د مبدا یعنې د خدای او قیامت او په انسان او نړۍ کې د خدای د  قدرتونو د نښو په هکله ده. ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راغواړو د فصلت سورې له لومړي تر څ

«بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـنِ الرَّحِیمِ»

«حم»، «تَنزِیلٌ مِّنَ الرَّحْمَـنِ الرَّحِیمِ»، «کِتَابٌ فُصِّلَتْ آیَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِیًّا لِّقَوْمٍ یَعْلَمُونَ»، «بَشِیرًا وَنَذِیرًا فَأَعْرَضَ أَکْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُونَ»

 حا، ميم

(دغه) نازلول د ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكي له لوري دي

داسې كتاب چې د ده ایتونه په تفصیل سره بیان شوي دي، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د هغه خلکو لپاره چې پوهېږي

زېرى وركوونكى او وېروونكى دى، نو د دوى زیاترو(یې ترې) مخ وګرځاوه، پس دوى (حق) نه اوري

لکه چې له دې مخکې مو هم ویلې، د قران نه ویشت سورې په مقطعه حروفو سره پېل شوې دي. په دې سورو کې له دغو تورو وروسته  د قران عظمت ته اشاره شوې ده. فصلت سوره هم دغه شان دی او په دوو تورو یعنې حا او میم سره پېل شوې ده. له دې وروسته  د دغه اسماني کتاب د نازلېدو خبره شوې چې د الهي رحمت نه یې سرچینه اخستې ده. پر دې اساس،  ایتونه یې د ټولو انسانانو لپاره رحمت دي.  البته مومنان یې له حمته ګټه اخلي او کافران ترې ځان محروموي.

د ویلو ده چې د قران ایتونه په لیکنې بڼه نه دي نازل شوې او پېغمبر هم هغه نه دي لیکلې، بلکې د خدای رسول هغه څه چې په مبارک زړه یې وحي شوې، خلکو ته لوستې دی. له دې امله  یې ورته قرآن نوم ورکړی دی. د پېغمبر په امر  څلورو اصحابو یې هغه څه چې پېغمبر به قرائت کول، هغوی به لیکل. نو ځکه د قران بل نوم کتاب دی یعنې لیکل شوی.

 قران په فصیحه او ګویا عربۍ ژبه نازل شوی  او ایتونه یې د هغه چا لپاره چې غواړي په حقیقت پوه شي  روښانه او څرګند دی. البته قران پر آګاهۍ او پوهه ورکولو او د معرفت پر زیاتولو سربېره،  د زیري او خبرداري له لارې،  خلک نېکو او ښو کارونو ته هڅوي او له بدو او ناوړه کارونو یې منع او خبرداروي.

د پېغمبرانو او د اسماني کتابونو د بلنې په وړاندې د  ډېرو خلکو عکس العمل، مخ اړول دي.ځکه چې نفساني او غریزي غوښتنې محدودوي  او اجازه نه ورکوي چې د انسان زړه چې هر څه وغواړي، ویې وایي یا یې وکړي.

 درسونه:

قران د خدای کلام دی، نه د حضرت محمد خبره. د دغه کتاب مینځ پانګه، هم د خدای له پراخه او بې انتها رحمته راخستل شوې ده پر دې اساس هم د قران الفاظ او هم یې محتوا د  مهربان او پوه خدای له لورې دي. څرګنده ده چې د دغو تعلیماتو پر اساس عملد بشري ټولنې د ودې او لوړتیا سبب کیږي.

 په قران کې هر هغه څه چې د خلکو په هدایت او وده کې تاثیر او رول لري، په تفصیل سره او په مختلفو شکلونو او قالبونو کې بیان شوې دي. د تېرو قامونو د برخلیک، داستانونو، عبرتونو، مثالونو، د الهي نعمتونو د ذکرولو، اوامرو او نواهي، د تمدنونو د ځوړتیا د علتونو د بیان، د انسان د راتلونکي د بیان، د قیامت د پېشو، اخلاقي سپارښتنو او داسې نورو قالبونو په شکل کې.

قران انسان ته علم، پوهه او رڼا ورکوي. هرڅوک چې د حقیقت او سمې پوهې د پېژندلو په لټه کې وي، باید قران ته مراجعه وکړي. د تربیت د سمو بنیادونو په اساس،  هیله او وېره، زیری او خبرداری، د یو بل په څنګ کې ضروري دی. یو ته پام او له بله غفلت تاوانوونکې اثار لري.

 اوس د فصلت سورې پینځم ایت ته پام وکړئ:

«وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِی أَکِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَیْهِ وَفِی آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِن بَیْنِنَا وَبَیْنِکَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ»

او دوى وویل: زمونږ زړونه په پرده كې دي له هغه څه نه چې ته مونږ هغه ته بلې او زمونږ په غوږونو كې دروندوای (كوڼوالى) دى اوزمونږ  او ستا په مینځ کې پرده ده، نو ته(خپل) عمل كوه، بېشكه مونږ هم (خپل) عمل كوونكي یوو

دا ایت د اسلام د پېغمبر د بلنې په وړاندې د مکې د مشرکانو غبرګون ته اشاره کوي او فرمایي: کله چې پېغمبر، قران هغوی ته تلاوتوه، هغوي ورته د توجه او اورېدلو په ځای، د دې لپاره چې پېغمبر له خپل کاره نهیلي کړی ویل به یې: ای محمده! چټي هڅې مه کوه، زمونږ غوږونه کاڼه دي او ستا خبره نه اورو. او څه چې په غوږونو اوروو هم، زمونږ په زړونو اثر نه کوي. ته وا زمونږ او ستا تر مینځ کومه پرده یا دېوال موجود دی چې نه پرېږدي مونږ ستاسو بلنه ومنو. نو مونږ په خپل حال پرېږده چې هر څنګه مو زړه غواړي عمل وکړو. مونږ هم تا په خپل حال پرېږدو چې هر څه دې زړه غواړي کوه یې.

درسونه :

 ۱: د قران ایتونه د باران په شان دي چې په ځمکه وریږي او ابادوي یې، خو همدا باران چې په کلک کاڼ وریږي، نه یوازې په کاڼي کې ننوځي نه  بلکې بهر ته غورځیږي، د ضدي کسانو زړونه هم د الهي ایتونو د نازلېدلو په وړاندې همداسې دي.

۲: که مخاطب د حق د منلو اراده ونه لري، پېغمبر له خلې د خدای خبره هم پرې اثر نه کوي نو د عامو خلکو به پرې څه اثر وکړي.

۳: تعصبونه او بې ځایه تقلیدونه، د یو حجاب په شان د انسان په زړه غوړیږي او هغه د حقیقت له درک کولو او منلو محروموي.

  اوس هم د فصلت سورې د شپږم او اوم ایت تلاوت ته غوږ شئ

«قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُکُمْ یُوحَى إِلَیَّ أَنَّمَا إِلَـهُکُمْ إِلَـهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِیمُوا إِلَیْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ  وَوَیْلٌ لِّلْمُشْرِکِینَ»، «الَّذِینَ لَا یُؤْتُونَ الزَّکَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ کَافِرُونَ»

 

 ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هم دا خبره ده چې زه ستاسو په شان بشر یم، ما ته دا وحي كولى شي چې بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو ده ته مستقیم (او درست) اوسئ او له ده نه مغفرت غواړئ او د مشركانو لپاره هلاكت دى

هغه كسان چې زكات نه ادا كوي او له اخرت نه هم دوى منكران (كافران) دي

 د مشرکانو د ادعاګانو په وړاندې چې د تعصب او ضد له مخې یې خبرې کولې، د خدای رسول هغوی ته وایي: زه هم ستاسو په شان بشر یم، نه د خدایۍ ادعا لرم ، نه پر تاسو د برترۍ ادعا لرم ، زه ستاسو له قوم او قبیلې یم. له تاسو سره زما یوازینی فرق دا دی ی چې زما په زړه وحي کیږي چې له شرک او بت پرستۍ لاس واخلم او تاسو هم یوازیني خدای ته وبلم.

تاسو چې داسې له ما سره خبرې کوئ، پوه شئ چې زه تاسو په زوره د خپلې خبرې منلو ته نه مجبوروم. بلکې تاسو ته حقه لاره ښیم او درنه غواړم چې  د خدای لارې ته راشئ او له خپلو تېرو کارونو لاس واخلئ چې خدای مو وبخښي.

 ایت په پای کې مشرکانو ته خبرداری ورکوي چې پر شرک باقي پاتې کېدل، ډېر بد انجام لري. بیا د مشرکانو په بیان کې دوو ټکیو ته اشاره کوي: یو له قیامته د هغوی انکار اوکفر ته  او بل اړمنو ته د هغوي بې پامۍ او د هر ډول انفاق پرېښودلو ته چې دا هم له  قیامته دهغوی انکار یوه نښه ده. ځکه چې څوک چې په خدای عقیده نه لري هر  څه د ځان لپاره غواړي او پر نورو د لګولو او انفاق لپاره هیڅ انګېزه او محرک نه لري.

درسونه:

  پېغمبران خلک د خدای لور ته بلي، نه د ځان لور ته. د هغوی هدف دا دی چې انسان د طاغوت له بند او د هوا او هوس له زنځیرونو خلاص کړي.

۲:  د خدای په یو والي باور، باید د انسان د ژوند په ټولو چارو کې ښکاره وي. توحید یوازې یو باور نه دی بلکې په ژوند کې د انسان د عمل او کړو لارښوونکی هم دی.

۳: مومن انسان د توحید په لاره کې پایداره او ټینګ وي. هغه همېشه د خپلو تېرو خطاګانو د جبران او وټ کټ اېستلو په فکر کې وي چې د خدای په لاره کې باقي پاتې شي او د حق له لاره بې لارې نه شي.

۴: ایمان یوازې په ادعا سره نه حاصلیږي، نو کوم مومن چې زکات نه ورکوي، د هغه په وجود کې د شرک او کفر ځينې نښې شته دي.   پای

 

 

 

ټیګونه