Dec 02, 2021 15:54 Asia/Kabul

درنو او محترمو اورېدونکو سلامونه مو ومنئ، په دې هیله چې تر دې دمه مو زمونږ خپرونې خوښې شوې وي د خدای تعالی په فضل د زخرف د مبارکې سورې پینځلسم ایت ته رسېدلې وو په ننني پروګرام کې غواړو د زخرف سورې له شپاړسم تر دوه ویشتم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو. 

په سر کې مو پام  راګرځوو د دغه سورې له شپاړسم تر اتلسمو ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا یَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاکُم بِالْبَنِینَ»، «وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَـنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ کَظِیمٌ»، «أَوَمَن یُنَشَّأُ فِی الْحِلْیَةِ وَهُوَ فِی الْخِصَامِ غَیْرُ مُبِینٍ»

ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې  په زامنو (لرلو) سره غوره كړي یئ؟

 حال دا چې كله دوى ته په هغه (لور) سره زېرى وركړى شي چې دى يې د رحمٰن لپاره مثال بیانوي (نو) د ده مخ تك تور شي، په داسې حال كې چې دى له غمه ډك وي

او ایا (دوى د الله اولاد ګڼي) هغه چې په كالیو (زیوراتو) كې لویولى شي، حال دا چې په جګړه كې خبره واضحه كوونكي نه وي

 دا ایتونه  په تاریخ کې دود یو غلط رواج ته اشاره کوي چې د ډېرو قامونو په مینځ کې موجود و او پر اساس یې سړي  تر ښځو غوره ګڼل او اصولا لور به یې د ځان  لپاره شرم ګڼله. نو ایتونه فرمایي: دا څنګه ده چې تاسو زوی تر لور لوړ ګڼئ او کله چې  مو زوی پېدا شي نو خوشالۍ پرې کوئ خو کله مو چې لور وشي نو مخ مو تور او غمجن شي؟

 تر دې بده دا چې کله یې زامن پېدا شي نو وایي چې دا مونږ پېدا کړې دي او ویاړ پرې کوئ خو کله مو چې لوڼه پېدا شي نو وایئ چې دا خو خدای پېدا کړې دي او زمونږ خوښه نه وه. زوی چې په کار ، تولید او تجارت کې مو مټ دی او د جنګ  په وخت جنګي ځواک؛ خپل ګڼئ؛ خو لور چې په کور کې او زر او زېور کې لوییږي او په د خبرو په شخړه او کلامي جدال کې هم پیاوړې نه دي د خدای له لوري ګنئ؟!

 څرګنده ده چې لور او زوی دواړه خدای پېدا کړې دي او د انسان د بقا لپاره ضروري ده چې دواړه موجود وي. د خدای په نزد ښځه او سړی پر یو بل هیڅ لوړاوی نه لري، که څه هم  ښځه او سړی په ژوند کې د خپل رول په تقاضا ځینې جسمي او روحي فرقونه لري. په دې کې یو فرق د ښځو په وینا او کړو کې د احساساتو او جذباتو غلبه ده. په حقیقت کې   په ژوند کې د ښځو کلیدي رول ته په پام سره چې هماغه د مور رول دی، خدای تعالی د هغې په خټه کې دا ځانګړتیا اېښې او د همدې لپاره یې هغه په جنګونو او نښتو کې له برخه اخستلو معاف کړې ده.

درسونه:

۱:  د لور او زوي تر مینځ فرق کول، د خرافاتي او غلطو باورونو او عقایدو له امله دي چې قران یې په سختۍ سره نفي کوي.

۲: له سینګار او کالیو سره د ښځو او جینکو مینه کول یوه طبیعي او د منلو وړ خبره ده.

۳:  د جنګ او جدال زیږ میدانونه د ښځو د شتون ځایونه نه دي ځکه چې د هغوی له طبیعت سره سمون نه خوري.

اوس د زخرف سورې نولسم او شلم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَجَعَلُوا الْمَلَائِکَةَ الَّذِینَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَـنِ إِنَاثًا  أَشَهِدُوا خَلْقَهُمْ سَتُکْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَیُسْأَلُونَ»،

«وَقَالُوا لَوْ شَاءَ الرَّحْمَـنُ مَا عَبَدْنَاهُم مَّا لَهُم بِذَلِکَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا یَخْرُصُونَ»

 او دوى (مشركان) ملايك  چې  د رحمن بنده ګان دي، ښځې ګرځوي، ایا دوى د دغو د پیدا كولو (په وخت) حاضر وو؟ یقینًا به د دوى ګواهي ولیكل شي او له دوى نه تپوس (هم) كېږي

او دوى وايي: كه رحمن غوښتلي وى، (نو) مونږ به د دغو (باطلو معبودانو) عبادت نه وى كړى، دوى ته د دې (خبرې) هېڅ علم نشته، دوى يواځې اټكلونه چلوي

د مشرکانو  یو غلط دود دا و چې  پرښتې یې د خدای لوڼه ګڼلې او  په دې غلط باور یې دومره ټینګار کاوه چې  ته وا هغوي د پرښتو د پېدا کېدو په وخت کې موجود وو او لیدلې یې دي چې خدای لوڼه پېدا کړې دي!

 تر دې بتره دا چې  د پرښتو عبادت به یې کاوه او د هغوي لپاره د نړۍ د چارو په تدبیر کې یو ډول د دخالت او ګډون قایل وو. په داسې حال کې چې دغه شان باورونه او عقاید د ګمان او اټکلونو په اساس وو او هیڅ علم او پوهې نه تاییدول. نو ځکه قران فرمایي:  د قیامت په ورځ به د دغه غلطې ادعا په هکله  له هغوي پوښتنه کیږي او هغوی یې هیڅ ځواب نه لري.

درسونه :

 ۱: پرښتې د خدای مخلوق دي، نه دا چې خدای پېدا کړې وي

۲: د خدای د هر ډول مخلوق عبادت، که هغه د پرښتو له جنسه وي او که د انسان لکه حضرت عیسي، غلط کار دی او د قیامت په ورځ به یې پوښتنه کیږي.

۳: ګمان مه کوئ چې هغه څه چې وایو یې یا مو له خلې وځي، ختم او له مینځه تللې دي. بلکې هغه څه چې وایو یې، د هستۍ په نظام کې پاتې او ثبتیږي او باید یوه ورځ د خپلو خبرو او ادعا ګانو ځواب ووایو.

 ۴: باید خپل کار په خدای پورې په تړلو سره توجیه نه کړو. ځکه چې  هغه خدای چې د انسان لباره یې یو کتاب، پېغمبر او لارښود رالیږلی هیڅکله له مونږ نه دي غوښتې چې په غلطه لاره لاړ شو.

اوس د زخرف سورې یوویشتم او دوه ویشتم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«أَمْ آتَیْنَاهُمْ کِتَابًا مِّن قَبْلِهِ فَهُم بِهِ مُسْتَمْسِکُونَ»، «بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّهْتَدُونَ»

 ایا دوى ته مونږ له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب وركړى دى، نو دوى په هغه منګولې ښخې کړي؟

بلكې دوى وايي: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوې لارې (طريقې) باندې موندلي دي، او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو لاره موندونكي یو

  د تېرو ایتونو په دوام کې  چې د مشرکانو د  غلطو او چټي عقایدو په هکله وو دا ایتونه د هغوي اصلي سبب او جرړې ته اشاره کوي او فرمایي: داسې نه ده چې  هغوي د خپلو خرافاتو لپاره د پېغمبرانو په تعلیماتو او اسماني کتابونو استناد وکړي، ځکه چې هیڅ پېغمبر دغه شان چټيات خلکو ته نه دي ورزده کړې. بلکې هغوي د خپلو پلرونو په پېروۍ سره دغه شان غلط باورونه منلې دي. داسې پلار نېکونه چې په خپله په جهل او ناپوهۍ اخته وو، هیڅ علم او پوهه یې نه لرله او د باطلو ګمانونو او غلطو اټکلونو په بنیاد یې خدای ته ځینې نسبتونه ورکول.

په بله ژبه،  دغه خرافاتي عقاید، نه علمي او عقلي بنسټ لري او نه د تېرو پېغمبرانو له کتباونو نقلي بنست. یوازې د خپلو پلرونو او مشرانو ړوند تقلید دی چې خلک پرې روان دي. په داسې حال کې چې هیڅ عاقل او پوه انسان خپل افکار او عقاید د تقلید په اساس نه جوړوي، هغه هم له جاهله د جاهل تقلید.

درسونه: 

۱: افکار او عقاید باید د عقل یا وحي په بنیاد وي. هغه څه چې له عقل او وحي سره سمون نه خوري شرک او خرافات دي که څه هم د ټولنې د ادابو، رسومو او کلتور په توګه وپېژندل شي.

۲: باید خیال وساتو چې  د پلرونو د اثارو د ساتنې په پلمه، په ټولنه کې دود غلط سنتونه ترویج او تبلیغ نه کړو.

۳: هر ډول قومي، ملي، توکمي او ژبنیز تعصب چې د ړانده تقلید او بې  منطقه کړنو سبب شي، د قران له نظر رد دي.

پای.

 

 

 

 

ټیګونه