Nov 01, 2021 13:53 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځیني بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو،په دې شیبوکې په تیرې او نۍ کې د پاکستان او افغانستان د بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې درته د دواړو هیوادونو دځينو مهمو پيښو خلاصه وړاندې کوو او ورپسې مو هم دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولووو،نو هیله ده د  استفادې وړ مو وګرځي .

په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونود خارجه وزیرانوله غونډې

څخه د طالبانو هرکلی ،

*/*/*/*/

 په قطر کې د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست سره دامریکا د استازي لیده کاته ،

*/*/*/   

  د افغانستان دحالاتو په باب د خواړودنړیوال پروګرام خبرداری ،

*/*/**/    

 د افغانستان د شتمنیو د آزادولو لپاره له امریکا د عمران خان غوښتنه ،

*/*/*/*/ 

  او روسیې ته د طالبانود پلاوي سفر، په تیرې اونۍ کې د افغانستان  او پاکستان ځيني مهمې پیښې وې او س هم  رابولوو،   د ځينو مهمو پیښو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته .

***************************

  د پاکستان لومړي وزیر پر امریکا غږ کړی ، په بانکونو کې دې  دافغانستان  موجودې شتمنۍ آزادې کړ ي.، د پاکستان د لومړي وزیرعمران خان د دفتر  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي،عمران خان  په عربستان کې د ژواک چاپیریال  دغونډې په څنډې کې د آب وهوا دبدلونونو په چارو کې  د امریکا د حکومت له ځانګړي استازي جان کري سره  په کتنې کې  د افغانستان د خلکو  دهوساینې لپاره  د اقتصادي سرچینو او مالی شتمنیو د آزادولو او مثبت ګډون په ضرورت ټینګار وکړ .  عمران خان ووئيل ،  دپاکستان او سیمې غوښتنه  دیوه باثباته افغانستان  لیدل دي .

 د پاکستان  لومړی وزیر همداراز په افغانستان کې د انساني غمیزې د رامینځةکیدا د مخنیوي ، امنیت او سولې د ساتلو او دغه راز ددغه هیواد داقتصاد د دړې وړې کیدا د خنډکیدا لباره  دنړیوالې ټولنې  د هڅې  غوښتونکی شو .

امریکا د افغانستان شتمنۍ او دغه راز په امریکائي بانکونو کې ددغه هیواد دسرو زرو زیرمې  تړلی دي،چې دغې چارې  د خلکو پر معیشت  او تجارتي فعالیتونو باندې ډيرې اغیزې شیندلی دي .د افغانستان د شتمنیو د آزادولو  لپاره د امریکا له حکومته د پاکستان د لومړي وزیرغوښتنه  دهغه رول په چوکاټ کې ده چې اسلام اباد په تیرو څو میاشتو کې او په افغانستان کې د طالبانو  واک  ته له رسیدا وروسته راهسې تر دې دمه  لوبولی دی .

Image Caption

 

 د پاکستان حکومت  په افغانستان کې د طالبانو له حکومته  یوډول ملاتړی سیاست غوره کړی دی او په لومړني ګام کې ئې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د په رسمیّت د پیژندلو لپاره   د نړیوالې ټولنې په تیره بیا  دسترو لویدیځي  قدرتونو د رضایت د جلبولو  په لټه کې دی .

عمران خان څه موده مخکې هم پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته په دغه هیواد کې بدلونونو او میداني پیښو ته په اشارې سره ،وئیلي وو،امریکا به مجبوره شي،زر یا په ځنډ سره په افغانستان کې  ددغې ډلې حاکمیّت ومني .

د پاکستان چارواکو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمي  منلو د ضرورت په توجیه کې په دې ټکي ټینګارکړ ی،چې دغه ډله  ددغه هیواد په ټولنې کې یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی چې قدرت ته له رسیدا وروسته، د دغې ډلې د په رسمیّت پیژندنې موضوع  نه انکاریدونکي شوي ده .

 د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې لپاره د امریکا د مجبوریدا په باب  دپاکستان د لومړي وزیر څرګندونې  په داسې حال کې دي،چې د سپينې ماڼۍ ویندوي دا ددغې ډلې له  چلندونو سره  مشروط کړي دي .

دې ته په پام سره  چې دم ګړۍ  دافغانستان د چارو د اداره کولو لپاره د طالبانو حکومت  په بهرنیو بانکونو په تیره بیا د امریکا په بانکونو کې ددغه هیواد مالی سرچینو ته د نه لاس رسي له چیلنج سره  مخامخ شوی  دی ، پاکستان  له  دغو شرائطو څخه د تیریدا لپاره  له طالبانو سره د  مرستې په لټه کې دی .

د امریکا په بانکونو کې د افغانستان دشتمنیو د آزادولو  او دغو شتمنیو ته د طالبانو دم وقته حکومت دلاس رسي د امکان پر ضرورت د پاکستان د لومړي وزیر ټینګار،د پاکستان  د بهرنی سیاست لپاره په ایجنډا بدل شوی دی ،څو  له دې لارې  د طالبانو لپاره په افغانستان کې د حکومت کونې سخته  لاره هواره کړائ شي .  

             په دې باب  په افغانستان کې د طالبانو د رسمیّت پيژندنې  موضوع په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې د سپینې ماڼۍ  د ویندوئې  دڅه موده مخکې څرګندونو ته په پام سره چې  امریکاددغې ډلې د اقداماتو او چلندونو د ارزونې په حال کې ده،اټکل کیدلی شي،چې دغه هیواد د افغانستان د شتمنیو د آزادولو لپاره هیڅ بیړه نه لري .په تیره بیا داچې دم ګړۍد افغانستان له داخله ځيني راپورونه خپریږي،چې د ټولنیزو فعالیتونو او ښونې په ډګرکې د میرمنو د ټولنې لپاره د ځینو محدودیّتونو د لګیدا نښې دي،چې سبب شوي دي لویدیځي هیوادونه د طالبانو ډلې د په رسمیّت پیژندنې لباره ددغې ډلې له غوښتنې سره په مخامخیدا کې احتیاط وکړي .

           د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست په قطر کې دخپلو لیدوکاتو په دوام کې د افغانستان لباره دامریکاد نمایندګۍ (سفارت )د نوی دفتر له مسئول آين مک کیري سره لیده کاته او بحث کړی دی .

په افغانستان کې د طالبانو دم وقته حکومت دخارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي په خپل یو ه ټولینز پیغام کې لیکلی دي،دغه لیده کاته ، د تیرو وخت د لیدوکاتو په دوام کې شوي او د واړو لورو مفصلې خبرې اترې کړي دي .

  د وئیلو ده چې په کابل د طالبانو له ولکې وروسته،امریکا په افغانستان کې خپل سفارت قطر ته منتقل کړی او مشري ئې هم په کابل کې د امریکا د مخکیني سفارت د دوهم لمبر ډيپلوماټ مک کیري ته سپارلې ده . 

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیرخان متقي له دې مخکې د امریکا د خارجه وزیر له مرستیالې ونډي شرمن سره په کتنې کې وئيلی وو،امریکا باید د افغانستان د بې ثباتۍ او ددغه هیواد د حکومت دکمزوري کولو لپاره  هڅه ونه کړي،ځکه دغه اقدام د هیچا په ګټه نه دی .

Image Caption

 

له ځينو امریکائي چارواکو سره د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست لیده کاته،په افغانستان کې د نوي حکمران په توګه د طالبانو د حکومت د رسمي پیژندنې ته د سپینې ماڼۍ دهڅونې لپاره د دغې ډلې دهڅې په چوکاټ کې  دي .

سره له دې چې اټکل نه کیږي،طالبان، د دواړو لورو د مبارزې د دوو لسیزو د نتیجې په توګه  له افغانستانه د امریکائی پوځیانو له وتلو وروسته ، په دغه هیواد کې قدرت ته په رسیدا پسې له امریکا سره د ملګرتیا په موضوع فکر وکړي ، خو په وروستیو اونیو کې د طالبانو د حکومت د په رسمیّت د پیژندنې لپاره له نړیوالې ټولنې په تیره بیاله لویدیځي قدرتونو څخه د طالبانو پرغوښتنو سربیره ،امیر خان متقي چې ددغې ډلې د موقته حکومت دبهرني سیاست مسئولیّت په  غاړه لري ،له ځينو امریکائي چارواکو سره ئې لیده کاته اومفصلې خبرې اترې هم کړي دي.  

 

  طالبانو په افغانستان کې د نیواکګر په توګه له امریکا سره د ډغرې وهلو په پړاؤ کې ټينګار درلود،او اوس ددغې نیواکګرۍ له ختمیدا وروسته له سپينې ماڼۍ سره د تعامل ټاکنه په مغزو کې ګرځوي چې دغه شان کړچاري بدلون تر یوه حده ، دعمومي افکارو  لپاره پوښتنه راپارونکی دی .

Image Caption

 

پر دې سربیره،چې طالبان هڅه کوي،امریکاپه افغانستان کې ددغې ډلې د حاکمیّت په رسميت پيژندنې ته قانع کړي،پاکستان هم چې داګست دمیاشتې په پنځلسمه نیټه پرکابل د طالبانو له ولکې وخت راهسې،له طالبانو سره پراخ تعامل په ایجنډا کې شامل کړ ی،هڅه کوي،ددغې ډلې د په رسمیّت  پیژندنې  لپاره د سپینې ماڼۍ د چارواکو قانع کونکی نظر جلب کړي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څه موده مخکې وئيلي وو،امریکا به مجبوره شي،زر یا په ځنډ سره په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیّت واقعیّت ومني چې د عمران خان دغه دریځ دا اخستون رامینځةکړی  چې  سپینه ماڼۍ  د دغې ډلې  له رسمیّت پیژندنې پرته  بله  لاره نه لري،خو د د پاکستان د لومړي وزیر په دغو څرګندونو کې پریکندوالی له پروفیشنل سیاست سره په توپیر کې  دی .

 البته پاکستان د طالبانو له حکومت څخه د ملاتړد سیاست په چوکاټ کې په همداوروستیو کې له امریکا غوښته کړې،چې دا فغانستان شتمنۍ دې آزادې کړي او ددغې ډلې لپاره دې په بهرنیو بانکونوکې د افغانستان  حسابونو یا اکاؤنټونو ته  د لاس رسي امکان برابر کړي .

           په دغه شان شرائطو کې ده چې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست  په دوام کې په قطر کې د خپلو مشورو او لیدوکاتو په دوام کې د افغانستان لپاره د امریکا دنمایندګۍ (سفارت) له مسئول سره لیده کاته او خبرې اترې کړي څو ددغې ډلې غوښتنې  دهغه له لارې د سپینې ماڼۍ  لوړپوړو سیاسی چارواکو ته ورسول شي .

 د طالبانو د چارواکو له نظره ، که امریکا  په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیّت وپيژني،نو د نورو لویدیځوالو  هیوادونو لپاره به د طالبانو د حکومت در سمي پيژندنې لپاره هم لاره هواره شي، او په همدې اساس  ده چې دم ګړۍ  طالبان  ددغه شان هدف  دتحقق لپاره درست آوزارونه کارولي دي . 

      د طالبانو د موقته حکومت ددفاع وزارت سرپرست ووئیل،هڅه کوي ،څو د افغانستان د پولو د دفاع لپاره  په دغه هیواد کې یو منظم پوځ جوړ کړي .

Image Caption

 

مولوي محمدیعقوب مجاهد یوځل بیا د نورو هیوادونو په ضد د افغانستان له خاورې پر نه استفادې باندې ټینګار وکړ او ډاډ ئې ورکړچې یو مجهز، سنبال او منظم پوځ به جوړ کړي  چې د هیواد دپولو ساتل ئې د کارونو په لومړیتوب کې وي.هغه زیاته کړې هیچاته اجازت نه ورکوي،چې د افغانستان په حریم او حدودو تیری وکړي .

په داسې شرائطو کې چې دطالبانو حکومت په افغانستان په کمزورتیا او له داعش ترهه ګرې ډلې سره په مقابلې او دامنیت په تامینولو کې په ناکارندوالي تورن شوی دی،له پولو په دفاع او د داخلی ګواښونو سره د مبارزې لپاره دیوه منظم او پیاوړي پوځ د جوړولو موضوع،د طالبانو په ایجنډا کې شامله شوې ده .

دا لیدتوګه شته  چې که طالبان په افغانستان کې د داعش  ترهه ګرې ډلې د هغو مرګونو او ناکراره کونکو اقداماتو په مخنیوي کې بریالي نشي،چې په د اوروستیو میاشتو کې په افغانستان کې په جوماتونو کې د پروردګار په درګاه کې د سربسجود سلګونو لمون ګوزارو وینه توي کړې ده، او په دغه هیواد کې د درست ولس په تیره بیاد لږکیو لپاره  امنیت تامین نه کړائ شي ، نو  د ثبات د ټينګیدا او دا منیت د راوستو لپاره  به د طالبانو د حکومت د توانمنیو په باب دافغانستان  په خلکو کې پراخې بې اعتمادۍ او بې باؤرۍ  رامینځةکړي  او پر دې سربیره ، دامنیت د ګډوډونکو ډلو ټپلو د فعالیت لپاره زمینه هم برابروي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه