Jul 16, 2022 11:30 Asia/Kabul
  • د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو نن به د ایران د تبریز ښار سیل وکړو.

ګرانو لوستونکو د ایران تبریز ښار د قاجار باچاهانو د وخت د ولایت د مرکز او د هیواد له رونق څخه د دوهم ډک ښار په توګه د زړو کورونو د لرلو په وجه ډیر د پام په مرکز بدل شوی دی.

ګرانو لوستونکو د ایران تبریز ښار د قاجار باچاهانو د وخت د ولایت د مرکز او د هیواد له رونق څخه د دوهم ډک ښار په توګه د زړو کورونو د لرلو په وجه ډیر د پام په مرکز بدل شوی دی.

د لومړیو مطالعو پراساس په تبریز ښار کښې کابو درې سوه زړه کورونه شته چې کابو اتیا فیصده پکښې د کلتوري میراث د مدیریت په معرفي کولو سره په کلتوري کارندوالي سره تثبیت شوي دي چې له ورانیدا څخه خوندي پاتې شي.

په نني پروګرام کښې هماغه ډول چې ژمنه مو کړي وه د ایران د هنر او د معمارۍ یو لړ ځایونو یعني د تبریز د  تاریخي کورونو ته کتنه کوو.

د ایران په تبریز ښار کښې ډیر زړه کورونو نشو پیدا کولای ځکه چې په دغه ښار کښې د ډیرو زلزلو راتلل سبب شوي دي چې نور د ډیرو تاریخي کورونو هیڅ نښه نښانه پاتې نشي خو د قاچار باچاهانو د وخت یوشمیر پرتم لرونکي کورونه هم اوس هم د تبریز ښار په بیلابیلو سیمو کښې شته چې د تیر وخت د تاریخ ښودنه کوي.

()

ګرانو لوستونکو د ایران د تبریز ښار په کوڅو او واټونو کښې په ګرځیدا سره ډیر ښکلي تاریخي کورونه وینو چې د معمارۍ په بي ساري ورایښتونو سره ټوریسټان او سیلانیان د قاجاریه او د زندیه باچاهانو د وختونو د معمارۍ له سبک سره اشنا کوي.

مناسبه ده چې دغو تاریخي کورونو ته ورشو.

«خانه حیدزاده» یعني د حیدر زاده کور د تبریز ښار په مقصودیه سیمه کښې پروت یو تاریخي عمارت دی چې د تبریز د ښاروالۍ د ودانۍ د جنوب په خوا  کښې واقع دی.

د دغه کور د جوړیدا د وخت په هکله هیڅ تاریخي سند نشته، خو تحقیقات ښودنه کوي چې دغه کور په کابو اتلس سوه اویایم میلادي کال کښې د« حاجي حبیب لک» لخوا جوړ کړی شوی دی.

«خانه حیدر زاده» کور نهه سوه میټره دی او دوه پاوړیزه ودانۍ  ګڼل کیږي .

دغه کور دوه انګڼونه لري چې یو یې بهر او بل یې داخل انګڼ دی چې د کور په وسیله له یوبل څخه جلا شوي دي.

د خانه حیدر زاده د کور د ځمکې لاندې یو ډنډ شته چې په ښښتو او رنګ په رنګ طاقونو  سره ښکلی کړی شوی دی.

د دغه کور نورې برخې د هال په وسیله له یوبل سره وصل شوي دي.

دغه کور په لرګینو کړکیو سره چې نقش و نګار ورباندې شوی دی دغه راز په رنګینو شیشو ، ښښتو او نقاشیو سره ښکلی کړی شوی دی.

د حیدر زاده کور اصلي کوټه شاهنشین ده چې  د هغه  تر ټولو جذابه کوټه ده.

خانه حیدر زاده په دیارلس سوه اتیایم یعني په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې مرمت کړی شوی دی او همدا اوس د تبریز او د اذربایجان شرقي ولایت د ټوریزم د اطلاعاتو د مرکز په توګه کارول کیږي.

دغه کور په دیارلس سوه اته اویایم یعنی په نولس سوه نهه نویم میلادي کال کښې په دوه زره پینځه سوه څلرویشتمې (۲۵۲۴) شمیرنې سره د ایران د ملي میراث په فهرست کښې ثبت شوی دی.

د خانه حیدر زاد د کور په خوا کښې د خانه سلماسي او د خانه بهنام(قدکي) په شمول زیات تاریخي کورونه شته.

خانه سلماسي ( د سنجونې میوزیم) د میوزیم په کارندوالي سره د تبریز یو بل ارزښت لرونکی کور دی.

دغه کور د مقصدویه په زړې کوڅې کښې د ښاروالۍ عمارت ته نږدې دی او د قاجاریه باچاهانو د پړاو په لومړیو کښې په څه د پاسه اته سوه اویا مربع میټرو کښې جوړ شوی دی چې د انګڼ په دریو ضلعو او دوو چتونو کښې جوړ دی.

په دغه میوزیم کښې د سبزیو منډیو د تلو(میزان) په شان د  شیانو د وزن کولو ډول ډول  وسائیل ، زرګري تلې ، ښکلي داخلي او خارجي ډول ډول زړه ساعتونه ، ،د نجومو علم ، هوا پیژندنې، اوبو او بریښنا ته اړونده د سنجش اوزارونه وغیره وغیره ساتل کیږي.

()

د ایران د قاجار باچاهنو د پړاو په لومړیو او د زندیه باچاهانو د پړاو په اخر کښې په مقصودیه سیمه کښې د تبریز ښار بله تاریخي ودانۍ خانه بهنام ده .

په دغه ودانۍ کښې خلک وسیدل او د باچا ناصرالدین شاه د حکومت په وخت کښې مرمت کړې شوي ده او د قاجار باچانو د سبک په ښو نقاشیو او انځورونو سره ښکلي کړې شوي ده.

په وروستي ځل مرمت کولو کښې د فرسکو په نوم د ایران څو انځورونه کشف شوي دي.

فرسکو د نقاشیو څو اړونده رودو ته هم اشاره لري چې په ګچو باندې ، په دیوال باندې یا په چت باندې جوړیږي.

دغه تاریخي ودانۍ په درې زره مربع میټره مساحت سره دوې(۲) ودانۍ لري چې اصلي ودانۍ یې د قشلاقي یعني د ژمي د وخت د ودانۍ او  کوچنۍ ودانۍ د ییلاقي یعني د  ګرمې د وخت لپاره استفاده کیدله.

دغه راز د ودانۍ دوه داخلي او خارجي انګڼونه د ایران د زړو کورونو د ښکلا یادونه کوي.

داخلي انګڼ د کور په شمالي برخه کښې دی چې د ختیځ او د لویدیځ خوا ته یوشمیر کوټې لري چې د داخلي انګڼ د پاسه دی.

د خانه بهنام ودانۍ ګره سازۍ د دغه تاریخي ودانۍ د معمارۍ تر ټولو مهمې ځانګړتیاوې دي چې رڼا یې د منبت کارۍ په هنر او له بیلابیلو تزیني او هندسي طرحو په رامینځته کولو سره اخښلي ده .

ګره سازۍ هغو ښکلاو ته ویل کیږي چې په هنري ډول او په معلومو قواعدو سره انځوریږي او په ډیرو ځایونو کښې ترې استفاده کولای شو.

په ورونو د پاسه کتیبې ، کتیبو باندې ، په کړکیو باندې ، طاقونو وغیره باندې ګره په ښښتو ، کچو ، کاشیو ، اینینو وغیره وغیره سره جوړولی شو.

دغه ودانۍ د معمارۍ یعني د ډیزاین او د جوړیدا له نظره او په هغه کښې د ترسره شویو تزئینانو یعني ښکلاګانو او د ودانۍ د بشپړیدا په وجه د یوې هستوګنې ودانۍ د بیلګې په توګه د مطالعې وړ ده او ځانګړی اهمیت لري.

حاضردمه خانه بهنام د کړکي د تالار ، ډنډ ، د والې(ګوشواره) د کوټې ، اڼګڼ او د هغه د وخت د ښکلیو نقاشیو او انځورونو په شان د قاجاریه لړۍ په ښکلي معمارۍ سره د ښار جوړونې او د معمارۍ د پوهنځي په توګه استفاده کیږي.

دغه ودانۍ د دیارلس سوه شپږاویایم هجري لمریز کال د وري د میاشتې په درویشتمه یعني په نولس سوه اوه نویم میلادي کال کښې په اتلس سوه پنځوسمې شمیرې سره د ایران د یوه ملي اثر په توګه ثبت شوي ده.

()

د ایران د تبریز د قاجاریه پړاو په بل تاریخي کور کښې « خانه حریري » ته اشاره کولای شو.

دغه کور د قاجاریانو په دیوال باندې د انځورونو  د جوړولو د هنر بشپړه هینداره ده او هغه د قاجار باچاهانو د حکومت په لومړیو کښې جوړ کړی شوی دی.

دغه ودانۍ یو داخلي انګڼ او یو بهرنی انګڼ او دوه بلاکونه لري .

کورونه  د قبلې خوا ته دي او د ودانۍ بهرنۍ برخه په دیوالونو باندې د انځورونو په جوړولو سره ښکلي کړې شوي ده چې د یوسف او زلیخان د قیصې او له نورو تاریخي قیصو په شان له لرغونو اساطیري موضوعګانو یې الهام اخیستی دی.

دغه کور په دیارلس سوه پینځه نوی هجري لمریز کال یعني په دوه زره شپاړسم میلادي کال کښې د تبریز د مطبوعاتو، د چاپ او د ډيپلوماسۍ په میوزیم بدل شو.

خانه حریري د دیارلس سوه اوه اویایم هجري لمریز کال د مرغومې د میاشتې په اوویشتمه یعني په نولس سوه اته نویم میلادي کال کښې په دوه زره دوه سوه دوه څلویښتمې شمیرې سره د ایران د ملي اثارو په فهرست کښې ثبت شوي ده.

()

د ایران د اذربایجان یو تر ټولو ښکلی کور د قاجار باچاهانو د پړاو د ډیپلوماټ ، سفیر او د لیکوال« امیر نظام ګروسي» شخصي کور دی چې د باچا ناصر الدین شاه د حکومت په وخت یې د خپل ځان لپاره جوړ کړی و.

دغه دوه پاوړیزه کور دی او د هغه ایوان په ښکلیو لویو ستنو سره شپاړس ستني لري.

داخلي برخه او خارجي برخه ، په ډنډ باندې ښکلی شوی انګڼ، مشبک کړکي یعني داسې کړکي چې سوري سوري پکښې وي او رنګینې شیشې ، د ګچو کار، او د ودانۍ دننه په ښکلي ډول د ایینو کارول د قاجار د دغه کور په ښکلاو کښې شامل دي.

د ودانۍ د دودیزو ځانګړتیاو او د معمارۍ د ځانګړنو په ساتل کیدا سره د دغه ودانۍ له مرمت او بیا رغول کیدا وروسته هغه د قاجار د میوزیم په توګه وکارول شوه او په دیارلس سوه پینځه اتیایم هجري لمریز کال یعني په دوه زره شپږم میلادي کال کښې په رسمي ډول پرانیستل شوه او په اولس سوه نهه څلویښتمې شمیرې سره د ایران د ملي اثارو په فهرست کښې ثبت شوه.

په دغه میوزیم کښې د اول پوړ تالارونه چې پکښې تلار سکه ، تلار بافته ، تالار چیني ، تالار ابګینه ، تلار فلزات ، تلار موسیقۍاو  تالار خاتم شامل دي او د تیږو تالارونه ، د وسلو تالارونه ، د شخصیتونو تالارونه ، د فرامینو تالارونه ، د معمارۍ تالارونه ، د ښار جوړونکې تالارونه او د قفل او د فانوس تالارونه تر ځمکې لاندې برخه کښې واقع دي.

د سفالو میوزیم یعني د خټو د جوړو شیانو میوزیم د تبریز یو میوزیم دی چې په تاریخي او ښکلي کور کښې دی .

د دغه کور لرغونوالی د قاجار باچاهانو پړاو ته ورګرځي.

د دغه کور د معمارۍ سبک د ایران اصیله معمارۍ ښي او ډیره  ښکلي معمارۍ ده.

دغه کور چې په شمس تبریزي واټ کښې دی د « صرافلار» کورنۍ ته اړونده دی او د دغه کور اخري مالکان هم علوي کورنۍ وه.

دغه ښکلی کور چې دوه پاوړیزه یعني دوه چتونه لري په یوه بره چت او تر ځمکې لاندې جوړ شوی دی داسې ودانۍ ده چې د ایران د معمارۍ په اصیلي هنر او سبک سره جوړ شوی او ښکلی کړی شوی دی.

دغه ودانۍ ته ننوتونکي لاره او بهر اصلي برخه چې دوه ایوانونه لري له ګچو جوړ دي او ډیره ښکلي هم ده.

د لرګیو جوړ کړکي ، د ښښتو کار او د یوه بل په څنګ کښې په ښکلي ډول له ګچو څخه کار اخیستل د قاجار د حکومت د لیدو وړ معمارۍ په تر ټولو ښکلي ډول نندرې ته وړاندې کړي ده.

د ځمکې لاندې برخه کښې یو ډنډ او په اصلي برخه کښې دوې کوټې او یوه مستطیل کوټه شته او د ودانۍ په لویدیځه ضلع کښې هم یوه لاره شته.

د ودانۍ د انګڼ په مینځ کښې یو ډنډ شته او له ګلونو او ونو څخه ډکې دوې (۲)باغچې هم د دغه ودانۍ خوا ته شته چې ډیرې ښکلي بریښي.

()

نن سبا د «صرافلار »تاریخي کور د خټینو شیانو د هنر مندانو د زده کړې او د راغونډیدا ځای دی او د  خاورینو شیانو د کور او د میوزیم په نوم پیژندل کیږي.

ځکه چې په دغه کور کښې هنرمندان او هنر زده کونکي فعالیت لري هغه ته د خټینو شیانو ژوندی میوزیم هم ویل کیږي.

په دغه میوزیم کښې د استاد احمد قابچي ، د استاد عباس قابچي او  د استاد فریده تطهیري مقدم وغیره وغیره په شان د اذربایجان شرقي ولایت د سترو او د مشهورو هنرمندانو اثار لیدلی او خوند ترې اخیستلی شو.

دغه راز د خټینو شیانو په میوزیم کښې کولای شو له لومړیو څخه تر اخره پورې د خټینو شیانو د جوړولو ټول پړاونه وګورو.

 

ټیګونه