Jan 15, 2022 16:37 Asia/Kabul
  • د  تاریخ پاڼه 

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې څلورویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳  هجری قمری کال د جمادی الثاني  د میاشتې له ۱۱ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له ۱۴ نیټی سره برابره ده

۱۴۷  کاله پخوا، د اتلس سوه پینځه اویایم میلادی کال د جنورۍ په څوارلسمه نیټه، آلبرټ شویټزر د فرانسې په آلزاس ښار کښې وزیږید . شویټزر چې موسیقی پوه او طبیب ؤ د طب په برخه کښې د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته افریقا ته ولاړ او په ګابن کښې یې روغتون جوړ کړ او د ژوند تر پایه یې خپل وخت د افریقا محرومو خلکو ته د مرستې رسونې او درملنې لپاره وقف کړ . له دغه انسان دوسته طبیب څخه ډیر شمیر آثار پاتې دی چې تر ټولو مهم یې ( دتمدن فلسفه ) او ( د زړو وختو د ځنګل تر څنګ)دی. آلبرټ شویټزر په نولس سوه دوه پنځوسم میلادی کال کښې د ناروغانو د خدمت د قدرونې له مخې د سولې د نړیوالې جایزې په ترلاسه کولو بریالئ شو . هغه په نولس سوه پینځه شپیتم میلادی کال کښې مړ شو.

۸۰  کاله پخوا، د نولس سوه دوه څلویښتم میلادی کال د جنورۍ په څوارلسمه نیټه، د مراکش په هیواد کښې د کازابلانکا تاریخی کنفرانس په همدې نومی بندر کښې جوړ شو . په دې کنفرانس کښې چې د دوهمې نړیوالې جګړې په لړ کښې جوړ شو، د امریکا جمهور رئیس روز ویلت او د انګلیستان لومړی وزیر چر چیل د متفقینو د دوو اصلی هیوادونو د مشرانو په توګه او د آزادی فرانسې څخه چارل ډوګل او د شوروی استازیو ګډون درلود . هغوئ په دې کنفرانس کښې د ایټالیا په سیسیل د حملې نقشه ، د امریکا له خوا د متحدو هیوادونو د جبهو بمبارول او یو شمیر نور مسایل وڅیړل . د دغه کنفرانس په پائ کښې چې لس ورځې یې دوام درلود، د ګډون کوونکو هیوادونو استازو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په هغې کښې یې د متحدو هیوادونو د بې شرطه تسلیمیدو تر وخته، جنګ ته پر ژمنتیا ټینګار کړئ ؤ .

۴۷  کاله پخوا، د دیارلس سوه درې پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، ستر حکیم او فقیه آیت ا... سید ابوالحسن رفیعی قزوینی وفات شو. آیت ا... ابوالحسن رفیعی قزوینی په دولس سوه اویایم هجری لمریز کال کښې په قزوین کښې وزیږید او حوزوی درسونه یې په قزوین او تهران کښې تیر کړل. هغه په تهران کښې د نامتو عالمانو له محضره استفاده وکړه او په معقولو او منقولو علومو کښې یې لوړې درجې ترلاسه کړې. قم ته د آیت ا... شیخ عبدالکریم حائری یزدی له داخلیدا وروسته، هغه هم دغه ښار ته ولاړ او تدریس او تالیف ته یې مخه کړه. آیت ا... رفیعی له هغو نادرو کسانو څخه دی چې عقلی او نقلی علوم یې ډیر ښه زده کړل او د کمال لوړې درجې یې ترلاسه کړې. له سید ابوالحسن رفیعی قزوینی څخه ګڼ شمیر آثار په

۳۱ کاله پخوا، د نولس سوه یو نوېم میلادی کال د جنورۍ په څوارلسمه نیټه، د صهیونیسټی رژیم د جاسوسی شبکې موساد مامورانو په یوه له جنایته ډک اقدام کښې د فلسطین د آزادی بخښونکی سازمان یا P.L.O یو لوړپوړی چارواکئ صلاح خلف چې په ابو ایاد مشهور ؤ له دوو تنو نورو چارواکو سره یو ځائ په تونس کښې ترور کړ.

صلاح خلف د مرکزی کمیټی غړئ او د فلسطین د آزادی بخښونکی سازمان د مهمې ډلې ،فتح غورځنګ امنیتی مسئول ؤ . د دغه سازمان د څو تنو لوړ پوړو چارواکو ترور هغه هم د تونس په شان د یو خپلواک هیواد د ځمکنئ بشپړتیا او ملی حاکمیت په ماتولو سره دا وښودله چې صهیونیستی رژیم د خپلو مخالفینو د له مینځه وړلو لپاره هیڅ کوم نړیوال قانون ته پابند نه دئ. ځکه دغه رژیم په ځلونو د فلسطینی او لبنانی مخالفو ډلو مشران په نورو هیوادونو کښې ترور کړی دی . خو له دې سره سره څه وخت وروسته د فلسطین د آزادی بخښونکی سازمان سازبازو مشرانو په نولس سوه یو نوېم میلادی کال کښې د قدس له ښکیلاکګر رژیم سره د تش په نامه سولې خبرې اترې پیل کړې .

۲۷  کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، یو ایرانی اوسمهاله شاعر او څیړاند عبدالوهاب وصال شیرازی وفات شو. په نورانی مشهور د قاجار پړاؤ د مشهور شاعر د وصال شیرازی لمسئ عبدالوهاب وصال شیرازی په دیارلس سوه دوهم لمریز کال کښې وزیږید. هغه په شیراز کښې د مقدماتی زده کړو د پړاؤ له تیرولو وروسته تهران ته راغئ او د فارسی ژبی او ادبیاتو ډکټرا یې ترلاسه کړه. هغه له هغه وروسته د شیراز پوهنتون د فارسی ژبی او ادبیاتو په څانګه کښې تدریس ته مخه کړه او له همدې علمی مرکزه د استادئ په درجې سره متقاعد شو. د وصال له ټولو ادبی فعالیتونو د کلاسیک متنونو سمون او لمن لیکنه ده چې تصحیح مصیبت نامه عطار، هزار مزار او نواید السلوک ته اشاره کولائ شو. وصال شیرازی تر دیرشو کالو زیات د فارسی ادب د انجمن غړئ ؤ او د فارس د علمی مرکز په غونډو کښې یې دوامداره ګډون درلود. هغه بالاخره په یو اویا کلنۍ کښې وفات شو.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه