Nov 02, 2021 15:44 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې پروګرام کې به د شورا سورې  له څلور څلوېښتم تر اوه څلوېښتمو ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

په سر کې مو پام غواړو د شورا سورې د څلور څلوېښتم ایت  تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَمَن یُضْلِلِ اللَّـهُ فَمَا لَهُ مِن وَلِیٍّ مِّن بَعْدِهِ وَتَرَى الظَّالِمِینَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ یَقُولُونَ هَلْ إِلَى مَرَدٍّ مِّن سَبِیلٍ»

 او هر هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د ده لپاره له دغه (الله) نه پس هېڅ دوست (او حمایتي) نشته او ته به ظالمان وینې، كله چې دوى عذاب وویني، دوى به وايي: ایا بېرته تللو ته څه لار شته؟

د خدای یو سنت، د عقل او وحي له لارې د خلکو هدایتول دي چې سمه او غلطه لاره وپېژني او وروسته بیا عذر رانه وړي چې سمه لاره یې نه پېژندله او نه پوهېدل چې کارونه یې غلط دي.

 خو کومو کسانو چې د هدایت لاره موندلې او پر خلاف یې عمل کړی وي، په حقیقت کې په خپل اختیار د هدایت له لارې وتلی  او ګمراهي یې خوښه کړې ده.دغه ګمراهي د هماغه  عملونو قهري او طبیعي سزا ده چې ورو ورو دهغه په وجود کې پاخه شوې او سبب شوې چې هغوي ته خپل بد او سپک کارونه ښه وبرېښي.

 څرګنده ده چې نه هدایت اجباري اړخ لري او نه ګمراهي او ضلالت، بلکې هدایت او ګمراهي د انسان د اعمالو نتیجه ده. کله کله انسان داسې بد کارونه کوي چې   د دې سبب کیږي چې خدای تعالی د هغه له زړه د هدایت رڼا واخلي او  هغه د ګمراهۍ په تیارو کې پرېږدي. په حقیقت کې، داسې انسان په خپلو بدو عملونو او کړنو سره د خپلې ګمراهۍ او  بې لارۍ زمینه برابره کړې ده.

البته د قیامت په ورځ چې حقایق به ښکاره شي، خلک به خپلو غلطیو پوه  او پښېمانه شي. خو نور به نو پښېماني  فایده نه لري او دنیا ته د ستنېدو لپاره د ظالمانو تقاضا اوغوښتنه به  له منفي ځواب سره مخامخ شي ځکه چې د هغوي لپاره به دنیا ته د ستنېدو لاره نه وي موجوده لکه څنګه چې انسان له بوډا توبه ځوانۍ،  او له ځوانۍ وړوکوالي او له وړوکوالي د مور خېټې  ته نه شي ستنېدی،  له اخرته دنیا ته ستنېدل هم ناممکن دي.

درسونه :

۱: له لومړي سره هیڅ ګمراهي نیشته، یعنې خدای تعالی څوک په خپله نه ګمراه کوي بلکې دغه ګمراهي د سزا په توګه وي یعنې د ظلم، کفر او فساد په وجه  په انسان د حقیقت د پېژندلو لاره بندیږي او هغه د ګمراهۍ وادۍ ته کش کیږي.

۲: ظالمان او بې لارې کسان دې پوه شي چې د خدای د ارادې په وړاندې هیڅوک نه شي درېدلی نو هیڅ کس یا طاقت هغوي ته نجات نه شي ورکولی. نو یوازې پر خدای توکل او په هغه پورې د زړه تړل پکار دي.

اوس د شورا سورې پینځه څلوېښتم او شپږ څلوېښتم ایتونو ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَتَرَاهُمْ یُعْرَضُونَ عَلَیْهَا خَاشِعِینَ مِنَ الذُّلِّ یَنظُرُونَ مِن طَرْفٍ خَفِیٍّ  وَقَالَ الَّذِینَ آمَنُوا إِنَّ الْخَاسِرِینَ الَّذِینَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِیهِمْ یَوْمَ الْقِیَامَةِ  أَلَا إِنَّ الظَّالِمِینَ فِی عَذَابٍ مُّقِیمٍ»، «وَمَا کَانَ لَهُم مِّنْ أَوْلِیَاءَ یَنصُرُونَهُم مِّن دُونِ اللَّـهِ وَمَن یُضْلِلِ اللَّـهُ فَمَا لَهُ مِن سَبِیلٍ»

 او ته به دوى وینې چې دغه (اور) ته به وړاندې کولی شي، په داسې حال كې چې د ذلت په وجه به وېرېدونكي وي، دوى به د سترګو له ګوټونو څخه ګوري او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: بېشكه تاوانیان خو هغه كسان وي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځان او خپلې كورنۍ ته تاوان ورساوه، خبردار شئ! بېشكه ظالمان به په دايمي (همېشني) عذاب كې وي

او د دغو لپاره به هیڅوك دوستان نه وي چې له الله نه غیر له دوى سره مدد وكړي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي نو د ده لپاره هېڅ لاره نشته

 دا ایتونه په قیامت کې د ظالمانو د وحشت د اوج بیانوونکي دي. کوم کسان چې  په دینا کې به یې په زور او بدماشۍ سره خلک وېرول  او خلک یې همېشه له ظلم او تیري په وېره کې وو، په دغه ورځ به داسې ترهېدلې وي چې سرونه به نه شي هسکولی. هغوی به سرټیټي او ذلیل ولاړ وي چې دوزخ ته وردننه کړی شي. هغوی به خوارۍ اوذلت په وجه  خاشع وي او تر سترګو لاندې به دوزخ ته ګوري. پر هغوي به سخته وېره او اضطراب واکمن وي او ذلت به یې په ټول وجود خپور وي.

 خو تر دغه جسماني سزا زیاته سخته هغه ملامتیا او غندنه ده چې د مومنانو له خلې به یې اوري چې هغوي ته به وایي: تاسو چې د طاقت او شتمنۍ مدعیان وئ ومولیدل چې  په څومره لوی تاوان اخته شوئ؟ داسې تاوان چې ستاسو هستي یې تباه کړه او نن خالي لاس دلته موجود یئ.

نه یوازې تاسو بلکې ستاسو پلویان،پېروان او خواوشا کسان هم تاواني شوې دي. ځکه چې ګمان یې کاوه چې که ستاسو تر څنګ وي نو نېکمرغه او خوشبخته به شي خو نن  هغوی ویني چې حتی تاسو د ځان د خلاصولو قدرت هم نه لرئ  نو هغوی به څه وژغورئ.

په دې ډول، تر دې زیات لوی تاوان بلک کوم دی چې انسان  خپله هستي، مېرمن یا مېړه او بچیان  او خپلوان د باطل په لاره کې له لاسه ورکړي او ځان او  نور کسان به ابدي خسران او تاوان اخته کړي؟

ایتونه په دوام کې ټینګار کوي چې دغه سپېره انجام، د هماغو کارونو نتیجه ده چې په دنیا کې د هغوي د ګمراهۍ سبب شوې اونن یې هغوی دوزخ ته بیولې دي. داسې عذاب ته چې تل پاتی او همېشنی دی. هلته به ظالمان هیڅ ملګری او مرستندویی نه لري  چې مرسته یې وکړي او د خدای له عذابه یې وژغوري. هغوی له پېغمبرانو او د خدای له ولیانو سره خپلې اړیکې غوڅې کړې دي، نو  هلته به بیخي یوازې او بې له کوم مرستندویي د الهي عذاب په وړاندې راځي.

درسونه :

 ۱: واقعي عزت او ذلت په  قیامت کې ښکاره کیږي  ډېر داسې کسان شته چې نن عزتمن دي خو په قیامت کې به ذلیل او خوار وي او د دې په اپوټه ډېر داسې کسان دي چې په دنیا کې  ذلیل دي خو په اخرت کې به سرلوړي او عزیز وي.

۲: د انسان لپاره تر ټولو لوی تاوان او خسران، د عمر د سرمایې بایلل او د داسې هیڅه شي لاسته نه راوړل دي چې په قیامت کې یې وړاندې کړي. 

۳: ایمان په دنیا او اخرت کې د مومن د عزت او سرلوړۍ تومنه او  په قیامت کې د هغه د ژغورنې او نجات سبب ده.

  اوس د شوری سورې د اوه څلوېښتم ایت تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«اسْتَجِیبُوا لِرَبِّکُم مِّن قَبْلِ أَن یَأْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّـهِ مَا لَکُم مِّن مَّلْجَإٍ یَوْمَئِذٍ وَمَا لَکُم مِّن نَّکِیرٍ»

 تاسو د خپل رب حكم ومنئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې د الله له طرفه هغې لره هېڅ رد (او ګرځول) نشته، په دغه ورځ كې به ستاسو لپاره هېڅ پناه ځاى نه وي او نه به څه انكار وي

 پېغمبرانو په تاریخ کې خلک د خدای لوري ته بللې دي؛ نه خپل لوري ته. نو دا ایت  هم کافرانو، ظالمانو او ګناهکارانو ته فرمایي: مخکې له دې چې له دنیا لاړ شئ او په قیامت کې وغواړئ چې دوباره دنیا  ته راستانه شئ، خپله غلطه لاره نوره پرېږدئ او په هغه لاره چې خدای درته اېښې روان شئ.  ځکه چې په قیامت کې به مو حساب کتاب له خدای سره وي او په هغه ورځ به  بې د خدای له ارادې هیڅ  بله اراده او غوښتنه تحقق نه مومي. د خپلو کارونو د انکار لپاره هیڅ  لاره نه لرئ او د عذاب په وړاندې درته هیڅوک  پناه نه شي درکولی.

درسونه:

  ۱: هغه څه چې مونږ له ابدي خسارته ساتي او په دنیا او اخرت کې  نېکمرغۍ او کامیابۍ ته زمونږ د رسېدلو  او نجات وسیله ده، د خدای په اوامروعمل کول دي.

۲: مخکې له دې چې په دنیا کې زمونږ فرصتونه او امکانات له لاسه لاړ شي، باید د خپل عمر د ختمېدو او بلې نړۍ ته د سفر په فکر کې ووسو چې د ستنېدو ترې هیڅ لاره نیشته

 

 

ټیګونه