Jun 23, 2022 17:33 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا د میانې د میاشتې له ۲۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۲۵ نیټی سره برابره ده

۱۴۳۳   کاله مخکښې د لسم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په ۲۵ نیټه د اسلام ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له خپلو څه باندې یولک ملګرو او مسلمانانو سره د خدای د کور د زیارت په نیت له مدینې ښاره ووت. پیغمبراکرم(ص) مدینې ته د هجرت له وخت نه درې ځلې د خانه کعبې د زیارت په نیت د مکې مکرمې په لور لاړ خو یوازې دوه ځلې د حج د مناسکو په ترسره کولو کښې کامیاب شو. هغه حضرت حج ته پخپل وروستي سفر کښې د دغې الهي فریضې د ترسره کولو په وخت مسلمانانو ته د حج د صحیح ترسره کولو څرنګوالی ورزده کړ.

حضرت رسول اکرم(ص) بیا له مکې سره نزدې په غدیر خم کښې مخکښې له دې چې حاجیان خواره واره شي، د خدای تعالی جل جلاله له طرفه یې حضرت علي علیه السلام د خپل ځاې ناستي په توګه معرفي کړ او بیا مدینې منورې ته روان شو. د اسلام د ګران قدره پیغمبر(ص) دا وروستی حج بیا وروسته په حجة الوداع مشهور شو. هغه حضرت د دې برکتناک سفره څو میاشتې وروسته د حق تعالی دیدار ته لاړ

 

 

۲۰۰  کاله پخوا، د اتلس سوه دوه ویشتم میلادی کال د جون په پینځه ویشتمه نیټه، د امریکې د تور پوستو یو شمیر مریان چې د خپلو سپین پوستو مالکانو لخوا آزاد شوی وو، افریقا ته ستانه شول او په هغه ټاټوبی کښې چې نن ورته لائبیریا ویل کیږی، میشته شول. د امریکې تور پوستو د نولسمې پېړۍ له وړومبنیو وختونو څخه یو غورځنګ پیل کړ چې مقصد یې د سپین پوستو له غلامۍ آزادیدل او د تور پوستو لپاره د یو هیواد جوړول وو.

په همدې وجه د امریکې یو شمیر تور پوستو د کلونو کلونو د رنځ او استثمار له زغملو وروسته د دغه هیواد د کډوالو د انجمن په مرستې سره د افریقا لویدیځ ته کډه وکړه او لائبیریا هیواد یې جوړ کړ. دغه هیواد په پیل کښې د امریکې د یوه ولایت په توګه اداره کیده خو په اتلس سوه اووه څلویښتم میلادی کال کښې په دغه ټاټوبی کښې جمهوری نظام ټینګ شو او لومړنی ولسمشر یې جوزف رابرټس هم د ورجینیا ولایت له مریانو څخه ؤ.

 

۷۲ کاله مخکې د ۱۹۵۰ میلادي کال د جون په ۲۵ نیټه

 د امریکا له ډیرواو پراخو لمسولو نه ورسته شمالې کوریا پر جنوبې کوریا باندي تیری وکړاو په ډیره چټکتیا سره جنوبي سیمو ته وغزیده او پر مختګ وکړ . خو دملګرو ملتو په  امنیت شورا کې د یوې پریکړه لیک په تصویبیدو سره امریکا او ۱۵ نور هیوادونه د جنوبي کوریا څخه د دفاع او شمالي کوریا سره دمقابلې لپاره  خپل پوځي ځواکونه سیمې ته واستول . امریکايي ځواکونه د جنوبي کوریا د قواو په ملګرتیا سره د شمالي کوریا د ځواکونو پر مختګ و درولواو حتی شمالي کوریا یي ونیول خو د شمالي کوریا په ګټه جنګ  ډګر ته د چین داخلیدو سبب شو چې دغه هیواد د آمریکا له نیواکه ووځي . په دغه مینځ ومیان کې  د اوربند لپاره خبرې اترې پیل او د۱۹۵۳ کال د اوربند تړون لاس لیک شو  چې د هغه پر اساس د دغو دوو هیوادونو پخوانۍ پولې لکه پخوا غوندي پاته شو ږ خو تر اوسه پوري  ددغو دوو هیوادونو تر مینځ د سولې کوم قانوني تړون  نده امضا شوې او د جنوبي او شمالي کوریا تر مینځ سیالۍ هم هغه راز دوام لري .  یوالۍ او وحدت ته د بیا ستنیدا د دغو هیوادنو د خلکو له ډیر ګروهمیندا په وجه په دې لړ کې هڅې روانې دي او په دې اړه په  ۲۰۱۸ کال کې د دغو دوو هیوادونو ولسمشرانو  د دوستانه اړیکو د ترسره کولو په موخو سره لیدلي دي.

 

 

۵۹  کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال د چنګاښ په څلورمه نیټه، حضرت امام خمینی (رح) د شاه د امنیتی ادارې ساواک لخوا له نیول کیدو وروسته د عشرت آباد پوځی کیمپ ته منقل کړئ شو. حضرت امام خمینی (رح) په دغه پوځی کیمپ کښې د څلویښتو ورځو له اسارته وروسته لومړی ترکیې ته او یو کال پس عراق ته جلاوطن شو. حضرت امام خمینی (رح) له وطنه د کابو دیارلسو کلونو په لیری والی کښې د خپلو شاګردانو په وسیله له شاه سره د مبارزې د غورځنګ مشری او لارښونه کوله.

د حضرت امام خمینی (رح) شاګردان په دې موده کښې د ایران له ولس سره د امام د ارتباط کړۍ وې او د هغه پیغامونه به له دې لارې ولس ته رسیدل. حضرت امام خمینی (رح) د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال په سلواغې میاشت کښې چې د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال له فرورۍ سره سمون خوری، ایران ته راستون شو او پینځو میلینو کسانو یې هرکلی وکړ. ایران ته د امام خمینی (رح) له رسیدا لس ورځې وروسته په ایران کښې دوه نیم زره کلن باچایی نظام نسکور شو.

 

او له ننه ۳۴  کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په څلورمه نیټه، د صدام د تیری ګر رژیم الوتکو د ایران په خلاف د اته کلن تپل شوی جنګ په وروستیو ورځو کښې یو ځل بیا په مجنون جزائر کښې پر پرتو ایرانی جنګیالیو د کیمیایی بمونو حمله وکړه. په دغه غیر انسانی یرغل کښې په سلګونو ایرانی ځواکونه شهیدان او یا ژوبل شول. د عراق پخوانی رژیم په دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال کښې د ایران په خلاف د خپل جنګ له لومړیو وختونو څخه د جنګ په جبهو کښې کیمیایی مرګونې وسلې وکارولې او د ایرانی جنګیالیو د بریالیتوبونو تر څنګ یې د کیمیایی وسلو استعمال لا زیات کړ. په دا ډول چې د ایران په خلاف د عراق د اته کلن تپلی جنګ په دوران کښې د عراق پوځ لږ تر لږه په دوه سوه موردونو کښې له کیمیایی وسلو څخه پراخه استفاده وکړه او کابو دیرش زره ایرانی پوځیانو او عامه خلک یې په دغو وسلو سره شهیدان او یا ټپیان کړل. خو لویدیځو حکومتونو چې پخپله یې له صدام رژیم سره د دغو منعې کړئ شویو وسلو د برابرولو لپاره مرستې کړې وې، د کیمیایی جنګ اوزارو له استعمال څخه د دغه رژیم د منعې کولو لپاره له هر ډول عملی اقدامه ډډه وکړه.

 

ټیګونه