May 24, 2022 14:44 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن دنهی ورځ یا ۳ شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې دریمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچنۍ اختر د میاشتې له ۲۲ او د ۲۰۲۱ میلادی کال د مئی له ۲۴ نیټی سره برابره ده

۴۷۹  کاله پخوا، د ۱۵۴۳  میلادی کال د مئ په ۲۴ نیټه، یو پولینډی ریاضی پوه اومشهور  ستورپیژاندی نیکولس کوپرنیکس  په ۷۰ کلنۍ کې مړ شو. هغه په ۱۴۷۳ میلادي  کال کې دنیا ته راغی .په لومړیو کښې د نجوم زده کولو او وروسته طب ته مخه کړه او د زده کړو په پائ کښې په روم کښې د ریاضیاتو پر تدریس بوخت شو. نیکولس په عین حال کښې د نجوم له مطالعې لاس وانه خیست او د ستور پیژندنې په اثارو کښې له یوې مودې مطالعې وروسته په پینځلس سوه درېم میلادی کال کښې د لمر په شا او خوا د ځمکی د ګرځیدو د حرکت اصل او همداراز دغه موضوع چې ځمکه په څلورویشتو ساعتونو کښې یو ځل په خپل چاپیریال راګرځی، کشف کړ. هغه دخپل عمر په پای کې د (دوران اجسام آسمانی) تر عنوان لاندې د خپلو نظریو په هکله یو ډیر ارزشمند کتاب ولیکل او په هغه کې د نجومو په اړه د بطلیموس نظریې رد کړې وې  په  همدې وجه په هغه  زمانه کې ډیر بدلون رامینځته کړل . د دې لپاره چې کوپرنیک په اروپا کې تر هغه وخته لومړنۍ کس ووچې د لمر په شا او خوا د ځمکی د ګرځیدو د حرکت اصل ته اشاره کړې وه هغه ته د نجوم د علم پلار لقب ورکړی دی. خو باید ووایو چې څوپیړی مخکې ایرانۍ عالم اومشهور منجم ابوریحان البیروني دغه مساله کشف کړی او په خپلو کتابونو کې د دغه موضوع لیکلي دي.

۲۹۲  کاله پخوا، د یولس سوه یو پنځوسم هجري قمري کال د شوال په دوه ویشتمه نیټه، یو نامتو ایرانی عالم محمد حسین خاتون آبادي وفات شو. هغه له خپل پلار محمد صالح او نیکه علامه مجلسي څخه ډیر علمونه زده کړل او لوړ علمي او معنوي مقام یې ترلاسه کړ. هغه په فقی، ادبیاتو او حدیث کښې ډیر مهارت درلود او معتبر اسلامي حدیثونه یې په خپلو کتابونو کښې راغونډ او تالیف کړل. د خاتون

آبادي په ګڼ شمیر او ارزښتمنو تالیفاتو کښې د الالواح السماویه، نجم الثاقب او حاشیه بر شرح لمعه کتابونو ته اشاره کولئ شو.

 

۴۰  کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په دریمه نیټه،د خرمشهر ښار د ایرانی میړانیو جنګیالانو په وسیله د نیواکګر عراق له نیواکه آزاد شو. خرمشهر د ایران په جنوب لویدیځ کښې د خوزستان ولایت یو ښکلی بندر دی او د فارس خلیج په شمال لویدیځ کښې د کارون او اروند سیندونو د یو ځائې کیدو ځای ټاکل شوی دی . د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د لړم په دریمه نیټه، د عراق د پخوانی رژیم پوځ د زغروالو او مکانیزی امکاناتو په استفادی سره دغه سټراټیجیک بندر کلا بند کړ. خو د خرمشهر مسلمان خلکو په سپکو او سړو وسلو سر ه له عراقی نیواکګرو سره مقابلی ته مخه وکړه . د خرمشهر دفاع کونکی ځواکونو او خلکو جنګ د عراق له زغر والو کنډکونو سره د دغه ښار په واټونو او کوڅو کښې تر ډیر وخته دوام وموندتر دی چې بالاخره ، دغه ښار د نیواکګر عراق تر نیواک لاندی راغئ.

د خرمشهر ښار کابو تر شلو میاشتو پورې د عراقی پوځیانو تر نیواک لاندی ؤ او صدام رژیم ګمان کوه چې دغه ښار یې په نه فتح کیدونکی کلا بدل کړئ دی . لکه څنګه چې خرمشهر یو مهم ښار ؤ چې د صدام پوځ د ایران په خاورې د یرغل له لومړیو نیولی ؤ، نو د دغه ښار ساتنی د عراق د پخوانی رژیم لپاره ډیر اهمیت درلود، تر دی چې صدام په چټی غرور سره ادعا کړی وه چې د خرمشهر د بیا نیولو په بڼه کښې به د عراق په جنوب کښې د بصری دمهم ښار کلئ ایرانیانو ته ډالۍ کړی. خو د ایران میړنیو جنګیالیو په خدائ باندې د ایمان له وسلې او له مینی او زوږ ډک زړونو سره په همداسی ورځ د نړۍ پوځی کارپوهانو په عین حیرانتیا او ناباوری کښې د عراق د پوځ محکمې سنګرې او مورچلې ماتې کړې او خرمشهر یې آزاد کړ.

په همدی مناسبت دغه ورځ د ایران د اسلامی انقلاب په کلتور کښې د مقاومت او بریالیتوب د ورځ په توګه نومول شوی ده.

 

۳۱ کاله پخوا د نولس سوه یو نوېم میلادی کال د مئی په څلور ویشتمه نیټه، صیهونیسټ رژیم د عملیات سلیمان په نوم عملیاتو کښې، د دویم ځل لپاره ، د یوه هوایی پل له جوړولو سره د ایتوپیا څوارلس زره څلور سوه نور یهودیان په زور فلسطین ته واستول. په نولس سوه څلور اتیایم میلادی کال کښې هم دغه رژیم په همداسې اقدام کښې د عملیات موسی په نوم عملیاتو کښې د ایتوپیا زرګونه یهودیان چې فلاشه نومول کیږی، نیواکی فلسطین ته په زور استولی وو. دغه یهودیان چې د نسل د زیاتوالی او کډوالی له امله یې په نیواکی فلسطین کښې شمیر مخ پر زیاتیدا دی ، د خپل اقتصادی وضعیت د ښه کیدا په اړه د تل ابیب د سرغنو د ژمنو په خاطر دغه ټاټوبی ته لاړل . خو اوس ایتوپیایی یهودیان په نیواکی فلسطین کښې له پریمانه اقتصادی او اجتماعی توپیر سره مخامخ دی.

 

او له ننه ۱۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور اتیایم هجری لمریز کال د غبرګولی په دریمه نیټه، یو اوسمهاله ایرانی شاعر محمد رضا آقاسی وفات شو. محمد رضا آقاسی ، د دیارلس سوه اته دیرشم هجری قمری کال د وری په څلورویشتمه نیټه په تهران کښې په یوې شاعرې او مذهبی کورنۍ کښې وزیږید. هغه د انځوریز هنرتون له چارواکو سره د نظر اختلاف په وجه زده کړو ته دوام ورنکړ او په نهم جماعت یې بسنه وکړه. آقاسی له انقلابه مخکښې په پینځه پنځوسم ، شپږ پنځوسم کلونو کښې د هغه وخت د ادبی ټولنو غړئ شو او له انقلاب وروسته یې هم د مهرداد اوستا او یوسف میر شکاک په شان استادانو له محضره استفاده وکړه. هغه له دیارلس سوه یو پنځوسم هجری لمریز کاله د شعرونو ویل پیل کړل خو د هغه اصلی شعرونه په دیارلس سوه اته شپیتم او ورپسې کلونو پورې اړونده دی. آقاسی یوه موده د سپیڅلی دفاع په جبهو کښې هم ؤ. له هغه چې په ایران کښې د شیعه په اوږدې مثنوی پیژندل شوئ، د اهل بیتو او جبهې په هکله ډیر شعرونه په یادګار پاتې دی. محمد رضا آقاسی د دیارلس سوه څلور اتیایم هجری لمریز کال د غبرګولی په دریمه د سه شنبې په سهار د زړه د ناروغئ له امله په شپږ څلویښت کلنۍ کښې د تهران د زړونو په تخصصی مرکز کښې وفات شو.

 

 

ټیګونه