Nov 02, 2021 15:58 Asia/Kabul
  • زخرف سورې  له لومړي تر لسم پورې  دآیتونو تلاؤت، ژباړه او لنډ شان تفسیر

درنو او محترمو اورېدونکو سلامونه، د خدای په فضل مو په تېر پروګرام کې د قران مجید شورا سوره پای ته ورسوله، سر له ننه به زخرف سوره درته پېل کړو ستاسو د ملګرتیا په هیله  په دې پروګرام کې به  د زخرف د مبارکې سورې له لومړي تر لسمو ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي.

نو په سر کې مو پام غواړو د دغه سورې له لومړي تر څلورومو ایتونو پورې تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «حم»، «وَالْکِتَابِ الْمُبِینِ»، «إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ»، «وَإِنَّهُ فِی أُمِّ الْکِتَابِ لَدَیْنَا لَعَلِیٌّ حَکِیمٌ»

حا، ميم

قسم دى، په دغه روښانه كتاب

بېشكه مونږ دا عربي (او فصیح) قرآن ګرځولى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ

 او بېشكه دا په ام الكتب (لوح محفوظ) كې زمونږ په نزد ضرور ډېر اوچت، ډېر حكمت والا دى

 ګلونو اورېدونکو په دې پروګرام کې زخرف سوره درته پېلوو چې د قران مجید درې څلوېښتمه سوره ده او نه اتیا ایتونه لري.  دغه سوره هم د قران د نورو سورو په شان  چې په مکې کې نازلې شوې په اعتقادي مسایلو لکه  توحید، قیامت او نبوت خبرې کوي.

دقران اوه سورې په مقطعه حروفو «حا میم» سره پېل کیږي . زخرف یو له هغو ده او دې ته د ورته نورو سورو په شان، له دې حروفو وروسته  د قران او د انسان د هدایت لپاره یې د نازلېدلو په هکله خبرې کوي.

 په دې سوره کې هم،  له مقطعه حروفو وروسته په قران قسم یاد شوی دی. د دې کتاب حقایق ښکاره او د بیان او روښانولو سبب دي او د هدایت او سعادت لاره په ښه توګه راښیي.

 د دې کتاب لومړي مخاطبان عرب ژبي خلک وو او دا کتاب په عربۍ ژبه دی. په عین حال کې د عربو له قوم او یا توکم سره  مخصوص نه دی او په محتوا یې ټول انسانان پوهیږي. خدای تعالی چې دا کتاب یې نازل کړی، له ټولو انسانانو غوښتې چې  په ایتونو کې یې تعقل او تدبر وکړي، په لوړو معارفو یې فکر وکاندي او په معرفت او بصیرت سره پرې ایمان راوړي. څرګنده ده چې په دې کتاب له ایمانه وروسته، باید  دهغه په رغوونکو او لاره پرانستونکو تعلیماتو عمل وکړي.

 د هغه څه په اپوټه چې ځینې کسان یې ادعا کوي چې قران  د محمد په نامه د پېغمبر خپلې خبرې دي، قران د خدای کلام دی او اصل او حقیقت یې د خدای په نزد په ام الکتاب  یا لوح محفوظ کې  موجود او خوندي دی. داسې کتاب دی چې د الهي علم او حکمت په اساس چې ټولو اسماني کتابونو ترې سرچینه اخستې. د نړۍ ټول حقایق او د انسان د نېکمرغۍ او بدمرغۍ اسباب او هغه څه چې حکمت او کمال یې تقاضا کوي په دې لوړ رتبه کتاب کې بیان شوې او له هر ډول تحریف او بدلونه خوندي پاتې دی.

درسونه:

۱:  قران دومره سپېڅلتیا لري چې خدای تعالی پرې قسم خوړلی دی.

۲: د خدای د لارې انتخاب باید د تعقل او تفکر په اساس وي نه د تقلید او تعبد له مخې

۳:  د ټولو پېغمبرانو پېغام او د  ټولو اسماني کتابونو محتوا یوه ده، ځکه چې له یوې سرچینې نازل شوې دي.

  اوس د زخرف سورې له پینځم تر اتم ایتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«أَفَنَضْرِبُ عَنکُمُ الذِّکْرَ صَفْحًا أَن کُنتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِینَ»، «وَکَمْ أَرْسَلْنَا مِن نَّبِیٍّ فِی الْأَوَّلِینَ»، «وَمَا یَأْتِیهِم مِّن نَّبِیٍّ إِلَّا کَانُوا بِهِ یَسْتَهْزِئُونَ»، «فَأَهْلَکْنَا أَشَدَّ مِنْهُم بَطْشًا وَمَضَى مَثَلُ الْأَوَّلِینَ»

 ایا نو مونږ له تاسو نه دا ذكر (قرآن) واړوو (بند كړو) بېخي اړول (بندول)، په دې سبب چې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ

او مونږ په ړومبنو خلقو كې څومره ډېر نبیان لېږلي دي

او دوى ته به هېڅ یو نبي نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې

نو مونږ هغه هلاك كړل چې له دوى نه په نیولو (او قوت) كې ډېر زیات سخت وو او د ړومبنیو خلقو مثال (او حال داسې) تېر شوى دى

 په تاریخ کې د خدای تعالی یو سنت  دا وه چې  د خلکو د هدایت لپاره یې پېغمبران او اسماني کتابونه رالیږلي دي. البته همېشه  ځینو خلکو او واکمنانو د هغوي مخالفت کړی او د پېغمبرانو د شخصیت د ځپلو لپاره یې د سپکاوي او مسخرو په شان طریقو کار اخستی دی . کله  کله به دغه مخالفت  ډېر لوړ حد ته ورسېد او د پېغمبرانو د تعلیماتو د پراختیا د مخنیوي لپاره به یې له هر ډول وسیلې کار اخسته. هغوی به حتی جنګونه او نښتې هم جوړولې او پېغمبران او د هغوي پېروان یې  وژل.

سره له دې خدای تعالی د خپلو پېغمبرانو رسالت نه دی ځنډولی او د دغو سلوکونو له امله یې خلک په خپل حال نه دي پرېښې. البته د مخالفانو انجام هم  هلاکت او تباهي وه او د هغوي برخلیک د خلکو لپاره د عبرت سبب ګرځېدلی دی.

درسونه:

 دیني مشران او مبلغان باید  د ځینو خنډونو په وجه، د خپلې دندې په ترسره کولو او د حق د پېغام په رسولو کې کوتاهي ونه کړي.

۲: د ایمان خاوندان باید دمخالفانو د مسخرو او خندولو له وېرې،  په خپله لاره کې سست او متزلزله نه شی. ځکه چې  ځینو کافرانو همېشه په پېغمبرانو پورې ټوکې او خندا کړې ده  خو هغه لوی او مزبوت شخصیتونه همېشه په خپله لاره ټینګ ولاړ پاتې شي او د خپلې لارې له دوامه یې لاس نه دی اخستی.

۳: د خدای سزا یوازې په قیامت پورې نه ده مخصوصه، بلکې خداتعالی ځینې قدرتمن او پیاوړې قامونه چې د افراط او اسراف لاره یې په مخکې نیولې په همدې دنیا کې هلاک کړې دي.

 اوس د زخرف د مبارکې سورې نهم او لسم ایت ته پام وکړئ هلته چې  لوی خدای فرمایي:

  «وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَیَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِیزُ الْعَلِیمُ»، «الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَکُمْ فِیهَا سُبُلًا لَّعَلَّکُمْ تَهْتَدُونَ»

 او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي

هغه چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او ستاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ

 دا ایتونه د خلکو د فطرت په ویښولو او  خپل پالونکي ته د خلکو په پام ګرځولو کې د پېغمبرانو دندې او فریضې ته اشاره کوي او فرمایي: مشرکان چې د بوتانو عبادت کوي که تاسو ترې پوښتنه وکړئ چې  د هستۍ پنځوونکی څوک دی، اعتراف به وکړي چې خدای تعالی دا ځمکه او اسمانونه پېدا کړې دي.

اکثره انسانان د ژوند په ورځنیو چارو کې د بوختیا په وجه  د هستۍ له مبدا او خدای او همداراز قیامته غافله کیږي.هغوي د خوب، خوراک او د ژوند د خوښیو او عیشونو په فکر کې دي او دغه هدفونو ته د رسېدلو لپاره  کوشش کوي چې یو مال لاسته راوړي او خپل ژوند تېر کړی شي.  په داسې حال کې چې  دا د ژوند واقعي هدفونه نه دي او  انسان دغه مادي غوښتنو ته په رسېدو سره، د نېکمرغۍ او د زړه د خوشالۍ احساس او سکون ته نه رسیږي.

 پېغمبران راغلې چې خلکو ته خبرداری ورکړي چې د خپل کار له انجامه غافله ونه اوسي او د خپل ژوند په ګرماګرمۍ کې خدای هېر نه کړي.هغه خدای چې هغوي یې پېدا کړې او ډول ډول نعمتونه یې ورکړې دي. هماغه خدای چې ځمکه یې دهغوي د ارامښت ځای ګرځولوی دی. باید دې ټکي ته پام ولرو چې  ځمکه که څه هم څو ډوله حرکتونه لري خو د جاذبې د  قانون او نورو عواملو په وجه داسې ارامه ده چې استوګن یې هیڅ د ناخوښۍ او بې سکونۍ احساس نه کوي.

بل نعمت دا چې هغه ستاسو لپاره په ځمکه کې لارې ګرځوې چې هدایت شئ او خپل منزل ته ورسیږئ. د ویلو ده چې  تقریبا د ځمکې په کابو ټولو وچو باندې  لوی او واړه غرونه او غونډۍ دي، او په مینځ کې یې مختلفې لارې دي چې انسان کولی شي د هغوي په مینځ کې خپلې لارې پېدا کړي دا په خپله  په بندګانو د خدای یو نعمت دی.

نو یوازې هغه خدای چې دا ټول نعمتونه یې انسان ته ورکړې او خالق ، مدبر دی د عبادت لایق دی. په حقیقت کې انسان د هغه د پرستش او اطاعت له لارې هم د دنیا له نعمتونو برخوریږي او هم جنت ته لاره مومي.

درسونه : 

۱: خدای پېژندنه یوه فطري خبره ده، خو انسان  تذکر او توجه ته اړتیا لري  چې له خدایه غافله نه شي.

۲: په ژوند کې الهي نعمتونو ته پام  د انسان له زړه او روحه د زنګونو او غفلتونو د ختمولو  تر ټولو ښه لاره ده.

۳: هغه خدای چې ځمکه او اسمانونه یې پیدا کړې او د انسان د اړتیا وړ ټول امکانات یې په ځمکه کې ایښي، د انسان د هدایت اسباب یې هم برابر کړې دي چې هغه په دنیا او اخرت کې نېکمرغۍ ته ورسیږي.

 

 

 

 

 

ټیګونه