May 26, 2022 14:48 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال دمیاشتې له ۲۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۲۷ نیټی سره برابره ده

۱۲۹۵  کاله پخوا، د یو سلو اته څلویښتم هجري قمري کال د شوال په پینځه ویشتمه نیټه،د خدائ ګران پیغمبر (ص) لمسئ حضرت امام جعفر صادق(ع) د ظالم عباسي واکمن د منصور دوانیقي په حکم شهید کړئ شو. امام جعفر صادق(ع) په درې اتیایم هجري قمري کال کښې په مدینی ښار کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د خپل قدرمن پلار حضرت امام محمد باقر(ع) اوباایمانه مور په لمن کښې و روزل شو. هغه حضرت په یو دیرش کلنۍ کښې د حضرت امام محمد باقر(ع) له شهادت وروسته د امامت مسئولیت پر غاړه واخیستو او دمسلمانانو لارښود شو. د هغه حضرت د ژوند پړاؤ، د د پینځو اموي واکمنانو او د دوو عباسي واکمنانو د حکومت له پړاؤ سره برابر ؤ او په هغه وخت کښې د واکمنئ پر سر د عباسیانو او امویانو تر مینځ سختو نښتو د پیغمبر (ص) پر کورنۍ د هغو دباؤ کم کړ. همدغې موضوع، د حضرت امام جعفر صادق (ع) لپاره مناسبه زمینه برابره کړه څو د اسلامي علومو پراختیا او د خپل مکتب د شاګردانو روزنه وکړي او د طب، کیمیا، الجبرا، نجوم او نور و علومو په شان بیلابیلو علومو کښې  په زرګونو فقیهان او پوهان و روزي، لکه

څنګه چې جابر بن حیان چې د کیمیا علم په پلار مشهور دی، د هغه حضرت له شاګردانو څخه ؤ. امام جعفر صادق (ع)له خپل پلار حضرت امام محمد باقر (ع) سره په مدینی کښې د هغه وخت د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر علمي مرکز پرانیسته او له لرې او نږدې سیمو ګڼ شمیرو پوهو څیړاندو د هغه حضرت د علم او درس له محضره استفاده وکړه. بالاخره د عباسي ظالم واکمن منصور دوانیقي په حکم چې په خلکو کښې یې د امام جعفر صادق (ع) د زیات نفوذ زغم نه درلود، هغه حضرت ته یې په پینځه شپیته کلنۍ کښې زهر ورکړل او شهید یې کړ او د امام جعفر صادق (ع) پاک مړئ په مدینی منورې کښې په بقیع هدیرې کښې خاوروته وسپارل شو. د حضرت امام جعفر صادق (ع)  د شهادت په مناسبت د تسلیت د وړاندې کولو ترڅنګ د هغه مبارک یوه لنډه وینا تاسو ته هم وړاندې کاوو چې فرمایي : علم حاصل کړئ او د پوهې تر لاسه کولو سره یو ځائ ځانونه په درنښت او زغم و پسلولئ او د هغه چا په نسبت چې ورته علم ورښئ، خاکساره و اوسئ.

 

۹۰۷  کاله پخوا، د پینځه سوه شپږ دیرشم هجري قمري کال د شوال په پینځه ویشتمه نیټه، یو ایرانی مسلمان لیکوال او محدث احمد هروي وفات شو. هغه د ننني افغانستان په شمال کښې د نظامیه بلخ مدرسی په نامتو مدرسانو کښې ګڼل کیده او هغه تر ټولو مشهور شاګرد چې د هغه په محضر کښې و روزل شو، رشیدالدین وطواط د بلخ لوړ رتبه ادیب او ویناوال ؤ. هروي په پینځه سوه شلم هجري قمري کال کښې د

حج له مراسمو وروسته بغداد ته ولاړ او د دغه ښار د لیکوالانو او پوهانو په غوښتنه یې د حدیث او ادبیاتو تدریس ته مخه کړه.

 

 

۹۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپږمه نیټه، په ادیب اول مشهور استاد عبدالجواد ادیب نیشابوری په څلور شپیته کلنۍ کښې وفات شو. هغه په څلور کلنۍ کښې د کوی ناروغئ په وجه ړوند شو او له ډیرې درملنې وروسته یې د کیڼې سترګې لږ نظر ترلاسه کړ. ادیب د پیاوړې حافظې لرونکئ ؤ او په لږ وخت کښې یې د فارسۍ او عربۍ الویستنه او لیکنه زده کړه . هغه په شپاړس کلنۍ کښې مشهد ته ولاړ او خپل درس ته یې دوام ورکړ. ورو ورو یې تدریس ته مخه کړه او هر کال د هغه د درس حوزې ځلا موندله او فاضل شاګردان یې د درس په ټولګیو کښې وروزل شول. سره له دې چې د نظر د کموالی په وجه د هغه لپاره مطالعه ډیره ګرانه وه خو مطالعې سره یې پریمانه معلومات حاصل کړل. د لئالی مکنون په نوم د ادیب د شعرونو دیوان او هم د فارسۍ او عربۍ عروضو تر مینځ په ټولبندی کښې یوه رساله او د معلقات سبعه شرح د هغه له اثارو څخه دی.

 

۷۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته ویشتم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په شپږمه نیټه، یو ایرانی اوسمهاله نامتو تاریخ لیکونکئ، څیړاند او ادیب علامه محمد قزوینی وفات شو. هغه له ماشومتوبه د خپل پلار عبدالوهاب له هڅې سره چې یو پوه او ادیب کس ؤ، د ادب له اصولو او د کلام له علم سره بلد شو. علامه قزوینی د خپلې ښکلی وړتیا په سیوره کښې علمی مرتبې ترلاسه کړې او د فلسفې او هنر په اصولو کښې یې د څیړنې او علوم کسبولو ته مخه کړه. د ایران په ادب او کلتور کښې له علامه قزوینی په پاتې تر ټولو ښکلو خدمتونو کښې د عکس برابرول او د اروپا په میوزیمونو کښې له موجودو فارسی خطی کتابونو د نسخې اخیستل دی. له هغو ټولو کتابونو څخه چې د علامه قزوینی په وسیله تصحیح شوی او لمن لیک لیکل شوی دی، کولئ شو په شلو مقالو کښې د (شاهنامه) مقدمې، (مرزبان نامه)، (دیوان حافظ) او (تاریخ جهانګشای جوینی) ته اشاره وکړو.

 

۶۱ کاله پخوا، د نولس سوه شپیتم میلادی کال د مئی په اووه ویشتمه نیټه، په ترکیه کښې له پوځی کودتا سره جنرال جمال ګورسل قدرت ته ورسید. د ترکیې لومړی وزیر عدنان مندرس په وخت کښې د حکومت فساد او استبداد د دغه هیواد په ښارونو کښې د اعتراضاتو د رامینځته کیده سبب شو. په همدې دلیل، حکومت د پوځی حکومت اعلان وکړ او د وسله والو ځواکونو په وسیله یې د مخالفینو مظاهرې وځپلې. د نولس سوه شپیتم میلادی کال د مئی په دریمه نیټه، د ترکیې د ځمکنی پوځ قومندان جنرال جمال ګورسل، په یوه لیک کښې له عدنان مندرسه د ولسی مقاومتونو په تیره بیا د محصلینو د اعتراضونو کنټرولولو لپاره په دغه هیواد کښې د سیاسی اصلاحاتو د ترسره کولو ضرورت ته د پام لرنې غوښتنه وکړه چې دغه غوښتنې ته مندرس څه پام ونکړ. د همغې میاشتې په یویشتمه نیټه د پوځ ګڼ شمیر افسرانو په بلوا لاس پورې کړ او بالاخره د نولس سوه شپیتم میلادی کال د مئی په اووه ویشتمه نیټه، د مندرس حکومت یوې پوځی کودتا سره نسکور شو. عدنان مندرس څو میاشتې وروسته له خپل قدرته د ناوړی استفادې او د اساسی قانون تر پښو لاندې کولو په تور ، پانسی کړئ شو.

 

۵۸  کاله پخوا، د نولس سوه څلور شپیتم میلادی کال د مئی په اووه ویشتمه نیټه، د هند لومړنی لومړی وزیر او نامتو سیاستوال جواهر لعل نهرو له خپلواکۍ وروسته مړ شو. نهرو په نولس سوه اتلسم میلادی کال کښې د هند پارلیمان ته لار پیدا کړه او په نولس سوه نهه ویشتم میلادی کال کښې د پارلیمان مشرۍ ته ورسید. هغه په نولس سوه شلم میلادی کال کښې د انګلستان له سیاسی سلطې د آزادئ لپاره د مهاتما ګاندی په مشرئ کښې په خپلواکی غورځنګ کښې ګډون وکړ. نهرو د استعمار پر ضد د خپلو مبارزو په اوږدو کښې لس ځله زندانی شو او په دې توګه یې د خپل عمر کابو دیارلس کاله په زندان کښې تیر کړل. نهرو د زندان په کلونو کښې هم بیکاره نه کښیناسته او د مختلفو کتابونو لیکلو ته یې مخه کړه. نهرو په همدغو کلونو کښې ماسکو ته په خپل سفر کښې د مارکسیزم تر اغیز لاندې وراغئ او د کمیونیسټانو د مبارزې ځینې رودې یې په هند کښې وکارولې. جواهر لعل نهرو د هند له خپلواکۍ وروسته د دغه هیواد لومړنی لومړی وزیر په توګه وټاکل شو او تر مرګه یې اوولس کاله د هند بی لانجې مشری په غاړه درلوده. نهرو په دغه موده کښې د نړیوال سیاست په ډګر کښې هم وځلید او نړیوالو ټولنو یې د یوه وتلی او سوله غواړی شخصیت په توګه تل درنښت کاوه. د نولس سوه څلور شپیتم میلادی کال په جنورۍ کښې د جواهر لعل نهرو زړه ودرید او نیم بدن یې شل شو تر دې چې بالاخره د نولس سوه څلور شپیتم میلادی کال د مئی په اووه ویشتمه نیټه، په پینځه اویا کلنۍ کښې مړ شو.

 

 

ټیګونه