Jan 29, 2022 15:06 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې نهمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې له ۲۶ او د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له نهه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

۱۴۳۵ کاله  پخوا، د اتم هجری قمری کال په جمادی الثانی میاشت کښې، د ذات السلاسل جنګ د مسلمانانو په بریالیتوب سره پائ ته ورسید. د دغه جنګ د رامینځته کیدا علت پر مدینې منورې د برید کولو لپاره د یوې ډلې مشرکانو برابریدل وو. له دې خبره د پیغمبراکرم (ص) په خبریدا پسې هغه مبارک د یوه مهاجر تر قومندانۍ لاندې یو شمیر مسلمانان له دښمن سره د مقابلې لپاره واستول، خو دغه ډله وروسته له دې چې د دښمن له پوځی امکاناتو خبره شوه نو بیرته ستنه شوه. پیغمبر اکرم (ص) یو بل کس په دغه ماموریت واستاوه، هغه هم د پخوانی قومندان په شان له کافرانو سره په مقابلې کښې پاتې راغئ او د ستنیدا په وخت یې د دښمن د ځواکمنتیا خبر راوړ. بالاخره رسول اکرم (ص) حضرت امام علی (ع) ته له دښمن سره د مقابلې ماموریت ورکړ. حضرت امام علی (ع) د غافلګیری له اصله په استفادې سره پر دښمن حمله وکړه او هغوئ یې تیت پرک کړل او په بریالیتوب سره مدینې ته ستون شو. پیغمبراکرم (ص) د حضرت امام علی (ع) په بریالیتوب دومره خوشحاله شوچې د اسلام د لښکر د ستنیدا په وخت پخپله د هغوئ هرکلی ته ولاړ. ډیرو سیرت لیکونکو او مورخانو د عادیات سورې نزول د همدغه مهم او بریالی جنګ په اړه ګڼلی دی.

 

۶۱۷  کاله پخوا، د اته سوه شپږویشتم هجری قمری کال د جمادی الثانی په شپږویشتمه نیټه، دعراق په نجف ښار کښې یو مسلمان عالم او فقیه شیخ جمال الدین مقداد حلی اسدی وفات شو. دهغه د زیږیدا د ورځ په اړه معلومات نه دی ترلاسه شوی خو مسلمه ده چې په عراق کښې د حله اوسیدونکی ؤ. هغه په عالمانو کښې د فاضل مقداد په نوم مشهور ؤ او د محمد بن مکی له نامتو شاګردانو او تربیت شوی کسانو ګڼل کیده. هغه د خپل استاد په بشپړ او فقهی اصولو تفسیر کښې ګڼ شمیر کتابونه ولیکل. له فاضل مقداده ډیر اثار په یادګار پاتې دی چې پکښې (آداب حج) او (آیات الاحکام) ته اشاره کولئ شو.

 

۱۰۱ کاله پخوا، د نولس سوه یویشتم میلادی کال د جنورۍ په نهه ویشتمه نیټه، د مکې دشریف حسین بن علی زوی، لومړی ملک فیصل، د انګلیستان په زمینې جوړونې سره د عراق باچاهۍ ته غوره شو.

انګلیستان په لومړی نړیوال جنګ کښې د مکې شریف سره ژمنه کړې وه چې د عثمانی امپراتورۍ پرضد چې له جرمنی سره متحد ؤ، د هغه د پاڅون په بدل کښې به هغه د عربستان باچاهۍ ته ورسوی.

خو لندن د خپلې ژمنې پرخلاف، د عربستان د باچاهۍ لپاره له عبدالعزیز بن سعوده ملاتړ وکړ

د انګلیستان حکومت د شریف حسین د زړه صبرولو لپاره، د هغه زوئ، فیصل د سوریې باچا کړ.

خو فرانسې چې د سوریې سرپرستی یې پر غاړه درلوده، له دې کار سره مخالفت وکړ ا و فیصل یې له سوریې و باسه.

 

په نتیجه کښې لندن، فیصل د عراق باچاهۍ ته چې د بریتانیا تر ښکیلاک او سرپرستۍ لاندې ؤ، غوره کړ او هغه تر نولس سوه درې دیرشم میلادی کاله پورې چې مړ شو، د بریتانیا له ښکیلاکی سیاسته ملاتړ وکړ.

 

۹۶ کاله مخکې د ۱۹۲۶ میلادي کال د جنورۍ په نهه ویشتمه نیټه، د پاکستان یو نامتو فیزیک پوه پروفیسر محمد عبدالسلام د دغه هیواد په ختیځ کښې د پنجاب په یوې مذهبی کورنۍ کښې وزیږید. ډیر زر د هغه نبوغ ښکاره شو، په څوارلس کلنۍ کښې یې د پنجاب پوهنتون ته لاره ومونده او شل کلن ؤ چې د ماسټری ډګرۍ له ترلاسه کولو وروسته د انګلستان کیمبرج پوهنتون ته ولاړ. عبدالسلام په هغه ځائ کښې د فیزیک او ریاضۍ په څانګو کښې د لیسانس له اخیستلو وروسته، په نولس سوه یو پنځوسم میلادی کال کښې د فیزیک په څانګه کښې خپله تخصصی ډکټرا هم ترسره کړه او د ایډمز جایزې په ترلاسه کولو بریالئ شو. دغه پاکستانئ پوه په همهغه کال کښې خپل هیواد ته ستون شو او په تدریس بوخت شو، خو د تحقیقاتی امکاناتو کمښت د دې سبب شو چې انګلستان ته ستون شی. هغه په نولس سوه څلور شپیتم میلادی کال کښې پراختیا په حال کښې هیوادونو له محققینو څخه د ملاتړ په موخه په نولس سوه څلور شپیتم کاله کښې په ایټالیا کښې د نظری فیزیک د تحقیقاتی مرکز ایی- سی-ټی- پی بنسټ کیښود او تر نولس سوه درې نوېم میلادی کاله یې د هغه مشری پر غاړه درلوده. پروفیسر عبدالسلام همداراز په نولس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې سره له دوو نورو څیړاندو، د اسلامی نړۍ د لومړی پوه په توګه د فیزیک د نوبل جایزې په ترلاسه کولو بریالئ شو. هغه همداراز له نولس سوه یو شپیتم تر نولس سوه څلور اویایم میلادی کاله د پاکستان د اولسمشر علمی سلاکار ؤ. محمد عبدالسلام د خپل عمر په اوږدو کښې پر ګڼ شمیرو اکتشافاتو لاس پورې کړ او بالاخره په نولس سوه شپږ نوېم میلادی کال کښې وفات شو.

 

۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په نهمه نیټه، ایران ته د امام خمینی (رح) د تګ د مخنیوی له امله پر باچا رژیم په اعتراض کښې د تهران په جومات کښې د ایران د نامتو روحانیونو په پرلتۍ کښې دغه جومات ته د تهران د خلکو ډېرې ډلې روانې شوې.

د ایران په نورو ښارونو کښې هم معترضو خلکو چې د الله اکبر، خمینی رهبر شعارونه یې ورکول، هیواد ته د حضرت امام خمینی (رح) د راتلو او د باچا د ظالم رژیم د نسکوریدو غوښتونکی شول.

په دې وخت کښې د باچا پوځی مامورینو یوځل بیا د تهران د خلکو د تیت پرک کولو لپاره عمل وکړ.

په دې نښتو کښې د ایران ګڼ شمیر مبارز او مسلمان خلک شهیدان او ټپیان شول.

 

او له ننه ۱۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اتیایم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په نهمه نیټه، مشهور عارف او د اخلاقو استاد محمد اسماعیل دولابی وفات شو. هغه په دولس سوه دوه اتیایم هجری لمریز کال کښې د تهران له خوا او شا په دولاب کلی کښې وزیږید. په ځوانۍ کښې یې بزګرۍ ته مخه کړه او له دې سره په یو وخت یې د دینی علومو او د سیر او سلوک زده کولو ته مخه کړه او په دې لړ کښې یې د لویو استادانو له محضره استفاده وکړه. استاد دولابی د پیغمبر اکرم (ص) له اهل بیتو سره پریمانه مینه درلوده او په خپلو وعظ او ویناوو کښې یې خلکو ته زیاتره د مینی او مهربانۍ روده وړاندې کوله. هغه تر لسګونو کلونو پورې اخلاقی او عرفانی غونډې درلودلې، خو دغه موضوګانې یې په ډیره ساده او عامه توګه بیانولې. د حاج اسماعیل دولابی د زوئ په هڅو سره، د (طوبای محبت) په نوم په شپږو ټوکو کښې د هغه د موعظو او پندونو ټولګه راغونډه کړئ شوې ده. همداراز په همدې زمینه کښې د (مصباح الهدی) په نوم یو بل کتاب هم تالیف شوې ده.

 

 

ټیګونه