Oct 27, 2021 15:41 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي  په تېر پروګرام کې مو د  غافر د مبارکي سوري له  اتم تر دولسم  ایتونو  پورې تلاوت ژباړه او تفسیر واورېده  په ننني پروګرام کې  به د دي سورې له دیارلسم تر اتلسم ایتونو پورې  تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو. ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راغواړو د فصلت سورې د دیارلسم او څوارلسمو ایتوتو تلاوت ته  هلته چي لوی خدای فرمایي:  

«فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُکُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ»، «إِذْ جَاءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِن بَیْنِ أَیْدِیهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّـهَ  قَالُوا لَوْ شَاءَ رَبُّنَا لَأَنزَلَ مَلَائِکَةً فَإِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ کَافِرُونَ»

 نو كه دوى مخ وګرځاوه، نو (دوى ته) ووایه: زه تاسو د عادیانو او ثمودیانو د سخت عذاب په شان عذاب نه وېروم

كله چې دوى ته خپل رسولان د دوى له مخې او د دوى له شا  راغلل او (ورته ويې ویل:) چې تاسو له الله نه غیر(د بل هیچا) عبادت مه كوئ. دوى وویل، كه زمونږ رب غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړي وى، پس بېشكه مونږ په هغه څه سره چې تاسو ورسره رالېږل شوي يئ، كفر(انکار) كوونكي یو

  په تېر پروګرام کې په ځمکه او اسمان کې د خدای قدرت ځینو نښو ته اشاره وشوه. دا ایتونه د الهي نښو منکرانو ته په خطاب کې وایي: له حق سره دښمن او ضد له الهي قهر پرته بله پایله نه لري.لکه څنګه چې  ځینو پخوانیو قامونو  سره له دې چې د الهي پېغمبرانو بلنه یې واورېده او د هغوي معجزې یې ولیدې، د هغو انکار یې وکړ.

 هغوی د خپل مخالفت د توجیه لپاره خپل پېغمبر ته وویل:  که غواړې چې ایمان درباندې راوړو باید کومې پرښتې چې پر تا نازلیږي او وحي راوړي مونږ ته راوښیې چې مونږ یې ووینو. خو اوس چې دغه کار نه شې کولی، نو پر تا اوپر دعوت دې ایمان نه راوړو او په کفر کې پاتې کېږو. څرګنده ده چې دغه ډول ضدي انکار او مخ اړول د خدای د قهر د نازلېدلو سبب کیږي  او طبیعت چې د خدای د مینې مظهر دی د هغوی د تباهۍ او هلاکت زمینه برابروي.

درسونه :

 ۱: د پېغمبرانو یوه دنده، د خلکو د غلطو کارونو د پایلو په هکله هغوی ته  خبرداری ورکول دي. ټولې سزاګانې په اخرت کې نه دي. بلکې ځینې یې په همدې دنیا کې نازلیږي باید خیال ولرو چې زمونږ ناخوښ او غلط کارونه  په دنیا او اخرت کې زموږ د تاوان او خسران سبب نه شي.

۲: خدای تعالي د پېغمبرانو له لارې، پر خلکو حجت تماموي چې هغوي د کفر او شرک لپاره پلمه ونه لري. د خدای دود دا دی چې تر څو په خلکو غاړې خلاصې نه کړي، مخالفانو او منکرانو ته سزا نه ورکوي.

۳: د پېغمبرانو د  پروګرام سرټکی توحید او یکتاپرستۍ ته د خلکو بلل وو. نو ځکه خو هیڅ پېغمبر خلک ځانته نه دي بللې.

اوس د فصلت د مبارکې سورې پینځلسم او شپاړسم ایتونو ته پام وکړئ.

اکنون به تلاوت آیات 15 و 16 از سوره فصلت گوش می‌سپاریم:

«فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَکْبَرُوا فِی الْأَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً  أَوَلَمْ یَرَوْا أَنَّ اللَّـهَ الَّذِی خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً  وَکَانُوا بِآیَاتِنَا یَجْحَدُونَ»، «فَأَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیحًا صَرْصَرًا فِی أَیَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِیقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیَاةِ الدُّنْیَا  وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَى وَهُمْ لَا یُنصَرُونَ»

نو هر چې عادیان وو، نو دوى خو په ځمكه كې ناحقه لويي وكړه او ويې ويل:په قوت كې زمونږ نه څوك زیات سخت (او مضبوط) دي؟! ایا دوى نه ویني چې بېشكه هغه الله چې تاسو يې پیدا كړي یئ؛ هغه له تاسو نه په قوت كې ډېر سخت دى. او دغو به زمونږ له ایتونو څخه انكار كاوه.

نو مونږ په دوى باندې په څو ډېرو سپېرو ورځو كې ډېر زورور یخ باد راخوشې كړ، د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې په دنيايي ژوند كې د رسوایۍ عذاب وڅكوو، او یقینًا د اخرت عذاب ډېر رسواكوونكى دى، په داسې حال كې چې د دوى به مدد نه شي کېدلی.

  د تېرو ایتونو په دوام کې چې د دوو قامونو عاد او ثمود نامه واخستل شوه، دا ایتونه  دهغوي د کفر کولو طریقې او سزا ته اشاره کوي. د ویلو ده چې د عاد قام د عربستان په جنوب کې اوسېده. هغوي جنګیالي کسان وو او ډېر مال او طاقت یې درلود. په لوړو ځایونو کې یې ودانۍ جوړولې او ښکلې ماڼۍ او پیاوړې کلاګانې یې لرلې. هغوي ځانونه  نه ماتېدونکي او تر هر چا لوړ ګڼل. دا د هغوی د غرور او سرکشۍ سبب شوه.  نو خپل پېغمبر هود ته یې چې هغوي یې خدای ته بلل، په کبر او غرور سره  وویل: ته څوک یې چې  مونږ ته خبرداری راکوې چې د خدای نافرماني د عذاب د نازلېدو سبب کيږي؟ آیا څوک دا طاقت لري چې مونږ له مینځه یوسي او یا پر مونږ غلبه پېدا کړي؟ هغوي دومره په خپل طاقت او میړونو غره وو چې  د خدای او پېغمبر په وړاندې یې سرغړاوی اوکبر وکړ او هغه یې دروغ وباله. هغوي له دې ټکي غافله وو چې  کوم خدای هغوي پېدا کړې، تر هغوي زیات پیاوړی دی.   هغه نه یوازې د دوي پېدا کوونکی بلکې د ټولو اسمانونو او ځمکې خالق دی  او  د انسان طاقت  بیخي له هغه سره د پرتلې وړ نه دی.

 په هر حال د هغه قام د سرکشۍ او طغیان په وجه، پر هغوي خواروونکی عذاب نازل شو. یوه اونۍ  په سپېرو ورځو کې پر هغوی سخت او بوږنوونکی باد او توپان وچلېده  او کورونه ، باغونه او ټول ژوند یې وروځپه.اخر د هغو پرتمینو ماڼیو او هوسا ژوند او پرېمانه مالونو څخه بې له کنډوالو  هیڅ هم پاتې نه شول. دا د دنیا عذاب دی. البته په اخرت کې د هغوی عذاب لا خواروونکی دی او هیڅوک به یې مرسته نه کوي.

درسونه :

۱:کفر او انکار که د کبر او غرور له مخې وي دنیاوي سزا هم لري.

۲:  په خپل طاقت غره کېدل هغه خطر دی چې هر وګړی او ټولنه ګواښي او د دنیا ذلت او خواري هم په ځان پسې لري.

۳ : طبیعي عوامل که هغه د نعمت د نازلېدو په وخت وي او که د عذاب د راتللو په وخت، په دواړو حالو کې د خدای د امر اجرا کوونکي دي او هغه څه ترسره کوي چې خدای یې غواړي.

۴: هغه موقعې چې الهي رحمت نازلېږلي مبارکې دي او په کومو وختونو کې چې بلا او قهر نازلیږي،سپېرې او بدمرغه دي.

 اوس د فصلت سورې د اولسم او اتلسم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ:

«وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَیْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا کَانُوا یَکْسِبُونَ»، «وَنَجَّیْنَا الَّذِینَ آمَنُوا وَکَانُوا یَتَّقُونَ»

 او پاتې شول ثمودیان، نو مونږ دوى ته نېغه لار وښودله، نو دوى په هدایت باندې ړوندوالي ته ترجیح وركړه، نو دوى د سپكوونكي عذاب سختې چغې ونیول، په سبب د هغو عملونو چې کول به یې.

او مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې ایمان يې راوړى و او پرهېزګاري به يې كوله.

 د عاد له قامه وروسته، دا ایتونه د ثمود قام انجام ته اشاره کوي. هغوي د عربستان په شمال کې اوسېدل، په غرونو کې یې پیاوړې ودانۍ جوړولې او شنې ښېرازه او له باغونو ډکې ځمکې یې لرلې.

خدای تعالی د ثمود قام په هکله فرمایي:  دغه قام مو هم د نورو  قامونو په شان هدایت کړ او حضرت صالح مو د هغوی د هدایت لپاره واستوه. صالح په روښانه د لیلونو او  الهي معجزو سره هغوي ته ورغی، خو هغوی د الهي پېغمبر د خبرو د منلو په ځای، انکار او مخالفت وکړ. ته وا د زړه ړوندوالي ته یې  د حقیقت پر پېژندلو ترجیح ورکړه او نه یې غوښتل چې حق ومني.

 دې ته په پام سره چې د دغه کبرجن قام مخالفت د ضد او دښمنۍ له مخې ؤ، نه د ناپوهۍ او له حقیقته د نه خبرېدو په وجه، نو په همدې دنیا کې په سخت او خواروونکي عذاب اخته شول.  په یوې بوږنوونکې چغې او تالندې سره یې ښار او وطن وسوزېد او لولپه شو. داسې صاعقه چې نه یوازې  د هغې برېښنا او ګړزا یې د وېرې او وحشت سبب شوه بلکې  ورپسې سخته زلزله هم راغله او هر څه یې په بل مخ واړول.

 البته کومو کسانو چې ایمان راوړی ؤ او نیک کارونه یې کړې وو هغوي د کافرانو په سزا کې شریک نه وو او خدای وژغورل او له سخت او وېروونکي عذابه په امن کې پاتې شول.

درسونه:

۱: کفر د زړه د ړوندوالي نښه ده،  په کفر او کږلارۍ ټینګار، د انسان لپاره ناوړه پایلې لري.

۲: د خدای مهرباني او یا قهر، د یو قانون او قاعدې په اساس دی او په حقیقت کې دا د انسان د خپل عمل نتیجه ده. پاکي او ایمان د نجات راز او کفر او ګناه د هلاکت لامل دی.

 

ټیګونه