Jun 23, 2022 17:20 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د چنګاښ دمیاشتې دوهمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۲۳ او د۲۰۲۲ کال دجون له ۲۳نیټې سره سمون خوري

 

۴۸۶ کاله وړاندې  د ۱۵۳۶کال دجون په  درویشتمه نیټه

 د اوسني سویس په پلازمینې جینوا کې دفرانسې اصلاح پالو د روحاني جان کالوین پاڅون  پیل شو .  هغه په ۱۵۰۹کال کې زیږیدلی ؤ  او دحقوقو اوالهیاتو په څانګو کې ئې زده کړې وکړې .کالوین  له هماغه ځوانۍ  دپروټيسټانیزم  له غورځنګ سره چې  مارتین لوتر تاسیس کړی ؤ  یو ځاي شو .کالوین  دپروټیسټ مذهبه  پلویانو په مرستې سره  جینوا ونیوله  او هڅه ئې وکړه  هلته     د مذهب او ددیني رهبرانو حکومت په اساس  یوه ټولنه جوړه کړي  . دفرانسې دغه  روحاني  دکالونیزم مکتب بنسټ کیښود او د :مسیح دین  دبنیاد :نومې کتاب کې ئې  خپل اعتقادات تشریح کړل  .کالوین  دپاپ او کلیسا قدرت رد کړ او  انجیل ئې د مسیحیت  یوازینۍ سرچینه وبلله .  هغه همداارز مدعي  ؤ  چې خداوند له مخکې دنړۍ ژغورونکي  ټاکلي دي  او په دې اساس دانسانانو دخیر اوشر عملونه  په آخرت کې دهغوي پر برخلیک هیڅ اغیزې نه شیندي . د کالوین دغه تیروتی  باور  لامل شو څو ځیني تصور وکړي  چې  هرډول ګناهانې کولی شي ،ځکه چې  دنیکو کارونو په کولو سره دخپل تقدیر د بدلولو جوګه نه دي . کالوین  بلاخره  په ۱۵۶۴کال کې  له کلیسا سره د مخالفت په جرم  په هماغې رودې چې  خپل مخالفان ئې سزاکول ،  ژوندی په اوور کې وسوزول شو .

 

۲۶۵  کاله پخوا د ۱۷۵۷کال دجون په درویشتمه نیټه        

دهند په شمال ختیځ کې واقع بنګال کې دانګریز  او هندي پوځونو ترمینځ  لومړنی جنګ  وشو .  په دغې جګړې کې  چې پلاسي نومیږي ، انګریزان بریالي شول  او پر بنګال چې    په هغه وخت کې دهند یوه برخه ؤ مسلط شول . انګلستان د اتلسمې پيړۍ  په لومړیو کې دختیځي هندي شرکت (ایسټ اینډیا کمپني ) له لارې  په هندوستان کې نفود پیل کړی ؤ  او  په ورپسې جنګونو کې  دهند پوځ ته  پر ماتې ورکولو سربیره  ئې خپل اروپائی سیاله فرانسه هم له  هنده وشړله  او بلاخره  په ۱۷۶۵کال کې ئې  پر هندوستان  د ا.. . آباد استعماری تړون وتپه . له دې وخت راهسې  کابو دوه پيړۍ  هند دانګلستان مستعمره  ؤ او دغه هیواد  دهندوستان سرچینو په غلاکولو سره  ډيرې شتمنۍ ترلاسه کړې .

 

۱۱۴ کاله مخکې  د ۱۲۸۷لمریز کال دچنګاښ دمیاشتې په دوهمه  دمشروطیت دپړاؤ لومړنی ملی شورا  په داسې حال کې چې دجوړیدا ئې لنډه موده تیریدله ، دمحمد علی شاقاجار په حکم سره پرې  دتوپونو برید وشو  او وتړل شوه . له ملی پارلیمان  سره دمحمد علی شاه  دمخالفت له اعلانیدو وروسته  ، دروسيې دکرنل الیخوف په قوماندانۍ سره  قزاق پوځي ځواک  دملی شورا پارلیمان کلابند کړ او دهغوی او مشروطه غواړو ترمینځ جنګ وشو . په پیل کې مشروطه غواړي بریالی شول ، خو  دډګروال  لیاخوف په حکم سره  پارلیمان په توپونو وویشتل شو  او وران اوبیا هم چورتالان کړائ شو. په دغې پيښې کې  یو شمیر مجاهدین شهیدان  شول  او  یو شمیر نور د محمد علی شاه  مامورانو وینول  اوبیا ئې جلاوطن کړل .  همداراز دملک المتکلمین   او میرزا جهانګیر خان شیرازي په شان آزادي غواړي  په دار وځړول  شول . په دې توګه  د  مشروطیت  دپړاؤ لومړنی پارلیمان  ړنګ او په ایران کې دصغیر استبداد پړاؤ پیل شو .

 

او له ننه  ۸۳ کاله وړاندې  د ۱۹۳۹کال د جون په درویشتمه نیټه

  فرانسویانو  دمدیترانې سمندرګي  په څنډې کې دسورئې  دخاورې یوه برخه  سکندرون مهم بندر  په رسمي توګه ترکیې ته وسپاره.  ترکیې پر سکندرون بندر  له کلونو  مخکې راهسې  ادعا کړې وه ، خو دانګلستان او فرانسې  دموافقې په اساس  له لومړي نړیوال جنګه وروسته  ، دغه بندر  سورئې سره اړه درلوده . څو کاله وروسته   دعثماني حکومت په نسکوریدا او دکمال اتاتورک  دلودیځ پال حکومت  په جانشین کیدا پسې  فرانسې  چې دسورئې مځکنۍ بشپړتیا ئې په غاړه درلوده ، سکندرون بندر ئې  ترکیې ته وسپاره. دغه اقدام لامل شو  په سورئې کې  د فرانسې ضد  احساسات  پیاوړي او پر سورئې دفرانسې  دسلطې  په ضد مبارزه  هم سخته شي

 

ټیګونه