Nov 14, 2021 13:06 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې دبې نقابه امریکا اونیز پروګرام سره  ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې د رته په تیرې اونۍ کې د امریکاځينو مهمو پیښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم رابولوو،د تحلیلی برخې آوریدو ته،نوهیله ده تر وروستیوراسره ملتیاوکړئ.

*/*/*/*/

په امریکا کې په  بې مخینې  انفلیّشن  د  جوزف بایډن غبرګون

*/*/*/

د امریکا په کانګرس کې د جوبایډن د بیخ بینائي  پروګرام د بودجې د مسودې تصویبیدا

*/*/*/*/

 او د بایډن د اجباری واکسینشن پلان سره  د امریکا د فیډرل  محکمې مخالفت،  په تیرې اونۍ کې د امریکا ځیني بدلونونه وو ،اوس مو هم رابولوو ،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوردو ته ....

*********************

  د امریکا  ولسمشر جوزف بایډن  چې حکومت ئې په تیرو دیرشو کلونو کې د انفلیّشن له بې مخینې زیاتیدا سره  لاس او ګریوان دی ، په یوه اقتصادي فرمان صادرولو سره ،د حالاتو د کنټرولو  لپاره لاس په کار شوی دی . بایډن دتیرې چارشنبې په ورځې  دی وې اعلامیې په خپرولو سره د انرژۍ د بیّو  زیاتیدا د انفلیّشن  د زیاتیدا  دلیل  وباله او مدعی شوی چې  د انفلیّشن  کمول  د  هغه دحکومت په لومړیتوب کې دي .  په امریکا کې دانفلیّشن زیاتیدا  او د خلکو د اخستو دقدرت کمیدا ، دجوبایډن له حکومته د  خپګانونو دزیاتیدا سبب شوي ، په داسې حال کې چې  بایډن تل ټينګار کاوۀ چې  د کرونائی بحران  له امله د ځوړتیا په دلیل  دبیّو  زیاتیدا موقتي ده  او ډير زر به حالات ښه شي، خو اوس د انفلیّشن زیاتیدا د جوبایډن د حکومت لپاره په یوه جدی چیلنج بدل شوی دی،په دې توګه چې  امریکایان هماغه راز د اساسی شیانو د بیّو، د انرژۍ  د منتقلونې،او د نورو مصرفی شیانو د بیّو زیاتیدا، په اوسنۍ پيړۍ کې  له  بل هر وخته لازیاته چټکه ده .د مصرفونکي کریډیټ چې  دخدماتو د  ترلاسه کولو او د شیانو د اخستو لپاره دمصرفونکي د د پيسو د ورکولو  د اندازې نښه ده ،په اکتوبر میاشت کې شپږ اعشاره دوه فی صده زیاته شوې چې په تیرو دیرشو کلونو کې تر ټولو زیاته  اندازه ده . په درستې امریکا کې د پيټرولو د هرګیلن متوسطه بیّه،درې ډالره او دوه څلویښت سینټه ده چې له ۲۰۱۴کال راهسې  تر دې دمه تر ټولو لوړه بیّه ده .د پيټرولو  د بیّتو زیاتیدا د هغو ډيموکراټانو لپاره چې د رتلونکي کال  میڼځ پړاوه انتخاباتو  ته  ئې سترګې نیولي دي ، سیاسی نتیجې درلودلی شي .

          په اوسني وخت کې د امریکا اقتصاد،د وړاندې کونې او غوښتې ترمینځ  په تیره بیا د کرونائي بحران  له امله د  اقتصادي منفي اغیزو په دلیل  د انډول د ګډوډیدا په علت   د بیّو  او د انفلیّشن  د زیاتیدا  له بهییر سره مخ شوی چې دا موضوع  له ۱۹۹۱ کال راهسې تر د ې دمه بې مخینې  ده .له یوه پلوه  د ګاهکانو  له خوا دغوښتنو زیاتیدا او  له بل پلوه د شیانو نه درلودل  او نه وړاندې کیدا  او همداراز د تنخواه  او دیاړئ  زیاتیدا، دامریکا پر اقتصاد ډير زیات دباؤنه اچولي دي  او ددغه بې مخینې  انفلیّشن  سبب شوې د ه .  په حقیقت کې په امریکا کې په کال کې انفلّیشن  په تیرو درو لسیزو کې  مخ په زیاتیدا درلودلي ، په دې توګه   چې  د شیانو له ډيرې کمیدا ، د ګاهکانو له خوا د غوښتې تر پام وړ پورې له زیاتیدا  او د دیاړَیو  له ډیرې  چَټکې زیاتیدا سره  دمقابلې په خاطر  داقتصادي سیاستونو دغږملولو لپاره،د  امریکاپر   خزانې وزارت او  سپینې ماڼۍ،  دباؤنه ډير زیات شوي دي . وئیل کیږي ، چې په کرونا ویروس  په تیره بیا په ډلټا ویروس  د زیات عمر لرونکو کسانو د ککړتیا او ددغه بحران د خوریدا ،د اساسی شیانو په تامینولو کې دخار پار ، د ګاډو او ټرکونو د ډرائيورانو  او د کارګرانو دکمښت ، د کارکسب ډیره لږه وده  او  د واسطې   شیانو او د لومړنیو موادو د بیّو لوړیدا په څير داخلی عوامل ، ټول هغه موردونه دي چې   د امریکا پر  اقتصادي ودې  او فعالیتونو باندې  ئې منفي اغیرې شیندلی دي  او د  اوسني انفلیّشن په لور نیونې او ټوپ وهنې کې ئې  رول لوبولی دی . البته اقتصادي   کارپيژاندي په امریکا  کې د اوسني انفلیّشت د ټوپ وهنې یو بل عامل  د راتلونکي انفلیّشن په باب  دمصرفونکو  د تمو په اساس ، د بیّو د لازیاتې ودې لپاره د زمینې شتون  ګڼي.

         د  امریکا کانګرس  له میاشتو میاشتو بحث وروسته  بلاخره  دامریکا د ولسمشر جوزف بایډن دیوې سیاسی او اصلي پروژې  په باب فیصله وکړه او د بیخ بینائيو   یو ټریلیّن میلیارډ ډالري بودجې مسوده ئې تصویب کړه . د بیخ بینائي  اصلاحاتو  د قانون  مسوده ،  د وه زره اوه سوه پاڼو باندې مشتمله  ده  چې  په اساس ئې  واټونه ، پلونه ،ټرانسپورټي   چینلونه  او  د انرژۍ  چینلونه  باید ماډرنائيز شي . جوبایډن  ددغې مسودې په تصویبیدا سره  راي ورکونکو ته یوه ورکړل شوي ژمنه  عملی کوي . البته د آب وهوا مسئلې  او  دټولنیزو هوساینو مالی پیکیج په سر  اختلاف  هماغه راز دوام لری .  ددغه بیخ بینائي پلان په اساس ، واټونه ، پلونه ، دانرژۍ او ټرانسپورټي چینلونه  باید ماډرنایز  شی . دغه  اصلاحات د جوزف بایډن  له اصلي ژمنو دي   او  دخپلې ولسمشرۍ په پیل کې ئې  هم پرې تينګار ړی ؤ .  ا لبته د آب وهوا د ساتنې  په اړه دمالی پيکج په سر اختلاف سبب شوی ؤ  بیخ بینائي پروګرامونه   داوږدې مودې لپاره وځنډوي .  

داپه داسې حال کې دي چې د سپينې ماڼۍ ویندوئې جن ساکي  په دې زمینې کې وئيلي دي، د جوبایډن حکومت ډاډمن دی چې د  امریکا د کانګرس له خوا به ډیره  زر د بیخ بینائي قوانینو مسوده او د آب و هوا له بدلونونو سره د مبارزې او د ټولنیزو لګښتونو یوسل پنځه اویا بیلیّن ډالري پیکیج هم تصویب شي .خو اوس د کانګرس له خوا د  امریکا د بیخ بینائیو د بودجې مسوده تصویب شوې ده او ځیني مهمې مسئلې هماغه راز د اختلافاتو  ښکار دي .

Image Caption

 

   د امریکا یوې فیډرل محکمې ددغه هیواد د ولسمشر جوزف بایډن  دحکومت له هغې فیصلې چې  په میلیونونو امریکایان دکرونا په مقابل کې یا د  اونیزو ټسټونو  دترسره کولو لپاره پابند کوي ، مخالفت وکړ  .د فیډرل دغې محکمې  د تیرې شنبې په ورځې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،  د دغې فیصلې په مقابل کې ، ځیني جدي قانوني  ترینګلتیاوې شته دي. د فیډرل محکمې فیصله د جوزف بایډن دحکومت  په دغې فیصلې  د جمهوری غواړو په سخت غبرګون پسې  صادره شوې ده . جمهوری غواړو ژمنه کړې وه ،  دغه قانون به لغوه کړي .همداراز په درستې امریکا کې  څه د پاسه پنځلسو ایالتونو،  له سلو کارکونکو سره د شرکتونو د کارکونکو  لپاره د واکسینشن  د اجباري کولو په باب د فیډرل  حکومت دحکم په دلیل د جوبایډن د حکومت په ضد شکایت کړی دی . بایډن  دتیرې پنجشنبې په ورځې  وئیلي ، چې په څه دپاسه سلو کارکونکو د درلودونکو شرکتونو ټیکداران  دې  ډاډمن ووسي چې د دوي کارګران  د ۲۰۲۲کال دجنورۍ تر څلورمې پورې په بشپړ ډول واکسنه شي  یا هره اونۍ ټسټونه ورکړي ، که داسې نه وي ،  نو  دهرې یوې خلاف ورزۍ په بدل کې به  کابو څوارلس زره ډالره فیډرلی جرمانې سره مخ شي .دغه فیصله په مختلفو شرکتونو کې  په څه دپاسه پنځه اتیا میلیون کارکونکو باندې اغیزې شیندي . د امریکا حکومت  همداراز  له درستو فیډرل کارکونکو څخه غوښتي دي ،د کرونا په وړانډې دې واکسن ووهي . دغې پابند کونې ،په امریکا کې په څه دپاسه دوه اعشاریه پنځه میلیون کارمندانو اغیرې شیندلي دي.سپينې ماڼئ ډیموکراټيک قانون جوړونکو او د روغتیائي چارو ډیری چارواکو وئیلي دي، چې دغه اجباري واکسینشن له کرونائي بحرانه  د  امریکا  د ویستلو لپاره  یوه لاره ده . دغه کرونا ویروس په تیرو څه کم دوو کلونو کې  کابو اوه لکه پنځوس زره کسان  قرباني کړي دي . امریکا په نړنۍ کې په کرونا ویروس د کابو اوه څلویښت میلیون  دوه لکه اتیا زره ککړو کسانو په درلودلو سره هماغه راز د کرونا ویروس له امله تر ټولو زیات زیانمنو کسانو  لومړنی لمبر په اختیار کې لري . د عمومی روغتیا چارواکو او کارپیژاندو خبرداری ورکړی چې  دکرونا نه اټکل کیدونکی ویروس  د یوې داسې نوي څپې  لامل کیدلی شی  چې  په تیره بیا  په ژمي کې  به ئې تاوانونه لازیات وي ، او دا خبره چې وئیل کیږي ،  په ډلټا ویروس پسې بله مهمه  او جدي څپه وجود نه لري ، یوه ناسنجول شوي او چټي خبره ده .

Image Caption

 

            د امریکا ولسمشر جوزف بایډن  دنیکاراګوئه ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  د درغلۍ په پلمه  ددغه هیواد په شد  دنوو بندیزونو مسوده لاسلیک او په قانون بدله کړه .سپینې ماڼۍد تیرې چارشنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې ووئيل، چې دغه قانون د نیکاراګوئه په ضد د لازیاتو بندیزونو اورټونکو اقداماتو غوښتنه کوي .د رناسرقانون(RENACER)چې؛په نیکاراګوئه کې  دانتخاباتي اصلاحاتو  له شرائطو  سره د تطبیقونې پیاوړتیا؛  ده ، د واشنګټن له شریکانو سره ،یعني له کینیډا، اروپائي اتحادئې  او همداراز  په لاتینې امریکا کې له متحدو  هیوادونو سره په غږملتیا کې به د نیکاراګوئه د حکومت په ضد د دباؤ د زیاتولو به خاطر ولګول شي .د جوزف بایډن په لاس ددغې مصوبې  په لاسلیکیدا سره ، امریکا به د کافتا(CAFTA)  په نامې سره  دمرکزي  امریکا د آزاد تجارت  موافقې کې د نیکاراګوئه  دغړیتوب  د دوام په باب  دبیا کتنې غوښته وکړي .د نیکاراګوئه کابو نیم صادرات امریکاته ورځي  او د کافټا دتړون په اساس ټیرفونه ډير کم ساتل کیږي .د رناسر قانون په اساس ، همداراز د د  اورټګا  دکورنۍ د غړو په تبیره د هغه د ماندنې  او سلاکارانو ، د پولیسو اوپوځ دچارواکو ، دمرکزي بانک د کارکونکو ، دانتخاباتو دعالی شورا دغړو  او  اورټګا د پلوي ساندینیسټ ګوند د چارواکو پشمول  د اورټیګا دحکومت  داساسی  فعالانو په ضد  بندیزونه  اعمالیږي .د جوزف بایډن حکومت په همداوروستیو کې هم د ډيموکراسۍ په ضد په اقدام د  نیکاراګوئه  په تورنولو سره ، ددغه هیواد ځیني حکومتي چارواکي  د خپلو بندیزونو لیسټ ته ورزیات کړي  دي .  اورټګا  د خپل هیواد  ځينو حکومتي  چارواکو په بایکاټولو کې د واشنګټن د اقدام  په ځواب کې په یوې وینا کې وئیلی دي ، دغه بندیزونه  به دهغه دحکومت دلارې مخنیوی ونه کړي .واشنګټن باید ددغو ګستاخو، ناځوانمردانه او کرکیجنو  سیاستونو  اعمالولو څخه لاس واخلي  او  نور دې په دنیا کې ځان لازیات منزوي نه کوي.

      داپه داسې حال کې دي چې  دامریکا دملی امنیت پخواني سلاکار جان بولټن  د ؛مونروئه  نظرئې ته پّ اشارې سره  په ډاګه  لاتینې امریکا  د واشنګټن  دخصوصي نفوذ حوزه بللې او وئيلي ئې دي ، متحده ایالات حق لري ،  دمونروئه  نظرئې  موخو ته د رسیدا لپاره ، د لاتینې امریکا دهیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي .

***********************

   د تهران د پښتو خپرونې د انټرنیتي پاڼې خوږو مینه والو د بې نقابه امریکا اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارؤ،ا... مو مل او ملګری سرلوړي او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه