Jan 02, 2022 13:05 Asia/Kabul
  • په لودیځي آسیا کې په تیرې  اونۍ کې ځيني مهم بدلونونه

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې  د لویدیځي آسیا د مهمو پيښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت  کې  یوو ، په پیل کې درته ځینو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او وبیا مو رابولوو ،د ځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته .  نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ . 

*/*/*/ 

دانتخاباتو  دنتیجو په اړه د عراق د فیډرل محکمې فیصله

*/*/*/ 

له عراقه د امریکا ئي پوځيانو د ویستلو اعلان

*/*/*/

  اوپه نیواکي ټاټوبو کې د صهونیسټ رژيم له جنګ وزیر سره د محمود عباس لیده کاته ، په تیرې اونۍ کې په لویدیځي آسیا سیمې کې ځيني مهمې پيښې وې ، نو اوس مو هم رابولو د ځینو پيښو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته */*/*/*/

    دعراق فیډرل محکمې د خپلې فیصلې د اعلان له دوه ځله ځنډولو وروسته،  نهایتا و ددسمبر په  اوویشتمه نیټه  خپل نهائي نظر اعلان کړ. دغه فیصله په دوو برخو مشتمله وه ،لومړۍ برخه ئې  په انتخاباتو کې د خلاف ورزیو  په منلو باندې اعتراف دی . دغې محکمې اعلان کړی، دانتخاباتو دنتیجو په جزئي اعلان کې د انتخاباتود لوړئې کمیشنرۍ اقدام،قانوني خلاف ورزي حسابیږي او دا چې په راتلونکو انتخاباتو کې د رایو شمیرنې ، باید په الیکټرانیکي توګه نه ،بلکې په لاسي  توګه ترسره شي . راتلونکی پارلیمان هم باید د  اوسنيو انتخاباتو قانون  اصلاح کړي .::: په حقیقت کې  محکمې په انتخاباتو کې درغلي منلې ده . دوهمه برخه هم د پارلیماني نتیجو د لغوه کولو لپاره دغوښتې  ردول وو. پر دې اساس ، دعراق دسیاسی ډلو ټپلو شکایت ونه منل شو او نتیجې ئې تائيد شوي دي .

 دا فیصله ، دعراقي ډلو له  غبرګون سره مخ شوې ده .  د الفتح  ائيتلاف رهبر هادي العامري وئيلي دي ، چې  د فیډرل  لوړې محکمې د فیصلې احترام کوي، البته العامري ،  دانتخاباتو په بهیر کې  ددرغلۍ اولاسوهنې  په باب د مخکینیو ادعاګانو په تکرارولوسره ،روښانه کړې ده ،چې فیډرل محکمې، د  :ډير زیات دباؤ له امله؛ د فیصلې صادرولو اقدام کړی دی . د قانون د حکومت ائيتلاف  مشر نوری المالکي ، د عراق دملی حکمت بهیر رهبر عمار الحکیم او همداراز د حقوقو غورځنګ هم اعلان کړی دی ، د محکمې د فیصلې احترام کوي . د کردستان ډيموکراټيک ګوند هم وئیلي دي ،د محکمې فیصلې ته داحترام په سترګه ګوري . د عراق د صدر بهیر مشر مقتداصدر  هم په یوه ټویټ کې لیکلي دي،  هیواد د مونږ پر اوږو  یو امانت دی ، له دې امله  د ختیځ او لویدیځي نه ،بلکې د ملی اکثریت دحکومت په جوړولو کې چټکتیا یوه ضروري چاره ده څو دغه حکومت  دعراق د ملت په خدمت کې خپلو دندو باندې عمل وکړي .مقتدا صدر  همداراز د قضائي محکمې  او دعراق د انتخاباتو په بریالیتوب کې د ګډون کونکو  او  او د ملي ډيموکراسۍ غورځنګ  مننه وکړه .ددغه هیواد دمظاهرو او پرلت وهنې  کمیټې  هم یوه اعلامیه صادره کړې ده  او د بغداد د شنې سیمې په  مقابل کې ئې پر اعتراض کونکو امظاهره چیانو غږ کړی ، چې خپلې غونډې دې ختمې کړي .

           د عراق د فیډرل محکمې  په وسیله د عراق د پارلیماني انتخاباتو په تائيدیدا سره،د سیاسی ډلو ټپلو ترمینځ سیاسی مشورې هم په لازیات جدیّت سره تعقیب شوي دي . په همدې لړ کې ، د مقتدی صدر  او دد شیعیانو د غږمله پلاوي  دمشرانو ترمینځ  غونډه هم په چارشنبې ورځې په نجف اشرف کې ترسره شوه . د عراق دصدر بهیر مشر مقتدا صدر د هادی العامري په مشرۍ د شیعیانو دسیاسی ډلو دغږمله کونکي چوکاټ  د پلاوي کوربه ؤ . په دغې ناستې کې  مختلفو لورو د عراق د راتلونکي حکومت د جوړیدا د لارو چارو  په باب خبرې وکړې . له دغې کتنې وروسته مقتدا صدر  په یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل ، د ختیځي او لویدیځي نه ،بلکې د یوه ملی اکثریتي حکومت  د جوړولو لپاره  هلې ځلې  روانې دي . 

د نوری مالکي په مشرۍ د عراق د قانون د حکومت ائيتلاف یوه مسئول مقام محمد رسول هم ووئيل،له مقتداصدر سره د عراق د شیعیانو دغږمله  چوکاټ  د مشرانو لیده کاته مثبت وو او په دغې کتنې کې ګډون کونکو  د هیواد پر جوړولو او  دعمومی ګټو ته په لومړیتوب ورکولو باندې تمرکز کړی ؤ . محمد رسول زیاته کړې ،  په راتلونکي کې به  له سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو سره  مختلف لیده کاته دوام ولري څو یولړ تفاهمونه ترلاسه شي . د عراق د قانون حکومت ائيتلاف غړي ووئيل، په راتلونک نهو ورځو کې به او د پارلیمان  له لومړنۍ غونډې ترسره کیدا مخکې به درستې چارې چمتوي  او د عراق د نوي حکومت جوړیدا  د سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو  د اکثریت په شتون سره  یوه موافقه ده .

Image Caption

 

        په عین حال کې د عراق ولسمشر برهم صالح  د پنجشنبې په ورځې په یوه فرمان کې  ددغه هیواد د نوي پارلیمان له استازو وغوښتل څو  خپله لومړنۍ غونډه دې د جنورۍ د میاشتې په نهمه نیټه  ،یعني لس ورځې وروسته ترسره کړي . دعراق رسندویو  دیوه سند په خپرولو سره وئیلي دي،په انتخاباتو کې بریالی شوی  محمود المشهداني به د راتلونکي پارلیمان تر ټولو زیات عمر لرونکی مشر وي او د پارلیمان لومړنۍ غونډه به د هغه په غاړه وي . ۷۲ کلن المشهداني ،د عزم او هوډ ائيتلاف څخه دی او په ۱۹۴۸ کال کې زیږیدلی دی او  له ۲۰۰۶ کاله تر ۲۰۰۹ کال پورې په مودې کې د عراق د پارلیمان په دوهم پړاؤ  کې ئې د پارلیمان  مشري په غاړه درلوده .

د عراق د اساسی قانون په اساس ، د پارلیمان لومړنۍ ناسته دهغه استازي په مشرۍ چې  د سن  له پلوه ترټولو زیات عمر لري ،ترسره کیږی . په دغې غونډې کې به  مشر او د هغه دوه مرستیالان وټاکل شي . د عراق د پارلیمان مشر باید ، دپارلیمان د مطلق اکثریّت  راي ،یعني  د پارلیمان  له نیمو غړو زیاتې رائ ترلاسه کړي .  په بله وینا ، په ۳۲۹څوکیو سره د پارلیمان لپاره لږترلږه  ۱۶۵ کسان باید هغه ته مثبته رایه ورکړي .

         د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي  ددسمبر په نهه ویشتمه نیټه  په یوه ټویټ کې ولیکل ، په هیواد کې د امریکا نړیوال ائيتلاف د ځواک پوځي ماموریّت پاي ته رسیدلی دی  او  د دوي درست ځواکونه او تجهیزات  له عراقه وتلي دي ؛ الکاظمي دغه راز وئيلي دي ،د سټراټژيکو خبرواترو د نتیجو په اساس،په عراق کې دائیتلافي ځواکونو رول،مشورې او سلاکارۍ او پشتیبانۍ ته محدود شوی دی .

له عراقه د امریکائی پوځيانو د وتلو اعلان ،ددغه هیواد په داخل کې له یولړ غبرګونو نو سره یو ځاي  ؤ .د عراق دحزب ا...غورځنګ دکنډکونو ویندوي محمد محیی وئيلی دي ،تردې دمه  له عراقه  هیڅ یو امریکائی عسکر وتل نه اعلان او نه هم تائيد شوي دي ، بلکې ددغو ځواکونو  ماموریت له جنګي بڼې په روزنیز او سلاکارۍ بڼه بدل شوی دی . او دا ،د عراق د پارلیمان په هغې مصوبې باندې په ښکاره سترګو پټول دي ، چې په اساس ئې باید  درست امریکائی عسکر دعراق له خاورې ووځي .

 د عراق دصدر بهیر مشر متقدی صدر هم د پنجشنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې له عراقه ، امریکائي پوځیانو پشمول  دبهرنیو جنګی ځواکونو د وتلو د په رسمیت پيژندنې لباره ، دولس شرطونه وټاکل . د پرَدَیو د ویستلو لپاره د له دوي سره د موافقې د ترلاسه کولو په خاطر ملګروملتو امنیت شورا ته د رسمي غوښتنې لیږل ، د بهرنیو عسکرو د پوځي مرکزونو خالی کول  او دعراق پوځ ته ئې سپارل ، د هر تخصص  د اړتیا په اساس د عراق په خاورې کې ددیره کسانو دشمیر مشخص کول ، دعراق هواي حریم ته داحترام په سترګه کتل ، په راتلونکي کې له عراقه دسلاکارانو پشمول د پرَدَیو  دشتون د پای د سریزو برابرول  او د امریکا د سفارت په داخل کې د  هرډول پوځي شتون ممنوعیّت  ، په دغو  شرطونو کې  شامل دي .

 له دې مخکې د امریکا : کاؤنټر ایکسټریمز ؛انټرنیټي سایټ  په یوه خبر کې وئيلي دي ، دوه زره څلور سوه امریکائی پوځیان به په عراق کې د ځاي ځواک د روزنې او سلاکارۍ په پلمې سره پاتې شي . ددغه امریکائي انټرنیټي سایټ په راپور کې ،چې المعلومه خبری سایټ  هم خپور کړی، راغلی دي ،له عراقه شمالی افریقا ته د خپلو یوشمیر سکرو د منتقلولو په باب د نړیوال ائيتلاف  له اعلان سره سره ، البته دوه زره څلور سوه امریکائي پوځیان به هماغه راز په عراق کې د مشورو  وړاندې کولو او د ځاي ځواکو د روزنې په پلمې سره پاتې وي .

 یروشلم پوسټ صهیونیسټي ورځپاڼې د نیواکي فلسطین  په روش هاعین ښار کې د صهیونیسټ رژيم د جنګ  له وزیر بنی ګانټس سره د هغه په کور کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو  مشر محمود عباس  دلیدوکاتو خبر ورکړی او وئیلی ئې دي،چې  امنیتی اواقتصادي مسئلې ددغې کتنې اوخبرواترو چورلیز ؤ . د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د ښاریزو د چارو وزیر حسین الشیخ هم د چارشنبې په سهار وختي په یولړ څرګندونو کې ويلی دي ، محمود عباس د سه شنبې په مازدیګر د اسرائيلو د نیواکګر رژيم د جنګ له وزیر بنی ګانټس سره  لیده کاته وکړل .دا په نیواکي ټاټوبو کې  د نوي کابینې  د جوړیدا له وخت راهسې  ددواړو لورو ترمینځ  دوهمه لیدنه ده.  دوه میاشتې مخکې هم دواړو لورو په رام ا... کې له یوه بل سره کتلي وو. همداراز دا له ۲۰۱۰ کاله راپه دې خوا دنیواکي ټاټوبو په داخل کې  له یوه صهیونیسټي چارواکي سره دهغه په کور کې د فلسطین د کورواکه  تشکیلاتو د مشر لومړنۍ کتنه وه .

Image Caption

 

ددغې کتنې په غبرګون کې،د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ  مشرانو دیوې اعلامیې په خپرولوسره وئيلي دي،دغه لیده کاته ،د کورواکه تشکیلاتو د ګوداګیتوب  هغه رول چې د خپلو ناکامیو او بحرانونو باندې د برغولي  دکیښودلو او  ورڅخه د وتلو لپاره،د فلسطین په آئيډیاؤ ، حقوقو او  ګټو ته با ند دګوزار  کولو ته حاضر دی ، ثابت کړ .ددغه غورځنګ په اعلامیې کې زیاته شوې ده ، د محمود عباس او ګانټس لیده کاته په داسې حال  کې ترسره شوي ، چې د فلسطین ملت د صهیونیسټ رژيم  دزوړ پال  لوري  له ترټولو سختو ترهه ګرو حملو سره  مخامخ شوی دی  او ددغه رژيم  نیواکګر پوځ د بني ګانټس په مستقیم دستور سره  دغه حملې اجرا کوي .

د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  ویندوي حازم قاسم  هم د چارشنبې په سهار ، دجنایتکار صهیونیسټي رژيم د جنګ له وزیر بني ګانټس سره د محمود عباس لیده کاته سخت محکوم کړل  . حازم قاسم پخپل ټویټر کې  د صهیونیسټ  رژيم   له جنګ وزیر بنی ګانټس سره د محمود عباس لیده کاته ، د انتفاضې په شا د خنجر ګوزار وبالۀ. د حماس غورځنګ ویندوي  ددې خبرې په کولو سره چې  دکورواکه تشکیلاتو د مشر دغه اقدام د فلسطین سیاسی درز لا ژوروي ، زیاته کړې ده ، دغه اقدام  د فلسطین حالات  لاپیچلي کوي،دسیمې ځيني لوري  چې  غواړي ،له  نیواکګرانو سره اړیکې عادي کړي ، نور هم هڅوي ،او د فلسطین دریځ چې د اړیکو عادي کول ردوي ، نوره هم کمزوری کوي.

***********************

 خوږو دوستانو په تیرې اونۍ کې د لویدیځي  آ سیا د ځینو مهمو پيښو په اړه د اونیز پروګرام وخت  هم همدومره ؤ نو له دې مخکې  چې تر بل مطلب پورې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې زمونږ د تهران ریډیو د پښتو خپرونې د انټرنیټي سایټ ایډریس

PARSTODAY.COM/PS  هم درسره نوټ کړئ او له خپلو نورو ملګروا ودوستانو سره ئې هم شریک کړئ ، تاسو په زمونږ په دغې ویب پاڼې بانډې  تازه او وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه ،تبصرې،راپورونه او مرکې او دغه راز  نور سیاسی، اقتصادي ، ټولنیز ، سپورټي ، روغتیائي او کلتوري  مطلبونه او  شننې هم په ژوندۍ بڼه او هم په آرشیو کې آوریدلی شئ  او همداراز د تاسو په  ښوښو لیکنو،شعرونو، غږیزو پیغامونو،خطرونو او پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ ، نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، سرلوړی او سوکاله  ژوند ولري .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************************** 

 

ټیګونه