Jun 19, 2022 15:09 Asia/Kabul
  • تاریخ

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې د میاشتې له ۱۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۹ نیټی سره برابره ده

۷۲۵  کاله پخوا، د اوه سوه اتلسم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په نولسمه نیټه، یو ایرانی ریاضي پوه کمال الدین فارسي وفات شو. ایرانی فیزیک پوه او ریاضي پوه کمال الدین په ځوانئ کښې د علم او فضیلت د کسبولو لپاره سفر ته مخه کړه څو د خپل وخت د نامتو استادانو له دانشi استفاده وکړي. سره له دی چې د هغه عمر لنډ ؤ، خو د رڼا پیژندنې او ریاضیات کښې یې بدیع آثار په یادګار پریښودل. د کمال الدین فارسي څخه په یادګار پاتي اثارو کښې تر ټولو مهه د تذکرة الاحباب رساله دی چې د عددونو د نظریې په اړه لیکل شوي دی. د دغې رسالې مطالعه او جاجونه ښودنه کوي چې هغه یو نوښتګر ریاضي پوه او د نوي او دقیقې نظریې خاوند ؤ. د دغه ایراني ریاضي پوه په نورو آثارو کښې کولئ شو د تنقیح المناظر کتاب ته اشاره وکړو چې تر اوسه د څیړاندو د استفادې په اړه د یوه مرجع کتاب په توګه دی.

 

۲۰۵  کاله پخوا، د دولس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په نولسمه نیټه، د ایران او عثماني تر مینځ د ارزنة الروم معاهده رامینځته شوه. د ایران په وسیله د عثماني حکومت له ماتي وروسته نوموړی دولت د سولې غوښتنه وکړه او په ارزنة الروم کښې یې یوه معاهده لاس لیک کړه چې اوه مادې یې لرلې.  د دغه ژمن لیک له مخې د ایران دولت هغه ولایتونه چې د عثمانیانو یې نیولي وو، بیرته ورکړل او عثماني دولت هم ژمنه وکړه چې ایرانیو زیارت کونکو ته ازار و نه رسوي او د خرمشهر په بندر د خزر په ټاپو او د اروند سیند په کیڼه غاړه د ایران مالکیت او هم په دی سیند کښې د بیړۍ چلونې حق په رسمیت وپیژني. همداراز و ټاکله شوه چې هر دولت د یو بل په پلازمینه کښې سفیر او استازی ولري.

 

۱۴۵  کاله پخوا، د اتلس سوه اوه اویایم میلادی کال د جون په نولسمه نیټه، لومړنې الوتونکی وسیله چې د دی جوګه وه ، الوتلارې ته له اړتیا پرته له مځکې په عمودی توګه الوتلې او را ښکته کیدلئ شوه او یا په هوا کښې دریدلئ شوه، و ازمویل شوه. دغه وسیله چې هیلی کاپټر و نومول شوه ، د مصر په اسکندریه بندر کښې د ایټالیایی اینجینیر انریکو فورلانینی په وسیله و ازمویل شوه . دغه لومړنې هیلی کاپټر څه موده وروسته د یوه پولینډی کار پوه سیکورسکی په وسیله تکمیل او دغه نوښت د هغه په نوم ثبت شو.

 

۷۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه دیرشم هجری لمریز کال د غبرګولی په نهه ویشتمه نیټه،د دیارلس سوه نهه ویشتم لمریز کال د کب په نهه ویشتمه نیټه د ایران د تیلو صنعت د ملی کیدا قانون له تصویبیدا وروسته، د ایرانی کارپوهانو یو پلاوی د ایران د تیلو ملی شرکت د اجرایی چارو اداره پر غاړه واخیسته . د دغه پلاوی په جوړیداسره، د آیت ا... کاشانی او ډاکټر مصدق د وړاندیز او د ایران د ملی او سنا جرګود تصویب له مخې د انګلستان د تیلو د شرکت لاس لنډ شو. په دی وجه په ایران کښې د غبرګولی نهه ویشتمه نیټه د انګلستان د تیلو د شرکت د لاس لنډیدو ورځه نومول شوی ده. په دغه ورځ د ایران مسلمان خلک له ډیرو سر ښیندنو او مبارزو وروسته یو ځلانده بریالیتوب ته و رسیدل او بهرنۍ استعمار او کورنۍ استبداد یې شاتګ ته اړ کړ. د انګلستان د تیلود شرکت لاس لنډیدو پسی د دغه شرکت بهرنی کارکونکی چې له څلور سوه پنځوسو زیات وو، په یوځائ له ایرانه و ویستل شول. له هغی وروسته د انګلستان حکومت په پراخو سیاسی اقداماتو لاس پورې کړ او ایران یې له پوځی پلوه و ګواښه .

 

۴۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی په نهه ویشتمه نیټه، یو ایرانی اوسمهاله اندیشمند او لیکوال ډاکټر علی شریعتی په لندن کښې وفات شو. هغه په دیارلس سوه دولسم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې سبزوار سره نږدې په یوی علمی او دیندارې کورنۍ کښې و زیږید. ډاکټر شریعتی خپلې لوړې زده کړې د ادبیاتو په څانګه کښې ترسره کړې او په همهغه وخت کښې یې د زده کړې تر څنګ د شاه رژیم پر ضد سیاسی مبارزې ته مخه کړه . څو موده وروسته ډاکټر شریعتی د خپلو زده کړو د دوام لپاره فرانس ته ولاړ او د فرانس د سوربن له پوهنتونه د دینی تاریخ په څانګه کښې د ډاکټرئ درجې له اخیستلو پسی ، ایران ته ستون شو. په دغه وخت کښې ډاکټر شریعتی له بحث، ویناؤ او جلسو تر سره کولو سره د تهران د ارشاد په امام بارګاه کښې خپلو مبارزو ته دوام ورکړ. هغه د استاز شهید مطهری او شهید باهنر په شان استازانو او متفکرانو تر څنګ د تهران د ارشاد حسینیه د ځوان نسل د فکری تغذیې لپاره په یوی ا‌ډې بدله کړه . ډاکټر شریعتی یو فعال څیړاندئ ګڼل کیده، په دی ډول چې دخپل لنډ ژوند په اوږدو کښې ، د کتاب جزوې او د ویناؤو د کیسیټونو د ټولګې په بڼه څه باندی دوه سوه اثار په ځائ پریښی دی . د ډاکټر شریعتی په ټولو اثارو کښې د اسلام او انسان ، تاریخ تمدن ، آری اینچنین بود برادر ، حج او فاطمه، فاطمه است کتابونو ته اشاره کولئ شو.

 

او له ننه ۲۴  کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی په نهه ویشتمه نیټه، یو پوه فقیه او نامتو عالم آیت ا... علی غروی تبریزی د عراق په سپیڅلی ښار کربلا کښې شهادت ته و رسیده. هغه په دیارلس سوه نهم لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې په تبریز کښې و زیږید او په ماشومتوب کښې د خپل پلار له لاسه ورکولو باوجود، د دینی علومو زده کړو ته یې جدیت سره مخه کړه. څوارلس کلن ؤ چې د قم علمیه حوزی ته ولاړ او د هغه دینی مرکز دعالمانو له محضره د علم له کسبولو پنځه کاله وروسته نجف ته ولاړ. آیت ا... غروی د دغه سپیڅلی ښار د عالمانو له پوهې په استفادې سره په نامتو فقیه بدل شو او د تدریس او تالیف کار ته یې مخه کړه. هغه د خپلو ملګرو له یوی ټولنې سره ، په کربلا کښې د حضرت امام حسین (ع) له زیارته د ستانیدا په وخت، د نامعلومو خلکو په لاس په ډزو شهید کړئ شو. د عراق خلکو چې پوهیدل د صدام رژیم تل د دین د راویښونکو عالمانو د ږغ د غلی کولو په لټه کښې ؤ، دغه وحشیانه ترور له هغه دوه میاشتې مخکښې د آیت ا... مرتضی بروجردی د ترور په شان د دغه رژیم د ګوډګیانو کار و باله .

 

 

ټیګونه