Jan 23, 2022 15:56 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتوار ورځ، یا یکشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې دریمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۲۰ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جنورۍ له درویشتمې نیټی سره برابره ده.

۱۴۵۱ کاله پخوا له هجرته  اته کاله مخکې د جمادی الثانی یا څلورمې خور د میاشتې  په شلمه نېټه په همداسي یوه ورځ د خدای د ګران رسول (ص) قدرمنې لور او د جنت د سردارې حضرت بی بی فاطمه زهرا (س دنیا ته تشریف راوړۀ.دغه قدرمنه بی بی له ماشومتوبه د وحی په کور کښې او د خپل ګران پلار حضرت محمد مصطفی (ص) د لارښونو په سیوری کښې د علم، کمال او فضیلت لوړو درجو ته ورسېده.

دغې قدرمنې مېرمن همدارنګ د نړۍ د شیعه مسلمانانو د وړومبنی امام حضرت علی (ع) د کور له مینې او خلوص نه په ډک چاپېریال کښې د ښځولۍ او مورولۍ دندې په ډېرې اعلی طریقې سره ترسره کړې او د امام حسن، امام حسېن او بی بی زېنب علیهم السلام په شان هستیو ته یې په خپله پاکه لمنه کښې تربیت ورکړ.همدارنګه حضرت زهرا س د خپلو ټولنیز چارو د مسئولیتونو په ترسره کولو کې د حق له حریم په دفاع کولو کې پاتې را نه غله تر څو چې د پیغمبر اکرم ص له رحلته ورسته د هجرت په یوولسم کال کې په داسي حال کې چې داسلام له صیحی او اصلي لارې د ټولنې له انحراف څخه زوریدلې او اندیښمنه وه د الله تعالی دیدار ته لاره .

د دې  لپاره چې دغه عزتمنه بی بی د ژوند په ټولو اړخونو کښې د نړۍ د ښځو لپاره یوه بهترینه نمونه او بیلګه ګڼل کیږی د میلاد نېکمرغه ورځ یې د ښځي  او د مور د ورځې په توګه نومولې شوې ده او په دې ورځ د ښځو په تېره بیا د مائندو د مقام قدرونه او ستائېنه کیږی.د حضرت فاطمه زهرا س د نیکمرغې زوکړې په مناسبت  د مبارکۍ په ویلو سره د پیغمبر په جومات کې د هغې بی بی د خطبې څخه یوه برخه تاسو ته وړاندي کوو چې فرمایلې : خدایتعالی ایمان له شرک څخه  ستاسو د تطهیر وسیله او لمونځ يې له تکبره ستاسود پاکوالي  وسیله و ګرځوله او له موږ ( یعني د اهلبیتو)اطاعت  يې  د دین نظام ( د دین د ټینګښت لامل) او زموږمشري او امامت يې د تیت پرکوالي مخنونکی او زموږ دوستي یې د اسلام دعزت ذریعه وګرځوله .  

۱۲۳ کاله مخکې د ۱۳۲۰ هجري قمري د جمادی الثاني د میاشتې په ۲۰ نیټه د ایران د اسلامي انقلاب عظیم الشان مشر حضرت امام خمیني ره په خمین کې وزیږید . په امام خمیني مشهور حضرت ایت ا... العظمی سید روح الله موسوي خمیني د ۱۳۲۰ هجري قمري کال د جمادی الثاني په ۲۰ نیټه ، د ۱۲۸۱ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې له لومړې نیټې چې د حضرت فاطمه زهرا س د نیکمرغې زوکړې د کلیزي  سره سمون خوړه دغې دنیا ته سترګې رڼې کړې. د دغه ماشوم پلار سید مصطفی موسوي او مور یې میرمن  هاجر احمدي  دي . په ماشومتوب کې خپل پلارله لاسه ورکړ د امام  خمیني محترم پلار سید مصطفی چې له  بانفوذومبارزو روحانیونوڅخه و چې د جعفر قلي خان او رضا قلي سلطان خمیني چې د سیمې د اشرارو څخه په لاس شهید کړای شو.  

امام خمیني يو څه ورسته پخپل زیږنځای یعني خمین کې ابتدايې زدکړې پیل او ورسته بیا په اراک کې د شیخ عبدالکریم حائري محضر ته ورغی او ډیر کلونه  يې زدکړې وکړې . د قم ښار د علمیه حوزې له  جوړولو ورسته له خپل استاد سره هغه ښار لاړ. د ایت ا...العظمی بروجردي له وفاته  پس امام خمیني ره خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړل او د پهلوي لړۍ د باچاه په وړاندي د یوسخت دښمن په توګه ودرید. حاکم رژیم هغه ترکیې ته تبعید او جلاوطن کړچې په پای کې پس له ۱۵کالو  جلاوطنۍ ورسته د ۱۳۵۷ (۱۹۷۹) د سلواغې د میاشتې په ۱۲ نیټه تهران راغی او د ایران د اسلامي انقلاب مشري چې بیشکه په نړۍ کې له مهمو انقلابونو دي په غاړه وا خیسته چې ۱۱ورځې ورسته یعني د سلواغې په ۲۲ نیټه بریالیتوب ته ورسیدهء. امام خمیني د خدای تعالی په لاره کې د یوه عمره مجاهدته ورسته بلاخره د ۱۳۶۸ هجري لمریز کال د غبرګولې دمیاشتې په ۱۴ نیټه له دې دنیا لار او وفات شو.

۷۲ کاله پخوا، د نولس سوه پنځوسم میلادی کال د جنورۍ په درویشتمه نیټه، د(کنسټ) په نوم د صهیونیسټ رژیم پارلیمان د مسلمانانو لومړنی قبله بیت المقدس د دغه رژیم د پلازمینې په توګه اعلان کړه. د قدس د نیواکګر رژیم د پارلیمان دغې فیصلې چې په نیواکی فلسطین کښې د دغه رژیم له جوړیدا دوه کاله وروسته غوره شوه، د عربانو او مسلمانانوقهر راوپاروه. د دې باوجود د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو او دغه ښار ته د خپلې سفارتخانې د وربدلولو لپاره د نورو هیوادونو د رضایت د حاصلولو په خاطر د دغه رژیم هڅو څه د پام وړ نتیجه ونه لرله او تل ابیب تر اوسه د نیواکی فلسطین د پلازمینې په توګه پیژندل کیږی.

۴۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دریمه نیټه، د ایران له مبارزو روحانیانو یوې ټولنې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشری حقوقو کمیشن ته په یوه لیک کښې، د مدنونو د آزادۍ او د سیاسی زندانیانو د آزادۍ غوښتونکی شول. دغه لیک په داسې حال کښې خپور شو چې د ایران اسلامی انقلاب تازه یوې نوی مرحلې ته داخل شوې ؤ. ایرانی روحانیانو د خپل لیک په ځینو برخو کښې راوستی : په داسې شرایطو کښې چې د نړۍ بی وزلې ولسونه یو په بل پسې خپله خپلواکی ترلاسه کوی او د اسارت او غلامۍ زنځیرونه شلوی، د ایران د شریف ولس حقوق د پهلوی د شرمناکې لړۍ د سپیرو موخو قربانی کیږی او هره ورځ زمونږ د ولس لاسونه او پښې د اسارت او غلامۍ په زنځیرونو لا تړلی دی. هغوئ همداراز د امام خمینی (رح) جلاوطنی، د مجاهدینو زندانی کول او د آیت ا... خامنه ای په شان د ځینو لوړ رتبه روحانیانو جلاوطنۍ و غندله. ایرانی روحانیانو د ملګرو ملتونو د سازمان د بشری حقوقو کمیشن ته د خپل لیک په وروستیو کښې ، د امام خمینی (رح) او نورو روحانیانو د جلاوطنۍ د ختمیدا، د سیاسی زندانیانو د آزادیدا او د بیان، قلم او ټولنو د آزادۍ غوښتونکی شول. البته همهغه راز چې هیله کیده، دغه کمیشن د باچا د رژیم لخوا د ایران د خلکو پر حقوقو د پراخه تیری د مخنیوی لپاره کوم ځانګړئ اقدام و نه کړ.

او له ننه ۴۳  کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دریمه نیټه، ایران ته د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر د حضرت امام خمینی(رح) د راستانیدا په اړه د فیصلې له څرګندیدا وروسته د ( کمیته استقبال از امام) تر عنوان لاندې یوه غونډه جوړه شوه. په دغه کمیته کښې له بیلابیلو انقلابی ډلو او ګوندونو پنځوس زره غړی شامل وو. د کمیتی اصلی ماموریت د امام هرکلی، د هغه د ځان ساتل، نظم رامینځته کول او وطن ته د امام خمینی د راستانیدا په مراسمو کښې د امنیت او ثبات ټینګول وو. له امام څخه د هرکلی کمیتی په مناسب نظم سره د تهران او د نورو ښارونو د کابو پینځه ملیونه هرکلی کونکو د کوربه توب په موخه خپله وظیفه په ښه توګه ترسره کړه او د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکښې او وروسته هم د انقلاب د ساتنې او دوام لپاره د انقلابی ارګانونو کمیټې جوړې کړې.

همداراز په دې ورځ کښې پوځی او پولیسی ځواکونه د قم له مذهبی ښاره ووتل او د خلکو په کنټرول کښې راغئ.

 

 

ټیګونه