Sep 08, 2022 14:42 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۱۱۰

ګرانو او قدرمنو لوستونکو د ایران سیل نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو

د ایران مختلفو سیمو ته د سفرونو او د سیلونو په دوام کښې نن زنجان ولایت ته ځو، هغه ولایت ته چې د یو ډیر اوږد تاریخ او د لرغونو آثارو او تاریجي جاذبو د یوې ارزښتناکې خزانې په لرلو سره تل د یوې سیاحتي سیمې په توګه مطرح پاتې شوی دی، نو په دې سفر کښې راسره مله ووسئ.زنجان ولایت چې د زنجان دښتې په توګه هم یاد شوی، د ایران په شمال لویدیځ کښې پروت دی. دغه ولایت له شمال څخه له ګیلان او اردبیل، له شمال ختیځ او ختیځ لوري څخه له قزوین ولایت، له شمال لویدیځ نه له آذربایجانِ شرقي ولایت، له جنوب لویدیځ لوري له کردستان ولایت او له لویدیځ لوري نه له آذربایجانِ غربي ولایت سره لګیدلی دی. د دغه ولایت مرکز زنجان ښار دی. د ۹۰ فیصده خلکو ژبه یې ترکي ده او لږشمیر خلک یې په فارسۍ او نورو ژبو خبرې کوي.

زنجان ولایت د زاګرس او البرز غرونو د لړۍ د یوځاې کیدو په سیمه کښې پروت دی. دغه ولایت د دنګو غرونو په پراخې سیمې مشتمل دی چې د یوې مرتفع دښتې په توګه ښکاري زنجان ولایت په کلي توګه له غریزې او زرغونو میدانونو جوړ شوی دی. په ولایت کښې موجودې ناهموارۍ د شمالي زنجان او جنوبي زنجان د غرونو په دوو برخو ویشل کیږي. د شمالي زنجان د غرونو لړۍ په حقیقت کښې د ګلاس، قُله باکلور، قله دګا او قله چله خانه په نومونو د البرز غرونو د لړۍ دوام دی.

د غرونو دغه لړۍ د زنجان په شمال لویدیځ کښې په خپلو کښې یوځاې شوې او د لویدیځ البرز غرونو لړۍ جوړوي. د جنوبي زنجان غرونه د منفردو مرکزي غرونو د لړۍ یوه برخه ده چې د قله قیدار، قله خورجهان، قله علم کندی، قله سپهسالار، قله جهان داغ  او قله رستم په شان لوړې او غونډۍ لري. د ولایت له مهمو سیندونو څخه قزل اوزن سیند، رنجان سیند او ابهر سیند یا کبیر سیند ته اشاره کولې شو. د سیمې غریزوالی سبب شوی چې زنجان ولایت دوه ډوله یعنې غریزه او ګرمه او نیمه نمجنه آب و هوا لري. په کلي توګه د زنجان ولایت آب و هوا په اوړي کښې معتدله او په ژمي کښې ډیره سړه او واورینه وي. په دغه ولایت کښې هم داشان هر کال په مختلفو موسمونو کښې سخت بادونه الوزي.

د آب و هوا مختلفوالی، د اوبو پراخوالي او د خاورې ښیرازوالي زنجان ولایت د کرهڼې لپاره په یوې مناسبې سیمې بدل کړی دی. په دې ولایت کې کرنه په اوبولګولو او باراني دوو بڼو ترسره کیږي. دښتې د اوبه خور له لارې د کرهڼې لپاره مناسبې دي او د غرونو په لمنو کښې پرتې سیمې زیاتره په باران سره اوبه کیږي.

په زراعتي او کرهڼیزه برخه کښې زنجان ولایت د انګورو د تولید له نظره په ایران کښې په اول نمبر دی. د دغه ولایت د کرهڼې زیاتره محصولات چې ځینې یې نورو هیوادونو ته هم صادریږي، په اینځرو، وریجو، انګورو، مندتو یا خوبانیوؤ مڼو، لوبیا، بادرنګو، پياز، غوزانو، فندقو، بادامو، زیتونو، انارو او اوږې مشتمل دي. د دغو محصولاتو ستره برخه په طارم ولسوالۍ کښې تولیږي.

په حقیقت کښې زنجان ولایت د ایران په لویدیځ کښې د کرهڼې او مالدارۍ یا د څارویو په ساتلو کښې یو مهم قطب ګڼل کیږي چې دغه دواړه برخې په دودیزې او هم په صنعتي بڼه ترسره کیږي. مال ساتنه په زنجان ولایت کښې زیاتره د قبایلي رمو ساتلو په توګه دود ده. البته دغه ولایت په صنعتي توګه مال ساتنې او د غوښې او شیدو په تولید کښې د هیواد په کچه ستر مقام لري او د ایران د چرګانو د تولید د برخې یو مهم مرکز هم دی.

د صنعت او معدن په برخه کښې هم دغه سیمه ځانګړی موقعیت لري. زنجان ولایت تهران او ګیلان ولایتونو ته د نزدې والي په وجه د صنعت په برخه کښې ورځ تر بلې پراختیا مومي. د ځمکې، خاورې، د اوبو د سرچینو، مواصلاتي شبکو، په شمال لویدیځه سیمه کښې د سټراټیجک موقعیت، د انرجۍ د لیکو د تیریدو، د سترې ملي پانګونې وغیره په شان پياوړو بیخ بینايو لرلو ته په پام سره د صنعت د برخې د پانګونې په جذبولو کښې د پام وړ پوټینشل لري.

په دې وجه په دې وروستیو کلونو کښې په دغه ولایت کښې مهمې صنایع جوړې شوې دي. زنجان ولایت د ډول ډول معدنونو له نظره هم ډیر بډایه دی او له معدني زیرمو څخه یې لیډ او زنک، براسایټ، سیلیکا، انټيموني صنعتي خاورې، تالک، پرلیک، مګنیزیم سلفیټ، ایلونایټ، منګنیز، مس، اوسپنې او آرائشي ډبرې لکه ګرانایټ، مرمر، ټراورټین، مرمر او د چونې ډبرې او د پلستر او سکریپ ډبرې نومونه اخیستی شو. دغه ولایت نن سبا د مینځني ختیځ د زِنک یو ستر معدن لري.  

په زنجان ولایت کښې هم داشان مختلف ډول لاسي صنایع هم دود دي چې په کښې د غالۍ اوبدلو، ورېښمو او پنبې ګنډلو، د چارګو ګنډل، رنګ کول، کولالي لوښي، د نلدوانۍ کار په شمول د ټریونو، د استعمال لوښي، کڅوړې او مصرفي توکي، هر ډول چاقوان او د قندو ماتونکي،  جاجیم اوبدل او د مسو نقاشي شامله ده.

همداشان باید ووایو چې قالین اوبدل له هغو هنرونو دی چې د زنجان ولایت په ډیرو کلیو او ښارونو کښې دود دی او رونق لري.

د زنجان ولایت مرکز زنجان ښار په اوړي کې په ښکلې اب و هوا او طبیعي نظارو سره د هنرمندانو او صنعتګرانو ښار دی. دا ښار له تاریخي نظره د ساسانیانو په حکومت کې د اردشیر بابکان له خوا جوړ شو او د مغلو په ناتار او د تیمور لنګ په یرغل کې وران شو. د قاجاریانو په دوره کې دې ښار ته توجه وشوه او اباد شو. د تاریخي اثارو له نظره په زنجان کې مختلفو اثار پراته دي. مناسبه ده چې له دې اثارو سره اشنا شو. یوه ارزښتمنه تاریخي ودانۍ  چې د زنجان په زړه کې پرته ده  په سید جومات مشهور جامع جومات او مدرسه ده چې د ایران د ملي اثارو په فهرست کې لیکل شوې ده. دغه جومات په دیارلسمې هجري پيړۍ کې د فتحعلي شاه قاجار په زمانه کې  جوړ شو. سید جومات  د جوړوونکي د ژوند په زمانه کې په دارا جومات، سید جومات، سلطاني او جمعه جومات  هم نومول کیده. دغه تاریخي ټولګه چې  د زنجان په تر ټولو ښکلو جوماتونو او دیني مدرسو کې حسابیږي  د چهار ایواني جوماتونو د طرحې په اساس یوه جوړه شوې ښکلې ودانۍ ده. د دغه جومات ان؛ن د نورو څلور ایواني جوماتونو په شان په مربع مستطیل شکل دی او اته څلویښت میټره اوږدوالی او شپږ دیرش میټره پلن والی لري. هغه څه چې په اڼګن تر نورو زیات ښکلې ښکاري څلور ګوني ایوانونو دي چې په څلورو ګوټونو کې یې په ډېر ښایست سره  او قرینې سره جوړ شوې او  د دیني علومو د طالبانو کوټې د انګڼ ګیر چاپیره پرتې دي. د ایوانونو یا برنډو داخلي مخونه په  ډېرو ښکلو کاشیو پسولل شوې او قراني ایتونو په کوفي او ثلث خط سره  پرې لیکل شوې دي. د دغه جومات ګنبد دوه مخیز یا دو جداره دی چې په ښایسته فیروزه ای کاشیو پوشل شوی دی، د دهر مبارکه سوره په ثلث خط سره په ګنبدې لیکل شوې. د ګند په څوکه د ګیلټو یو غونډ علامت لګېدلی دی . دغه چومات د لویو عارفانو زانګو پاتې شوې او ډېر لوی شخصیتونه پکې روزل شوې دي.

  این مجموعه تاریخی که در شمار بزرگ‌ترین و زیباترین مساجد و مدارس دینی زنجان است، یکی از بناهای ارزشمند ساخته شده بر اساس طرح مساجد چهار ایوانی می‌باشد. صحن این مسجد مانند سایر مساجد چهار ایوانی، به شکل مربع مستطیل است و 48 متر طول و 36 متر عرض دارد.آنچه در صحن مسجد بیشتر از همه خودنمایی می کند، ایوانهای چهارگانه است که در چهار ضلع آن به قرینه جای گرفته اند و حجره های (اطاقهای) طلاب علوم دینی گرداگرد صحن را فرا گرفته است . سطوح داخلی ایوانها با کاشی کاریهای بسیار زیبا تزیین گردیده و آیات قرآنی با خط کوفی و ثلث با رنگ آمیزی بسیار زیبا ، بر سطح کاشی کاریها جلوه می بخشد . گنبد این مسجد از نوع دو جداره بوده و با کاشی‌های فیروزه‌ای پوشانده شده است . سوره مبارکه دهر با خط ثلث بر روی این گنبد نقش بسته و بر زیبایی آن افزوده‌است. در نوک بنای گنبد، علامتی از برنز به شکل گوی وجود دارد. این مسجد مهد عارفان بزرگی بوده است و شخصیت های تاثیر گذاری در آن تربیت شده اند .

د زنجان بازار له اقتصادي نظره ډیر پيچلی ځای دی چې په کښې هم د توک او هم د پرچون ډول ډول دکانونه دي او ګڼو لارو کوڅو د یوې شبکې په لرلو سره له ټول ښار سره یوځاې کیږي او د شیانو د تولید او اړونده خدماتو د وړاندې کولو له نظره د ښار ډیر بډایه او مهم اقتصادي مرکز ګڼل کیږي. دغه ټولګه له پخوا رهیسې د خلکو د ټولنیزو چارو او پير پلور لپاره یو مهم مرکز پاتې شوی او د ملي او مذهبي آدابو او دودونو په ساتنې کښې یې یو ټاکونکی رول لوبولی دی.

پر دې سربیره، په دغې سیمې کښې د کال په مختلفو موسمونو کښې د بدلیدونکې آب و هوا شتون هم د دغې ډلګې په شتون او ساتنې کښې یو اغیزناک عامل دی ځکه چې د بازار په ټولګې باندې موسمي بدلونونه ډیره کمه اغیزه کوي او له دې امله هلته څو ساعته ښه په اسانه خرید کیدې شي.

د حاج داداش په نامه دودیز حمام د زنجان د بازار یوه تاریخي ودانۍ ده چې نن سبا یې د استعمال په بدلیدو سره په یوې ښایسته چایخانې او رستوران بدله شوې ده او خلک چې په بازار کښې په ګرځیدو ستړي شي نو هلته د دمې کولو ترڅنګ چای او ډوډۍ هم خوري او د بې څارې معمارۍ څخه یې خوند هم اخلي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه