Jun 19, 2022 15:20 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن د نهی ورځ، یا ۳ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د غبرګولی د میاشتې یو دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۲۱ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون له یویشتمې نیټی سره برابره ده

 

۱۷۹  کاله پخوا، د دولس سوه څلور شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې په یویشتمه نیټه، د ناصرالدین شاه قاجار د باکفایته  صدراعظم  امیر کبیر صدراعظمي پیل شوه . د محمد علی شاه قاجار له مرګ وروسته، د هغه زوئ ناصرالدین میرزا چې شپاړس کلن ؤ، قدرت ته ورسید. هغه له هغې وروسته چې په تبریز کښې پر تخت کښیناسته، میرزا تقي خان امیر نظام یې له سمبال لښکر سره تهران ته واستاوه او پخپله د ذیقعدې په یویشتمه نیټه تهران ته ورسید. ناصرالدین میرزا تهران ته له رسیدا مخکښې یې امیر نظام ته د اتابک اعظم لقب ورکړ او خپل صدر اعظم یې و ټاکه. بیا ناصر الدین شاه صدراعظم د قاجار د باچا له لوري امیر کبیر و لقبول شو او درې کاله وروسته د بدغواړو او انګلستان پورې د پییلو په دسیسې سره د ناصرالدین شاه له لوري د امیر کبیر د قتل حکم لاس لیک شو.

 

۶۶  کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه اویایم هجري قمري کال د ذیقعدې په یویشتمه نیټه، لوئ عالم آیت ا... سید یونس اردبیلي وفات شو. د سید محد تقي موسوي اردبیلي زوئ سید یونس په دولس سوه درې نوېم یا دولس سوه شپږ نوېم قمري کال کښې په اردبیل کښې و زیږید. هغه په اردبیل کښې له مقدماتي زده کړو او کچو وروسته زنجان ته ولاړ او فقه او اصول یې د هغه وخت ستر عالم له آخوند ملا قربان علی زنجاني څخه او معقول علوم یې له آخوند ملا سبز علی حکیم څخه زده کړل. سید یونس وروسته زده کړو ته د دوام لپاره نجف اشرف ته ولاړ او د نامتو استادانو د درس په محضر کښې یې ځائ وموند. هغه له هغې وروسته کربلا ته ولاړ او د آیت ا... میرزا محمد تقي شیرازي له محضره یې استفاده وکړه. آیت ا... اردبیلي په دیارلس سوه شپږ څلویښتم قمري کال کښې اردبیل ته ستون شو او مذهبي چارو عهده دار شو. له هغې وروسته مشهد ته ولاړ او د ګوهرشاد جومات په خونړي وژلې پسی له یو شمیر نورو روحانیانو سره ونیول، بندي او بیا جلاوطن کړئ شو. د عمر په وروستیو کښې څه موده په زیارتونو کښې ؤ خو د ناروغئ په وجه تهران ته راغئ او په دغه ښار کښې په یو اتیا یا څلور اتیا کلنۍ کښې وفات شو. له آیت ا... سید یونس اردبیلي څخه اثار په یادګار پاتی دي چې پکښې د فقې پوره دوره ، د اجمالي علم په فروغاتو کښې رساله او معتقدات القاصر ته اشاره کولئ شو.

 

۵۲  کاله پخوا، د نولس سوه اویایم میلادي کال د جون په یویشتمه نیټه، د انډونیشیا د خپلواکئ بنسټګر ډاکټر احمد سوکارنو وفات شو. هغه په نولس سوه یوم میلادي کال کښې و زیږید. سوکارنو د زده کړو له پړاوه ، د هالینډ له سلطې د خپل وطن خپلواکئ لپاره مبارزه وکړه . په همدی دلیل د هالینډ استعمارګرو هغه و نیوه او څلور کاله یې زنداني کړ.  سوکارنویوځل بیاهم و نیوئ او جلاوطن کړئ شو. د دویم نړیوال جنګ په بهیر کښې جاپان انډونیشیا ونیوله ، خو د نولس سوه پنځه څلویښتم کال په جنګ کښې د جاپان له ماتي او له انډونیشیا شاتګ وروسته ، د جاپانیانو وسلې د سوکارنو په مشرۍ د انډونیشیا د آزادي غواړو لاس ته و راغلې  او هغه په همهغه کال کښې د خپل هیواد د خپلواکئ اعلان وکړ، خو د هالینډ د مخالفت او پر انډونیشیا د دغه هیواد د حملې سره مخامخ شو. د انډونیشیا خلک د سوکارنو په قومندانئ څلور کاله د هالینډ له پوځ سره و جنګیدل ترڅو چې د دغه هیواد ځواکونه یې  له انډونیشیا و ویستل .سوکارنو په نولس سوه نهه څلویښتم کال کښې دخپل  هیواد دپه اولسمشرۍ و ټاکل  شو او پنځلسو کالو پورې یې په انډونیشیا کښې  یو لړسیاسي او اقتصادي اصلاحات تر سره کړل. هغه همداراز د ناپییلو د غورځنګ له بنسټګرانو څخه ؤ د سوکارنو خپلواکي غواړي افکار د دی سبب شول چې لویدیځوال د انډونیشیا د پوځ قومندانان د ده پر خلاف و لمسوي او بالاخره په نولس سوه پنځه شپیتم کال کښې د جنرال سوهارنو په خونړۍ کودتا سره قدرت له سوکارنو څخه واخیستل شو او دوه کاله وروسته مجبور شو، له اولسمشرۍ څخه استعفی وکړي.

 

۴۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د غبرګولی په یو دیرشمه نیټه، د اسلام یو میړانه سردار او اندیشمند ډاکټر مصطفی چمران د عراق له یرغلګرو ځواکونو سره په نښتې کښې شهادت ته و رسیده. هغه په دیارلس سوه یولسم هجرې لمریز کال کښې په تهران کښې و زیږید او په الیکټریکي څانګه کښې یې زده کړو ته مخه کړه او وروسته په امریکی کښې په همدی څانګه کښې په ډاکټرئ اخیستلو بریالئ شو. شهید چمران په ایران کښې د خپلو زده کړو په پړاؤ کښې د شاه رژیم پر ضد په ښونیزو مبارزو کښې فعالیت درلود او په امریکی کښې یې هم خپلو مبارزاتي فعالیتونو ته دوام  ورکړ. هغه څه موده وروسته لبنان ته ولاړ او په لبنان کښې یې د امام موسی صدر په مرسته د صیهونیسټي رژیم سره د مبارزې او د لبنان د بی وزلو خلکو او فلسطیني کډوالو څخه د دفاع لپاره د بی وزلو د خوزښت غورځنګ جوړ کړ. په دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب سره په یوه وخت، شهید چمران ایران ته راستون شو او د دفاع د وزارت مشري یې په غاړه واخیسته او څه موده وروسته د اسلامي شورا د جرګې په لومړني دور کښې د تهران د خلکو استازی شو. پر ایران د عراق د بعث رژیم د یرغل له پیلیدا وروسته ، هغه د مبارزینو په قطار کښې و دریده او او د جګړې په جبهو کښې یې د نامنظمو جنګونو مرکز جوړ کړاو د هغه قومنداني یې پر غاړه واخیسته . د ډاکټر چمران ډلې د عراق د پوځي یرغل په ختمولو کښې ډیر فعالیتونه درلودل او په ځلونو يې هغوئ د جګړې د جبهو په مختلفو برخو کښې ترې تم کړل . په عین حال کښې چمران یو عارفانه او ښه روحیه لرله او له هغه څخه ډیرې لیکنې په یادګار پاتی دي . د ډاکټر مصطفی چمران له شهادت وروسته، حضرت امام خمیني (رح) په یوه پیغام کښې د هغه د لوړ شخصیت په  باره فرمايي :

(( ګران چمران په پاکې ، خالصې او په سیاسي ډلو د ناپییلې عقیدې او په ستر الهي هدف په ایمان لرلو سره د خدائ په لاره کښې جهاد وکړ، هغه په سر لوړئ سره ژوند وکړ او په سر لوړئ سره شهید او په حق و رسید))

 

۳۲  کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم هجري لمریز کال د غبر ګولی په یو دیرشمه نیټه، شپې وخت د ایران په شمال او شمال لویدیځ کښې د زنجان او ګیلان ولایتونه د اوه اعشاریه درې  ریشتره بوږنونکي زلزلې و لرزول او ډیر ځاني او مالي نقصانونه یې و رسول .  د دغی زلزلې مرکز رودبارښار ؤ او پکښې تر پنځوسو زرو زیات کسان و وژل ، شپیته زره ټپیان او پنځه لکه کسان بی کوره شول. د رودبار زلزله همدا راز د د سخت اقتصادي تاوان سبب شوه. له دغی زلزلې وروسته ، د ایران خلکو او حکومت له  خپلو زلزله ځپونکیو خلکو سره مرستې لپاره و دریدل او د دغی زلزلې له امله رامینځته شوي تاوانونه یې جبران کړل.

 

۱۸  کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اتیایم هجري لمریز کال د غبرګولی په یو دیرشمه نیټه، د ایران  دکلتوري میراث څیړاند او معمار اینجینیر محمد مهریار وفات شو . محمد مهریار د دیارلس سوه اتلسم لمریز کال د غوایی په درویشتمه نیټه په تهران کښې و زیږید. له دیارلس سوه څلویښتم تر دیارلس سوه اته څلویښتم کاله یې د معماري په څانګه کښې د تهران پوهنتون په ښکلیو هنرونو په پوهنځي کښې تحصیل وکړ. له دیارلس سوه نهه څلویښتم کاله یې د ایران د معماري د تاریخي اثارو په زمینه کښې خپل حرفه وي فعالیت پیل کړ او په دیارلس سوه نهه اویایم کال کښې د هیواد د کلتوري میراث په ادارې کښې متقاعد شو. هغه، هغه کس ؤچې د تاریخي مطالعاتو په احاطې کښې یې د لرغون پیژندنې او معماري حد ختم کړ او د لرغون پیژندنې په څانګه کښې یې  معماري د شننې پړاؤ ته و رسوله . ښائی هغه یو معمار او لرغون پیژاندی یا مرمت کونکئ و نومول شي خو تر ټولو غوره عنوان یې د ایران د معماري څیړاند دی. د بم له زلزلي وروسته ، مهریار خپل ټول ځواک د رنګ شویو اثارو په مرمت ،برابرونې او  رغاونې  او مطالعې کښې و کارول او بالاخره په دیارلس سوه درې اتیایم کال کښې د پسرلي په وروستیو ورځو کښې د هغه بدن د هغه زیار سره ملګرتیا ونکړه او وفات شو. مهریار د ایران ټاټوبي له کلتور او تمدنه ژوره پیژندنه درلوده.

 

 

 

 

ټیګونه