Oct 27, 2021 15:48 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي  په تېر پروګرام کې  د  فصلت د مبارکي سورې اتلسم ایت ته رسېدلې وو.  په ننني پروګرام کې  به د دي سورې له نولسم تر درې وېشتمو ایتونو پورې  تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو. ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راغواړو د فصلت سورې  د نولسم او شلم ایتونو تلاوت ته  هلته چي لوی خدای فرمایي:  

   آیات 19 و 20  سوره فصلت  

«وَیَوْمَ یُحْشَرُ أَعْدَاءُ اللَّـهِ إِلَى النَّارِ فَهُمْ یُوزَعُونَ»، «حَتَّى إِذَا مَا جَاءُوهَا شَهِدَ عَلَیْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُم بِمَا کَانُوا یَعْمَلُونَ»

 او(یاده كړه) هغه ورځ چې د الله دښمنان به اور ته راجمع كولى شي، نو دوى به ډلې كولى (او تقسیمولى) شي

تر دې چې كله دوى  اور ته راشي (، نو) په دوى باندې به د دوى غوږونه  او سترګې او د دوى څرمنې ګواهي وركړي، د هغو كارونو چې دوى به كول

 

 ګلونو اورېدونکو په تېره برخه کې  په دنیا کې د ظالمانو او مجرمانو د سزا خبره وشوه. دا ایتونه په اخرت کې د هغوي د عذاب په هکله دي او فرمایي:  کوم کسان چې د الهي پېغمبرانو او دهغوي د تعلیماتو پر وړاندې ودرېږي او اقدام وکړي په حقیقت کې د خدای دښمنان دي او د هغوي مقابل لوری خدای دی. نو په قیامت کې به هغوی د هغو مجرمانو په شان چې نیول شوې وي او قطار قطار د زندان په لور بیول کیږي، د دوزخ لوري ته کشول کیږي. طبیعي ده چې مجرم له اور سره د مخامخېدو په وخت، ځان بې ګناه وګني او شکایت وکړي.

قران فرمایي:  په دې حالت کې به د هغوي د بدن غړي لکه غوږونه،  سترګې او څرمنه  په خبرو راشي او دهغوي په خلاف به ګواهي ورکړي داسې ګواهي چې هیڅکله یې انکار نه شي کیدی ځکه چې دا په خپله د انسان د بدن غړي دي هغه غړي چې په ټولو صحنو کې موجود وو او  د ټولو کارونو کتونکي. نو د انسان په خلاف به ګواهي ورکوي. په قیامت کې دغه ګواهي د دې ښودنه کوي چې په دنیا کې  د انسان ټولې ویناوې او کړنې د هغه په وجود کې ثبت او ریکارډ کیږي او اثار یې د انسان په غړو کې باقي پاتې کیږي.

 په حقیقت کې هغه ورځ ډېره لویه د رسوایۍ ورځ ده، داسې ورځ چې د انسان ټول وجود به په خبرو شي او ټول رازونه به یې افشا کړي.  هلته به ګناهکاران په ډېره ژوره وېره کې پرېوزي.

درسونه :

۱:  د کفر او شرک هم درجې دي او داسې ځای ته رسیږي چې انسا د خدای د نفي کولو په ځای له خدای سره دښمنۍ ته پاڅیږي. داسې کسان له حق سره د دښمنۍ او ضد په وجه، د خدای د کتاب او د پېغمبرانو د تعلیماتو په خلاف توطئه او اقدام کوي.

 د بدن د غړو ګواهي د دې ښودنه کوي چې هغوي د انسان له کارونو خبر دي او هغه څه چې په دنیا کې یې لیدلې دي په قیامت کې به یې راپور ورکوي.

اوس هم پام وکړئ د فصلت د مبارکې سورې له یویشتم تر درې ویشتمو ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَیْنَا  قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّـهُ الَّذِی أَنطَقَ کُلَّ شَیْءٍ وَهُوَ خَلَقَکُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَیْهِ تُرْجَعُونَ»، «وَمَا کُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن یَشْهَدَ عَلَیْکُمْ سَمْعُکُمْ وَلَا أَبْصَارُکُمْ وَلَا جُلُودُکُمْ وَلَـکِن ظَنَنتُمْ أَنَّ اللَّـهَ لَا یَعْلَمُ کَثِیرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ»، «وَذَلِکُمْ ظَنُّکُمُ الَّذِی ظَنَنتُم بِرَبِّکُمْ أَرْدَاکُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنَ الْخَاسِرِینَ»

 او دوى به خپلو څرمنو ته ووايي: تاسو ولې پر مونږ ګواهي وركړه؟ نو دغه (څرمنې) به ووايي: مونږ هغه الله ګویا كړو چې هر شى يې ګویا كړى دى. او دغه (الله) تاسو اول ځلې پیدا كړي یئ او خاص همده ته به بېرته ورګرځولى شئ

او تاسو به (د ګناه د كولو په وخت كې) ځان له دې څخه نه پټولو چې په تاسو به ستاسو غوږونه او سترګې او ستاسو څرمنې ګواهي وركړي او لېكن تاسو به دا خیال كاوه چې بېشكه الله له هغو ډېرو کارونو نه خبریږي چې تاسو يې كوئ

او دغه ستاسو هغه (خراب) ګمان دى چې تاسو به په خپل رب (دغه) ګمان كاوه، دغه تاسو هلاك كړئ، نو له تاوانیانو ځنې شوئ

 

 د مجرمانو په خلاف دهغوي د غړیو له ګواهۍ وروسته به هغوي سخت ذلیل او خوار شي او په خپلو غړو به ورچغه کړي چې ولې مو زمونږ په خلاف ګواهي ورکړه؟ آیا تاسو زمونږ  لاسونه پښې ، سترګې او څرمنې نه یئ؟ او ولې مونږ ډېر کلونو یو ځای نه وو پاتې شوې او ستاسو حفاظت مو نه دی کړی؟ نو اوس ولې زمونږ په خلاف ګواهي ورکوئ؟

د غړو ځواب به هم غوڅ او ځپونکی وي. هغوی به ووایي:  مونږ په خپله خوښه خبرې نه دي کړې، بلکې هغه خدای چې په دنیا کې یې تاسو پېدا کړئ او له مرګه وروسته یې دوباره پېدا کړئ، مطلق قادر دی او هرڅوک چې وغواړي په خبرو یې راولي او مونږ هم د خدای په دغه اراده په خبرو راغلې یوو.

 هغه وخت چې په دنیا کې به تاسو ته ویل کېدل چې یو خدای شته دی او ستاسو له کارونو خبرو دی او هیڅه ترې پټ نه دي تاسو باور نه کاوه. خیال مو کاوه چې ډېر عملونه چې کوئ یې، خدای ترې نه خبریږي.  ګمان مو نه کاوه چې مونږ هم ستاسو په  کړو او ویناوو شاهدان یوو او  یوه ورځ به په خبرو شو او ستاسو په خلاف به ګواهي ورکړو. نو له خلکو په پټه مو ګناه کوله اونه پوهېدای چې  هم خدای ستاسو له باطني او ظاهري اسرارو خبر دی او هم د هغه ماموران په هر ځای کې موجو دي او ستاسو پر عملونو څارونه کوي. په حقیقت کې مونږ چې ستاسو د بدن غړي یوو ستاسو د کارونو شاهد او کتونکي وو. پ هر حال،  د خپل پالونکي په هکله  ستاسو هغه غلط باور نن ستاسو د تباهۍ سبب شو او له تاوانیانو وګرځېدئ.

 د ویلو ده چې خبرې کولی یوازې د بدن له غړو سره مخصوص نه دي، نه یوازې د انسان بدن به په قیامت کې خبرې کوي بلکې  په قران کې د ځمکې ، اسمان او دوزخ خبرو کولو ته هم اشاره شوې او د هغوي  د ژبې او خبرو کولو بیان راغلی دی.  په اړه یو شاعر څومره ښه ویلې دي:

واوره هر یوه ذره په دې جهان

شپه او ورځې تاته داسې ده ګویان

مونږ سمیع یوو او بصیر یوو لرو هوش

خو یوو تاسو نامحرمو ته خاموش

درسونه:

۱: د انسان حقیقت د هغه روح دی او جسم د هغه په اختیار کې یوه وسیله ده. نو په قیامت کې د انسان غړي د انسان د حقیقت په خلاف ګواهي ورکولې شي.

۲: د قیامت شاهدان  دومره صحیح او کره راپور ورکوي چې انکار به ترې  نه شي کېدی.

۳: زمونږ خواوشا ټول  څیزونه او زمونږ د بدن غړي چې خاموشه او غلې په نظر راځي، هغه ورځ چې خدای وغواړي دوی به په خبرو شي او څه یې چې لیدلې د هغو ګواهي به ورکړي.

۴:  مجرمان د بدن د غړیو له ګواهۍ غافله دي. نو د ګناه کولو جرات پېدا کوي. په داسې حال کې چې  که انسان ځان د خدای په محضر او مخکې وویني  نو که په ښکاره وي او که پټه ، هیڅکله ګناه نه کوي.

۵: د خدای په اړه غلط باور  او عقیده، د انسان د هلاکت، تباهۍ  او تاوان سبب کیږي.

پای.

 

 

 

ټیګونه