Sep 11, 2022 12:54 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د امریکا پخوانې کرکجن ولسمشر ډونالډټرمپ د خالي په ورځ په پنسلوانیا ایالت کی په یوې وینا کې د دې خبرې په کولو سره چی بایدن د امریکا واقعی دښمن دې وویل بایدن باوری دې چی زمونږ شعار یعنی امریکا بیا عظیمه کړو ، زمونږ د هیواد امنیت ګواښی خو دا کڼ پالي افراطیان دي چی امریکا لپاره ګواښ حسابیږي

په امریکا کې د یموکراسۍ په خطر کې اچولو په اړه د بایدن او ترامپ متقابل تورنه

په امریکا کې ژوند ته د هیلې بیا کمیدا

د امریکا په پوځ کې د جنسی تیریو د پام وړ زیاتیدا

او د ترهه ګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه د روسیې له معرفي کولو د بایدن ډډه د امریکا دتیرې اونۍ مهم بدلونونه وو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا پخوانې کرکجن ولسمشر ډونالډټرمپ د خالي په ورځ په پنسلوانیا ایالت کی  په یوې وینا کې د دې خبرې په کولو سره چی بایدن د امریکا واقعی دښمن دې وویل بایدن باوری دې چی زمونږ شعار یعنی امریکا بیا عظیمه کړو ، زمونږ د هیواد امنیت ګواښی خو دا کڼ پالي افراطیان دي چی امریکا لپاره ګواښ حسابیږي .

د امریکا ولسمشر بایدن دزیارت په ورځ په فلادلفیا کې په یوه وینا کې په افراط پالنې د ټرمپ او د هغه د پلویانو په تورنولو سره د امریکا له ښاریزو وغوښتل چی په مینځ پړاوه انتخاباتو کې افراط پالنه رد کړی .

بایدن وویل ترمپ او جمهوری غواړي د امریکا د دیموکراسي لپاره ښکاره خطر دي . بایدن له تاوتریخوالی ډډې ته په سپارښتنې سره وویل دا زما او ستا په لاس کی دي چی د امریکا په دیموکراسی د حملې مخه ونیسو . زه باوری یم چی امریکا په یوه دیر مهم ځای کې ده . بایدن وویل په جمهوري غواړي ګوند پورې اړونده امریکا بیا عظیمه کړو پلویان هوډمن دي چی هیواد شاته بوځی ، هغې امریکا امریکا ته شاتګ چی پکې د انتخاب حق وجود نلری نه د خصوصی حریم حق شته نه د امیندوارۍد مخه نیوله حق .

««««««««««««««««««««««««««««««

داسې ښکاری د یوه بل پرضد بایدن او ټرمپ د سترو تورونو مطرحولو او متقابلو څرګندونو سره په امریکا کې سخته سیاسی دوه قطبی کیدا فضا سره ډیر زیات التهاب پیدا شوی او په امریکا کې یې بې مخینې دوه قطبی توب رامینځته کړې دې . جالب ټکې دا چی هم بایدن او هم ټرمپ د امریکا له دیموکراسي د ملاتړ ادعا کوی او مقابل لورې د هغې په خطرې کې په اچولو تورنوی . له دغه د خلی له جنګه چی ورتیر شو ، حقیقت دا دې چی د ۲۰۲۰ کال د نومبر د ټاکنو وروسته د نتیجو اعلانیدا او بیا د ټرمپ او د هغه دپلویانو له لوری د هغو نه منل او پراخ اعتراضونه او د امریکا کانګرس ته د ټرمپ د پلویانو ورداخلیدا او ګډوډی دیموکراسی سخته کمزوری کړی او یوازې د نړۍ د پانګونې نظام په تر ټولو هیواد کی یوازې د ډیموکراسۍ نوم پاتې شوې دې . د دې په ترڅ کې چی په امریکا کې د داخلی جنګ د رامینځته کیدا د احتمال په اړه اندیښنې زیاتیږي . له امریکایی ښاریزو نوی نظرغوښتنه ښی چی په دوی کې ۴۳ فیصده خلک دا فکر کوي چی په راتلونکیو لسو کلونو کې په دغه هیواد کی د داخلی جنګ احتمال شته دې .

«««««««««««««««««««««««««

مهم ټکی دا چی ټرمپ د امریکا په سیاسی نظم کې د مهم ګډونکی عامل په توګه په روستی یوه نیم کال کې نه یوازې له خپلو ادعاګانو په شا شوې ندې بلکې هماغه راز د ۲۰۲۰ کال دولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغلۍ خبره کوی او د ولسمشر روا والې تر پوښتنې لاندې راولی . د دې په ترڅ کې چی هغه مدعی دی چی بایدن د کیڼ پالو له ایډیاګانو په الهام اخیستلو سره امریکا په خطر کې اچولی ده . په مقابل کی بایدن هم په دې دغې چارې ټینګار کړی دې چی ټرمپ او پلویان یې د امریکا بیا عظیمه کړو غورځنګ په چوکاټ کې په امریکا کی د دیموکراسي لپاره ستر ګواښ دي او غواړي چی امریکا شاته بوځی . حقیقت چی هر څه وی ، خو  دا مسله مهمه ده چی امریکایی دیموکراسي له بې مخینې هویتي بحران سره مخامخ شوی ده او په دواړو خواو کې هره یوه یعنی دیموکراتان او جمهوري غواړي د هغې پلویان معرفی کوي او مقابل لورې د دیموکراسي لپاره ګواښ بولي . دا درز د امریکا د ایالتونوپه سویه هم لیدل کیږی .

««««««««««««««««««««««««««««

د یوه حکومتی راپور په اساس چی په وروستیو کی خپور شوی دی په امریکا کی د پرله پسې دو کلونو لپاره ژوند ته هیله  کمه شوی ده او دا کمیدا کابو یو کال اعلان شوی ده . د کرونا ویروس په لومړیو دو کلونو کې په امریکا کی د وګړیو متوسط عمر درې کلونه کم شو . دا کمیدا په ۱۹۴۰ لسیزې په لومړیو کې له وروستی کمیدا وروسته ترسره کیږی . د ناروغیو د کنترول او مخنیوی مرکزونو چارواکو ۵۰ فیصده د کرونا ناروغۍ په ۲۰۲۱ کال کی د متوسط عمر د کمیدا عامل اعلان کړه . ، هغه کال چی د کرونا واکسین په پراخه توګه ووهل شو خو د کرونا نوی پړاونه سبب شول چی په مړینې زیاتې شی او وضعیت ګډوډ شی . ژوند ته د هیلې د کمیدا نور عوامل لکه له حده زیات د نشه ایزو موادو استعمال ، د زړه ناروغۍ ، ځان وژونه او د داسې نورې ناروغۍ بیان شوی دي .

«««««««««««««««««««««««««««««

د پینتاګون د کلنیز راپور په اساس په ۲۰۲۱ کال کی د جنسی تیری کابو ۹ زره موردونه ثبت شوی دي . اته فیصده پوځی میرمنې او یو اعشاریه پینځه فیصده سړی پوځیان په خاخوښه توګه له جنسی تیری سره مخامخ شوي دي . دا راپور ښی چی په هر لسو میرمنو کی چی په پوځ کې خدمت کوی ، یو پکې له جنسی تیری سره مخامخ شوی ده . د نوموړی راپور په سر کې راغلی دی جنسی تیرې او جنسی کړاو هماغه راز یو دوامداره او غمیزناک مشکل دې .

د دغه راپور په اساس جنسی تیری د تیر کال په نسبت ۲۵.۶ فیصده زیات شوي دي .

د پینټاګون په راتلونکی کال بودجه کی نیم میلیارډ ډالره  د دغه کار د مخینوی لپاره بیل شوی ده .

په دغه راپور کی ویل شوی دی چی د جنسی کړاو په اړه پلټنې ښی چی په پوځ کی باور له مینځه لاړ دې او د پوځ قضایی سیستم د جنسی کړاونو په زمینو کې ناکافی او قوماندانان هم بریالی نه وو .

«««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې میرمنې کارین ژان پییرپه تیرې سه شنبې ورځ وویل چې د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه د روسیې د نه معرفي کولو په هکله د ولسمشر جوبایډن فیصله پریکنده ده. هغې وویل دغه لاره د مخ په وړاندې حرکت لپاره تر ټولو اغیزشیندونکي او تر ټولو قوي لاره نه ده. د امریکا ولسمشر جوبایډن په تیرې دوشنبې ورځ وویل چې روسیه باید د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه معرفي نشي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې د تور سمندر له لارې د کشتیو تګ راتګ او د خوراکي شیانو صادراتو ته په اشارې سره وویل چې د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه د روسیې معرفي کول د خوراکي شیانو د صادراتو لپاره پایلې لرلی شي. د امریکا چارواکی ودانټ پاټیل وايي: د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه د روسیې معرفي کول به د خوراکي شیانو په صادراتو باندې منفي اغیز وشیندي.

د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه د روسیې په نه معرفي کولو کښې د امریکا د ولسمشر جوبایډن دریځ په دې زمینه کښې د ولسي جرګې کانګرس له دریځ سره په ټکر کښې دی. کانګرس د اوکراین د جنګ له پیل راهسې له روسیې سره د سخت چلند روده غوره کړي ده او په بیلابیلو موردونو کښې د ډول ډول بایکاټونو د لګولو په شمول د ماسکو پرضد د دباونو د زیاتولو او د روسیې د ترهګرۍ د ملاتړي د اعلانولو  جدي غوښتونکی دی

د امریکا مشرانو جرګې سینا د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې په پاې کښې په یوه خوله  یو غیر لازمي پریکړه لیک تصویب کړ چې پکښې له خارجه وزیر انتوني بلینکن څخه غوښتل شوي وو چې روسیه په چیچنیا، ګرجستان، سوریې او اوکراین کښې د خپلو اقداماتو په وجه د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه معرفي کړي. د مشرانو جرګې سینا لخوا د دغه پریکړه لیک صادریدل له روسیې سره د مقابلې لپاره د جو بایډن په حکومت باندې د ډير دباو د اعمالولو په هدف سره ترسره شول. مخکې د جنوبي کیرولینا د ریپبلیکن  ګوند استازي جو ویلسون او د کیلي فورنیا د ډیموکراټ ګوند استازي ټیډ لیو په ولسي جرګې کانګرس کښې ورته پریکړه لیک مطرح کړ او د روسیې د حکومت د ترهګر پیژندلو غوښتنه یې کړي وه.

د امریکا له قوانینو سره سم د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه د یوه هیواد معرفي کول او ټاکل د خارجه وزارت په اختیار کښې دي. د ترهګرۍ د ملاتړي د بللو په هکله د مشرانو جرګې سینا د پریکړه لیک له تصویبیدا سره د امریکا د چارواکو د نظر اختلاف او د دغه مصوبې د قانوني بللو لپاره د امریکا په خارجه وزارت دباو او د دغه پریکړه په هکله د خارجه وزیر انتوني بلینکن مقاومت هماغه راز دوام لري. خو روسیې خبرداری ورکړی دی چې دا چاره به د واشنګټن او د ماسکو د اړیکو په کامل ډول د غوڅیدا په معنا وي.

البته د امریکا د کانګرس دغه اقدام د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د غوښتنې په لړ کښې دی چې د اوکراین د جنګ په اوږدو کښې یې په ځلونو د روسیې د ترهګرۍ د ملاتړي د اعلانولو غوښتنه کړي ده.

مسلمه خبره ده چې د دغه چارې تحقق یعني د امریکا د حکومت لخوا د روسیې د ترهګرۍ د ملاتړي اعلانول به د ماسکو لپاره له ځان سره ډیرې پایلې ولري.

د دغه چارې یوه پایله به په هغو زمینو کښې چې تراوسه یې دوام لرلی دی د روسیې  او د امریکا ترمینځ د هر ډول ملګرتیا  بندیدل وي.

په دې سربیره د جوبایډن حکومت به ونه توانیږي د روسیې د کیمیاوي سرو یا د سټراټيژیکو خوراکي محصولاتو د صادریدا د مسلې په شان د روسیې له اقتصادي او تجارتي فعالیتونو سره په اړونده زمینو کښې هیڅ ډول موافقه یا مرسته وکړي.

د روسیې د ترهګرۍ  له ملاتړي اعلانولو سره د جوبایډن د حکومت د مخالفت بل دلیل دا دی چې دا اقدام له ماسکو سره راتلونکي خبرې اترې ډیرې سختې او پیچلي کوي.

 

 

ټیګونه