Jun 30, 2022 14:32 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې لسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا دلوی اختر د میاشتې له لومړۍ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولای له لومړۍ نیټی سره برابره ده

۱۴۴۱ کاله پخوا، د دوهم هجري قمري کال د ذیی الحجې په لومړی نیټه، د رسول اکرم(ص) لور،حضرت فاطمه زهرا (س) او د پيغمبر ( ص) زوم حضرت علي ( ع) ګډ ژوند پیل کړ. حضرت فاطمه ( س) یوه غوره او پاکه میرمن وه، چې پياوړو مسلمان شخصیتونو ورسره د واده کولو غوښتنه کوله  .خو رسول اکرم (ص) فرمايل، چې د فاطمې واده د خدای ج په غوښتنه پورې اړه لري . بالاخره حضرت علي (ع) حضرت فاطمه ( س) له رسول اکرم (ص) څخه وغوښته او پيغمبر (ص) له فاطمې (س) سره تر مشورې او د هغې دموافقې له تر لاسه کولو وروسته، د هغوی نکاح وکړه. له واده وروسته دغو دوو وتلو انسانانو، ساده ، خو د معنویت او مینې ډک ژوند پيل کړ او په د غې د مینې ډکې کورنۍ کښې ، امام حسن ( ع)، امام حسین او حضرت زینب (س) په څیر لوی کسان، چې د بشپړو انسانانو بیلګې ګڼل کیږي، وروزل شول .

 

۸۵۷  کاله پخوا، د پینځه سوه شپږ اتیایم هجري قمري کال د ذی الحجې میاشت په لومړی نیټه، یو لوی مسلمان مورخ او پوه ابن ابي الحدید و زیږید. په ابن ابي الحدید معتزلي مشهور ابو حامد عبدالحمید بن محمد مدایني د معتزلې، فقیهي، اصولي، حکیمي،استادي،شاعري او کاتبي له لویو عالمانو څخه ؤ. د هغه د نهج البلاغې شرح چې عام او خاص شهرت یې درلود، د امیرالمؤمنین او پیغمبر اکرم (ص) د پاکی کورنۍ په اړه د هغه د مینې او دوستي ښودنه کوي. دغه اثر د کلامي، تاریخي او ادبي له معتبرو او مهمو کتابونو څخه دی او تالیف یې  له همهغه وخته شهرت موندلئ او د مراجعې ځای او د پوهانو د استفادې وړ ګرځیدلئ دی. ابن ابي الحدید په مدائن کښې وزیږید او په شپږ سوه شپږ پنځوسم قمري کال کښې په اویا کلنۍ کښې په بغداد کښې وفات شو. شرح یاقوت ابن نوبخت، شرح محصل فخر رازي او القصائد السبع في مدح سیدنا علی (ع) د هغه له نورو اثارو څخه دي.

 

۱۸۳  کاله پخوا، د اتلس سوه نهه دیرشم میلادی کال د جولایی د میاشتې په لومړۍ نیټه، د چین او انګلستان تر مینځ د افیمو لومړنی جنګ پیل شو.

د نولسمې میلادی پیړۍ په درشل کښې په داسې حال کښې چې له چین سره د پرتګال هیواد د تجارت او اړیکو درې پیړۍ تیریدلې، څو نور اروپایی هیوادونه هم له چین سره په تجارت بوخت شول چې تر ټولو مهم یې انګلستان ؤ. د دغه پیړۍ په لومړۍ نیمایۍ کښې انګلستان پر هندوستان د بشپړ سلطې او د چین پر بازار په انحصار سره د اسیا د استعماری مسلط قدرت په لیکه کښې ورغئ.

هغه څه چې انګلستان یې له نورو څخه زیات له چین سره د تجارت پراختیا ته هڅاوه، له هندوستان او د هغه له شا و خوا سیمو سره د اقتصادی فعالیتونو پراخول وو. په هغو شیانو کښې چې انګلستان چین ته استول، افیم هم شامل وو . د افیمو د استعمال او د چین د نشه یانو د شمیر زیاتیداسوکه سوکه د چین حکومت غبرګون ته مجبوره کړ او په نهایت کښې په اتلس سوه نهه دیرشم میلادی کال کښې چین د افیمو په واردولو او د دغه نشه ایزو موادو پر خرڅون بندیز ولګاوه خو بریطانیه چې په اسانۍ سره یې نشو کولائ په دغه ګټور تجارت سترګې پټې کړی، د دغه وژونکی مادې قاچاق ته دوام ورکړ. په دې مینځ و مان کښې د چین حکومت په ټول قدرت سره د افیمو له قاچاق سره مقابله وکړه.

په بدل کښې انګلستان د دوئ د افیمو د ضبطیدا او مصادره کیدا په پلمه د اتلس سوه نهه دیرشم میلادی کال د جولایی په لومړۍ نیټه جنګ پیل کړ چې د افیمو په جنګ مشهور شو.

چین په دغه جنګ کښې له ډیرو تاوانونو زغملو وروسته بالاخره د انګلستان د صلحې شرطونو ته غاړه کیښودله .

 

۴۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور پنځوسم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په لسمه نیټه، ستر عالم سید العلماء المجتهدین آیت ا... سید حسین موسوی بجنوردی په اتیا کلنۍ کښې د عراق په نجف ښار کښې وفات شو.

دغه ستر عالم خپل ماشومتوب د ایران په ختیځ کښې د مشهد په خوا کښې په بجنورد ښار کښې تیر کړ . هغه وروسته مشهد ته لاړ او د هغه وخت له نامتو استادانو سره یې عقلی او نقلی علمونه زده کړل. له هغه وروسته په اووه ویشت کلنۍ کښې د نجف له علمی حوزې د استفادې لپاره عراق ته لاړ او د سید ابوالحسن اصفهانی، میرزای نابینی او آقا ضیاءالدین عراقی په شان د سترو عالمانو په محضر کښې د خپلو زده کړو په بشپړولو بوخت شو.

سید آقا بزرګ په پیاوړی حافظې او په هغې پراخې احاطې سره چې په فارسۍ او عربۍ ژبو ادبیاتو، حکمت ، کلام ، تفسیر، حدیث، فقه ، اصول او د اسلامی معارفو او د فلسفې په بیلابیلو برخو کښې یې درلودله، ژر د نجف د علمیه حوزې د یوه نامتو متجهد او مدرس په توګه مشهور شو .

آیت ا... بجنوردی د اجتهاد د درس لپاره نوی روده رامینځته کړه چې پر اساس یې یوه فقهی قاعده مطرح کړه او د هغې قاعدې د بڼې د خپلیدا د تاریخچې او مستندانو له شرح وروسته یې هغه له بهرنیو مصادیقو سره تطبیق کوله .

دغه روده د فاضلانو په پرمختګ او درس کښې ډیره اغیزشیندونکی وه.

هغه دغه روده په القواعد الفقهیه کتاب کښې په اووو ټوکو کښې ولیکله او داسې تر ټولو مهم او مفصل کتاب دی چې د شیعه د فقهی قواعدو په حقله لیکل شوئ دی.

هغه د عراق په نجف کښې ځلانده درس درلود او د مصر د جامع الازهر په شان د اسلامی نړۍ له علمی مرکزونو سره یې هم ارتباط درلود.

 

 

ټیګونه