Oct 27, 2021 15:58 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي  په تېر پروګرام کې  د  فصلت د مبارکي سورې درې ویشتم ایت ته رسېدلې وو.  په ننني پروګرام کې  به د دي سورې څلورویشتم تر اته وېشتمو ایتونو پورې  تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو. ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راغواړو د فصلت سورې  د څلور ویشتم او پینځه ویشتم ایتونو تلاوت ته  هلته چي لوی خدای فرمایي:  

 «فَإِن یَصْبِرُوا فَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ  وَإِن یَسْتَعْتِبُوا فَمَا هُم مِّنَ الْمُعْتَبِینَ»، «وَقَیَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاءَ فَزَیَّنُوا لَهُم مَّا بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِی أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنَّهُمْ کَانُوا خَاسِرِینَ»

 پس كه دوى صبر وكړي، نو د دوى ځاى اور دى او كه دوى (د الله) رضا كول (او دنیا ته تلل) غواړي، نو دوى له قبول كړى شویو ځنې نه دي

او مونږ د دوى لپاره ملګري مقرر كړي دي، نو دغو (ملګرو) دوى ته هغه څیزونه ښايسته كړي  چې د دوى مخې ته دي او له دوى وروسته دي او په دوى (د عذاب) خبره ثابته شوې ده په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې كوم پېریان او انسانان تېر شوي دي. بېشكه چې دوى تاوانیان وو

 د هغو ایتونو په دوام کې چې په تېر پروګرام کې مو وویل، دا ایتونه  د انسان په بدانجامۍ کې  د دوست او ملګري رول ته اشاره کوي او فرمایي: د قیامت ورځ د ګناهکارانو د عذر منلو ورځ نه ده، ځکه چې  دا عذر غوښتنه،د دوزخ د اور د لیدلو په وجه او د مجبورۍ له مخې ده نه  د اختیار. نو  که هغوي صبر او زغم وکړي او که وې نه کړي، هیڅ فرق ورته نه کوي او که بخښنه هم وغواړي کومه نتیجه نه ورکوي او ځای یې دوزخ دی.

 ایت په دوام کې، د دغه سخت عذاب سبب، په دنیا کې د بر فطرته او بد فکره دوستانو ملګرتیا او ورسره ناسته پاسته ګڼي. داسې دوستان چې  د بدو او غلطو کارونو د کولو په  وخت، د نصیحت او تذکر په ځای، انسان د دغه شان کارونو دوام ته هڅوي او په حقیقت کې،  بد کارونه ښه او په زړه پورې وربرېښوي. دغه  تباهکار او غولوونکي دوستان، له هر لوري انسان راګېروي او د هغوي په افکارو داسې واکمنیږي چې له هغوي د ښه او بد د تشخیص احساس اخلي. نو حقایق ورته اپوټه  او بد څیزونه ورته ښکلې ښکاري. په دې ډول، د بد دوست د انتخاب په وجه انسان د فساد په ګرداو کې  ګېریږي. هغه نه یوازې خپل نننی ژوند په دغه غلط نظر جوړوي، بلکې د دغه لارې په دوام سره، خپل راتلونکی هم تباه کوي او په دې ډول پر ځان د ژغورنې او نجات ورنه بندوي. البته دا هغه لاره ده چې له دې مخکې، ډېرو انسانانو وهلې ده او بې له دوزخه بل منزل ته نه دي رسېدلې.

 درسونه:

۱: تر څو چې په دنیا کې یوو، زمونږ لپاره د توبې او ستنېدو فرصت شته ، خو په اخرت کې د بخښنه غوښتلو او ستنېدلو هیڅ لاره نیشته.

 ۲: باید خیال وساتو چې  فاسد او بچاري خلک مې خواوشا راغونډ نه شي. ځکه چې هغوي په مختلفو طریقو سره، زمونږ په افکارو او شخصیت کې نفوذ کوي او مونږ هم له ځان سره دوزخ ته بیایي.

۳: څوک چې زمونږ د بد کار تعریف کوي، په حقیقت کې زمونږ دوست نه دی، بلکې یو داسې شېطان دی چې د انسان په جامه کې دی. ځکه چې هغه د شېطان په شان  بد کارونه مونږ ته د ښو کارونو په شکل کې برېښوي.

۴: د انسان سقوط او ځوړتیا ګام په ګام او تدریجي ده. په لومړي ګام کې فاسد دوستان هغه ته بد کارونه ښه وربرېښوي. ورپسې بیا ، انسان په خپلو بدو کارونو  هیله من شي او هغو ته دوام ورکړي تر دې چې په اخره کې یې انجام خراب شي او له تاوانیانو وګرځي.

۵: بد دوست پر انسان څه نه ورزیاتوي، بلکې په دنیا او اخرت کې د انسان د تباهۍ او تاوان سبب کیږي.

 اوس د فصلت سورې له شپږ ویشتم تر اته ویشتم ایت پورې تلاوت ته غوږ شئ:

«وَقَالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَـذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِیهِ لَعَلَّکُمْ تَغْلِبُونَ»، «فَلَنُذِیقَنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا عَذَابًا شَدِیدًا وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِی کَانُوا یَعْمَلُونَ»، «ذَلِکَ جَزَاءُ أَعْدَاءِ اللَّـهِ النَّارُ  لَهُمْ فِیهَا دَارُ الْخُلْدِ جَزَاءً بِمَا کَانُوا بِآیَاتِنَا یَجْحَدُونَ»

 

 او كافران شوي كسان وايي : تاسو دغه قران ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ

نو مونږ به په كافرو شویو كسانو خامخا لازمًا ډېر سخت عذاب وڅكوو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته د هغو ټولو بدو عملونو بدله وركړو چې دوى به كول

دغه د الله د دښمنانو بدله ده،چې اور دى، د دوى لپاره په دغه (اور) كې د همېشه والي كور دى، په داسې حال كې چې (دغه) بدله، په سبب د دې ده چې دوى زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه

 دا ایتونه، د مشرکانو یو بد کار ته چې د پېغمبر اکرم په وړاندې د مکې بدفکرو کسانو کاوه، اشاره کوي او فرمایي:  کله چې پېغمبر اکرم (ص) د قران په زړه پورې ایتونه د مکې خلکو ته تلاوتل، ځینو مشرکانو به شپیلي وهل ، یا به یې په لوړه لوړه شعرونه ویل  چې د پېغمبر اکرم خبره د خلکو غوږونو ته ونه رسیږي او پرې ایمان رانه وړي.

نن هم دغه روده په مختلفو شکلونو دوام لري. ځکه چې د حق د دین دښمنان پوهیږي چې هرکله خلک د قران د معارفو له حقیقته خبر شي، ډېر کسان ته ورته مخه کوي. نو په خپلو پراخو او هراړخیزو تبلیغاتي وسایلو او د جنجالونو او شورماشور په جوړولو سره هڅه کوي چې د قران او اسلام حقایق د نړیوالو غوږونو ته ونه رسیږي. هغوي خپل هدف ته د رسیدلو لپاره له نېغ په نېغه یا غیر مستقیمو رودو استفاده کوي. هغوي د فلمونو تهیټر، نقاشۍ، کارټونونو، قصو او ناولونو په  خپرولو سره په دیني ارزښتونو ملنډې وهي. دغه ډله همداراز د دین  په باره کې د غلطو او غیر واقعي اطلاعاتو په خپرولو او ډول ډول تورونو او شبهو په وړاندې کولو سره، په دې لټه کې دي چې د اسلامي څېره زیږه او داغي وښیي او له اسلامه د خلکو د هرکلي مخه ونیسي.   

البته دا دښمنانو چټي خیال دی چې فکر کوي، په دغه لارو چارو سره کولی شي د اسلام د پراختیا مخه ونیسي. بې له شکه، د حق ځانګړنه دا ده چې خنډونه یو په بل پسې لرې کوي او خپله لاره خلاصوي. له همدې امله د قران حقایق ورځ په ورځ پر نړیوالو څرګندیږي.

 البته څرګنده ده چې، هغو کسانو ته ډېره سخته سزا په انتظار ده چې خلک د الهی ایتونو له اورېدلو منعې کوي او غواړي  نور هم د هغوي په شان په ګمراهۍ کې پاتې شي.  کوم کسان چې پرله پسې د حق د ایتونو انکار کوي، په حقیقت کې د خدای او د هغه د دین دښمنان دي. بې له شکه د دغه شان کسانو سزا د هغوي له بدو عملونو سره سم ډېره سخته ده او له دوزخه د تېښتې لاره نه لري.

 درسونه :

۱: معمولا کوم کسان چې  منطقي خبره او استدلال نه لري، په مختلفو پلمو هڅه کوي خلک د منطقي خبرو له اورېدلو منع کړي.

۲:  قران ځانته خاصه جاذبه او اثر لري، په دې ډول چې حتی د قران د ایتونو اورېدل هم د انسان زړه خدای ته کشولی شي.

۳ :دښمنان په مختلفو طریقو او وسایلو، او ناوړه تبلیغاتو سره هڅه کوي چې د اسلام او قران حقایق د نړیوالو غوږونو ته ونه رسیږي.

۴:د دوزخ ابدي والی د هغو کسانو لپاره دی چې په اګاهانه ډول او قصدا له حق سره مبارزه کوي او دا عادلانه سزا ده.

قرآن دارای جاذبه ‌و اثربخشی خاصی است، به گونه ای که حتی شنیدن آیات آن، می‌تواند دلها را به سوی خدا جلب کند. لذا دشمنان مانع این امر می‌شوند.

 پای.

 

 

 

ټیګونه