Dec 02, 2021 17:27 Asia/Kabul

درنو او محترمو اورېدونکو سلامونه مو ومنئ، په دې هیله چې تر دې دمه مو زمونږ خپرونې خوښې شوې وي د خدای تعالی په فضل د زخرف د مبارکې سورې دوه ویشتم ایت ته رسېدلې وو په ننني پروګرام کې غواړو د زخرف سورې له درې ویشتم  تر اته ویشتم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو.

په سر کې مو پام  راګرځوو د دغه سورې د درې ویشتم ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَکَذَلِکَ مَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِکَ فِی قَرْیَةٍ مِّن نَّذِیرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّقْتَدُونَ»

 او همداسې مونږ له تا نه مخكې په كوم كلي كې هېڅ یو وېروونكى نه دى لېږلى مګر د هغه كلي متكبره مالدارو به وویل: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوه لاره (طريقه) موندلي دي او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو اقتدا كوونكي یو

  په تېره برخه کې  د بت پرستۍ او شرک لپاره د مکې د مشرکانو دلیل د پلرونو تقلید و. دا ایت د اسلام پېغمبر ته په خطاب کې فرمایي: هغه څه چې د مکې مشرکان یې وایي یوازې د هغوي خبره نه ده ، تر تا  مخکې چې کوم پېغمبران راغلې وو هغوي هم له داسې کسانو سره مخ وو چې کله  به یې له بت پرستۍ او شرکه منعې کول نو  د  خپل پېغمبر په خبرو کې د فکر او سوچ په ځای به یې هغوي ته ویل: مونږغواړو د خپلو پلرونو لاره جاري وساتو او دهغوي له دینه لاس نه اخلو.

هغه مهم ټکی چې دغه ایت ورته اشاره کوي د پېغمبرانو په مخالفت کې د مستو او مغرورو شتمنو کسانو او د قام د مشرانو رول دی. د پېغمبرانو مخالف مشرانو اکثره، قدرتمن  شتمن او متکبر کسان پاتې شوې دي چې د طاقت، مال او شهرت په وجه یې د خلکو په مینځ کې یو پوزیشن او مقام لاسته راوړی و او خلکو به ورسره د ویرې یا لالچ له مخې ملګرتیا کوله. هغوي پوهېدل چې د پېغمبرانو په پاڅون سره  د هغوي د خپل سرۍ او ظلم دوران پای ته رسیږي او مظلوم خلک د هغوي له منګولو ژغوریږي.

نن هم د نړۍ په مخ د طاقت او مال خاوندان له هغو ټولو تبلیغاتي او رسنیز وسایل په استفادې سره چې په لاس کې یې لري،  خلک غولوي او پرې باسي یې  په داسې حال کې چې په دنیا کې زیاتره فسادونه او تباهۍ د همدغه ظالمو تیري ګرو په وجه دي. که څوک د هغوي د خوښې په خلاف یو کار وکړي نو په سخته یې ځپي  چې له خپلې لارې یې وغړوي.

درسونه:

۱: د پلرونو دین او  له تېرو خلکو پاتې فکري او تمدني اثار باید  د ننني نسل د تفکر او سوچ  کولو مخه ونه نیسی بلکې باید پکې بیا کتنه وکړي کېدی شي مشران   په غلطه لاره  تللې وي او پېروي یې مونږهم  بې لارې کړي.

۲: ټولنه پوهو او زړه سواندو کسانو ته اړتیا لري چې خطرې وپېژني او په هکله یې خبرداری ورکړي، که څه هم ډېری خلک دغه خبرداریو ته پام نه کوي او ورسره مخالفت ته پاڅیږي.

۳: مال او طاقت که کنټرول نه شي د انسان د بې لارۍ او سرکښۍ سبب کیږي، له همدې امله د طاقت او مال خاوندان او  کوم کسان چې د خلکو په نزد مقام او شهرت لري ، د حق د لارې له رښتینو پېروانو سره مقابلې ته پاڅیږي.

 اوس د زخرف سورې څلورویشتم او پینځه ویشتم ایتونو ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُکُم بِأَهْدَى مِمَّا وَجَدتُّمْ عَلَیْهِ آبَاءَکُمْ  قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ کَافِرُونَ»، «فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ  فَانظُرْ کَیْفَ کَانَ عَاقِبَةُ الْمُکَذِّبِینَ»

 (دوى ته به د دوى نبي) وویل: او ایا  كه ما تاسو ته له هغې (لارې) نه زیاته سمه لاره راوړې وي چې تاسو په هغې باندې خپل پلرونه موندلي دي؟ دوى به ویل: بېشكه مونږ په هغه (دین) كفر كوونكي (مخالف) یو چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي يئ

نو مونږ له دوى نه انتقام واخيست، نو ته وګوره د تكذیب كوونكو انجام څنګه و

د هغو کسانو په ځواب کې چې ویل به یې:مونږ غواړو د خپلو پلرونو دین وساتو او یوازې دهغوي لارویان یوو، پېغمبرانو ویل: که تاسو ته داسې دین راوړم چې ستاسو تر پلرونو ښه وي او کامیابۍ ته مو ورسوي، بیا هم زمونږ دین نه منئ؟ ایا تاسو نه غواړئ چې سعادت ته ورسیږئ؟ نو هر یو مکتب او آیین چې تاسو زر او په ډاډ سره دغه هدف ته رسوي، ومنئ.

خو د خلکو جهل او ضد او ړوند تعصب سبب کېده چې بې له څه جاج  او بې له دې چې د رسول الله مبارک په وړاندیز غور وکړي،  بیا یې هم د خپلو پلرونو په  دین ټینګار کاوه او ویل به یې: ډاډه اوسه چې مونږ په تا ایمان نه راوړو، نو هسې ځان مه ستړې کوه او مونږ په دې خبرو مه ځوروه.

 په زړه پورې ده چې  پېغمبرانو سره له دې چې د خپلې لارې په حقانیت او د مشرکانو د دین په باطلوالي یې  یقین درلود، له هغوي سره په بحث کې نه ویل چې ، ولې تاسو په باطلې لارې روان یئ او د حق لاره نه منئ. بلکې د بې پلوه کسانو په توګه به یې ویل: راځئ زمونږ دین له خپل دین سره پرتله کړئ، وګورئ چې  ستاسو له نظره کوم یو هدایت ته زیات نزدې دی، بیا خپله لاره انتخاب کړئ.

د قران د بحث دغه طریقه،  مونږ له ضدي او کبرجنو کسانو سره  په بحث او د نظر په تبادله کې د ادب خیال ساتل ښیي او راښیي چې  د ایمان خاوندان له مخالفانو سره د بحث په وخت باید  د انصاف او ادب خیال وساتي. هغوي د مقابل لوري د باطل او غلط ګڼلو په ځای، باید خپله خبره په منطقي او مستدله توګه بیان کړي او له هغه وغواړي چې  په خپله فکر وکړي او هغه څه چې سم ګڼي انتخاب یې کړي.

 ایتونه په دوام کې فرمایي:  دغه ضد او له حق سره دښمني کار هغه ځای ته ورساوه چې هغه قام سرکښي وکړي او د خدای قهر پرې نازل شي، البته قران په مختلفو ایتونو کې د تېرو قامونو برخلیک ته اشاره کړې ده. د مثال به توګه ځینې یې په توپان، ځینې یې په ویجاړوونکي زلزلې او یو شمېر یې بیا په تندر او اسماني تالندې سره  ځپلې او له مینځه وړې دي.

درسونه : 

۱: د اسلام د معرفۍ او ورته د خلکو د بللو یوه لاره،  له نورو دینونو او مکتبونو سره د اسلام د تعلیمانو مقایسه ده. داسې پرتله چې د عقل او منطق په اساس وي.

۲: د ژوند د لارې په غوراوي کې باید د عقل او وحي لارې ته  پر دودونو ، رسمونو او د پلرونو پر عقایدو ترجیح ورکړو.

۳: هر ډول بې ځایه تعصب چې د ضد او  دښمنۍ سبب شي،  له انسانه د سم تشخیص طاقت اخلي او هغه  حقیقت ته له رسېدلو تموي.

 او د زخرف سورې له شپږ ویشتم تر اته ویشتم ایتونو ته غوږ شئ.

«وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِیمُ لِأَبِیهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِی بَرَاءٌ مِّمَّا تَعْبُدُونَ»، «إِلَّا الَّذِی فَطَرَنِی فَإِنَّهُ سَیَهْدِینِ»، «وَجَعَلَهَا کَلِمَةً بَاقِیَةً فِی عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»

 او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار او خپل قوم ته وویل: بېشكه زه له هغو (معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې عبادت كوئ

غیر له هغه ذات نه چې زه يې پیدا كړى یم، پس یقینًا هغه به ما ته خامخا هدایت وكړي

او هغه (ابراهیم) دغه ( د توحید كلمه) په خپل اولاد كې باقي پاتې كېدونكې وګرځوله، د دې لپاره چې راوګرځي

 دا ایتونه په لنډه توګه د حضرت ابراهیم علیه السلام کیسې ته اشاره کوي چې د مکې مشرکانو ته وویل:  تاسو چې ابراهیم  خپل نیکه ګڼئ، که غواړئ چې د خپلو پلرونو نیکونو په دین پاتې شئ نو ولې د ابراهیم پېروي نه کوئ چې  یو خدای  او توحید منونکی و.

ابراهیم هم کله چې  ولیدل چې سرپرست یې ازر او قام یې په شرک اخته شوی، له هغوي یې ډډه وکړه. هغه اعلان وکړ چې: زه یوازې د خپل یوازیني خالق عبادت کوم،له هغه غواړم چې ما سمې لارې ته هدایت کړي او پوهېږم چې هغه ما په خپل حال نه پرېږدي.

ابراهیم خپل ټول وس وکاروه چې د توحید کلمه د همېشه لپاره  په نړۍ کې باقي او ټینګه پاتې شي. نو  له شرک او بت پرستۍ سره د هغه مقابله او  توحید او یو خدای منلو ته یې بلنه، هغه دود و چې ابراهیم له ځانه په یاد پرېښود. له هغه وروسته راتلونکو پېغمبرانو هم دغه لارې ته دوام ورکړ او هغه یې پایداره وګرځوله.

درسونه :

۱: قامي، ګوندي او قبیلي ای پییلتیا باید زمونږ د ژوند د لارې او عقیدې په انتخاب کې منفي اثر ونه لري،  چې وکړی شو حق سم وپیژنو او پیروي یې وکړو.

۲: عقل حکم کوي چې  هغه خدای چې انسان یې پېدا کړی،  هغه په خپل حال پرې نه ږدي بلکې د عقل او وحي له لارې د هغه د  هدایت اسباب برابر کړي.

۳: هڅه پکار ده چې په ټولنې او کورنۍ کې د ښو او خوښو دودونو په جوړولو سره  د حق لاره ټینګه او قایمه وساتو.

 

 

ټیګونه