Nov 02, 2021 15:38 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې پروګرام کې به د شورا سورې  له څلوېښتم تر درې څلوېښتمو ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

په سر کې مو پام غواړو د شورا سورې د څلوېښتم ایت  تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَجَزَاءُ سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّـهِ إِنَّهُ لَا یُحِبُّ الظَّالِمِینَ»

 او د بدۍ بدله د هغې په شان بدي ده، نو هغه څوك چې معافي وكړي او اصلاح وكړي نو د ده اجر په الله دى، بېشكه هغه (الله) ظالمان نه خوښوي

د تېر پروګرام په وروستي ایت کې خبره د تیري ګر په وړاندې د دفاع وه. په دې معنا چې مومن انسان د ظلم په وړاندې غلې نه پاتې کیږي او د ضرورت په وخت له نورو هم مرسته اخلي چې ظالم له ظلمه منعې کړي.

دا ایت فرمایي: البته بدکار ته د سزا ورکولو لپاره باید له حده تېری ونه کړی شي بلکې باید هغه  له ظلم سره متناسب او د انصاف او عدالت په اساس سزا کړی شي لکه څنګه چې د بقرې سورې په یو سل څلور نویم ایت کې  هم په ورته مقابلې ټینګار شوی دی.

ایت په دوام کې فرمایي:  البته که ظالم له خپل کاره پښېمانه شو او د بخښنې غوښتنه یې وکړه، هغه وبخښئ او ورسره سوله او پخلاینه وکړئ ځکه چې دا کار د خدای ډېر خوښ دی او د دې تېرېدنې په وجه تاسو ته بدله درکوي.

 بې له شکه د خدای دا امر  له ظالمانه د دفاع او ملاتړ په معنا نه دی، بلکې د ټولنې د وګړو تر مینځ د دښمنې او کینو د ختمولو او  پکې د سولې او پخلاینې د ټینګولو لپاره دی.

درسونه:

۱:  دهغه چا سزا چې په خلکو یې ظلم کړی دی، د مظلوم په لاس کې ده. مظلوم کولی شي په عادلانه توګه  ظالم ته سزا ورکړي او یا یې وبخښي، البته که وې نه بخښي سزا باید د هغه د ظلم له ډول او اندازې سره برابره وي او پکې افراط یا تفریط ونه شي.

د دین سپارښتنه دا ده چې خطاکاری وبخښئ، که څه هم د سزا وس یې لرئ. البته څوک چې بل چاته بخښنه وکړي د خدای په نزد ورته ډېر لوی اجرا ملاویږي.

 د قانون د واکمنۍ او د عادلانه قوانینو د اجرا تر څنګ، خلک باید  له یو بل سره ښه اخلاقي او مینه ناک سلوک ته وبلل شي. لکه څنګه چې قران د قصاص په څنګ کې د عفوې او بخښنې سپارښتنه کوي.

 اوس د شوری سورې یو څلوېښتم او دوه څلوېښتم ایت ته پام وکړئ.

«وَلَمَنِ انتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَـئِکَ مَا عَلَیْهِم مِّن سَبِیلٍ»، «إِنَّمَا السَّبِیلُ عَلَى الَّذِینَ یَظْلِمُونَ النَّاسَ وَیَبْغُونَ فِی الْأَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ  أُولَـئِکَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِیمٌ»

 او یقینًا هغه څوك چې په خپل ځان له ظلم كېدو  وروسته بدل واخلي، نو دغه كسان (دي چې) په دوى (د ملامتیا) هېڅ لار نشته

بېشكه همدا خبره ده چې (د ملامتیا) لار خو په هغو كسانو ده چې په خلقو ظلم كوي او په ځمكه كې ناحقه سركشي كوي، دغه كسان (دي چې) د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

د تېر ایت په دوام کې چې د ظالم د سزا او یا ترې تېرېدلو په هکله و، دا ایت  یو ځل بیا په دې ټکي ټینګار کوي چې دا تېرېدنه باید د مظلوم له خوا او دهغه په خپله اراده او غوښتنه وي. نه دا چې نور خلک هغه دې کار ته مجبورهک ړي. ځکه چې هغه طبعا حق لري د خپل حق د اخستلو لپاره ظالم ته سزا ورکوي او حتی که په خپله دغه کار نه شي کولی له نورو مرسته وغواړي.

نو باید مظلوم خپل حق ته د رسېدلو لپاره د هڅو په وجه ملامته نه کړو، ځکه چې هغه خو کومه خطا نه ده کړې. په حقیقت کې ټولنه باید هغه کسان ورټي  چې د نورو حق خوري او په نورو ظلم کوي؛ هماغه  کسان چې د دې لپاره چې ځانونه په ناحقه تر نورو لوړ ګڼي په سرکښۍ او طغیان اخته کیږي او له قوانینو سرغړونه کوي. دغه کسان په دنیا کې د خلکو له خوا د ملامتېدو او رټل کېدو او په اخرت کې د الهي قهر او د دوزخ د اور وړ دي.

درسونه:

۱: مظلم حق لري له نورو مرسته وغواړي او ټولنه هم باید له هغه سره حق ته په رسېدلو کې مرسته وکړي.

۲:  د خلکو په حقوقو تېری، د هر چا له خوا چې وي ناروا دی او باید  دغه شان کس مواخذه او سزا کړی شي.

۳: له الهي حدودو او ټولنیزو قوانینو تېرېدل چې په ټولنه کې د فساد او تباهۍ سبب کیږي، باید افشا شي او د ټولنې د وګړو له خوا د دغه شان چارو پوښتنه وشي او خطاکاره سړی مواخذه شي. 

 اوس د شورا سورې درې څلوېښتم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

« وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِکَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ»

 او يقينًا هغه څوك چې صبر يې وكړ او بخښنه يې وكړه، بېشكه دغه (صبر او بخښنه) خامخا له غوره كارونو څخه دي

د ایت یو ځل بیا له خطاکاره د تېرېدلو او بخښلو موضوع ته راګرځي او په دې ټکي ټینګار کوي چې د ظالم د سزا کولو لپاره د مظلوم حق باید د دې سبب نه شي چې  خلک د نورو عفو او بخښل بیخي هېر کړي او په یو بل رحم ونه کړي.

 نو ځکه فرمایي: د نورو له خطا تېرېدل سخت کار دی او صبر او زغم ته اړتیا لري، خو ډېر ارزښتمن او د ثواب کار دی. طبیعي ده چې  په خپل نفس پښه کېښودل او له خپل حقه تېرېدل، د هغه چا د وس او اسان کار نه دی. خو لوی انسانان چې ډېره پیاوړې اراده او هوډ لري او  له نېکو اخلاقو برخمن وي، دغه شان کار کولی او له خپل حقه تېرېدلی شي.

 په کلي ډول په دغو ایتونو کې،  له هغه چا سره چې په نورو یې ظلم کړی، دوه ډوله سلوک  مطرح شوی دی: یو سزا او مجازات او بل عفوه او تېرېدل. طبیعي ده چې د کسانو شرایطو او حالت  هم په دې موضوع اغېزه شیندي؛ هم د ظالم شرایط اوحالات اوهم د مظلوم، دواړه په دې کې اغېز شیندونکي دي.

 کله کله ممکنه ده ظالم له خپل کاره پښېمانه شي او د بخښښ غوښتنه وکړي. کله هم ممکنه ده چې له  خپل کاره پښېمانه نه وي او په بدماشۍاو سرکښۍ سره په خپل ظلم او زیاتي ټينګار وکړي.

  مظلوم هم ممکنه ده، یو انسان د کمال او فضیلت خاوند وي او په اسانه د نورو له خطانو تېر شي. خو کله کله مظلوم په داسې شرایطو کې وي چې  د نورو ظلم او تېری نه شي زغملی او په کلکه د خپل حق په اخستلو پسې وي.

په تېرو څو ایتونو کې ، دغه ټول حالات جاجول شوې او له هر یو سره متناسب یې حکم بیان شوی دی.

درسونه:

۱: د قران اخلاقي سپارښتنه،  د نورو له خطا تېرېدل او له زغمه کار اخستل دي. که څه هم د قانون په اساس، د خطاکار کس  د سزا حق محفوظ دی.

۲: صبر او عفوه کول  یو لوړ انساني صفت دی چې خدای یې درناوی کړی دی.

۳: اسلام یو جامع او بشپړ دین دی، هم د مظلوم حق په رسمیت پېژني او هم هغه  ډول ډول کریمانه کارونو، بخښنې او تېرېدنې ته هڅوي.

 

 

ټیګونه