Jun 30, 2022 14:24 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن زیارت ورځ یا ۵ شنبې د۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې نهمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۳۰ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۳۰ نیټی سره برابره ده

۱۲۲۲  کاله مخکې د ۲۲۰قمری کال د ذیقعدې په وروستۍ ورځ داسلام دګران پیغمبر یو پاک لمسی  حضرت امام محمد تقي علیه السلام شهید شو .  هغه بزرګوار  د هغې ډيرې زیاتې بخښونکي وړتیا  په خاطر چې یې درلوده ، :جواد :نومید چې معنا یې هم د : بخښونکي : ده . حضرت اما م جواد علیه السلام  د ۱۹۵قمری کال دروژې  په مبارکې میاشتې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې  او دخپل پلازبزرګوار حضرت امام رضا علیه السلام  له شهادت وروسته ،  دمسلمانانو   رهبري اومامت په غاړه واخست .  دامام جوادعلیه السلام  دامامت  او ژوند پړاؤ   داسلامی تمدن  د غوړیدا، داعتقادي او فلسفي لیدتوګو  د دودیدا او همدااز  اسلامي نړۍ ته  دروم او یونان  دلودیځي مکتبونو  دورتلو پړاؤ  ؤ . په دغه پړاؤکې  دامام جواد معنوي مقام او علمي عظمت ته په پام سره  عالمانو او پوهان  له هرپلوه  دهغه بزرګوار  له پوهې او علم څخه  د استفادې لپاره دمدینې په لور ورتلل . دبیلابیلو مذهبونو  له پوهانو سره   مناظرو  او بحثونو ، دخلکو په تیره بیا دپوهانو دښونې او روزنې د غونډوترسره کیدا  او همداراز د واکوالانو د ولسی ضد او انساني ضد سیاستونو ایشواکول،  دامام جواد علیه السلام  سیاسی ،کلتوري او علمي فعالیتونه وو .  دامام بزرګوار دغه ډول فعالیتونوخلک پوهول او د عباسی دلړۍظالم او استبدادي حکومت یې  له خطرو سره مخامخ کولو . په همد ې خاطر دوخت و اکمن معتصم  امام جوادعلیه السلام  په داسې حال کې  چې له پنځه ویشت کلونو یې زیات عمر نه درلودشهیدکړ. د هغه بزرګوار له وخت مخکې شهادت  ، ددې ټکي بیانونکی دی  چې د ظلم او ستم  حکومتونه   دامام جواد علیه السلام  داسلامی ارزښتونو  او کلتور په ساتنې    او روڼ اندیوکې دهغه بزرګوار   په فعالیتونو  خطره احساس کوله .

دحضرت امام محمد تقي علیه السلام  چې په جوا د هم مشهور دی دشهادت د کلیزې په مناسبت یو ځل بیا دتسلیّت ویلو په ترڅ کې  دهغه بزرګوار یو قول تاسو ته نقلوو  هغه بزرګوار فرمایي :،

 هغه کس چې  له پوهیدا پرته عمل کوي ،  له دې زیات چې  اصلاح وکړي  فساد  او تباهي رامینځةکوي

 

 

۹۲  کاله پخوا، د دیارلس سوه نهم هجری لمریز کال د چنګاښ په نهمه نیټه، په ادیب پیشاوری مشهور یو نامتو دانشمند، ادیب او شاعر سید احمد پیشاوری په تهران کښې وفات شو. هغه په دولس سوه درویشتم لمریز کال کښې د نننی پاکستان په شمال کښې د پیښور په خوا او شا سیمې کښې وزیږید . لا ماشوم ؤ چې د خپل قوم ډیر خلک او پلار یې له انګریز نیواکګرو سره په جنګ کښې له لاسه ورکړ. ادیب پیشاوری خپلې زده کړې د افغانستان په غزنین کښې پیل کړې او د ایران په شمال ختیځ کښې په مشهد او سبزوار کښې د نامتو فیلسوف ملا هادی سبزواری په شان عالم په محضر کښې یې، زده کړو ته دوام ورکړ. هغه وروسته په تهران کښې د ادبی او فلسفې کتابونو مطالعې او شعرونو ویلو ته مخه کړه. په ډاګه ویل ،په اصولو او دینی اساساتو باندی د زړه ایمان ، او له نړۍ بی پروایی د ادیب پیشاوری له روښانو خصوصیاتو څخه ووچې د هغه په ډیرو شعرونو کښې ښه څرګند دی. هغه د انګریز له استعمار سره ډیر سخت مخالف ؤ او مسلمانان یې د هغو په مقابلې کښې یو ځائ کول . ادیب پیشاوری په فارسی ژبه کښې د شعرونو یو دیوان لری چې ډیر استادۍ سره ویل شوی دی. قیصر نامه، جنګ یونان و عثمانی د دغه عالم له نورو شعری کتابونو څخه دی .

 

 

۶۲  کاله پخوا، د نولس سوه شپیتم میلادی کال د جون په دیرشمه نیته، کنګو ډیموکریټک هیواد (زئیر) د خپلواکۍ اعلان وکړ او کازاووبو د دغه هیواد ولسمشر او پاتریس لومومبا لومړی وزیر وټاکل شو. کنګو ډیموکریټک جمهوریت له خپلواکۍ مخکښې د بیلجیم له مستعمرو څخه ؤ. د مشهور افریقایی ازادی غوښتونکی پاتریس لومومبا په مشرۍ د کنګو د خپلواکۍ مبارزې له دویم نړیوال جنګ نه په وروسته کلونو کښې خپل اوج ته ورسیدې او د کنګو د ډیموکریټک جمهوریت د خپلواکۍ سبب شوې. خو له خپلواکۍ وروسته په دغه هیواد کښې یو لړ پراخه بغاوتونه رامینځته شول چې د بیلجیم حکومت په دغو شورشونو کښې بنیادی رول درلود. له بلې خوا له استعمار سره تړلی د موسی چومبه او لومومبا ترمینځ جګړو به دغه ګډوډۍ لا زیاتولې. د کورنیو خرڅ شویو عواملو لخوا د لومومبا په قتل سره له پردیو سره د کنګو د ډیمو کریټک جمهوریت پېلتیا زیاته شوه او بالاخره په نولس سوه پینځه شپیتم میلادی کال کښې جنرال موبوتو سه سه سکو چې د امریکې له ملاتړه برخمن ؤ، په یوې کودتا سره اقتدار په لاس کښې واخیست او د دغه افریقایی هیواد د بې وزلو خلکو ځپلو ته یې مخه کړه. په نولس سوه اویایم میلادی کال کښې د دغه هیواد نوم د کنګو له ډیموکریټک جمهوریت څخه په زئیر جمهوریت بدل شو. خو په نولس سوه اووه نوېم میلادی کال کښې د سه سه سکو له نسکوریدا وروسته یو ځل بیا پر دغه هیواد د کنګو ډیموکریټک جمهوریت نوم کیښودل شو. د کنګو ډیموکریټک جمهوریت یا زئیر هیواد په څه د پاسه دوه میلین او درې لکه مربع کیلو میټره پراختیا سره د افریقا براعظم په مرکز کښې پروت دی او له کنګو، زامبیا، انګولا، تنزانیا، مرکزی افریقا، سوډان، یوګینډا، بروندی او روانډا سره ګاونډ دی.

 

۳۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ په نهمه نیټه، د ایران په لویدیځ کښې د عراق د صدام ډیکټاټور له یرغلګر پوځه د مهران ښار د بیا نیوللو لپاره د کربلای یک نومی عملیات پیل شول. دغه ښار د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د وږې په یو دیرشمه نیټه، پر ایران د عراق د بعثی ځواکونو د تیری له پیلیدا لږ وروسته له نیواکه کابو دوه کاله وروسته د ایران د میړانیو ځواکونو پر لاس آزاد شو. د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجری لمریز کال په لومړیو کښې صدام د نښتې په جبهو کښې د خپلو ماتو د جبرانولو لپاره یو ځل بیا د مهران ښار و نیوه. خو نشو یې کولئ چې هغه تر یونیمې میاشتې پورې تر خپل نیواک لاندې وساتی او د کربلای یک په دقیقو او ګړندیو عملیاتو کښې نه یواځی مهران ښار بلکه د هغه په خوا او شا مهم کلی او سیمې هم آزادې شوې.

 

 

 

ټیګونه