Jul 02, 2022 14:42 Asia/Kabul
  • تاریخ پآڼه

نن د اتبار ورځ یا یکشنبې ۱۴۰۱ نوېم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې دولسمه نیټه ده چې ۱۴۴۳ هجری قمری کال د د ذالحجې یا د لوی اخترد میاشتې له ۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له دریمې نیټی سره برابره ده

۹۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه دریم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په دولسمه نیټه، ایرانی جرنلسټ او ازادی غوښتونکی میرزاده عشقی ووژل شو. د هغه ادبی ذوق او احساسات د وطن پرستۍ، ازادی غوښتنې او اصلاح طلبۍ له احساساتو ډک ؤ او د جسارت په دې لاره کښې یې د زیاتې قربانۍ او بې باکۍ ښودنه وکړه. عشقی د لومړی نړیوال جنګ په دوران کښې عثمانی هیواد ته لاړ او د هغه ځائ په دارالفنون مدرسه کښې یې زده کړې ترسره کړې. هغه له نولس سوه نولسم تړون سره مخالفت وکړ او یوه موده بندی شو. هغه بیا په تهران کښې شلمه پیړۍ نومې ورځپاڼه چې د ایران د واکمنانو په خلاف تندې مقالې او شعرونه پکښې وو، خپره کړه.

عشقی د دغې ورځپاڼې لومړنی ګڼه د لومړنی پهلوی د دروغو جمهوریت غوښتنې په خلاف تندو مقالو، شعرونو او کارټونونو ته بیله کړه چې بې له څه ځنډه د ځایی پولیسو لخوا یې ټولې ګڼې راغونډې او سینسر شوې. میرزاده هم په ظاهره د همدغو مقالاتو په وجه د دیارلس سوه دریم هجری لمریز کال د چنګاښ په دولسمه نیټه، د نامعلومو کسانو په لاس په یو دیرش کلنۍ کښې ووژل شو او د تهران د جنوب په شهر ری کښې خاورو ته وسپارل شو. (ایده آل) او (کفن سیاه) نومې لوحې د هغه له اثارو څخه دی چې د ایران د هغه وخت په اجتماعی حالاتو باندې په نیوکه مشتملې دی.

 

۵۱ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه څلویښتم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په دولسمه نیټه، لوړ رتبه مسلمان عالم، فقیه او د الغدیر نومې د ارزښتناک کتاب مؤلف علامه عبدالحسین امینی وفات شو. هغه په دولس سوه یو اتیایم هجری لمریز کال کښې په تبریز ښار کښې وزیږید او د ماشومتوب پړاؤ یې په یوې مذهبی کورنۍ او د خپل نیکه تر سرپرستۍ لاندې چې د هغې زمانې یو مشهور عالم ؤ، تیر کړ. علامه امینی له مقدماتی زده کړو وروسته او د خپلو دینی زده کړو د بشپړولو لپاره د عراق نجف اشرف حوزې ته لاړ. هغه په ځوانۍ کښې د غیرمعمولی قابلیت او د شیخ عبدالکریم حائری او میرزا محمد حسین نائینی په شان د سترو عالمانو د درس او بحث له غونډو څخه د استفادې په وجه د اجتهاد درجې ته ورسید. علامه امینی خپل لومړنی اثر د (شهداء الفضیله) یعنی د فضیلت د لارې شهیدان تر عنوان لاندې ولیکه. خو د دغه قدرمن عالم تر ټولو ارزښتناک اثر (الغدیر فی الکتاب و السنه) دی چې هغه د هغه د تالیف لپاره د هند، ترکیې، سوریې، مصر او عراق په شمول زیاتو هیوادونو ته د سفر رنځونه او دردونه وزغمل څو بیلا بیلې سرچینې مطالعه کړی.د الغدیر ارزښتناکه ټولګه په یوولسو ټوکو کښې په ډیره غوره توګه برابره شوې ده. په دغه ستره ټولګه کښې علامه امینی له یونیم سلو نه د زیاتو معتبرو اسلامی کتابونو نقد او څیړنه کړې او د غدیر په تل پاتې حدیث کښې یې د حضرت امام علی (ع) د ولایت مسئله له مختلفو اړخونو مطالعه کړې ده. د علامه امینی له نورو اثارو څخه (کامل الزیارات ابن قولویه)، د شیخ مرتضی انصاری پر (رسائل و لمکاسب) شرحه او د قران شریف د ګڼ شمیر آیتونو تفسیر او ترجمې ته اشاره کولئ شوو. دغه محقق عالم همداراز په نجف اشرف کښې په دوه څلویښت زرو کتابونو مشتمل (امیرالمومنین) نومې یو کتابتون جوړ کړ او پکښې یې د خپلو یو شمیر ملګرو په مرستې او د ډیرو نایابو او ځانګړو اسلامی کتابونو په نقل اخیستو سره د مذهبی اثارو یوه ګران بیه خزانه راغونډه کړه.

 

او له ننه ۳۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په دولسمه نیټه، د ایران یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د ایران له بندر عباسه دوبۍ ته روانه وه، د فارس خلیج د اوبو د پاسه په نړیوالو هوایی حدودو کښې په دوو توغندیو ولګیده. دغه توغندی له وینسنس نومې یوې امریکایی سنبالې بېړۍ څخه وویشتل شول. په دغه پېښه کښې د الوتکې ټول دوه سوه اتۀ نوی سورلۍ چې شپږ شپیته پکښې ماشومان وو، ووژل شول. دغه زړه دردوونکی جنایت ښودنه وکړه چې امریکا دومره ګستاخه او بې مهاره ده چې ټولو نړیوالو قوانینو او انسانی اصولو ته بې له څه پامه حتی په مسافر وړونکو الوتکو هم حملې کوی. د ایران د مسافر وړونکې الوتکې له نسکوریدا وروسته امریکایی چارواکو د دغه نه بخښونکی جنایت د توجیه لپاره متناقضه دلایل وړاندې کړل او کوشش یې وکړ چې دغه غلیمانه اقدام یوه اشتباه او خطا وبولی. خو په ډیرو پر مختللیو ریډاری او کمپیوټری سیسټمونو باندې سنباله وینسنس نومې جنګی بیړۍ ته په پام سره معلومه شوه چې پکښې څه خطا او اشتباه نشته او دغه اقدام په کامله توګه غلیمانه او قصداً ؤ.

له بلې خوا امریکایی چارواکو له دغه جنایته وروسته کوشش وکړ چې د دروغو تبلیغاتو او د بې بنیادو ادعاګانو په وسیلې سره دغه غمیزه وړه او یوه عامه پیښه وښئ، په همدې لړ کښې د ایران په مسافر وړونکې الوتکې باندې د وینسنس بیړۍ له حملې څه موده وروسته امریکایی چارواکو د ایران د ملت په یو څرګند سپکاوی کښې د دغې بېړۍ چلوونکی ته په غاړه کښې د میړانې مډال زوړند کړ او په دا ډول یې له دغه جنایت څخه خپل رسمی ملاتړ اعلان کړ.

 

او له ننه ۹ کاله مخکي د ۲۰۱۳ میلادي د جولای د میاشتې په ۳نیټه د مصر پخوانی ولسمشر «محمد مُرسي» په دغه هیواد کې د جنرال عبدالفتاح السیسي په مشرۍ د کودتا نه ورسته د اخوان المسلمین له غورځنګ څخه ګوشه شو. هغه په ۲۰۱۲ میلادي کال د جولای په میاشتی کې د انقلاب نه ورسته په مصر کې د لومړني ولسمشر په توکه وټاکل شو. محمد مرسي د مصر په د ننه کې کولای  نشوچې سیاسي او اقتصادي مسائل  حل او سمبال کړي .که څه هم هغه یو اسلامپال سړی محسوبیدله خود صیهونسټي رژیم سره  د مصرد څنګ ته شوي ډیکتاټور حسني مبارک د حکومت نیږدې اړیکې هم هغسي جاري وساتل او له هغه سره و د کمپ ډیویډ په رسمیت وپیژندل .محمد مرسي همدارنګه په سیمه کې د پرمختلیو هیوادنو په وړاندي ناسم سیاست او چلند ته مخه کړه اوپه پای کې هغه حکومتونه چې مرسي په هغوی باندي په زیاته تکیه کوله  دې ته خیانت او له کودتا چیانو څخه ملا تړ وکړل .

 

 

 

 

 

 

ټیګونه