May 24, 2022 14:49 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳هجری قمری کال د شوال یا کوچنۍ د میاشتې له ۲۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۲۵ نیټی سره برابره ده

د غبرګولی څلورمه نیټه د ایران په کال هینداره کښې د دزفول (د ایران یو جنوبی ښار) د مقاومت او پایدارۍ ورځ نوموله شوې ده. د دې کار علت د ایران او عراق د جنګ په دوران کښې د عراق د بعثی رژیم د توغندیو د باران په وړاندې د دغه ښار د خلکو مقاومت ؤ. دا ښار د مقدسې دفاع په دوران کښې په ځلونو د دښمن له تیری او د عراق د بعث رژیم د توغندیو له بریدونو سره مخامخ ؤ تر دې چې د توغندیو ښار یې ورته ویلئ دی. همداشان د ایران او عراق د جنګ په پیل کښې په دزفول باندې له دوو سوو نه زیات ځلونه توغندوی بریدونه او شل زره وارې ورباندې د ګولیو ډزې وشوې. د دزفول خلکو ب ه د سختو توغندویی بریدونو سره سره همهغه شان مقاومت کاوه او په دغه ښار کښې به هره جمعه د خلکو او جنګیالیو په ګډون د جمعې لمونځ ترسره کیده.

 

      ۳۳۱  کاله اګاهو د  ۱۱۱۲قمری کال دشوال دمیاشتې په درویشتمه ستر مسلمان فقیه او محدث  سید نعمت ا... جزایري  په ۶۲کلنۍ کې وفات شو .  هغه   دفقې ،حدیثو ،تفسیر  او دعربو دادبیاتو په علمونوکې  یو ښه استاد ؤ  او  داسلام د دین داحکامو  په پراختیا اوتبلیغ کې ئې ډير زیات زحمتونه ګاللي   او  ډير شاګردان ئې روزلي دي . دهغه له ارزښتمنو آثارو څخه  :قصص الانبیاء ، مدینة الحدیث او  هدایت المومنین : نومې کتابونو ته اشاره کولی شو.

 

۱۰۱  کال پخوا، د دیارلس سوم هجری لمریز کال د غبرګولی په څلورمه نیټه، سید ضیاءالدین طباطبایی د احمد شاه قاجار په حکم د وزیرانو له مشرۍ څنګته شو. سید ضیاء الدین طباطبایی د دولس سوه نهه نوېم هجری لمریز کال د کب میاشتې د دریمې نیټې د کودتا په بهیر کښې د انګلستان په ملاتړ سره د رضاخان د پوځی کودتا عامل ؤ. سید ضیاء تهران ته د قزاق ځواکونو د راتګ په لومړیو ورځو کښې له احمد شاه سره ملاقات وکړ او په پوره واک او اختیار سره د وزیرانو د مشر په توګه یې د خپلې ګمارل کیدنې حکم ترلاسه کړ. هغه د خپلې مشرۍ په وړومبنی ورځ یولړ اقدامات وکړل او د هیواد کابو دوه سوه کسان او عالمان یې ونیول. په تور حکومت مشهور د سید ضیاء الدین طباطبایی د حکومت او د سل ورځنی کابینې د زوال علت د هغه او د ځواکونو د سردار ترمینځ اختلافات ګڼلی شو. رضا خان چې له سید ضیاء سره یې اړیکې ښې نه وې، احمد شاه ته په لازیات نزدې کیدو او د هغه د اطاعت او تابعدارۍ په ښودلو سره یې د سید ضیاء د څنګته کولو زمینه برابره کړه، په تیره بیا دا چې احمد شاه د سید ضیاء د د وزیرانو د مشرۍ د حکم د لاسلیکولو له وخته له هغه خوشال نه و او د هغه سپکاویو او بې ادبیو باچا سخت خفه کړی و. بالاخره د دیارلس سوم لمریز کال د غبرګولی په لومړی نیټه شاه له سید ضیاء څخه استعفا وغوښتله خو سید ضیاء ونه منله تر دې چې احمد شاه پخپله هغه د غبرګولی په څلورمه نیټه څنګته کړ او د درې نوی ورځو حکومت یې ړنګ شو.

 

۵۹  کاله وړاندې، د نولس سوه درې شپیتم میلادی کال د مئی د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د افریقایی هیوادونو د سازمان منشور، د دغې لویې وچې د دیرشو هیوادونو په شتون سره په ایتوپیا کښې لاسلیک شو او د افریقا د (یووالی سازمان) د جوړیدو لاره یې اواره کړه.

د دغه سازمان بنسټګران، د مصر د وخت ولسمشر جمال عبدالناصر، د ګانا ولسمشر قوام نکرومه او د ګینیه ولسمشر احمد سکوتوره ؤ.

د دغه سازمان هڅې د افریقایی هیوادونو تر مینځ د یووالی رامنځته کولو او د دغه هیوادونو د اختلافونو د حلولو او د افریقا تر ښکیلاک لاندې هیوادونو د ازادۍ او د غړو هیوادونو د واکمنۍ له حقه په دفاع راڅرخیدې.

خو د دوه زره دوهم میلادی کال په جولائ میاشت کښې د واحدې افریقا د سازمان غړو هیوادونو مشرانو،په سویلی افریقا کښې په خپله ناسته کښې د دغه سازمان نوم بدل او د ( افریقا ټولنه ) یې ونوموله او د غړو ترمینځ یې د اقتصادی ملګرتیا د پراختیا او د دغه ټولنې د پریکړو د پلی کیدو لپاره ارګانونه او ادارې جوړې کړې.

اوس هم په افریقایی ټولنې کښې درې پنځوس افریقایی هیوادونه غړیتوب لری.

د دغه ټولنې مرکز ، په ایتوپیا کښې دی او د مشرانو ناسته هر کال د دغه ټولنې په یوه غړی هیواد کښې تر سره کیږی.

 

ټیګونه