Feb 13, 2022 16:58 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۴۰۰-۱۱-۲۳

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو او نېکو هيلو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې د دې هفتې له مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. د تېرو هفتو په شان وړومبے د دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونو او بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به څو تحليلي رپوټونه درته وړاندې کړوو نو ښه ده پام ورته وکړئ.

په سر کښې د ډېرو مهمو خبرونو سرليکونو ته پام وکړئ:

سوئيزلېنډ ته د طالبانو حکومتي پلاوي تګ، د طالبانو د وزيراعظم له سياسي مرستيال سره د يو شمېر شيعه عالمانو او نفوذ لرونکو شخصيتونو کتنه، په افغانستان کښې د پاکستان د طالبانو د تحريک د مشرانو د شتون په باره کښې د پاکستان دريځ، په افغانستان کښې د صلحې په رامنځته کېدو باندې د عمران خان تاکيد، د افغانستان د ثبات لپاره د عدل او انصاف د شتون د ضرورت باره کښې د افغانستان د شيعه علماؤد شورا دريځ، په افغانستان کښې د ترهه ګرو د فعاليت د نه محدودولو په باره کښې د طالبانو په حکومت د ملګرو ملتو نيوکه، د افغانستان له شمالي سيمو سره د ايران د بشردوستانه مرستو دوام، د امريکې لخوا د افغانستان د شتمنيو د بلاک کولو په خلاف د زابل د خلقو مظاهرې، د افغانستان د ګاونډيانو د غونډې د کوربه توب لپاره د چين چمتووالے، د افغانستان د طالبانو په خلاف د نوے فوځي محاذ اعلان، د پاکستان د کورنيو چارو د وزير د څرګندونو په اړه د طالبانو غبرګون، عراق ته د پاکستان د سمندري ځواک د قوماندان سفر او د افغانستان د شتمنيو د بلاک کولو د نتائجو په اړه د پاکستان خبردارے په تېره هفته کښې د افغانستان او پادکستان ډېرو مهم خبرونه او بدلونونه وو.

د طالبانو د ډلې د تصفيې کمېشن د مسئول په مشرۍ د دغې ډلې يو پلاوے د سوئيزرلېند له چارواکو او غېرسرکاري تنظيمونو سره د خبرو اترو لپاره دغه هېواد ته لاړ.

د سوئيزلېنډ د خارجه وزارت وياند په دې باره کښې وويل: دغه پلاوي د بندو دروازو شا ته له سرۀ صليب او نورو غېر سرکاري تنظيمونو او ادارو سره بشردوستانه مرستو ته د ضروتمنو د لاسرسائۍ ، امدادګرانو څخه حفاظت او د بشري حقوقو د احترام په باره کښې خبرې اترې وکړې.

په افغانستان کښې د طالبانو د واکمنۍ له رسميت پېژندنې څخه د نړيوالې ټولنې په ډډې کولو سره دغې ډلې په دغه هېواد کښې د خپل  حکومت دوام د افغانستان د خلقو وړومبنيو خوراکي، درمليز او روغتيائي ضرورتونو له پوره کولو سره مشروط بولي او په همدې وجه ده چې په دې وروستيو هفتو کښې د طالبانو د حکومت چارواکي له مخکې نه زيات د مختلفو سيمه ايزو او نړيوالو ادارو او د مختلفو هېوادونو لخا د افغانستان له خلقو سره د بشردوستانه مرستو په ضرورت باندې تاکيد لري.

په افغانستان کښې د لوږې او قحطۍ له کبله د ميلينونو کسانو په تېره بيا د ماشومانو ژوند له خطر سره د مخامخېدنې په باره کښې ګڼ شمېر خبرداري د دې سبب شول چې د طالبانو په حکومت باندې د کورنيو او بهرنيو عامه افکارو دباؤنه لا زيات شي.

د طالبانو چارواکي ښۀ پوهيږي چې که د افغانستان د خلقو وړومبنيو ضرورتونه په فوريتوګه پوره نه کړې شي نو کېدې شي په دغه هېواد کښې په موجودو بحرانونو باندې کورنے شورش هم ورزيات شي چې د طالبانو لپاره به چې واکمني په اختيار کښې لري حالات ډېر پېچلي او سخت کړي.

په داسې حالاتو کښې د طالبانو حکومت  چې په افغانستان کښې د دغې ډلې د واکمنۍ په رسميت پېژندنې لپاره د نړيوالې ټولنې د راضي کولو لپاره هلې ځلې تروسه ناکامه دي،  د بشردوستانه مرستو د جلبولو پاليسي خپله ترجيح ګرځولې ده چې د لوږې د بحران له کمېدو نه پس په راتلونکو وختونو کښې وکړې شي د دوو يا څو اړخيزو صلاح مشورو په قالب کښې د دغې ډلې په رسميت پېژندلو موضوع بيا مخ په وړاندې بوځي.

په همدې وجه د طالبانو د تصفيې د کمېشن د چارواکي په مشرۍ د طالبانو د حکومت يو پلاوے سوئيزلېنډ ته لار چې په بشردوستانه چارو کښې د مختلفو فعالو تنظيمونو له چاروکو او همدارنګ د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان له خلقو سره د فوري خوراکي، درمليزو او روغتيائي مرستو ورکولو ته راضي کړي.

که څه هم د ځينو لويديځو هېوادونو ترمېنځ دا نظر شته چې له افغانستان سره د هر ډول مرستې چې د طالبانو د حکومت چې د ټولو قامونو په مشارکت سره د پراخ بنسټه حکومت تشکيلولو او په دغه هېواد کښې د مختلفو پرګنو په خاصه د ښځو د حقوقو محترم ګڼلو ته تيار نه د بقا او دوام سبب کيږي دافغانستان د خلقو ګټې يو ډول له خطر سره مخامخ کړي.

په مقابل کښې دا نظريه هم موجوده ده چې پکار نه دے په افغانستان د طالبانو د حکومت د موجودګۍ په وجه چې په دغه هېواد کښې يې زياتې انفرادي او اجتماعي ازادۍ محدود کړې دي د افغانستان له خلقو سره چې د لوږې او فقر له نه تلافي کېدونکو خطراتو سره مخامخ دي بشردوستانه مرستې بندې کړي.

داسې ښکاري چې په سوئيزرلېنډ کښې د طالبانو پلاوي ونه کړې شول د خبرې اترې کؤنکو چارواکو نظر له افغانستان سره له زيات نه زياتو بشردوستانه مرستو لپاره  جلب کړي.

چين د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو د دريمې غونډې جوړولو لپاره خيل چمتووالے اعلان کړ.

د چين خارجه وزير وانګ يي د ايران له خارجه وزير حسېن امير  عبداللهيان سره په ټيلفوني تماس وويل: د افغانستان په اړه د ګاونډيانو دريمه غونډه د راتلونکې مياشتې په وروستيو وختونو کښې په بيجنګ کښې جوړيږي.

چين په داسې حالاتو کښې ځان د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو د دريمې غونډې د کوربه توب لپاره ځان چمتو کوي چې د طالبانو حکومت چې د ۲۰۲۱ کال اګست کښې يې يو ځل بيا په دغه هېواد کښې اقتدار په لاسو کښې اخېستے دے،په خپله رويه کښې څه بدلون نه دې پېدا کړے او هم هغه شان نړيواله ټولنه په افغانستان کښې د ټولو قامونو په مشارکت سره د يو پراخه بنسټه حکومت د بڼې نيونې په طمه ده.

د افغانستان د ګاونډي هېوادونو پ وړومبنۍ غونډه کښې چې د پاکستان په کوربه توب په آنلائن توګه اوشوه د چين، ايران، تاجېکستان، ترکمنستان او ازبکستان  اسازيو پکښې ګډون لرۀ او ګډونه کؤنکو په افغانستان کښې د قرارۍ د ټينګولو لارو چارو په باره کښې خپل خپل نظرونه بيان کړل.

د افغانستان د ګاونډي هېوادونو په دويمه غونډه کښې د ازبکستان، تاجېکستان، او پاکستن خارجه وزيرانو حضوري ګډون وکړ او د چين او روسيې خارجه وزيرانو آنلائن شتون لرۀ.

په تهران کښې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د غونډې په يولس ماده ايزې بيانيه کښې ګډون کؤنکو د ټولو قامونو له مشارکت سره د يو سياسي جوړښت بڼه نيونه د افغانستان د مسائلو يوازېنۍ حل لاره وبلله.

د ستمبر په اتمه په اسلام آباد کښې د افغانستان د ګاونډيانو د پرانېستې په غونډه کې او په  دويمه غونډه کښې چې د اکتوبر په ۲۷ نېټه د تهران په کوربه توب جوړه شوه په دې وجه چې د طالبانو حکومت په نړيواله سطح په رسميت نه دے پېژندل شوے استازيو يې شتون نه لرۀ.

البته د افغانستان د حالاتو په باره کښې د نړيوالو غونډو په دوام کښې د تېر ۲۰۲۱ کال د دسمبرپه نولسمه نېټه پاکستان د اسلامي تعاون د تنظيم  غړيو هېوادونو  خارجه وزيرانو کوربه ؤ چې د طالبانو د خارجه وزير امير خان متقي په مشرۍ د دغې ډلې يو پلاوي پکښې شتون لرۀ.

په داسې حالاتو کښې چې چين به ټاکل شوې ده د افغانستان د ګاونډيانو د خارجه وزيرانو د دريمې غونډې کوربه وي، دا پوښتنه مطرح ده چې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د تشکيل او له افغان ولس سره د بشردوستانه مرستو د ضروري لپاره په دغه غونډه کښې د ګډون کؤنکو د تاکيد باوجود ولې طالبانو د نړيوالې اعتماد جوړونې په لاره کښې څه ګام نه دے پورته کړې او په دې لړ کښې سيمه ايزو او نړيوالو پېغامونو ته څه پاملرنه نه کوي؟

دا نظر موجود دے چې د طالبانو حکومت چې په سر کښې په افغانستان کښې د اسلامي امارت په نامه د حکومت جوړولو سودا لري دې ته تيار نه دي چې په دغه هېواد کښې يو داسې پراخ بنسټه حکومت تشکيل کړي چې د افغانستان ټول قامونه پکښې شامل وي.

په افغانستان کښې د واکمنۍ له اصولو سره د طالبانو د حکومت د مخامخېدنې ډول چې يوازې د يو خاص تفکر په بنياد ټينګ شوے دے ښودنه کوي چې دغه ډله په اقتدار کښې له نورو قامونو سره شراکت ته تياره نه ده او لرې ښکاري چې په دې لړ کښې سيمه ايزې او نړيوالې غونډې وکړې شي طالبان په افغانستان کښې پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته راضي کړي.

د طالبانو د حکومت د يو پلاوي او د اروپائي هېوادونو او امريکې د استازيو په ګډون سره د اوسلو څه ورځې مخکې غونډه هم په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د تشکيل په اړه څه خاص نتيجه ترلاسه کولو نه بغېر ختمه شوه چې د غونډې وروستۍ بيانيه هم د طالب چارواکو له منفي غبرګون سره مخامخ شوه.

په داسې حالاتو کښې د افغانستان د ګاونډي هېوادوو د خارجه وزيرانو دريمه غونډه چې ټاکل شوې ده د چين په کوربه توب سره جوړه شي لرې ښکاري چې په پاکستان او ايران کښې له تېرو دوو غونډو څخه بل شان نتائجو ته اورسي او پکار دے نړيواله ټولنه داسې يوه لار پېدا کړي چې د هغې په بنياد طالبان په افغانستان کښې د جمهوريت په اصل باندې راضي کېدو سره  د پراخ بنسټه حکومت تشکيل په دغه هېواد کښې د دغې ډلې د واکمنۍپه رسميت پېژندنې يوازېنۍ لار وبولي.

د افغانستان د آزادۍ محاذ په نوم سره د طالبانو په خلاف يو فوځي محاذ خپل موجوديت اعلان کړ.

د افغانستان د آزادۍ محاذ په يو ويډيو کښئې اعلان وکړئ: د خبريالانو، پتمنو ښځو او معترضانو نيول او د ښځو حالت د هغوي د پاڅون ځينې دلائل دي. په دې وروستيو ورځو کښې د ښځو د حقوقو يو شمېر فعالان د افغانستان په مختلفو سيمو په خاصه توګه په پائتخت کابل کښې نيول شوي دي.

د افغانستان د آزادۍ محاذ ويلي چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت له محاذ سره څه ارتباط نه لري. د دغه محاذ او د هغه د مشرتابۀ په اړه له ازيات جزئيات په اختيار کښې نشته.

دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان د طالبانو اقتدار ته له رسېدو وروسته د هېواد په ځينو سيمو کښې د مقاومت د محاذ په نامه ډ ځينو ځواکونو او طالبانو ترمېنځ د تيت پرک نښتې رامنځته شوې.

د افغانستان د ازادۍ د محاذ د موجوديت اعلان چې په سوشل مېډيا کښې يې د يو ويډيو د خپرېدو له لارې ځان له طالبانو سره د مقابلې لپاره د يو محاذ په توګه معرفي کړے دے،د مختلفو ډلو، افرادو او تشکيلاتو لپاره په افغانستان کښې د محدوديتونو په رامنځته کولو  باندې د اصرار په صورت کښې د دغې ډأې په خلاف د ولسي بهېرونو د بڼه نيوې په اړه د طالبانو د حکومت لپاره يو خبردارے کېدې شي

طالبان چې په تېر اوړي کښې يې په افغانستان کښې بيا اقتدار په لاسو کښې واخېستۀ، په دغه هېواد کښې د انفرادي او اجتماعي ازاديو د احترام او د مختلفو پرګنو په خاصه توګه د ښځو د حقوقو محترم ګڼلود وعدې باوجود په اوسنيو حالاتو کښې په افغانستان کښې د بشري حقوقو کنونشنونو ته د نه پاملرنې په باره کښې په افغانستان کښې په طالبانو باندې اعتراضونه زيات شوي دي.

د افغانستان په داخل کښې د طالبانو د حکومتدارۍ له پروګرامونو سره د مخامخېدنې د څه رنګوالي په باره کښې چې د دغه هېواد د خلقو په باور له انفرادي او اجتماعي آزاديو، د ښځو له حقوقو او د رسنيو له آزادانه فعاليت سره په تضاد کښې دي دوه نظريات شتون لري.

وړومبۍ نظريه باوري ده چې پکار دے د افغانستان په داخل کښې په زياتې روڼ اندۍ او په صلح ايزه توګه آرامه مدني احتجاجونو په کولو سره د طالبانو له رويو او اقداماتو سره مقابل وکړې شي او په دې لار کښې د نړيوالې ټولنې له ملاتړونو څخه هم په حکومتدارۍ کښې د بنيادي بدلونونو د رامنځته کولو لپاره په طالبانو باندې په دباو راوړلو کښې د دغې په رسميت نه پېژندنې له لارې ګټه اوچته کړې شي.

دويمه نظريه هم د دې مسئلې په وړاندې کولو سره چې په افغانستان کښې د هر ډول مدني احتجاج د طالبانو په عقائدو او سياستونو کښې د بدلون سبب نه شي کېدې وائي، د افغانستان په اوسنيو حالاتو کښې د بدلون د رامنځته کېدو لپاره پکار دے له دغې ډلې سره فوځي مقابله اوشي چې له دې لارې په دغه هېواد کښې د عمومي افکارو له رضايت سره متناسبه فضاء بدله کړې شي.

په کابل باندې د طالبانو د تسلط په وړومبنيو ورځو کښې احمد مسعود او د هغه پلويانو د طالبانو په مقابل کښې د مقاومت په محاذ سره صفونه درست کړل او د شپږو مياشتو له تېرېدو وروسته د افغانستان د ازادۍ محاذ هم په دغه هېواد کښې د خپل موجوديت په اعلانولو سره په ظاهره ځان له طالبانو سره مقابلې ته اماده کړے دے، که څه هم د دغه محاذ د پروګرامونو جزئيات نه دي خپاره شوي.

دې ته په پام سره چې له تېر اوړي نه تراوسه د افغانستان د خلقو لپاره اقتصادي، اجتماعي او امنيتي حالات ورو ورو له مخکې نه زيات اندېښمنؤنکي شوي دي او د طالبانو حکومت هم نه دي کړې شي د خوړو او درملو په شان وړومبنيو ضرورتونو ته د خلقو د آسانۍ لاسرسائۍ په خاطر د هغوي لپاره ضروري اطمينان رامنځته کړي، په اوسنيو حالاتو کښې د طالبانو موقعيت د افغانستان د عامه افکارو ترمېنځ سخت کمزورے شوےدے.

دا احتمال شته چې په افغانستان کښې د لوږې او قحطۍ له خطر څخه د خلقو د ويرې زياتېدل  په دغه هېواد کښې د خلقو او طالبانو ترمېنځ د وسله والو نښتو  د بڼه نيونې سبب شي او حتی د خلقو ترمېنځ د ژوند او بقاء د دوام لپاره د کوشش په وجه ګډوډۍ زياتې شي.

-----------

 

ټیګونه