Nov 02, 2021 15:32 Asia/Kabul
  • د شورا سورې له شپږدیرشم تر  نهه دیرشم پورې د آیتونو تلاؤت ، ژباړه  او تلاؤت

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې پروګرام کې به د شورا سورې  له شپږ دېرشم تر نهه دېرشم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

په سر کې مو پام غواړو د شورا سورې د شپږ دېرشم ایت  تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَمَا أُوتِیتُم مِّن شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَمَا عِندَ اللَّـهِ خَیْرٌ وَأَبْقَى لِلَّذِینَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ یَتَوَکَّلُونَ»

پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي

 

  په تېرو پروګرامونو کې  په وچه او دریابونو کې د الهي نعمتونو خبرې وې.دا ایت فرمایي:  هر هغه څه چې خدای په دنیا کې بندګانو ته ورکړې دي زر تېرېدونکي او فاني نعمتونه دي او باید دا تصور ونه شي چې همېشه به ستاسو په لاس کې وي. خو د هغه نړۍ پانګه او نعمت، پایداره او ابدي ده چې د ایمان خاوندان یې په نېکو کارونو سره لاسته راوړي. نو که انسان د مادي نړۍ کې د محدود ژوند زر تېرېدونکې متاع او خوندونه له هغه تل پاتې سرمایې سره بدل کړي ډېر ګټه ور تجارت به یې کړی وي.

دنیاوي نعمتونه ټولو انسانانو ته ورکړل شوې دي او خدای تعالی د مومن او کافر په مینځ کې فرق نه کوي خو اخروي نعمتونه یوازې له  پاکانو او مومنانو سره مخصوص دي چې په دنیا کې یې له نعمتونو په سمې استفادې سره خپل اخرت هم اباد کړی دی. څرګنده ده چې مومن  په دیني اصولو په پابندۍ سره له غلطو کارونو لاس اخلي او ځینې محرومیتونه هم زغمي خو خدای تعالی یې په اخرت کې وټ کټ وباسي او هغه ته لا ښه انعام او ثواب ورکوي.

 د هغو کسانو په اپوټه چې په دنیا پورې یې زړه تړلی او د دنیا د مال په غونډولو کې حریص او بخیل دي، د ایمان خاوندان په خدای توکل لري او د راتلونکي لپاره د مال غونډولو په ځای اړمنو ته د انفاق او بخښښ په فکر کې دي. هغوي  په خپل مال او طاقت د تکیې په ځای چې له نظره یې زر تېرېدونکی او فاني دی، د خدای په رحمت او قدرت توکل لري  چې پوهیږي همېشه به باقي وي.

 درسونه:

۱: مومن انسان له دنیا ګټه اخلي خو هدف یې اخرت وي او په دې انګېزه فاني چاري باقي کوي.

۲: هغه څه چې مومن یې په دنیا کې له لاسه ورکوي، خدای تعالی ورته په اخرت کې تر هغې غوره ورکوي، قیامت له متوکلو مومنانو سره مخصوص دی.

۳:  په خپل مال او شتمنیو د تکیې په ځای په خدای توکل، د ایمان د خاوندانو نښه ده، توکل، د مومنانو همېشنی کار دی.

 اوس د شورا سورې اوه دېرشم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَالَّذِینَ یَجْتَنِبُونَ کَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ یَغْفِرُونَ»

 او د هغو كسانو لپاره چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو څخه ځان ساتي او چې كله هم په غضب شي (نو) دوى بخښنه كوي

د تېر ایت په دوام کې چې د ایمان د خاوندانو ځانګړنې ته یې اشاره وکړه، دا ایت د هغوي دوو مهمو اخلاقي او کړچاري ځانګړنې بیانوي او فرمایي:  هغه کسان په اخرت کې له الهي انعامه برخمنیږي چې له بدو او سپکو کارونو ډډه وکړي او خپل روح له ککړتیاوو پاک کاندي ځکه چې ایمان له ناپاکۍ سره نه جمع کیږي.

مومنان په خپل نفس غلبه لري. هغوي د غصې او قهر په وخت چې د انسان تر ټولو بحراني حالت دی خپل ځان او ژبه کنټرولوي او په خپله سپکه او ناروا خبره نه راوړي. غضب او غصه په حقیقت کې یو داسې سوزوونکی اور دی چې د انسان په  روح کې لنبه کیږي او ډېر داسې کسان شته چې د غصه په وخت خپل نفس نه شي کنټرولولی. البته غصه کېدل او غضب یو طبیعي حالت دی چې ممکنه ده هر انسان ته پېښ شي خو مهمه دا ده چې انسان د غصه په وخت خپل نفس پېزواني کړي.

ایمان  په انسان کې د رحمت او مغفرفت روحیه پیاوړې کولی شي چې هغه له نورو سره په مقابله او چلند کې د بخښلو او تېرېدلو لپاره خپله کړي. نو رښتیني مومنان د غصې په وخت خپل کنټرول له لاسه نه ورکوي او سپک او بدو کارونه نه کوي. هغوي خپله غصه زغمي او په عفې او بخښنې سره خپل زړه د کینو وینځي او خطاکاران بخښي. په روایتونو کې هم راغلې چې  خپل دوست دې د غصې په وخت  وپېژنه چې ایا خپل ځان کنټرولولی شي او که نه .

درسونه:

۱: ایمان یوازې په زړه پورې نه دی محدود بلکې انسان باید په خپل عمل او کړچار کې ایمان ښکاره کړي.  له ګناهانو ډډه کول او د شهوت اوغضب کنټرولول د واقعي ایمان نښه ده.

۲: مومن په خپلو نفساني غریزو او غوښتنو ولکه لري  نه ده چې غریزې او خواهشات پر هغه غالب وي.

۳: د نورو بخښل او ترې تېرېدل، د ایمان یو شرط دی. څوک چې نور نه بخښي واقعي مومن نه دی.

 اوس د شوری سورې اته دېرشم او نه دېرشم ایتونو ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَالَّذِینَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَیْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ یُنفِقُونَ»، «وَالَّذِینَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنتَصِرُونَ»

 او د هغو كسانو لپاره چې د خپل رب حكم مني او لمونځ قايموي او د دوى كار په خپل مینځ كې په مشورې سره وي او ځینې له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى ؛ انفاق كوي

او د هغو كسانو لپاره چې دوى ته (د كافرانو له خوا) ظلم ورسېږي (نو) دوى ( له هغو نه) انتقام اخلي

 د تېرو ایتونو په دوام کې، دا ایتونه د ایمان د خاوندانو نورو نښو ته اشاره کوي او فرمایي: هغوي نېغې لارې ته د هدایت لپاره د خپل پالونکي بلنه منلې  او په خپل ټول وجود سره د هغه فرمان ته تسلیم دي او یوازې د هغه په وړاندې عبادت او لمونځ کوي. پر دې سربېره، د اړمنو خیال ساتي او د خپل مال یوه برخه هغوي ته بخښي.

په کورنیو او ټولنیزو چارو کې  هم د نورو د نظر او رایې درناوی کوي او کارونه د نورو په مشوره ترسره کوي. د اسلامي د لومړیو وختونو تاریخ ته که وګورو نو د خدای رسول  او دهغوي اصحابو دغه ځانګړنې لرلې. حتی پېغمبر چې د خدای وحي پرې کېدله هم په ټولنیزو چارو کې له خلکو سره مشوره کوله او که اکثریت به یو نظر ورکړ نو دهغوي د رایې درناوی به یې کاوه که څه هم د خپل نظر مخالف نظر به یې درلود. لکه هغه څه چې په احد غزا کې وشول او د خدای رسول  له مشرکانو سره د جنګ په طریقه کې د  اکثریت په مشورې عمل وکړ، که څه هم دغه جنګ اخر د مسلمانانو د ماتې او د پېغمبر تر اویاوو د زیاتو اصحابو د شهادت سبب شو.

البته څرګنده ده چې  دغه مشوره په کورنیو، ټولنیزو، اقتصادي، د ټولنې د چلولو او داسې نورو چارو کې ده، نه په الهي احکامو کې. لکه څنګه چې ایتونه هم فرمایي:  د ایمان خاوندان په خپلو کارونو کې مشوره کوي، نه په هغو کارونو کې چې خدای ورپاره له مخکې ټاکلې او مقرر کړې دي.

 په زړه پورې ده چې  د ایمان د خاوندانو د ټولو ځانګړنو په مینځ کې ، د مشورې موضوع دومره مهمه ده چې دغه سوره  په همدې مناسبت شوری نومول شوې ده.

د ایمان د خاوندان اخري ځانګړنه چې په ایت کې راغلې د ظلم او ظالم په وړاندې درېدل دي. مومن انسان ظلم ته نه تسلیمیږي او  له ظالمانو سره د مقابلې لپاره  له نورو مرسته غواړي چې د ظالمانو شر وغړوي. لکه څنګه چې په نورو ایتونو کې هم راغلې دي: د ایمان خاوندان نه ظلم کوي او نه ظلم مني.

درسونه:

۱: اسلام، یو بشپړ او جامع دين دی او د انسان د ژوند مختلفو ډګرونو لکه اقتصادي، اخلاقي، ټولنیزو، عبادي او سیاسي اړخونو ته پام لري.  د دغه مواردو ځینې بېلګې په دغو ایتونو کې راغلې دي.

۲: د ایمان ادعا باید په عمل کې ثابت کړی شي. مومن باید په ټولو وګړنیزو او ټولنیزو اړخونو کې سم او خدای پسنده عمل ولري، نه دا چې یوازې لمونځونه او عبادتونه وکړي او له ټولنیزو چارو غافله وي.

۳: د خپل رایې تپل، له ایمان سره سمون نه لري، نو  مومن د نورو رایې ته هم درناوی کوي.

۴: د ظلم منل او د ظلم په وړاندې غلې پاتې کېدل، په خدای له ایمان سره  په ټکر کې دي. نو مومن د ظالم په وړاندې ودریږي او له خپل حقه دفاع کوي.

 

 

 

ټیګونه