Nov 02, 2021 16:01 Asia/Kabul

 ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یو  بل پروګرام سره مو په خدمت کې یوو. په دې هیله چې تر دې دمه مو زمونږ خپرونې خوښې شوې وي. د خدای په فضل په تېره برخه کې مو د زخرف سورې لومړي لس ایتونه درته وړاندې کړل نن به د دغه سورې له یوولسم تر پینځلسمو ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر واورئ.

نو په سر کې مو پام غواړو د زخرف سورې د یوولسم او دولسم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَالَّذِی نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَنشَرْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّیْتًا  کَذَلِکَ تُخْرَجُونَ»، «وَالَّذِی خَلَقَ الْأَزْوَاجَ کُلَّهَا وَجَعَلَ لَکُم مِّنَ الْفُلْکِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْکَبُونَ»

 او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ

او هغه ذات چې ټول  زوجونه (جوړې) يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ

د تېر پروګرام اخري ایتونو  په طبیعت کې د توحید نښو ته اشاره وکړه دا ایتونه په دوام کې فرمایي: ستاسو انسانانو،ځمکې  او بوټو ژوند د باران په ورېدو پورې تړلی دی او که د ځمکې په یوې سیمې کې باران ونه شي، کاختي او وچکالي داسې په هرځای خپریږي چې انسانان له لوږې او تندې مړه کیږي.

 پوښتنه دا ده چې ایا په سمندرونو او دریابونو د لمر لګېدل او  په بړاس د اوبو بدلېدل د انسان په لاس کې دي او ایا انسان د باران د نازلېدلو په بهېر کې رول لري؟  همدا راز آیا د وریځو جوړېدل او د بادونو لګېدل چې د وچو ځمکو په لور د وریځو د حرکت سبب کیږي د انسان د کار پایله ده؟

 وچې ځمکې  چې د بوټو  تخمونه یې په خیټه کې پټ کړې دي، د باران  په نازلېدلو سره  په حرکت کې راځي او ډول ډول بوټو له خاورې سر راپورته کوي. د بوټو وده او د رنګارنګو ګلونو  ټوکېدل او له غلو ډک پټي د همدغه باران په برکت دي. لکه څنګه چې  مړې ځمکې د باران په ورېدو ژوندۍ کیږي، تاسو هم له مرګه وروسته ژوندي کیږئ. د باران نزول او د مړو ځمکو ژوندي کېدل د  خدای د بې پایانه علم او قدرت نښه ده او هیڅ د شک ځای نیشته چې د قیامت راتګ او د مړو بیا ژوندي کېدل هم ممکن دي. په حقیقت کې دا پخپله، د انسان د بیا راپورته کېدو یوه بېلګه ده چې د قران ایتونو ورته اشاره کړې ده .

 ایتونه په دوام کې د زوجیت مسالې ته اشاره کوي. د ژوندیو مخلوقاتو خلقت  چې ټول د زوجیت د قانون تابع دي او دوام او بقا یې د هغوي په زوجیت او جوړه والي پورې تړلی دی یوازې د خدای په ارادي سره ممکن دي.

په دغو ایتونو کې همداراز  هغه او سورلیو ته اشاره شوې چې خدای تعالی د وچې او لمدې  لارو د وهلو لپاره انسان ته ورکړې دي او دا په حقیقت کې  په خدای د انسان له مهربانیو او رحمتونو څخه دي. 

 له پخوا راهسې  د کشتۍ په وسیله له سمندري لارو استفاده د انسانانو او سامانونو د وړو راوړو لپاره دوده وه. په زړه پورې دا  چې کشتۍ له هغه ټول لویوالي او دروند وزن سره سره  د خاصو فزیکي قوانینو په اساس په اوبو کې نه ډوبیږي. بې له  شکه، دغه قوانین هیچا بې له خدایه په کایناتو کې نه دي مقرر کړې.

په اوسنۍ زمانه کې هم  ډول ډول سورلۍ په تېره بیا تېز تلونکي وسایل لکه  ګاډي، ریل ګاډي او الوتکې زیات شوې او د انسان د ژوند څېره یې بدله کړې ده دا ټول د خدای له مهربانیو څخه دي ځکه چې دغه وسایل هم د هغو قوانینو په برکت چلیږي چې خدای تعالی په نړۍ کې پیدا کړې دي.

درسونه:

۱: د هستۍ نظام د مشخصو قوانینو تابع دی چې خدای تعالی  د هغې د هرې یو ټوټې  او ځای لپاره ټاکلی دی.

۲: خدای تعالی کارونه د اسبابو او علتونو له مخې کوي، لکه څنګه یې چې  باران د ځمکې او په ځمکه د استوګنو د ژوند وسیله ګرځولې ده.

۳: د انسان په لاس ډول ډول جوړ شوې صنایع، د هغو قوانینو په استفادې سره دي چې خدای تعالی په خلقت کې ټاکلې دي؛ انسان یوازې دغه قوانین کشف کړې  او له هغو یې استفاده کړې ده.

اوس د زخرف سورې د دیارلسم او څوارلسم ایتونو تلاوت ته غوږ شئ.

«لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْکُرُوا نِعْمَةَ رَبِّکُمْ إِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَتَقُولُوا سُبْحَانَ الَّذِی سَخَّرَ لَنَا هَـذَا وَمَا کُنَّا لَهُ مُقْرِنِینَ»، «وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ»

 د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو

او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو

 د تېرو ایتونو په دوام کې چې د انسان په ژوند کې یې د کشتیو او چارپایانو رول ته اشاره کوله دا ایتونه فرمایي:  کله چې تاسو په یوې سورلۍ سپاره شئ،  که هغه صنعتي او د انسان د لاس جوړې سورلۍ وي  لکه کشتۍ، الوتکه او ګاډي، او که دودیزې سورلۍ وي لکه  اس، اوښ،  خر او داسې نور، مه هېروئ چې  دا خدای دی چې دغه سورلۍ یې تاسو ته رام کړې ده.

تاسو انسانان د هغوي ځانګړتیاوو په کشفولو سره چې  خدای په مختلفو شیانو او ډول ډول مواد کې ایښې او له هغو په استفادې سره، د کشتۍ ، الوتکې او اورګاډي په شان وسایل جوړ کړې او هغه مو په خپله ولکه او کنټرول کې راوستې دي.

 همدا  راز خدای تعالی ځینې حیوانات هم  ستاسو لپاره رام او تسلیم کړې دي. سره له دې چې د جسمي قواوو له نظره تر تاسو ډېر پیاوړې دي او طبعا  باید تاسو ته نه وای رام شوې. که د خدای مهربانينه وای، نو تاسو د دغه حیواناتو د رام کولو  وس نه درلود. باید  هغه خدای چې دغه حیوانات یې د انسان د امر تابع او رام ګرځولې ، سپېڅلتیا او د هغه مننه وشي.

 د دغو ایتونو په اخر کې د پالونکي لور ته د انسان د ستنېدو مسالې ته اشاره شوې ده.  داسې نه وي چې په دغه سورلیو د سپرېدو په وخته مغروره شئ او د دنیا په  جلوو کې ډوب شئ. باید په هر حال کې خدای او اخرت په یاد وساتئ  ځکه چې ډېر کسان داسې شته چې ښې سورلۍ په نورو د کبر او غرور  د خرڅولو لپاره وسیله ګرځوي.

بله دا چې په سورلۍ  سپرېدل او  له یو ځایه بل ځای ته انتقال یې باید باید مونږ ته له دې نړۍ بلې دنیا ته  انتقالېدل رایاد کړي ځکه چې مونږ ټول به اخر خدای ته ستنیږو.

درسونه:

۱:  له مادي نعمتونو په استفادې کې باید خدای هېر نه کړی شي او د هغه د نعمتونو شکر پکار دی. په ځای دی چې د الهي نعمتونو شکر د پروردګار له تسبیح او تنزیه سره یو ځای کامل کړو.

۲: د خدای په وړاندې باید د عاجزۍ او بې وسۍ اظهار وکړو. دا په خپل د شکرګزارۍ یوه بېلګه ده. نه دا چې  په غرور او ځان لوی ګڼلو اخته شو.

۳:  د دنیاوي سفرونو په وخت  باید د اخرت د سفر په یاد هم پاتې شو چې په مرګ سره پېل کیږي.

اوس د زخرف سورې پینځلسم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا  إِنَّ الْإِنسَانَ لَکَفُورٌ مُّبِینٌ»

 او دوى د ده په بندګانو كې ځينې د ده برخه (او اولاد) وګرځول، بېشكه انسان خامخا ډېر ښكاره ناشكره دى

 

  د پروردګار په خالقیت او ربوبیت کې د توحید د ځینو نمونو له بیانه وروسته، دا ایت د ځینو انسانانو د شرک شکایت کوي او فرمایي:  داڅنګه ده چې ځینې مشرکان ګمان کوي چې پرښتې د خدای اولاد دي او د نورو بچیانو په شان د  والدینو برخه او ټوټه دي.

 خدای تعالی جسم نه دی چې جز او برخه ولري او یا یې د اجزاوو د جدا کېدو امکان برابر وي. پرښتې هم  د نورو مخلوقاتو په شان د خدای مخلوق دی. هغوی د هستۍ د نظام چاروالي ګنل کیږي، نه دا  چې د خدای یو جز او یا یې اولاد وي.

درسونه :

۱:  د تاریخ په اوږدو کې همېشه د خدای  په باره کې او دا چې  له مخلوقاتو سره یې رابطه څه ده، ډېر خرافات بیان شوې چې ټول د انسان د ناپوهۍ او یا د پېغمبرانو د ژوند بخښونکو تعلیماتو د پرېښودلو له امله وو.

۲: پرښتې د خدای مخلوق او د هغه د اوامرو منونکي دي، نه دا چې د خدای بچیان وي او یا د خدای له جنسه وي.

۳: چټي او شرکیه عقېدې  له خدایه د لرې کېدو او له نېغې لارې د غړېدو او د نعمتونو د کفران سبب کیږي.

 

 

ټیګونه