Jun 30, 2022 14:39 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا د لوی اختر د میاشتې له ۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له دوهمې نیټی سره برابره ده

 

۵۵ کاله مخکښې د ۱۳۸۸ سپوږمیز کال د ذی الحجې یا د لوې اختر د میاشتې په دویمه نیټه د قم د علمیه حوزې ستر استاذ آیت ا... سید محمد محقق داماد وفات شو. د سید جعفر موسوي زوی سید محمد محقق داماد په ۱۳۲۵ سپوږمیز کال کښې د یزد ولایت د اردکان ولسوالۍ په احمد آباد سیمه کښې زیږیدلی و. پلار یې  د هغه له زیږیدو مخکښې او مور یې د هغه په شپږ کلنۍ کښې مړه شول. خو د داسې غمجنې پیښې سره سره یې زده کړه پيل کړه. بیا یې یزد ته کډه وکړه او د هغه ښار د استاذانو په نزد یې د ادبیاتو او سطحې بشپړولو ته مخه کړه. بیا یې د خپل قدرمن استاذ شیخ غلام رضا یزدي په سپارښتنه قم ته مهاجرت وکړ او د حوزې د سترو استاذانو په درس کښې یې ګډون وکړ.

آیت ا... شیخ عبدالکریم حائري یزدي له هغه سره یو خاص ارادت درلود او د داشان شاګردانو په شتون سره د حوزې راتلونکي ته هیله من و. همدا ارادت سبب شو چې هغه ته یې خپله لور په نکاح کړه او د (داماد) په لقب مشهور شو.

هغوي به تدریس ته ډیر اهمیت ورکوه، کله چې د خپل عمر په وروستیو ورځو کښې د بیمارۍ په بستر پروت و نو په دې وجه به یې ژړل چې د درس په کلاس کښې ګډون نه شي کولی. هغه بزرګوار له ۷۵ ورځو ناروغۍ وروسته بلآخره د زړه د دورې په وجه په ۶۳ کلنۍ کښې له دنیا لاړ او د حضرت معصومې(س) د حرم په انګڼ کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

۴۰  کاله وړاندې، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ په یوولسمه نیټه، د ایران په مرکز یزد ښار کښې ستر او مبارز عالم او د دې ښار د جمعې امام آیت ا.. محمد صدوقی د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ لخوا په شهادت ورسید او د ایران د اسلامی انقلاب په تاریخ کښې یې یاد د محراب د دریم شهید په توګه تل پاتې شو.

هغه د دینی علومو زده کړې د قم په علمیه حوزې کښې ترسره کړې او د آیت ا... بروجردی، آیت ا... خوانساری په څیر د دغه مرکز له استادانو یې ګټه پورته کړه.

آیت ا.. صدوقی د پاچا رژیم پر وړاندې د ایران د مسلمانو خلکو د مبارزو له پیله تل د انقلاب په متن کښې شتون درلود او د حضرت امام خمینی ره له نږدې یارانو ګڼل کیده. آیت ا.. صدوقی د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د خبرګانو د جرګې غړئ شو او د ایران د اسلامی جمهوریت د اساسی قانون په تدوین کښې یې ارزښتمن رول ولوباوه.

آیت ا.. صدوقی په یزد ښار کښې د امام خمینی (رح) ځانګړی استازی او د دغه ښار د جمعې امام ؤ نو ځکه یې د دغه سیمې د محرومانو او مظلومانو ډیر خدمتنونه وکړل، له همدې امله په خلکو کښې له ځانګړی محبوبیت او درناوی برخمن ؤ.

هغه په همداسې یوه ورځ د جمعې د لمانځه د ترسره کولو پر مهال د اسلام د دوښمنانو لخوا په شهادت ورسید.

 

۳۲  کاله پخوا د ۱۳۶۹ هجري لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په یولسمه نیټه د ایران د مینیاتورۍ او تذهیب د هنر یو استاد محمد علي زاویه په ۷۸ کلنۍ کښې وفات شو. هغه په ځلمیتوب کښې کمال الملک هنرتون ته لاړ او د مینیاتورۍ او تذهیب په برخه کښې یې زده کړه وکړه او څه موده پس د مینیاتورۍ په څانګه کښې په غوره درجۍ سره فارغ التحصیل شو.

استاد زاویه د خپل کار په شپیتو کلنو کښې څه باندې دوه زره آثار خلق کړل. د استاد زاویه وړومبني اثر د بروکسل د نقاشۍ ستر انعام وګټه. د استاد زاویه له آثارو څخه (چوګان بازي) او (خسرو و شیرین) ته اشاره کولی شو چې دغه ټول د ایران د کلتوري میراث د ادارې د ملي هنرونو په میوزیم کښې ساتل کیږي.

 

او له ننه ۵ کال مخکښې د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د چنګاښ په یولسمه نیټه د ایران یو تکړه کمنټیټر، لیکوال، خبریال او مفسر عطاء ا... بهمنش چې ورزشي مخینه یې لرله، وفات شو. هغه د ۱۳۰۲ لمریز کال د وري په میاشت کښې په کرمانشاه کښې زیږیدلی و. بهمنش د ۱۳۳۰ لمریز کال د سلواغې له میاشتې څخه په (نیرو و راستي) نومي ورزشي مجلې کښې چې د منیر مهران او منوچهر مهران لخوا به خپریده، لیکنه پيل کړه او له دغې مجلې سره یې خپله ملګرتیا په ۱۳۳۷ کال کښې د هغې تر تړل کیدو پورې جاري وساتله. هغه له ۱۳۳۳ نه تر ۱۳۳۷ کلونو پورې د امیدِ ایران مجلې لپاره لیکنې وکړې او ورپسې د کیهان ورزشي اونیزې یو اصلي لیکوال ګڼل کیده او د اطلاعات، ګلبانګ، روزنامه ری او ایران ورزشي په شان ورځپاڼو سره یې هم کاري ملګرتیا درلوده.

هغه په ایران کښې د سپورټي لوبې وړومبنۍ ژوندۍ کمنټري یا ګزارشګري په ۱۳۳۷ کال کښې له صدای ایران راډیو څخه د ایران او عراق د ملي لوبډلو ترمینځ د منډې او ځغستیا د سیالۍ لپاره وکړه.

له استاد بهمنش څخه د ورزشي مقالو، رپورټونو او یادداشتونو سربیره د (جام جهانی فوتبال از آغاز تا ۲۰۰۲)، (بازیهای اولمپیک از آغاز تا امروز) او (ګام به ګام با جام: تفسیر و آلبوم فوتبال جام جهانی اسپانیا ۱۹۷۲) په شان څو ورزشي کتابونه هم په یادګار پاتې دي.

 

 

 

 

ټیګونه