Nov 02, 2021 15:13 Asia/Kabul
  • د شورا سورې له څلورویشتم تر اته ویشتم پورې د آیتونو تلاؤت ، ترجمه او تفسیر

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې پروګرام کې به د شورا سورې  له څلورویشتم تر اته ویشتمو  ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

 

په سر کې مو پام غواړو د شورا سورې د څلورویشتم ایت  تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «أَمْ یَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّـهِ کَذِبًا فَإِن یَشَإِ اللَّـهُ یَخْتِمْ عَلَى قَلْبِکَ وَیَمْحُ اللَّـهُ الْبَاطِلَ وَیُحِقُّ الْحَقَّ بِکَلِمَاتِهِ  إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ»

ایا دوى وايي چې ده په الله باندې له ځانه دروغ تړلي دي، نو كه الله وغواړي ستا په زړه به مهر ولګوي او الله باطل محوه كوي او په خپلو كلماتو سره حق ثابتوي، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى.

په تېر پروګرام کې  مو د رسالت د معنوي بدلې او انعام چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله له اهل بیتو سره مودت دی، په اړه خبرې وکړې. دا آیت فرمایي: البته ځینې منافقان په رسول الله باندې تور لګوي چې دا حکم د پیغمبر لخوا دی چې خدای ته یې نسبت ورکړۍ دی او هغه څه چې هغه د قرآن او وحي او یا د اهل بیتو علیهم السلام د مودت په اړه وایي، د خدای له لورې نه دي نازل شوي.

خدای د دې خلکو په ځواب کې فرمایي: که پېغمبر داسې وکړې نو خدای به د هغه په زړه مهر ولګوي او اجازت به ور نکړي هغه څه چې د خدای له  لورې نه دي نازل شوې، د هغې نسبت خدای ته ورکړي. ځکه چې که خدای د هغه مخنیوی و نکړي، نو د خلکو د بې لارۍ  وسایل به برابر شي. او دا کار د خلکو هدایت لپاره له الهي حکمت سره سمون نه لري. لکه چې د الحاقة سورې په ۴۴ او ۴۶ آیتونو کې راغلي: او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى، (نو مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى، بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى.

د آیت دوام په دې ټکي ټنیګار کوي چې خدای باطل له مینځه وړي او هغه رسوا کوي او اجازت نه ورکوي چې باطل وحي ته نږدې شي او هغه کلمې چې نازلوي یې، له حقه ساتنه کوي.

درسونه:

۱: مومن انسان، هرهغه څه چې پيغمبر د خدای له لوې راوړي پرې ایمان او باور لري، نه داسې چې هر څه یې زړه ته پریوزې هغه ومني او هر څه چې نه خوښوي له هغې انکار وکړي یا هغې ته پام و نکړي.

۲: خدای له چا سره ټوکې یا بې ځایه ملګرتیا نه کوي. حتی که پیغمبر صلی الله علیه و آله هم که خدای ته د ځینو خبرو نسبت ورکړي، هغه به رسوا کړي، دروغ به یې څرګنده کړي او له وحي به یې محروم کړي.

۳: د حق برلاسۍ او د باطل له مینځه وړل، له ایمان لرونکو سره د خدای پریکنده ژمنه ده.

اوس هم پام وکړئ د شوری سورې د پنځه ویشتم او شپږ ویشتم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَهُوَ الَّذِی یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَیَعْفُو عَنِ السَّیِّئَاتِ وَیَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ»، «وَیَسْتَجِیبُ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَیَزِیدُهُم مِّن فَضْلِهِ وَالْکَافِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیدٌ»

 او دى همغه ذات دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ

او د هغو كسانو دعاګانې قبلوي چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي او له خپل فضله دوى ته زیات وركوي، او كافران (چې دي) د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى

د خدای لخوا په انسان یوه لویه مهرباني دا ده چې تل یې د خپلو خطاکارو او ګناهکارو بندګانو لپاره د ستنیدو لاره خلاصه ساتلې او د توبې لپاره یې هیڅ محدودیت نه دی ایښودلۍ. مونږ انسانان معمولا د هغه چا په هکله چې پر مونږ یې ظلم کړې وي او بښنه وغواړي، له څو ځلې تکرار وروستو، د هغه بښنه نه منو او حتی نه پرېږدو چې هغه بښنه وغواړي.

خو خدای ویلې دي چې هر کله  زما بندګان له خپل غلط کاره پیښمانه او راستانه شي، د توبې لاره د هغوی لپاره خلاصه ده او د هغوي تېروتنې بښي. دا په داسې حال کې دي چې خدای زمونږ له ظاهر او باطن کارونو خبر دی او هیڅ څیز او عمل د هغه له علمه پټ نه دی.

په خپلو بندګانو د خدای مهرباني، د ګناهونو پر بخښنې سربیره، د هغوي  غوښتنو ته ځواب ورکول دي. په دې معنا چې خدای د هغه کسانو چې ایمان یې راوړۍ او ښه عمل کوي غوښتنې پوره کوي او له هغې ډیر غوره څیزونه چې کیدی شي د هغې په ذهن کې هم نه وي یا د انسان له محدودو غوښتنو ډیر زیات، د خپل فضل له مخې دوي ته ورکوي. دا په مومنانو د خدای اخري فضل او رحمت دی.

درسونه:

۱: په اسلام کې بندون نشته، د بیرته ستنېدو لار تل خلاصه ده او هر څوک کولی شي په هر حالت کې بیرته راشي.

۲: خدای له ګناهکارانو سره ژمنه کړې، که دوي توبه وباسي، هغه به د دوي ګناهونه معاف کړي. په حقیقت کې، په دې ژمنې سره، خدای ګناهکاران بیرته راستنیدو ته هڅوي.

۳: د دعا د قبلیدو شرط، په خدای ایمان او ښه او غوره عمل کول.

اوس هم پام وکړئ د شوری سورې د اوویشتم او اته ویشتم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَلَوْ بَسَطَ اللَّـهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِی الْأَرْضِ وَلَـکِن یُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا یَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِیرٌ بَصِیرٌ»،

«وَهُوَ الَّذِی یُنَزِّلُ الْغَیْثَ مِن بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَیَنشُرُ رَحْمَتَهُ وَهُوَ الْوَلِیُّ الْحَمِیدُ»

 او كه چېرې الله د خپلو بندګانو لپاره روزي فراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې ارو مرو سركشي وكړي او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بند ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى

او هغه همغه ذات دى چې باران وروي، وروسته له دې چې دوى نا امېده شي او هغه خپل رحمت خپروي او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى.

په دې آیتونو کې د الهي حکمت اصل ته چې د نړۍ په ټولو چارو حاکم دي، اشاره شوې ده او فرمایي: د خلقت نظام په یوې اندازې چې څومره څیزونه او انسانان ظرفیت لري خلق شوی او خدای قادر دې چې  هر چا او هر څیز، ته له دې زیات توان ورکړي، خو دا کار د هغه له حکمت سره سمون نه لري. ځکه چې د انسانانو د بغاوت او سرغړونې او د ټولنې د نظام د ګډوډۍ لامل کېږي.

ټول انسان له خدای په روزي کې د پراختیا غوښتنه کوي او د دې غوښتنو منل د خدای لپاره امکان لري. خو د خدای حکمت د دارنګه غوښتنو د تحقق اجازت نه ورکوي.

د رزق د تقسیم مسله د دقیق حساب پراساس ده چې خدای یې د خپلو د بندګانو په اړه لري، ځکه چې هغه له خپلو بندګانو  خبر دی. هغه د هر چا په اندازه او ظرفیت پوهیږي. له همدې امله، خدای په اندازه او حساب شوې او د مصلحت له مخې په خپلو بندګانو رزق ویشي.

تاریخي تجربه ښودنه کوي هغه انسانان چې پراخه رزق او سوکالي یې ترلاسه کړې، عموما خدای یې هیر کړې دی او دوي ظلم او بغاوت او سرغړونه کړې ده. ځکه چې د انسان د لوږې مړیدل نشته او په قدرت او شتمنۍ د مړیدو یوه اندازه نه لري. هغه غواړې هغه څه چې نور لري، ترلاسه کړي، که څه هم د ظلم له لارې وي. له همدې امله، خدای تر هغه اندازې چې غواړې او مصلحت ویني، رزق نازلوي.

له همدې امله، دا زمونږ  د انسان په توګه دنده ده چې د سوکالۍ او رزق لاسته راوړلو لپاره هلې ځلې وکړو.  په عین وخت کې، مونږ باید پوه شو چې د الهي حکمت او پیدایښت نظام زمونږ د غوښتنې تابع نه دی، او تر دې چې د پیداښت په نظام کې ګډوډۍ رامینځته نشي هغه مونږ ته روزي او رزق راکوي.

البته کله کله په رزق او روزۍ کې کمښت پخپله د انسان د سستۍ او لټتوب له کبله وي. دا کمښت او محرومیت، د خدای له خوښې نه وي،  بلکه ، دا د انساني کړنو پایله ده چې د هغه په غاړه شوې ده، نو که هڅه و نکړو او د رزق په هیله یو نو هیڅ به ترلاسه نکړو، ځکه چې خدای دا ژمنه نه ده کړې چې بېکاره خلکو ته به رزق ورکړي.

درسونه:

۱: د بندګانو د غوښتنو قبلیدل، د الهي حکمت په چوکاټ کې دي. ځکه چې کله د انسانانو د ځینوغوښتنو قبلیدل، د هغه د سرغړونې او ظلم لامل ګرځي.

۲:د پیداښت نظام، د ادازۍ او د حساب او کتاب له مخې دی او هر څیز په خپل ځای کې حساب لري.

۳: په تکلیفونو او نا امیدیو کې د انسان یوازینی پناه خدای دی.

 

 

ټیګونه