May 24, 2022 14:39 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ یا ۲ شنبه، د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې دوهمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال دشوال یا کوچنۍ اختر د میاشتې له ۲۱ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۲۳ نیټی سره سمون خوري

۱۳۵۱ کاله مخکې په ۹۲ هجري قمري کال د شوال په ۲۱ نیټه  د تاریخي قولونو پر اساس په ننۍ اسپانیا کې  آندلس ټاټوبۍ د طارق بن زیاد په قومندې سره د  اسلام دلښکر لخوا فتح شو . طارق کابو له ۱۲ زرو عسکرو سره یو ځای په کشتۍ کې د مراکش او اسپانیا ترمینځ له تنګې چې بیا دهغه په نوم جبل لطارق ونومول شو تیر شو . هغه له دښمن سره په جنګ کې د خپلو سپاهیانود هڅولو لپاره د هغو کشتیو د سوزولو حکم ورکړ چې دوی د هغو په وسیله د سند څخه تیر شوي وو. په نتیجه کې مسلمانان په ډیر زړوړتیا او میړانتوب سره و جنګیدل او اسپانیا يی فتح کړ.مسلمانان په آندلس کې په ۸ پیړۍ حکومت کې ډیر کلتوري مرکزونه او اقتصادي تاسیاتو رامینځ ته کړل چې د ډیرومودو لپاره دغه ټاټوبۍ د اسلامي تمدن زانګو وه . خو د ۹ هجري قمري پیړۍ په ورستیو کې د ۱۵  میلادي پیړۍ په ورستیو کې اروپايي پاچاهانو په آندلس کې د مسلمانانو د بې خبرۍ او کمزورتیا په استفادې سره هغوی ته ماتې ورکړل او په همدې ترتیب سره په دغه ټآټوبۍ کې دمسلمانانو حکومت له مینځه لاړ. 

 

 

۴۰۴ کاله پخوا، د شپاړس سوه اتلسم میلادی کال د مئی په درویشتمه نیټه، په اروپا کښې دیرش کلن مذهبی جنګونه شروع شول. د شپاړسمې میلادی پیړۍ په وړومبیو وختونو کښې د پروټیسټانو د مذهب راڅرګندیدو د مسیحیت د پیروکارو ترمینځ ژور درزونه راپیدا کړل او له دغه وخته وروسته د پیړیو پیړیو په دوران کښې کیتولیکانو او پروټیسټانو په ځلونو په خپلو کښې جنګ جګړې وکړې.

له مذهبی کیتولیکانو سره د پروټیسټانو د پلویانو یو مشهور جنګ د اولسمې میلادی پیړۍ په دویمه لسیزه کښې رامینځته شو او کابو تر دیرشوکلونو پورې روان ؤ. دغو جنګونو چې زیاتره په جرمنی کښې رامینځته شول، زیاتې لوړې ژورې درلودلې. د جنګ په دوران کښې فرانسې، سوئیډن او ډنمارک د پروټیسټانو په ملاتړ کښې او د اسپانیا حکومت او د روم امپراطورۍ د کیتولیکانو په پلوی توب کښې جنګ ته ورودانګل. د اروپا دیرش کلن مذهبی جنګونه بالاخره په شپاړس سوه اته څلویښتم میلادی کال کښې د وِسْتْفالی نومې تړون په لاسلیکیدو سره پائ ته ورسیدل. په دغو جنګونو کښې که څه هم د کیتولیکانو او پروټیسټانو دوو مذهبونو پخوانیو دښمنیو یو مهم رول درلود خو د دغه براعظم د حکومتونو د ځمکنیو او سیاسی اختلافاتو په شان عوامل هم د جنګونو په شروع کولو او دوام ورکولو کښې اغیز کوونکی وو. په اروپا کښې د پروټیسټانو او کیتولیکانو د مذهبی جګړو نسبی ختمیدنه او د نیشنلسټی او ملی پالنې او نژاد پرستۍ د بهیرونو شروع کیدنه د دغو جنګونو له مهمو نتائجو څخه دی.

 

 

۱۹۷ کاله مخکې د ۱۹۱۵ میلادي کال د مئ په ۲۳ نیټه ایټالیا هم د لومړي نړیوال جنګ ډګر ته  ورننوتل  . د ۱۹۱۵ میلادي  کال په اوله نمايی کې لومړی نړیوال جنګ ته د ایټالیا داخلیدو په اروپا کې یو ډیر مهم سیاسي بدلون و. ایټالیا د ۱۹۱۵ میلادي کال د مئ په ۲۳ نيټه پرته  له کوم  منطقي علت او یواځي د سیاسي استفادې او د خپل حکومت د پراختیا لپاره د اسټریا سره د جنګ اعلان وکړ.

له څه مودې  ورسته بیا د عثماني امپراتورۍ  سره  هم د جګړې  په اعلانولو سره  د جنګ اور لازیات  کړ. په هر حال له دې سره سره چې  ایټالیا د متفیقینو تر څنګ وجنګیدل خود هغوي د بریالیتوب نه ورسته د دې په ترڅ کې چې  ایټالیا خپل  ۵عشاریه ۵ میلیون ایټالیایان دغه جنګ ته وردانګلي  وو خو هغوی ته له دغه جنګ کومې ګټې  تر لاسه نشوې

باید ووایو چې د ایټاليا اوه لکه کسانو په دغه جنګونو کې ووژل شول . له دې سره سره چې ایټالیا د لومړي نړیوال جنګ د فاتحانو په کتار کې و خو نشو کولای چې هغه د بریالیوهیوادونو څخه وشمیرو ځکه چې  په جنګ کې د فعال ګډون سره سم و نه  توانیدل  چې د توجو وړ امتیازونه تر لاسه کړي.   

 

 

۳۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په دویمه نیټه د نړۍ مسلمانانو د عراق د بعث رژیم لخوا د مقدسو زیارتونو په سپکاوی باندې په اعتراض کښې پراخې مظاهرې وکړې. له دې وروسته چې د عراق د مسلمانو خلکو چې په عراق باندې د واکمن رژیم له بې اندازې جنایتونو څخه تنګ شوی او په پراخه پاڅون یې لاس پورې کړ، د عراق د هغه وخت ډیکټاتور صدام حسین په حکم د خلکو د پراخه او بې رحمانه قتل عام نه علاوه په دغه هیواد کښې د مقدسو ځایونو او زیارتونو بې حرمتی هم وشوه. د بعث رژیم دغه عمل د نړۍ د مسلمانانو په تیره بیا د شیعیانو احساسات راوپارول او په ګڼ شمیر احتجاجی مظاهرو کښې یې دغه اقدام سخت وغانده.

دغه بې حرمتی په داسې حال کښې وشوه چې د عراق خلکو تر بریالیتوبه پورې زیاته فاصله نه لرله. په دغه وخت کښې امریکه او د هغې انډیوالانو د صدام مرستې ته ورودانګل او د خلکو په قتل عام او ځپلو سره یې مختلفې مرستې بعث رژیم ته ورکړې. د معصومو امامانو علیهم السلام په مرقدونو کښې د خلکو په پناه اخیستو سره د بعث رژیم د پوځ لخوا په دغو مقدسو ځایونو باندې حمله وشوه. د بعث رژیم له نسکوریدو وروسته د عراق د خلکو چې د صدامیانو په لاسو شهیدان شوی وو، زیات ډله ایز قبرونه کشف شول او په دغه پیښه کښې د صدام د جنایتونو ډیر اړخونه په ډاګه شول.

 

 

ټیګونه