Nov 02, 2021 15:52 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې پروګرام کې به د شورا سورې  له اته څلوېښتم تر درې پنځوسم  ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

په سر کې مو پام غواړو د شورا سورې د اته څلوېښتم ایت  تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاکَ عَلَیْهِمْ حَفِیظًا إِنْ عَلَیْکَ إِلَّا الْبَلَاغُ وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا وَإِن تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَیْدِیهِمْ فَإِنَّ الْإِنسَانَ کَفُورٌ»

 نو كه دوى مخ وګرځوي، نو ته مونږ په دوى باندې نګران نه يې لېږلى، په تا خو يواځې تبلیغ كول دي، بېشكه مونږ كله چې په انسان له خپل جانب نه رحمت وڅكوو (نو) هغه په ده سره خوشحاله شي او كه چېرې دوى ته تكلیف ورسېږي په سبب د هغو (ګناهونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي بیا خو دغه انسان یقینًا ډېر ناشكره دى.

 د الهي پېغمبرانو یوه دنده،  د خلکو د هدایت لپاره زړه سوزونه ده او  په دې خاطر چې ځینو کسانو ایمان نه راوړه او نېغې لارې ته نه هدایتېدل، همېشه اندېښمن او خپه وو او همېشه به یې هڅه کوله چې تر ممکن حده  خلک نېغې لارې ته راولي.

دا ایت د خدای رسول ته په خطاب کې فرمایي: ای پېغمبره هر څومره چې هڅه وکړې په هر حال ځینې کسان ایمان نه راوړي او ستا بلنه نه مني، نو ته نور د هغوي په اړه مسوولیت نه لرې ځکه چې د خدای پېغام دې هغوی ته په پوره توګه رسولی دی. خدای نه دي غوښتې چې بندګان یې په زور ایمان راوړي او ته د حق منلو ته دهغوي   په اړ کولو مامور نه یې. خدای تعالی غواړي چې  خلک په خپله اراده او اختیار ایمان راوړي ځکه چې یوازې دغه شان ایمان ارزښت لري.

ایت په دوام کې د خدای رسول ته ډاډینه ورکوي چې  که  ځینې کسان له تا مخ اړوي  نو له خدایه هم مخ اړوي. که څه هم خدای هغوی ته دومره زیات نعمتونه ورکړې دي  خو دوي داسې په خپلو  شتمنیو  غره کیږي چې  خدای یې هېر کړی او د هغه د نعمتونو شکر نه باسي. حتی کومې سختۍ او مصیبتونه چې  د هغوي د ګناهونو په وجه په هغوی راغلې د بېدارۍ سبب یې نه ګرځي او بیا هم په غفلت کې پاتې کیږي.

درسونه: 

۱: د دیني مسوولانو او مبلغانو مسوولیت، د الهی دعوت بلنه ده ، نه د هغې منلو ته د خلکو مجبورول.

۲: اکثره انسانان کم ظرفیته دي،  په خوشالیو کې په غرورو او مستۍ اخته کیږي او د خدای د نعمتونو له شکره غافله کیږي.

۳: د انسان د ژوند سختۍ او ستونزې، د هغه د خپل عمل او کړنو عکس العمل دی او خدای تعالی دهغه لپاره نه دي غوښتې.

اوس د شوری سورې د نه څلوېښتم او پنځوسم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ:

«لِّلَّـهِ مُلْکُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ یَخْلُقُ مَا یَشَاءُ یَهَبُ لِمَن یَشَاءُ إِنَاثًا وَیَهَبُ لِمَن یَشَاءُ الذُّکُورَ»، «أَوْ یُزَوِّجُهُمْ ذُکْرَانًا وَإِنَاثًا وَیَجْعَلُ مَن یَشَاءُ عَقِیمًا إِنَّهُ عَلِیمٌ قَدِیرٌ»

 خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي

یا دوى ته هلكان او جینكۍ جمع كوي (دواړه وركوي) او چا ته چې وغواړي شنډ (او) شنډه يې وګرځوي، بېشكه هغه، ښه عالم، ښه قادر دى

 تېر ایت دې ته اشاره وکړه چې  په دې دنیا کې هر ډول نعمت او رحمت د خدای له لورې دی. دا ایتونه په دوام کې وایي چې د اسمانونو او ځمکې واکوالي د خدای ده او هغه  هر څه چې وغواړي پېدا کوي یې. خدای تعالی همېشه د خلقت په حال کې دی، نه دا چې د هستۍ خلقت په خوا شوی او اوس نو ختم شوی  دی. بیا د خدای یو لوی نعمت یعنې بچي ته اشاره کوي.

په مسلمه توګه مور او پلار د بچي پېدا کوونکي نه دي بلکې هغوي د خدای د خلقت لپاره یوه وسیله دی او بچي که نران او که ښځې، خدای یې پیدا کوي.

 د دغو ایتونو له مخې، هم زامن او هم لوڼه د خدای ډالۍ دي او د هغوي په مینځ کې فرق کول د قران له نظره صحیح نه دي. البته څوک چې شنډ وي  هغه هم د خدای په اراده او غوښتنه ده چې د خپل حکمت په اساس یې دغه کار کړی دی. هغه هم د هستۍ په  چار او هم په انسانانو پوره پوره علم لري او هم د هر څه اراده چې وکړي  د کولو توان یې لري.

درسونه :

 ۱: اولاد که زوی وي او که لور، د خدای له لورې مور او پلار ته  یوه ډالۍ ده او باید د هغوي په مینځ کې فرق ونه کړی شي.

۲: خدای تعالی همېشه د پېدایښت په حال کې دی او هر نوزیږی چې د نړۍ په هر ګوټ کې پېدا کیږي د الهي خلقت یوه نمونه ده.

۳: که د خدای په علم او قدرت ایمان لرو، په دې اړه چې آیا بچي  به مو پېدا شي او که نه، او یا دا  چې څه ډول اولاد یعنې نر یا ښځینه پېدا کیږي باید په خدای باور ولرو.

اوس د شوری سورې یو پنځوسم  ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي

«وَمَا کَانَ لِبَشَرٍ أَن یُکَلِّمَهُ اللَّـهُ إِلَّا وَحْیًا أَوْ مِن وَرَاءِ حِجَابٍ أَوْ یُرْسِلَ رَسُولًا فَیُوحِیَ بِإِذْنِهِ مَا یَشَاءُ إِنَّهُ عَلِیٌّ حَکِیمٌ»

او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره، یا له پردې نه شا ته، یا استازى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى

شوری سوره  په پېغمبرانو د وحي په موضوع سره پېل شوه او په همدې موضوع  هم پای ته رسیږي. اول فرمایي:  انسان ته نیغ په نېغه د خدای خطاب نه کیږي، ځکه چې خدای جسم نه دی  چې په ژبه او خلې خبرې وکړي او انسانان یې د غوږونو په وسیله واوري. بلکې خدای له درېو لارو له خپلو پېغمبرانو سره  اړیکي ټینګوي، یوه لاره دا ده چې هغه څه چې پېغمبران پرې باید پوه شي او خلک ورته وبلي د پېغمبر په زړه یې الهام کوي.

دوهمه لاره دا چې خدای تعالی غږیزې څپې جوړې کړې دي او پېغمبر دغه څپې اوري، بې له دې چې څوک وویني، لکه هغه شان چې له حضرت موسی علیه السلام سره وشول. دریمه لاره دا چې د وحي پرښته چې جبراییل ده، په پېغمبر راولیږي او پېغمبر د هغه له لارې د خدای وحي ترلاسه کړي.

  په هر حال وحي په دې ډول وه چې پېغمبر به ډاډ حاصل کړ چې دا د خدای خبره ده. خلکو به هم د پېغمبر د معجزو له لارې ډاډه شول چې د دوحي د اخستلو ادعا کوونکی له خدای سره اړیکي لري او کوم کارونه چې کوي د انسان له وسه بهر دي.

درسونه :

۱: خدای تعالی  له مختلفو لارو له خپلو پېغمبرانو سره اړیکي ټینګوي او خپله خبره هغوي ته لیږدوي چې هغوي د خدای پېغام د خلکو غوږونو ته ورسوي او هغوی د حق لارې ته هدایت کړي.

۲: دا چې  کوم یو انسان ته خطاب کیږي، د خدای په لاس کې ده او هغه د خپل علم او حکمت په اساس دغه شان کس انتخابوي او پرې وحي کوي.

اوس د شورا سورې دوه پنځوسم او درې پنځوسم ایتونو ته پام وکړئ:

«وَکَذَلِکَ أَوْحَیْنَا إِلَیْکَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا  مَا کُنتَ تَدْرِی مَا الْکِتَابُ وَلَا الْإِیمَانُ وَلَـکِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِی بِهِ مَن نَّشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّکَ لَتَهْدِی إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِیمٍ»، «صِرَاطِ اللَّـهِ الَّذِی لَهُ مَا فِی السَّمَاوَاتِ وَمَا فِی الْأَرْضِ أَلَا إِلَى اللَّـهِ تَصِیرُ الْأُمُورُ»

او همداسې مونږ په خپل امر سره تا ته د روح (قرآن) وحي راولېږله، ته نه پوهېدلى چې كتاب څه شى دى او نه (پوهېدى چې) ایمان (څه شى دى) او لېكن مونږ دغه (كتاب) رڼا ګرځولى دى چې په ده سره مونږ په خپلو بندګانو كې چې چا ته وغواړو هدایت وركوو او بېشكه یقینًا ته نېغې لارې ته ښوونه كوې.

د هغه الله لارې ته چې خاص هغه لره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي. اګاه شئ! خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځي

دا ایتونه چې د شوری سورې وروستۍ برخه ده،د تېر ایت په دوام کې چې د وحي د مختلفو لارو په باره کې وې، پېغمبر ته په خطاب کې فرمایي: لکه څنګه چې مو په تېرو پېغمبرانو وحي وکړه، دا قران مو هم تاته وحي کړ چې د انسان د ژوند تومنه ده. او   د روح په شان یې د بشري ټولنې په کالبوت کې پوکي چې هغه ژوندی کړي. لکه څنګه چې د قران د انفال سورې په څلورویشتم ایت کې فرمایي: ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی، کله چې مو خدای او رسول کوم شي ته وبلي  چې تاسو ته ژوند درکوي نو خبره یې ومنئ. 

 د ایت دوام فرمایي: د وحي نزول د خدای مهرباني وه چې  اول د خدای په رسول دغه مهرباني وشوه او پرې د خدای کتاب نازل شو. هغه په دغه کتاب پوره ایمان درلود، بیا  په خلکو دغه مهرباني وشوه چې د پېغمبر او د ایتونو د نوراني رڼا په وسیله د ایمان له حقیقت سره اشنا شول.

  په همدې اړه ایتونه پېغمبر ته په خطاب کې فرمایي: قران نه یوازې ستاسو لپاره رڼا ده  بلکې د ټولو لپاره  نور دی او د صراط مستقیم په لور د نړیوالو د هدایت وسیله ده او  ته خلک د ژوند نېغې لارې ته هدایتوې.  د صراط په توضیح کې هم راغلې دي: د  هغه خدای لاره چې ټول هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي د هغه دي. هو، د دغه لارې منزل خدای دی. نیغه لاره یوازینۍ لاره ده چې د خدای لور ته ځي او تر هغې زیاته نېغه او رڼا لاره کومه ده چې د هستۍ خالق او حاکم او مدبر ته رسیږي؟

درسونه:

۱: پېغمبران هم  الهي هدایت ته اړتیا لري چې د انسان لارښودان او تربیت کوونکي شي، او له ځانه څه هدایت نه لري.

۲: د قران تعلیمات، د خلکو د هدایت او د ټولنې د ژوند سبب دي، البته د منل کېدو او په اوامرو یې د عمل په شرط، نه دا چې یوازې ایتونه ولوستل شي او پکې غور ونه شي او عمل پرې ونه شي.

۳: قران یوازې کافي نه دی، بلکې  معلم او لارښود ته اړتیا  ده چې د هغه ژوند بخښونکي تعلیمات په ټولنه کې پلي کړي او په خپله هم د نیغې لارې عملي  بېلګه وي.

  عزیزانو شوری سوره مو د خدای په فضل پای ته ورسوله په راتلونکي پروګرام کې به که خدای کول زُخرف سوره درته پېل کړو تر هغه وخته مو په لوی خدای سپارو.

 

 

 

 

 

ټیګونه