Nov 02, 2021 15:21 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې پروګرام کې به د شورا سورې  له نه ویشتم تر پینځه ویشتمو ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

په سر کې مو پام غواړو د شورا سورې د نه ویشتم ایت  تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَمِنْ آیَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِیهِمَا مِن دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا یَشَاءُ قَدِیرٌ»

او د ده له نښو څخه د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او د هغو ژوندي سرو (خوځنده وو پیدا كول دي) چې ده په دغو دواړو كې خواره كړي دي او دغه (الله) چې كله وغواړي د دغو (څیزونو) په راجمع كولو ښه قادر دى

 په تېره برخه کې د باران د نازلېدلو خبره وشوه چې د الهي رحمت نښه او د ځمکې سرچینه ده. دا ایت فرمایي: د اسمان او ځمکې پېدایښت او  پکې د وړو او غټو ځانورو خپرښت، د الهي قدرت او علم تر ټولو ښه نښه ده.

اسمان په لویو کهکشانونو او میلیاردونو ستورو سره چې انسان پکې په مطالعې او تفکر سره د  حېرانتیا په دریاب لاهو کیږي، ځمکه او ډول ډول او رنګارنګه نعمتونه  او ښکلاوې یې، ټول او ټول د خدای له ایتونو او نښو دي. همداراز د ځمکې او اسمان خزندګان، ډول ډول  مارغان، کورني او صحرایي حېوانان، او له وړو نېولې بیا تر غټو غټو کبانو پورې، او هغه عجایبو او هېښتیاوې چې  د هر یو په جوړښت کې په نظر راځي، ټول د لوی خدای ایتونه او نښې دي.

 روښانه ده چې چا چې دومره لوی او عظیم نظام پېدا کړی، قادر دی چې قیامت هم راولي او هر یو مخلوق چې وغواړي پکې راغونډ یې کړي.

 په دې ایت کې دوه په زړه پورې ټکي ښکاري: اول دا چې  له ځمکې پرته په نورو اسماني کرو کې د ژوندي سرو خبر ورکوي او بل ټکی دا چې په قیامت کې به نورو ژوندي سري هم راغونډول کیږي.

دغه حشر او راغونډول دوه هدفه لرلی شي:  یو د هغوي سزا او انعام، البته که  ومنو چې هغوي یو ډول شعور او پوهه لري، او بل  د داسې مخلوقاتو په توګه چې  په اخرت کې به هم ژوند لري  خو غریزي ژوند به لري، بې له دې چې سزا یا انعام وویني. ځکه چې قران په مختلفو ایتونو کې د ژوندي سرو او خزندګانو د حشر او راغونډولو خبره کړې ده نه د هغوي د سزا یا انعام.

 درسونه:

۱: د مخلوقاتو لومړی پېدایښت، په قیامت کې د هغوي د بیا پېدایښت د امکان نښه ده.

۲: ژوندي مخلوقات یوازې هغه نه دي چې مونږ یې په ځمکه کې پېژنو، په اسمانونو کې هم ژوندي مخلوقات شته دي.

۳:د مخلوقاتو راغونډول یا یې خپرول، د خدای د ارادې او غوښتنې تابع دي او انسان په دې چاره کې هیڅ رول نه لري.

 اوس د شوری سورې دېرشم او یو دېرشم ایتونو ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَمَا أَصَابَکُم مِّن مُّصِیبَةٍ فَبِمَا کَسَبَتْ أَیْدِیکُمْ وَیَعْفُو عَن کَثِیرٍ»، «وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِینَ فِی الْأَرْضِ  وَمَا لَکُم مِّن دُونِ اللَّـهِ مِن وَلِیٍّ وَلَا نَصِیرٍ»

 او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي او ډېر (ګناهونه) معاف كوي

او تاسو په ځمكه كې (الله لره) له سره عاجزه كوونكي نه يئ او ستاسو لپاره له الله نه غیر نه څوك دوست (او كارساز) شته او نه مددګار

 تېر ایت په قیامت کې د مخلوقاتو د راغونډولو خبره کوله، دا ایتونه فرمایي: البته داسې نه ده چې په دنیا کې انعام او سزا نه وي او انسانان چې هر څنګه عمل وکړي هیڅ سزا نه ویني. ډېر داسې کارونه چې انسان یې په خپله اراده او انتخاب ترسره کوي، قهري اثار او پایلې لري چې په همدې دنیا کې انسان ته رسيږي او هغه د خپلو غلطو کارونو تریخ خوند څکي. دا هماغه  په دنیا کې الهي سزا ده چې طبیعي قوانینو سره یې اجرا کوي.

په دې ډول د انسان کارونه پر اخروي عواقبو سربېره، دنیاوي او مادي پایلې او اثار هم لري چې په همدې دنیا کې ځان ښکاره کوي. لکه څنګه چې د روم سورې په یو څلوېښتم ایت کې لولو: « د هغو کارونو په وجه چې خلکو کړي دي په وچه او لمده کې فساد او تباهي ښکاره شوې ده، چې (خدای) د ځینو کارونو چې هغوي کړې، نتیجه په هغوي وڅکي او ښایي (د حق لور ته) ستانه شي.

ایت په دوام کې فرماي: ځینې انسانان ګمان کوي چې  په دنیا کې د خپلو کارونو له پایلو تښتېدلی شي، د خدای قوانین او دودونه تر پښو لاندې کولی شياو بې له دې چې کوم مصیبت ورورسیږي هر څه یې چې زړه وغواړي کولی شي.

 په داسې حال کې چې که اسمانانو ته ځي او که په ځمکه کې پاتې کیږي، هر ځای چې وي، الهي سنتونه په هر ځای کې واکمن دي او بې له خدایه هیڅوک  په دې نړۍ ولایت او واکمني نه لري.

درسونه :

۱: ډېرې ترخې پېښې چې انسان ورسره په دې جهان کې مخامخیږي، د هغوي د خپلو عملونو قهري پایله ده.

۲: د انسان ستونزې، یوازې دهغه د خطاګانو غبرګون دی. ځکه چې د خدای عفوه او بخښښ سبب کیږي چې د انسان د ډېرو غلطو کارونو  سزا هغه ته ورنه کړی شي.

۳: انسان د خدای د قدرت په وړاندې بیخي عاجزه دی او د خدای له واکمنۍ د تېښتې لاره نه لري.

اوس د شوری سورې له ۳۲ تر ۳۵ ایتونو تلاوت ته پام وکړئ:

«وَمِنْ آیَاتِهِ الْجَوَارِ فِی الْبَحْرِ کَالْأَعْلَامِ»، «إِن یَشَأْ یُسْکِنِ الرِّیحَ فَیَظْلَلْنَ رَوَاکِدَ عَلَى ظَهْرِهِ إِنَّ فِی ذَلِکَ لَآیَاتٍ لِّکُلِّ صَبَّارٍ شَکُورٍ»، «أَوْ یُوبِقْهُنَّ بِمَا کَسَبُوا وَیَعْفُ عَن کَثِیرٍ»، «وَیَعْلَمَ الَّذِینَ یُجَادِلُونَ فِی آیَاتِنَا مَا لَهُم مِّن مَّحِیصٍ»

او د هغه له نښو څخه په سمندر كې روانې بېړۍ دي، چې دغرونو په شان دي

كه هغه (الله) وغواړي، نو هوا به ودروي، نو دغه (بېړۍ) به د ده په شا ولاړې پاتې شي، بېشكه په دغو كې د هر صبرناك او ډېر شكر ایستونكي لپاره یقینًا ډېرې نښې دي

یا به دغه (بېړۍ) هلاكې (ډوبې) كړي، په سبب د هغو (ګناهونو) چې دغو (خلقو) كړي دي او (كه وغواړي) ډېر (ګناهونه) معاف كوي

او چې هغه كسان پوه شي چې زمونږ په ایتونو كې جګړې كوي، چې د دوى لپاره د خلاصي هېڅ ځاى نشته

د تېرو ایتونو په دوام کې چې د خدای د رحمت او قدرت ځینو نښو ته یې اشاره کوله، منجمله باران ته، دا ایت د انسان په ژوند کې  باد او هوا رول ته اشاره کوي او فرمايي:

 د سامانانو او یا سپرلیو لویې لویې کشتۍ چې د اوبو په سر روانې دي، په اوبو کې یې نه ډوبېدل، د الهي قدرت نښه ده. له دې امله چې خدای تعالی په اوبو کې دغه شان ځانګړنه ټاکلې ده چې کشتۍ یې په مخ پاتې شي او غرقې نه شي. همداراز د اوبو په مخ د کشتیو چلښت چې په بادبانونو د بادونو د لګېدو په برکت ترسره کيږي، هم د خدای د رحمت له نښو دي.

البته نن سبا  ډېرې لویې کشتۍ او بېړۍ چې پیاوړې انجنونه لري، په سمندرونو کې په زرګونو کلومیټره لاره وهي او ډېر زیات بار او مسافر وړي. دوي  هم پر فطرت او نړۍ له واکمنو قوانینو په استفادې سره چې خدای جوړ کړې او انسان معلوم کړې دي، حرکت ایجادوي، داسې نه ده چې انسان په خپله د طبیعت او نېچر لپاره  کوم قانون جوړ کړی وي او ووایي چې: دا زما کار دی!

 ایتونه بیا فرمایي: که خدای اراده وکړي، باد به ودروي  چې کشتۍ یې پر مخ ودریږي او حرکت ونه کړی شي، په دې کې د هغو کسانو لپاره نښې نښانې دي چې د صبر او شکر په مقام کې وي.

په هر حال، هم د لویو او وړو کشتیو تګ او درېدل او هم یې منزل ته روغ رسېدل د خدای په لاس کې دي. ځکه چې که خدای اراده وکړي کشتۍ به له ټولو سپرلیو او سامانونو سره غرقه کړي. اوالبته دا سزا د هغو کارونو په وجه ده چې په خپله هغوي کړې دي. خو خدای د هغوي له ډېرو ګناهانو  او سزا کولو تېرېږي او پرې سترګې پټوي، ځکه چې که خدای هر چا ته د هغه د عمل سزا ورکولی په ځمکه به هیڅوک نه وو پاتې شوې.

البته ضدي او سرکښه انسانان د طبیعت او فطرت په نظام کې د الهي قدرت منلو ته تیار نه دي او همېشه په ځکه کې د خدای د نښو انکار او له مومنانو سره ضد او جنګ کوي. خو هغوي به هم پوه شي چې د خدای له قدرته نه شي تښتېدلی.

درسونه :

۱: نه یوازې د مخلوقاتو پېدایښت بلکې پر جامداتو او مایعاتو واکمن قوانین ، ټول د الهي قدرت او رحمت نښې دي چې  یو یې پر اوبو د لویو کشتیو  په شان د درنو جسمونو حرکت دی.

۲:  له الهي نعمتونو سره مخامخېدو په وخت هم باید له صبره کار واخلو او هم منندویې ووسو. کله کله د هغه د حکمت تقاضا وي چې سختي وکړي نو په داسې وخت کې صبر کول پکار دي؛ کله کله انسان په ډېره راحته کې وي چې باید شکر ګزاره ووسي.

 ۳: زمونږ انسانانو کارونه همېشه  مونږ له هلاکت سره مخامخوي. نو که  له هلاکته روغ راووتو دا د خدای مهرباني ده.

۴:  د طبیعت نظام باید یوازې مادي تحلیل او تفسیر نه کړو او د نړۍ د چارو په تدبیر او برابرېدو کې د خدای علم ، قدرت او حکمت ته پام وکړو ځکه چې که دا کار مو ونه کړ نو مطلب یې دا دی چې د نړۍ د چارو په چلولو کې مو دخدای په علم، قدرت او حکمت سترګې پټې کړې دي.

 

ټیګونه