Jun 11, 2022 09:50 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۹۸

د ایران سیل نومې لړۍ ډیرو محترمو لوستونکو السلام علیکم، نن د تبریز د ښایسته ښار او د هغه د ارزښتناکو تاریخي آثارو کتنه کوو

د تبریز ښار یو ډیر ښه د لیدو وړ ځاې (میدانِ ساعت یا میدانِ شهرداري) او د ښاروالۍ ودانۍ ده. د ښاروالۍ ودانۍ چې د تبریز په خلکو کښې په (ساعات قاباغي) مشهور دی، د ایران په ملي آثارو کښې شامل دی.

د تبریز د ښاروالۍ ودانۍ له ۱۳۱۴ نه تر ۱۳۱۸ کلونو ترمینځ په ۹ زره ۶۰۰ مربع میټرو په پراختیا سره یوې ځمکې کښې جوړه شوه چې درې پوړونه لري او په اتیا کوټو او لسو ښایسته هالونو مشتمله ده. دغه ودانۍ د هر لیدونکي پام ځانته اړوي او د ساعت برج یې د شهرت سبب شوی دی.

د عمارت ودانۍ هم پهU"  شکل لري او څو ورونه او کنده کاري شوي کاڼي یې نورې ځانګړتیاوې دي. دا ودانۍ په تبریز کښې د ښاروالۍ وړومبنې ارګان او په ایران کښې اولنۍ بلدیه ده.

په ودانۍ کښې دننه د هیواد د ښار او ښاروالیو د وړومبني میوزیم شتون هم د دغې ودانۍ له نورو جاذبو څخه دي. دا میوزیم په تبریز کښې د ایران د وړومبنۍ بلدیې د جوړیدو د سلمې کلیزې د درنښت په موخه جوړ شوی دی.

د ښاروالۍ ودانۍ چې د معمارۍ یو بې سارې ډول لري، ډیره په زړه پورې او د خپل وخت کم سارې ودانۍ وه او په تیره بیا ورباندې لګیدلې ګړۍ په ودانۍ کښې په ډیره ماهرانه توګه لګول شوې ده او هر پاؤ ساعت پس یې غږ پورته کیږي. د دغې ودانۍ مضبوطوالی او دوام سبب شو چې له جوړیدو راهیسې په کښې هیڅ ډول تعمیرات نه دي شوې او په هم هغه ابتدايي شکل پاتې ده.

نن سبا په میوزیم باندې د ښاروالۍ د ودانۍ د استعمال په بدلولو سره هغه مختلف هالونه چې په کښې موجود دي، له ډیرو تاریخي خزانو ډک شوې دي. مختلف ډول کتابونه او خطي اسناد، پخواني او نفیس قالینونه او پخوانۍ کیمرې په دغو شیانو کښې شاملې دي. د قالین، نشر او عکاسۍ د هنر د بدلیدو بهیر په دغه میوزیم کښې په ګرځیدو سره په ښه توګه ترسترګو کیږي.

د ښاروالۍ د ودانۍ په زیرخانه کښې د اسنادو، بوټونو، فانوس او د اور وژنې (فایر بریګیډ) میوزیمونه دي چې په کښې د تبریز ډیر پخواني بوټان، فانوسونه، د اولنیو اور وژونکو تاریخچه او د هغوي د استعمال شیان او هم داشان ډیرې پخوانۍ کیمرې لیدل کیږي.

د یادې ودانۍ په وړومبي پوړ کښې د آواز او شهیدانو میوزیم دی. د آواز په میوزیم کښې په تبریز ښار کښې ډیر کلونه استعمال شوي ډول ډول سازونه د عامه خلکو د کتنې لپاره ایښودل شوې دي او د شهیدانو میوزیم هم د تبریز ښار د ځانګړو شهیدانو له خاطراتو او یادونو، انځورونو او لیکنو ډکه ده.

د قالین میوزیم هم د دې ودانۍ په دویم پوړ کښې دی چې تر اتیا کلنو پورې لرغوني قالینونه په کښې شته دي.   

ګرانو دوستانو د ښاوالۍ میدان په خوا کښې د آذربایجان میوزیم په نوم د ایران ډیر ارزښتناک میوزیم دی. دغه لرغونکوټ د رتبه بندۍ له نظره د ایران له ملي میوزیم وروسته د لرغون پیژندنې د میوزیمونو په لسټ کښې دویم مقام خپل کړی دی.

په دغه میوزیم کښې له اسلامه د مخکښني پړاؤ او هم داشان د اسلامي پړاؤ اړوند تاریخي آثار په زیاته اندازه لیدل کیږي په دې وجه د ایران له تاریخ سره د دلچسپي لرونکو لپاره یو ارزښتناک ځاې دی. نو د دغه میوزیم په کتنه کښې له مونږ سره مله ووسئ.

آذربایجان میوزیم په رسمي توګه په ۱۳۴۱ لمریز کال کښې افتتاح شو. دا میوزیم د څه باندې اته سوه مربع میټرو سره درې هالونه لري چې هر کال د ایران له ارزښتناکو تاریخي آثارو ډک وي. د ځمکې پوړ یې له اسلامي پړاؤ نه د مخکښني دوران تاریخي شیان او آثار لري چې په کښې اووه زره کلن لرغوني تاریخي شیان هم لیدل کیدې شي. د (سرپانتین) د معدني کاڼو لرغونوالی چې په جیرفت کښې موندل کیږي هم له تاریخ نه مخکښې پړاؤ ته رسیږي، په دغو کاڼو باندې د مختلف ډوله بوټو او ځناورو تصویرونه جوړ شوي دي.

په وړومبي پوړ کښې یې هم د لاندیني پوړ په شان ځانګړې آثار موجود دي چې ترټولو پخواني په کښې د نیشابور ښار د څلورمې هجري سلیزې دوران ته رسیږي او له ډیرو مهمو ځانګړنو څخه یې کوفي خط، اسلیمي نقشونو او د سپينو لعابو استعمال ته اشاره کوې شو.

د ایران د تاریخي سکو او مهرونو په هال کښې هم د هخامنشیانو له دورانه تر قاجار پړاؤ پورې د ایران ضرب شوې ډیرې لرغونې سکې نندارې ته ایښودل شوې دي. هم داشان د ایران د تاریخي مهرونو ځینې نمونې د آذربایجان میوزیم دغې برخې ته ښکلا بخښي.د میوزیم په زیرخانه کښې هم د تبریزي هنرمند استاد احد حسیني د لاس جوړې فلزي مجسمې دي.

د تاریخي ډبرینو لیکنو برخه د آذربایجان میوزیم ترټولو نوې برخه ده. په دغې برخې کښې د انساني مجسمو، د قبرونو د کاڼو، کتبیه دارو ډبرو او د غرنیو بزو په شان د کاڼو مجسمې نندارې ته وړاندې کړی شوې دي.

د آذربایجان میوزیم ته څیرمه د اسلامي معمارۍ یو ډیر مشهور شاهکار او د تبریز تاریخي جاذبه (مسجدِ کبود) دی. زیاتره سیلانیان چې د دنیا له ګوټ ګوټ څخه د دغې پرتمینې ودانۍ د لیدو لپاره تبریز ته راځي، د هغه د ټایلونو او د رنګونو د بډایه والي اوازه یې اوریدلې ده. دغه شاندار جومات په ۱۳۱۰ لمریز کال کښې د ایران د ملي آثارو په لسټ کښې ثبت شوی دی.

د دغه جومات لرغونوالۍ نهمې هجري قمري پيړۍ ته ورګرځي او په کال ۸۷۰ قمري کښې د ابوالمظفر جهانشاه بن قرایوسف  په حکم جوړ شو چې د قراقو یونلو د ترکمنانو د لړۍ ترټولو تکړه واکمن و.

دغه ودانۍ په پخوا وختونو کښې د (مظفریه) په نوم ټولګې یوه برخه وه چې د مدرسې، جومات،  خانقاه او کتابتون په شان ودانیو باندې مشتمله وه خو په خواشینۍ سره نن سبا یوازې د جومات یوه برخه پاتې ده چې هغه هم ډیره خرابه شوې ده.

د جومات انګړ ته په ننوتو سره د هغې ښکلا او عظمت یې ځانګړی والی بیانوي. د جومات په جوړښت کښې په مختلفو رنګونو سره د خښتو او ټایلونو یوځاې کول ډیر د لیدو وړ او حیرانونکي دي.

د مسجدِ کبود جوړونکی معمار په دغې ودانۍ کښې د تبریز ښار له سوړ او غرني موسمي حالت سره مناسبوالی راوستی دی داشان چې د جومات ټولې برخې د کال په مختلفو موسمونو کښې د استعمال وړ دي.

جومات ته دننه په ورتلو سره د بهر او دنننې په تاودوخې کښې فرق څرګند وي. داشان چې د اوړي په تاودو ورځو کښې د معنوي او عبادتي حس ترڅنګ ډیره یخه فضا بې سارې ارامښت ډالۍ کوي. د دغه جومات د ډیر ستر ګنبد لاندې په اودریدو او لوړ چت ته یې په کتو سره یوه عجیبه تجربه ترلاسه کیږي.

خو په ۱۱۹۳ کال کښې د راغلې سختې زلزلې له امله د جومات ودانۍ ته ډیر تاوان ورسیده او حتی ګنبد یې هم ونړیده او نن سبا یې یوازې مرکزي دروازه او څو ستنې پاتې دي خو له دغو لږو پاتې شونو څخه هم د یاد جومات د معمارۍ د هنر او پرتم اندازه په ښه توګه لګول کیږي.

د پاتې برخو د مرمت کار په ۱۳۱۸ لمریز کال کښې پیل شو او څو کاله پس یېه په ۱۳۵۵ کښې پاې ته ورسیده. د اصلي ګنبد د بیارغونې کار د ارواښاد استاد رضا معماران په لاس ترسره شو او داخلي او بهرنۍ کاشي کارۍ یې لاهم ترسره کیږي.

د تبریز پوهنتون استاد ډاکټر سیروس برادران شکوهي وايي: د کبود د تاریخي جومات عظمت او ښکلا دومره ده چې د نړۍ مشهور سیلانیان په تیرو شپږو سوو کلونو کښې د هغه لیدو ته راغلي دي او د هغه د سترتوب او پرتمینوالي خبرې یې کړې دي.

اوسمهاله محقق استاد سید جمال ترابي طباطبايي د دغه تاریخي جومات په هکله لیکي چې په اکثرو منابعو او سفرنامو کښې د مسجد کبود د جوړولو موده دیرش کاله بلل شوې ده.

هغه زیاتوي: د مسجد کبود د سترې ودانۍ په جوړولو کښې له ګڼو انجنیرانو کار اخیستل شوی دی او په دومره شانداره توګه د جوړولو معماري یې د هندسې او ریاضۍ په شمول په مختلفو علمونو باندې د هغه د جوړونکو د پوهې خبر ورکوي.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه