Jun 23, 2022 17:28 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن جمعه مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د چنګاښ دریمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذالقعدې یامیانې میاشتې له ۲۴ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون له څلورویشتمې نیټی سره برابره ده

 

۱۲۴۳  کاله پخوا، د دوه سوم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په څلورویشتمه نیټه، حضرت امام رضا (ع)له مدینی څخه د پخواني ایران په شمال ختیځ کښې مرو ته خپل سفر پیل کړ. دغه سفر د اوم عباسي واکمن مامون په دباؤ او په زوره د امام رضا تر څارنې لاندې د ساتلو په موخه ترسره شو. مامون په مرو کښې هغه حضرت ته وړاندیز وکړ چې د هغه ولایتعهدي وماني. هغه له دی کار سره ځان د پیغبر (ص) له کورنۍ سره ملګری و ښودلو. خو امام رضا (ع) په بیلا بیلو فرصتونو کښې و ښودل چې نه یواځي د بني عباس له حکومت سره ملګرتیا نه مني، بلکه هغه یې یو ظالم او ناروا حکومت باله. نو ځکه هغه حضرت د مامون حکومت د ظلمونو او بی لاریتوب په باب ایشواګرئ ته مخه کړه. بالاخره مامون ونه کړئ شول چې د امام رضا(ع) نامتومعنوي او علمي شخصیت  او په  خلکو کښې د هغه حضرت پراخ نفوذ و زغمي او هغه حضرت یې په دوه سوه دریم هجري قمري کال کښې په زهرو سره شهید کړ.

۱۱۳۴  کاله پخوا، د درې سوه نهم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په څلورویشتمه نیټه،یو ایرانی شاعر او صوفي حسین بن منصورحلاج اعدام شو. هغه په دوه سوه څلور څلویښتم قمري کال کښې د ایران په جنوب کښې په بیضا ښار کښې وزیږید او د دیني علومو زده کړې یې پیل کړې او تر دولس کلنۍ یې قرآن مجید حفظ کړ. حلاج له ځوانئ څخه د صوفيتوب رسم او لاره خپله کړه او د ایران په شوشتر کښې او د عراق په بغداد او بصرې کښې استادان غوره کړل چې هر یوه یې څه موده وروسته د یو لړ دلیلونو له مخې هغه رد کړ . په عین حال کښې هغه عبادتونه او صوفیانه سیر او سلوک  ته دوام ورکړ او خپل تفکر ته د خلکو  د رابلنې لپاره د ایران ، ماوراءالنهر، هندوستان او حتی د چین په شان یو لړ هیوادونو او سیمو ته سفرونه وکړل. حلاج په کابو دوه سوه نوېم قمري کال کښې د دریم ځل لپاره حج ته ولاړ او د ستانیدا په وخت یې داسی خبرې وکړې چې د ځینو عالمانو او حتی صوفیانو په باور ناسمې او کفري ګڼل کیدې . د حلاج د پلویانو په زیاتیدااو په بغداد کښې د عباسیانو پر ضدد ګډوډیو په رامینځته کیدا پسی، هغه تر تعقیب لاندې وراغئ او څو ځله محاکمه او زنداني شو. خو په وروستئ محاکمې کښې، چې زیاتره یې پکښې سیاسي رنګ درلود، هغه کافر وباله او په اعدام محکوم شو. حلاج له هغو تاریخي شخصیتونو څخه دی چې زیات مخالفان او موافقان لري.

 

۲۱۰ کاله پخوا، د اتلس سوه دولسم میلادی کال د جون په څلورویشتمه نیټه، د فرانسې امپراتور نیپولیّن بناپارټ په درې نیم لکه پوځی لښکر سره پر تزاری روسیې خپله ستره حمله پیل کړه. دغو دواړو هیوادونو له دې پینځه کاله مخکښې د تیری د نه کولو تړون لاسلیک کړئ ؤ. خو ورو ورو د فرانسې او روسیې اړیکې خړې پړې شوې، تر دې چې نیپولیّن بناپارټ په هغه ستر لښکر سره چې تر هغه وخته پورې یې د جنګ ډګر ته وړاندې کړئ ؤ ، پر روسیې حمله وکړه او تر ماسکو پورې پرمخ لاړ. خو د دغه هیواد سختې یخنۍ او فرانسوی عسکرو ته په وخت دخوراکی او نورو ضروری شیانو او مهماتو د نه رسیدو له امله دوئ له سختو حالاتو سره مخامخ شول او نیپولیّن په اجباری توګه د شاتګ حکم صادر کړ. د دغه اوږده شاتګ په بهیر کښې د روسیې درې لکه کسیز لښکر په سختو حملو سره د فرانسې ډیر زیات عسکر ووژل او نیپولیّن له خپل پاتې لښکر سره له روسیې وتښتید او د اتلس سوه دولسم میلادی کال په دسمبر کښې پاریس ته ورسید. په روسیې کښې د نیپولیّن درانه ماتی سبب شوه څو هغه په ورپسې جنګونو کښې هم ماتی وخوری. په حقیقت کښې د نیپولیّن د امپراتورۍ د دړې وړې کیدا پیلامه په روسیې کې دهغه په ماتی سره رامینځته شوه.

 

 

۱۹۷ کاله پخوا، د دولس سوه شپږ څلویښتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په څلورویشتمه نیټه، په شریف العلماء مشهور یو زاهد فقیه او نامتو عالم آیت ا... محمد شریف مازندراني د طاعون ناروغئ په وجه وفات شو. هغه په دولس سوه پینځم قمري کال کښې د کربلا په سپیڅلي ښار کښې وزیږید او اسلامي علوم یې د صاحب ریاض او سید محمد مجاهد په شان له لویو عالمانو څخه زده کړل.  شریف العلماء وروسته د ایران او عراق په بیلا بیلو ښارونو کښې د بیلا بیلو عالمانو محضر ته ورسید او وروسته یو ځل بیا کربلا ته ولاړ او په جدي توګه یې تدریس پیل کړ. هغه د لږ عمر باوجود، ډیر شاګردان و روزل او د اصول علم له بنسټګرو ګڼل کیږي.

 

 

 

 

 

۱۱۴  کاله پخوا، د دولس سوه اوه اتیایم هجري لمریز کال د چنګاښ په دریمه نیټه،د ملي شورا جرګې له توپ ویشتلو یوه ورځ وروسته په ایران کښې د مشروطیت اول پړاؤ ختم شو او د صغیر استبداد پړاؤ پیل شو. د ملي شورا جرګې په توپ ویشتلو او د محمد علی شاه قاجار له خوا د پوځي حکومت په اعلان ، او همداراز په همدی ورځ د محمد علی شاه په وسیله د مشروطه غواړي روشنفکر او خطیب د حاج میرزا نصر ا... ملک المتکلمین او  د صور اسرافیل ورځپانې مدیر  د میرزا جهانګیر خان شیرازي اعدام سره ، د مشروطیت لومړنی پړاؤ چې د دولس سوه پنځه اتیایم لمریز کال د تلې له دیارلسمې نیټې يعنې په ايران کښې دملي شورا د وړومبي پړاو له پرانسېتلو سره په يو وخت پېل شوی ؤ پاې ته ورسيد. د نوي استبداد د پړاو په شروع کېدو سره چې د هغه د عمر د لنډوالي په وجه استبداد صغير نومول کيږي زياترو لويديځپالو، روڼ اندو د مبارزو ډګر پرې اېښی او يو ځل بيا د ايران د خلقو غورځنګ د روحانيت د مشرۍ او د مذهب له ورح څخه په الهام اخېستو سره په لنډه موده کښې خپل اوج ته ورسېد.په عین حال کښې خلکو د ایران په پلازمینه تهران او په نورو ښارونو کښې په سوله ایزه دفاع لاس پورې کړ او په نهایت کښې یې، د پلازمینی په کلابندی سره هغه تر خپل نیواک لاندی راوسته . بالاخره ، استبداد دویم ځل لپاره نسکور شو. په دې منځ کښې د روسيې د سفارت په ودانۍ د روس او انګرېز د دوو بېرغونو په رپېدو سره چې تښتېدلي مستبد باچا ته يې پناه ورکړې وه د څويم ځل لپاره په ايران کښې د روس او انګرېز د غږملو او مداخله غواړو سياستونو ماهيت څرګند شو. د استبداد صغیر پړاؤ، یو کال او دوه ویشت ورځې وځنډېد او بالاخره د محمد علی شاه  له څنګته کیدا او د ملي شورا جرګې د انتخاباتو د دویم پړاؤپه پیلیدا سره ، ختم شو.

 

 

ټیګونه