Jun 19, 2022 15:15 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ یا ۲ شبنه د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګولې دمیاشتې دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ قمری کال د د ذالقعدې یا میانې د میاشتې له ۲۰ او د۲۰۲۲ میلادي کال د جون له ۲۰ نیټې سره سمون خور

۹۸۷  کاله پخوا، د څلور سوه شپږ پنځوسم هجري قمري کال د ذیقعدې په شلمه نیټه، یو مراکشي منتقد، ادیب او شاعر ابو علی قیرواني وفات شو. هغه په درې سوه نوېم هجري قمري کال کښې په مراکش کښې و زیږید او له ماشومتوبه یې شعر او ادب او دهغه وخت نورو علومو زده کولو ته مخه کړه او له هغه وروسته، د وتلیو پوهانو د درس په ټولګیو کښې د ګډون په موخه د اوسني تیونس قیروان ته سفر وکړ. په هغه وخت کښې دغه ښار د افریقا په شمال او آندلس کښې د اسلامي تمدن زانګو وه او اسلامي پوهان  او د علم او ادب مشهور کسان په دغه ښار کښې راغونډ شوي وو. قیرواني د قیروان دپوهانو اوادیبانو له علومو څخه له کلونو استفادې وروسته د شعر او ادب په څانګه کښې ډیر مهارت ترلاسه کړ. د ابو علی قیرواني شعرونه چې زیاتره په معاني، مدح، وصف او غزل کښې دي د هغه د ادبي او ټولنيز ژوند بیلا بیل پړاؤنه انځوروي. هغه د ادبي اثارو په کره کتنې کښې یوه نوي روده هم رامینځته کړه، په دی ډول چې کره کتنه یې چې تر هغه وړاندې د مقدمې او توضیح تر حده وه، د یوه معتبر او پام وړ مکتب تر حده ورسوله. له قیرواني، په خطي او چاپي شکل کښې یو شمیر آثار په یادګار پاتی دي چې پکښې کولئ شو د قیروان د شاعرانو او شعري صنایع د پیژاندنې په هکله کتابونو ته اشاره وکړو.

۱۸۵ کاله مخکښې د ۱۸۳۷ میلادي کال د جون په شلمه نیټه ملکه ویکټوریا د سلطنت تاج په سر کړ او د برطانیې پر امپراطورۍ د هغې د ۶۳ کلن سلطنت دوران پيل شو. د برطانیې مشهوره باچاهه ملکه ویکټوریا د پلار له لوري په هغې کورنۍ پورې اړونده وه چې له جرمني څخه انګلستان ته تللې وه او پر شاهي تخت ناسته وه. هغه په اتلس کلنۍ کښې د انګلستان باچاهۍ ته ورسیده او د خپل تره زوي سره یې واده وکړ. د ویکټوریا د سلطنت د پړاؤ په دوام سره برطانوي امپراطوري د شرق په لور د هندوستان تر بشپړ نیواک پورې مخته لاړه او لازیات ټاټوبي د بریتانیې تر استعمار لاندې راغلل. په ۴۲ کلنۍ کښې د ملکه ویکټوریا میړه مړ شو او پاتې څلویښت کاله عمر یې د هغه په غم کښې تیر کړ. د هغې د حکومت په دوران کښې د انګلستان د ښکیلاک مینو د پراختیا په وجه دا متل مشهور و چې په بریتانیا کښې لمر هیڅکله نه ډوبیږي.

په ۱۹۰۰ میلادي کال کښې ملکه ویکټوریا ناروغه شوه او د ۱۹۰۱ کال د جنورۍ په ۲۲ نیټه د ۶۳ کالو له باچاهۍ کولو وروسته په ۸۲ کلنۍ کښې مړه شوه.

 

   ۲۸  کاله پخواد ۱۳۷۳لمریز کال دغبرګولې دمیاشتې  په دیرشمه نیټه

د منافقینو ترهه ګرې ډلګۍ دایران په مشهدسپيڅلي ښار کې  داسلام د ګران پیغمبر دیوه اهل بیَت حضرت امام رضا علیه السلام  په پاک حرم کې  په بوږنوونکو جنایتونو لاس پورې کړ. ددغه کال دعاشورا دورځې  له ماسپيښینه وروسته  وه او په داسې حال کې چې  ویرجن  او عزادار  مسلمانان دحضرت امام حسین علیه السلام دتاریخي پاڅون  لپاره د ویر او ماتم د دستورو په اوج کې وو  دحضرت ا مام رضا علیه السلام دپاک حرم دننه  ئې بم وچاودوه .  په دغې چاودنې پسې ،  دامام رضا علیه السلام داهل بیت علیهم  السلام په لسګونو مینه وال او زیارتوال شهیدان او ټپیان شول  او د غه راز  حرم ته هم ډير تاوانونه واوښتل .  ددغه بشری ضد  اقدام څخه وروسته  داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي  پخپل پیغام کې وفرمائیل :، تورزړو منافقینو وښودله چې    د عصمت او طهارت  داهل بیت علیهم السلام   سپیڅلی حرم   ته هم هیڅ اهمیّت نه ورکوي . دمنافقو،غولیدلو،جنایتکارواو سخت زړو دښمنانو په دغه جنایت سره وښودله چې  هیڅکله هم انساني اصولو ته پابنده نه دي او دایران له مومن ،غیرتمند او میړني ملت سره دهغوي دښمني  هیڅ حد او پوله نه پیژني:.

 

۲۰ کاله مخکې د ۱۳۸۱ لمریز کال دغبرګولې په دیرشمه نیټه

د افریقا په لوئې وچې کې داسلام لوي مبلغ  علامه سید سعید اختر رضوي  وفات شو .حجةالاسلام والمسلمین  سید سعید اختر رضوي  په ۱۳۰۵ لمریز کال کې  دهند په ختیځ کې زیږیدلی ؤ . هغه دخپل  متفکر پلار په نزد د مقدماتي زده کړو له بشپړولو وروسته   په پنځلس کلنۍ کې دلوړې سویې درسونه اودغه راز  اردو ،انګریزي  او فارسي ژبې زده کړې  او فخر الافضل درجه ئې ترلاسه کړه . سید سعید اختر  له هغو پرله پسې  کلونو وروسته  چې په هندوستان  کې ئې د دین تبلیغ کاوه . د دندې داحساس په اساس  په ۳۵کلنۍ کې  دافریقا  په ختیځ کې  تانزانیا ته  لاړ او په ټینګو ګامونو سره ئې  داهل بیت  علیهم السلام  دمعارفو خپرولو ته ملاوتړله  او په داسې حال کې  چې  په پیل کې  په هغه ټاټوبي کې داهل تشیَع  هیڅ نامه او یا درک  نه ؤ، سید سعید  په دې لړ کې وتوانید د مکتب تشیَع په حقه مذهب  ته کابو پنځوس زره کسان ګروهمن کړي  او دهغوي لارښونه وکړي   او د تفسیر المیزان  او الغدیر پشمول کابو دوه سوه کتابونه  په بیلابیلو ژبو خپره کړي ، په لسګونو جوماتونه دینی مدرسې ،ښونځي،کتابتونونه،  او درملتونونه  او روزنیز مرکزونه  تاسیس کړي .  دغه ارزښتمند او ستر شخصیَت  خپل زیاتره عمر  په څيړنې،تالیف اوتبلیغ کې تیر کړ او په انګریزي  او سواحلي ژبو کې ئې  څه دپاسه څلویښت آثار  له ځانه پریښي دي  چې په هغو کې  :الحجاب ، یوم القیامه، الاسلام ، العدل  الالهي  او الامامه  نومې کتابونو  ته اشاره کولی شو .علامه رضوي  بلاخره  په تانزانیا کې  له ۴۳کلنې پاتیکیدو  وروسته د ۱۳۸۱لمریز کال  دغبرګولې په دیرشمه نیټه  په ۷۶کلنۍ کې  ددغه هیواد په پلازمینې دارالسلام کې وفات شو .

 

 

 

ټیګونه