Jun 22, 2022 14:56 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ، یا ۴ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د چنګاښ اوله نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۲۲ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون له دوه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

 

 

۱۰۳۵  کاله پخوا، د څلور سوه اتم هجري قمري کال د ذیقعدې په دوه ویشتمه نیټه، د پینځمې هجري قمري پیړۍ مهم کلتوري او سیاسي شخصیت او پوه خواجه نظام الملک د ایران په شمال ختیځ کښې په طوس ښار کښې وزیږید. هغه له هغو پوهانو څخه دی چې د خپل وخت پر سیاسي  او کلتوري بدلونونو یې ډیر زیات اغیز درلود. خواجه نظام الملک د سلجوقیان لړۍ په دربار کښې په وزارت منصوب شو او د خپل وزارت د دیرشو کالو په اوږدو کښې د هیواد د چارو په اوارولو کښې ډیرې هڅې وکړې او د سلجوقیانو په وخت کښې د ایران زیاتره پرمختګونه دهغه د وړتیا او پوهې احسان مندوو . د خواجه نظام الملک په مهمو اقداماتو کښې د ګڼ شمیرو مدرسو جوړول وو چې په نظامیه مشهورې شولې او په هغو کښې د ډول ډول علومو تربیت ورکول کیده. خواجه نظام الملک د فارسي ادب له ماهرو لیکوالانو څخه ګڼل کیده. هغه د خپل وزارت د اوږدو کلونو تجربې د سیاست نامه په نوم یوه کتاب کښې راغونډې کړي دي چې نن صبا دغه کتاب د فارسي ادب په تر ټولو ښو اثارو کښې ګڼل کیږي. هغه په دغه کتاب کښې له خپلې لیدتوګې د حکومت کولو سمه روده بیان کړي او همدغه راز د هغه وخت د اداري او سیاسي تشکیلاتو په زمینه کښې مهم اطلاعات ورکړي دي.

 

۹۰۷  کاله پخوا، د پینځه سوه شپږ دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې په دوه ویشتمه نیټه، د مشهور تفسیر مجمع البیان د تالیف کار چې د قرآن مجید یو جامع تفسیر دی، ترسره شو. د دغه کتاب لیکلونکئ شیخ طبرسي د قرآن له لویو مفسرینو څخه دی. هغه د  ایران له مشهورو عالمانو څخه دی چې د فقې، حدیث او تفسیر په علومو کښې د سم کاري، فضیلت او امانتداری په خاطر په امین الاسلام یعني د اسلام په امانتدار مشهور شو. شیخ طبرسي د ګڼ شمیرو اثارو لرونکئ دی چې له هغو هر یو د مهمو اسلامي معارفو له سرچینو ګڼل کیږي او له هغو څخه تر ټولو مهم د قرآن کریم په تفسیر کښې د مجمع البیان کتاب دی. دغه کتاب د لیکلو د رودې او ادبي نظره ، د قرآن کریم له مهمو تفسیرونو څخه ګڼل کیږي او ټول مسلمانان پوهان د دغه تفسیر لپاره،  د ډیر اهمیت او ارزښت قایل دي. دغه جامع تفسیر په ایران، مصر او بیروت کښې په ځلونو چاپ شوې دی.

 

۸۲  کاله پخوا، د نولس سوه یو څلویښتم میلادي کال د جون په دوه ویشتمه نیټه،د دویم نړیوال جنګ په بهیر کښې ، په شوروي باندی د نازي جرمني د پوځ له سترې حملې سره د بارباروسا په نوم عملیات پیل شول. په دی ډول هیټلرپه ختیځي جرمني کښې یوه بله  جبهه پرانیستله، څو خپل پراختیا غواړي پلانونه عملي کړي. هغه تر هغه وخته پورې ډیر اروپایي هیوادونه نیولي وو. د جرمني پوځیانو پر شوروي له حملې وروسته د دغه هیواد پلازمینې د  ماسکو تر څنډو پورې پرمختګ وکړ. خو د یخني موسم په را رسیدو سره د جرمن پوځ ماتي و خوړه . د شوروي پوځ او خلکو هم  په بیلا بیلو ښارونو په تیره بیا ماسکو، لنینګراډ او استالینګراډ کښې خپل سخت مقاومت و ښودلو او د جرمن پوځ یې  ورو ورو شاتګ ته مجبور کړ. د نولس سوه څلور څلویښتم میلادي کال په اګست میاشتې کښې ، د شوروي پوځ د جرمني سرحدونو ته و رسیده. په روسیې باندی حمله، په دوو جبهو کښې د جرمن د پوځ د نښتې او په دویم نړیوال جنګ کښې د دغه هیواد د وروستئ ماتی سبب شوه.

 

۴۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د چنګاښ په اوله نیټه،حضرت امام خمیني (رح) د ایران د هغه وخت د اولسمشر ابوالحسن بنی صدر د سیاسي وړتیا د نه درلودلو په اړه د اسلامي شورا رائ تائیده کړه او په دی ډول هغه له خپلې څوکئ لیري کړئ شو. بني صدر په هغو کسانو کښې ؤ چې په دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال کښې پاریس ته د حضرت امام خمیني (رح) له هجرته وروسته ځان د اسلامي انقلاب مینوال و ښوده او د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته تبلیغاتي چل ولونو ته په مخه کولو سره په دیارلس سوه اته پنځوسم لمریز کال په سلواغی کښې د ایران په لومړنیو اولسمشریزو انتخاباتو کښې د بریالیتوب لپاره اړینې رائ ترلاسه کړئ شوې . څه موده وروسته امام خمیني (رح) د درستو قواوو د قومندانئ د ځائ ناستي څوکئ هم هغه ته ورکړه. خو بني صدر چې یو کبرجن قدرت غواړی او خیانت تر کس ؤ، د اسلامي جمهوري نظام د نسکورولو په موخه د انقلاب له مخالفو ډلو سره یې خپله ملګرتیا ژر پیل کړه او د خلکو غوښتنې او را ئ ته د درنښت په اړه د امام خمیني په سپارښتنو سترګې پټې کړې. حضرت امام خمیني (رح) د بني صدر له لوري د جدي خطر په احساسولو سره هغه د قواوو د قومندانئ د ځائ ناستي له څوکئ لیري کړ او اسلامي شورا هم د خلکو  غوښتنې ته پام سره په لوړ اکثریت سره د اولسمشرۍ د څوکئ د دوام لپاره د هغه نه وړتیاته یې رایه ورکړه. څه موده وروسته بني صدر ملت ته د خیانت په پیټي سره له ایرانه فرانسی ته و تښتیده.

 

۴۱ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د چنګاښ په اوله نیټه، د حضرت امام خمیني (رح) په حکم په ایران کښې د اسلامي تبلیغاتو اداره جوړه شوه. په دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال کښې د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته په پراخه او روښانه توګه د سوچه اسلام د اصولو د دودولو او تبلیغولو اړتیا احساسیدله . نو ځکه د امام خمیني په وسیله د دغه کلتوري او تبلیغي ارګان بنسټ کیښودل شو. امام خمیني (رح) د تبلیغاتو په هکله فرمایي : تبلیغات چې همهغه د ښیګڼو پیژندل ، ترسره کولو ته یې هڅول، د بدیو انځورول او ترې د تښتې لارې ښودل دي، د ګران اسلام ډیر مهم اصول دي.د اسلامي تبلیغاتو د ادارې اصلي موخه په ریښتیوني اسلام د ارزښتمن او سوچه کلتور لوړتیا، د معنوي ژوند ورایښت او د اعتقادي ځانګړنو ټاکل او دودول اعلان شوي دي . دغی ادارې تر اوسه پورې د هیواد د ننه او بهر ته په زرګونو مبلغانو پر استولو سربیره د اسلام د خپراوي لپاره په بیلابیلو ژبو په سلګونو کتابونه برابر او ویشلي دي.

 

 

 

ټیګونه