Sep 03, 2016 10:50 Asia/Kabul
  • مینځنی ختیځ په تیرې اونۍ کې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې یوځل بیا نیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانو په تیرې اونۍ کې دمینځني ختیځ سیمې دمهمو بدلونونو په باب درسره غږیږو ،هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ.

دعراق دپارلیمان استاذو تیرې پنجشنبې ورځې  د دغه هیواد ددفاع وزیر  خالدالعبیدي  د دندو په په رائ ګیرۍ کې هغه ته دباؤر رائ ورنکړه  او العُبیدي  ئې له خپلې څوکۍ ګوښه  کړ.

 ملګروملتو او دکیمیائي وسلو  د نړیوال څارونکي اورګان تیرې چارشنبې ورځې  دیوه راپور په خپرولو سره  ویلی دي،  دسورئې حکومتي  ځواک او ترهه ګرو ډلو   په ورستیو میاشتو کې  په  کرتو   دیوه بل په ضد  له کیمیائي وسلو استفاده کړې ده .

 په عین حال کې ،  تیره اونۍ  د سورئې  په شمال کې دحلب ولایت په شاوخوا کې  په جرابلس سیمې کې  دترکیې دپوځ ځانګړي ځواک او   د تش په  نامه امریکآئي ائيتلاف  د پوځیانو  ګډ عملیات ، له داعشی عناصرو  ددغې سیمې دپاکولو په موخې سره  پیل شوي دي .

 دامریکا خارجه وزیر جان کري تیره اونۍ په وروستیو کې جدې  ته په سفر سره دسعودي عربستان له لوړپوړو چارواکو سره  ناسته پاسته وکړه او  په تیره بیا دیمن په باب ئې ورسره  مهمې  خبرې کړي دي .

 دمصر دښونې او روزنې  وزارت   دنوي تعلیمي کال په کتاب کې  د: مصر  اوسمهال تاریخ او  د عربی نړۍ دجغرافیا : په عنوان سره  دفلسطنیانو دحقوقو په چخڼي کولو او دتاریخي حقایقو په تحریف کولو سره ئې، اسرائيل  د: دوست هیواد : په  توګه  یاد کړی دی .

 په داسې حال کې چې  تیره اونۍ دبحرین دروحانیونو په ضد  د دغه هیواد د رژیم په کړچاراوچلند د بحرین ولس اواورګانونو او نړیوالوموسسو او اورګانونونیوکې هم هماغه رازپه زیاتیدو دي،خوآل خلیفه رژیم دغو نیوکوته له پامه پرته  دبحرین له روحانیونو سره  دځيږ چلند پشمول  دبشری حقوقو خلاف ورزیو ته دوام ورکړی دی .دملګروملتو دبشری حقوقو  لوړ کمیشنر زید رعد الحسین  په یوې اعلامیې کې  په یمن کې دترسره شویو جنایتونو په باب  د څيړنو لپاره  دیوه خپلواکه  نړیوال پلاوي  د جوړولو غوښتنه کړې ده .

دیوه فلسطنیي بندي  بلال کاید  په مقاومت او  اویا ورځني لوږ تړ  سره چې  له کوم تور او تفهیم پرته  په زندان کې دی ،  دصهونیسټ رژیم څارنوالۍ  دتیرې چارشنبې په ورځې  اعلان کړی ، د دغه فلسطیني بندي  د اداري نیونې مرحله  چې د دغه سپیره رژيم  په بندونو کې  ئې څوارلس نیم کاله   بند تیر کړی دی ، بیا نه تمدیدږي  اوخوشي به شي .

  دعراق  دکردستان وطن پالې  اتحادئې (یکیتي )  دسیاسی دفتر داجرائي چارو مسئول  ملابختیار  تیره اونۍ ویلی دي ،  ۲۵لودیځوالو هیوادونو  دعراق دیو موټي ساتنې په ملاتړ او دکردستان  له خپلواکۍ سره  په مخالفت کې  یو سند لاسلیک کړی دی .

 دسعودي عربستان د تیلو ملي  شرکت (آرامکو )  په استاذو  او دعربستان د ودانیو دچارو دانجینرانو  په ټولنې   مشتمل دکارپيژندنې  یوې کمیټې   دتیرې اونۍ په وروستیو کې  په یوه راپور کې   بن لادن شرکت ، په مسجد الاالحرام  کې  دکرین یا جرثقیل  دنسکوریدا په پيښې کې  په لټۍ  اوسستۍ  تورن کړی دی .   خو  دغه شرکت  د دغوتورونو په ردولو سره  دغه راپور ناسم اوبیړناک بللی دی .

 دملګروملتو دانسان دوستۍ   دمرستو دسیمه ایزې غږملونې  دچارو  مسئول رابرټ پايپر تیره جمعه   دغزې د اوور بند د دوهمې کلیزې په   مناسبت  دیوې خبرتیا په  خپرولو سره  ،د دغه ټاټوبي داوسیدونکو کابو دوه میلیون نفوسو  اقتصادي اومعیشتي  شرائط  غمیزناک او  خطرناک بللي دي .

        دعراق  دپارلیمان استاذو  تیره  اونۍ  د دغه هیواد ددفاع وزیر  خالد العُبیدي  ددندو  اوکار  په باب  په یولړ رائ ګیرۍ کې  هغه ته دباؤر رائ  ورنه کړه   او هغه ئې له خپلې دندې ګوښه کړ.  له دې وروسته  چې  دعراق پارلیمان  دتیراګست په لومړۍ نیټه  دپارلیمان په غونډې کې د خالد العبیدي  ځوابونه  قانع کونکي  ونه ګڼل ، نو دتیرې پنجشنبې په ورځې  ئې  دالعبیدي  په باب رائ ګیري وکړه  چې  ۱۴۲استاذو  دعراق  له دفاع وزیره  داعتماد سلبولې ته رائ ورکړه  او  ۱۰۲نورو کسانو هم له دغه اقدام سره مخالفت وکړ.

 دعراق دفاع وزیر په پارلیمان کې دخپلې مواخذې په غونډې کې  د پارلیمان مشرسلیم الجبوري   په پوځي تړونونو کې په فساد تورن کړی ؤ ، خو په نهایت کې  سلیم الجبوري   له دغوتورونو مبراء شو .  خالد العبیدي  په داسې حال کې  د عراق له دفاع وزارته ګوښه شو چې  د دغه هیواد وسله وال پوځ اوولسی مبارز ځواک   پخپل هیواد کې له داعشي ترهه ګرو سره  په مبارزې لګیادي . له دې امله  دعراق لومړی وزیر حیدر العبادي  له دې مخکې  ویلی وو  د دفاع وزیر مواخذه  سیاسی انګیزه لري او  دهیواد په اوسنیو شرائطو کې    ددغې فیصلې له اجرا سره هغه مخالف دی .

په داسې حال کې چې دعراق پارلیمان  دتیرې پنجشنبې په ورځې د دغه هیواد   دفاع وزیرخالد العبیدي ته داعتماد رایه ورنکړه ، دعراق وسله وال پوځ اوولسی مبارز ځواک   په همدې ورځې  دعراق په شمال کې  په نینوا ولایت کې  :القیاره :ښار  هم  له داعشي ترهه ګروآزاد کړ . القیاره ښار  دموصل په جنوب کې په شپیته کلومیټرۍ کې دی  او ددغه ښارپه آزادولو سره ،  به دموصل دآزادۍ لپاره لاره نوره هم  هواره شي .  دعراق لومړي وزیر او ددغه هیواد دوسله وال پوځ کمانډر انچیف  حیدر العبادي  دتیرې اونۍ په پنجشبنې ورځې   دالقیاره ښار دبشپړ آزادۍ  په باب  دمبارکۍ  په وئيلوسره  یوه اعلامیه خپره کړي او  اعلان ئې کړی ، دالقیاره  آزادول ، د داعش له سپيرو منګولو  د موصل او نینوا ولایت  د آزادۍ  په لاره کې  یو مهم ګام دی .

 دعراق لومړي وزیر  دتیرې سه شبنې پّه  مازدیګر  هم  په بغداد کې  په یوه خبري کنفرانس کې  ۲۰۱۶ کال ،  د داعش له نیواکه  د دغه هیواد دخاورې  دپاکولو کال  وباله او   له ټولو ئې وغوښتل  چې دعراقي ځواک ملاتړ وکړي . حیدر العبادي  دموصل  دآزادولو په عملیاتو کې دګډون کونکي  ځواک دترکیب په باب  هم ویلی دي ،  په دغو عملیاتو کې  به  له درست هیواده ټول عراقیان  دموصل دآزادۍ لپاره حرکت وکړي څو  د داعشیانو له سپيرو منګولو  د نینوا  ولایت  او دهغه  دمرکز موصل  په آزادولو کې  د دغو سیمو   داوسیدونکو په  ژغورنکو عملیاتو کې ګډون وکړي . 

دنینوا  ولایت مرکز موصل ښار  باندې ، د ۲۰۱۴کال  دجون په لسمه نیټه ، داعش ترهه ګرې ډلې  حمله وکړه اوبلاخره ئې  هم ونیوه .

   سوریه تیره اونۍ  دمهمو بدلونونو شاهده وه .   دسورئې په  شمال کې  دحلب ولایت  په شاوخوا کې  په جرابلس سیمې کې  د تش په نامه امریکائي ائيتلاف  هوائي ځواک اودترکیې  دپوځ ځانګړي ځواک  ګډ عملیات  ، او د یوه بل په ضد  له کیمیائي وسلو  دترهه ګروډلو او دسورئې دحکومتي ځواک  داستفادې په باب  دکیمیائي وسلو  دنړیوال څارونکي  اورګان او  ملګروملتو  دراپور خپریدا   په تیره اونۍ کې  دسورئې  خورا مهم بدلونونه  وو .

 دترکیې دلومړي وزیر دفتر  دتیرې چارشنبې په ورځې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ ،  دداعش له عناصرو  دجرابلس سرحدي ښارپاکونکي عملیات  دچارشنبې   سهار وختي څلور بجې پیل شوي دي .

ددغې اعلامیې په اساس ،  دترکیې دپوځ  دجنګي الوتکو  په وسیله   په جرابلس ښار کې  د داعش  دمورچو له بمبارولو وروسته  د دغه هیواد دتوپونو یونټونو هم پر دغه ښار د درندوډزو ناتار جوړ کړ .

 دترکیې اړونده مسئولانو  اعلان وکړ،   ددغوعملیاتوموخه،   له ترهه ګرو  دترکیې دپولې پاکول ، اودسرحدي  سیمودامنیت ساتل  او هم  دسورئې  له مځکنۍ بشپړتیا ملاتړ دی .  دسورئې د مځکنۍ  بشپړتیا له ملاتړه مقصد ، دسورئې په شمال کې  دکردانو  نوي خوځښتونه دي چې  په همداوروستیو کې ئې  دترکیې  له پولې سره نزدې خپل موقعّیت تثبیت کړی دي .  دترکیې  چاپ : ملیّت : ورځپاڼې   لیکلي دي،  دترکیې دپوځ لوي درستیز  جنرال خلوصي آکار  پخپله   په سورئې کې  د دغه هیواد  دپوځي عملیاتوقومانده په غاړه لري .

میداني  سرچینو  هم راپور ورکړی دی  چې د:سورئې دآزاد پوځ :  په نامه  د ډلې  مځکني ځواک هم  دامریکا اوترکیې دهوآئي  حملو اودتوپونو  دناتار په سیوري کې   له داعش سره  مقابلې ته مخه کړې ده.  دسورئې آزاد پوځ  یوه وسله واله ډله ده او دامریکا اوتریکې له نظره ، غړي ئې ، دسورئې مینځ لاري وسله وال مخالفان دي .

په ملګروملتو  کې دسورئې استاذي  بشار جعفري   دسورئې دملی حاکمیّت  په خلاف ورزۍ اوپه جرابلس  سیمې  کې  دترکیې د دغو تیریګرو عملیاتو په غبرګون کې ،  ویلی دي ، نن سبا  ترهه ګري دترکیې  په داخل کې   شتون لري او  دغه هیوادته سخت ګوزارونه ورکوي ؛ ترڅو چې  ترکیه   دخپلو پولو په داخل کې   له داعش  ترهه ګرې ډلې سره مبارزه ونه کړي ،  په سورئې کې  له دغې ترهه ګرې ډلې سره مبارزه نشي کولی .

 په عین حال کې   د اي  پي   جی    په نامه   د سورئې  دکرد ځواک  ویندوي ردور خلیل  هم  پ دې خبرې  په ټينګار سره  چې   دترکیې عملیات دداعش په ضد  نه ،بلکې  دکردانوپه مقابل کې  ترتبیب شوي دي ، زیاته کړې ،  مونږ  به دفرات سین   له لوديځي  غاړې شاتګ ونه کړوو  اوهیڅوک حق نه  دا موضوع پر مونږ وتپي . 

 دسورئې دتیرې  اونۍ یو مهم بدلون  د یوه بل په ضد  له کیمیائي وسلو د ترهه  ګرو ډلو اود سورئې  حکومتي ځواک  داستفادې په باب  دکیمیائی وسلو دنړیوال څارونکي اورګان  او ملګروملتو  دراپور خپریدا  وه .  ددغه راپور  له خپریدو وروسته ،  په ملګروملتو کې دسورئې  استاذي بشار جعفری  ددغه راپور په  بې انصافه بللو سره  وویل ، ملګري ملتونه او   دترهه ګرو ډلو ملاتړي  له بل هرچا  لاډير ښه پوهیږي چې   له دغه ډول  کیمیائي وسلو  استفاده کونکي عامل څو ک دي.

بشار جعفری  زیاته کړې ، سره له دې چې  په سورئې  اوعراق کې  له  ترهه ګرو  ترلاسه شوي کیمیاېي وسلې ثابت کوي ، دترکیې په شان ځيني هیوادونه ترهه ګرو ته د دغه ډول وسلو  منتقلونکي  دي، خو  دامنیت شورا ځيني غړي هیوادونه  پر دغو موردونو سترګې  پټوي  او  دخپل عادت په اساس هڅه کوي  ټولو جنایتونو ته    د سورئې  حکومت ته نسبت ورکړي . 

        دامریکا خارجه وزیر جان کري  دتیرې اونۍ په وروستیو  کې    دسعودي عربستان جدې ته سفر وکړ او  د دغه هیواد له چارواکو  سره ئې  لیده کاته وکړل . که څه  هم  دعربستان له پاچا ملک سلمان سره  د جان کري  دلیدوکاتو په باب  څه خاص   اطلاعات نه دي خپره شوي ، خو ځينوخبری سرچینو    د سعودي عرب دولی عهد له  جانشین   اودفاع وزیر شهزاده  محمد بن سلمان سره  دامریکا دخارجه وزیر کتنې ته پوښښ ورکړی دی. دواړو لورو   په دغې کتنې  کې   په یمن کې دجنګ  دختمولو دلارو چارو  او د دواړوښکیلو  لورو ترمینځ  د سولې  دخبرواترو دبیابیلیدا په باب هم خبرې اترې کړي دي .

 په عین حال کې   جدې ته د جان کري د سفر مهمه برخه   په څلوراړخیزې ناستې  کې  دهغه ګډون  ؤ .  په دغې غونډې کې  چې  دجان کري ،  دفارس خلیج دملګرتیاشورا دغړوهیوادونو دخارجه وزیرانو ، دیمن په چارو کې  دملګروملتو  داستاذي اسماعیل ولد الشیخ  او  دانګریز خارجه  وزیر  په شتون سره ترسره شوه ، له موجوده  چلینجونواو  رووستیو سیمه ایزو اونړیوالو  بدلونونو دمقابلې  او په تیره بیا دیمن  دبحران په باب    له ګډو غږمله لارو چارو  په ملاتړ او  په ټولو زمینو کې   د دغو هیوادونو  ترمینځ دمشترکې ملګرتیا  اړخونه وسپړل  شول  اوځيني فیصلې هم وشوې .

    دیمن  په موضوع سره او دجان کري په مشرۍ سره  دجدې په څلور اړخیزې  ناستې کې  څلور اساسی   موافقې وشوې  چې په هغو کې  دحوثیانو  دتوغندوي توان او دهغوي دوسلو     ختمول،دعربستان دامنیت  پرساتلو ټيڼګار ،  حوثیانوته  دوسلو دلیږد  په باب  له ایران سره  دمقابلې سختیدا   او  دانقلابیانو او دنورو لورو  په ګډون سره  په یمن کې دملی وحدت د حکومت  جوړول شامل دي 

 خو  دجدې  دغونډې  موافقې  دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ  له غبرګون سره مخامخ شوي دي .   دیمن  دانصار ا... ولسی غورځنګ  ویندوي محمد عبدالسلام   دحوثیانو  دوسلو   دختمولو پشمول  دیمن دبحران دحل لپاره د جان کري  دپلان په باب  ویلی دي ،   هرڅوک وغواړي  له مونږه وسلې  واخلي ، نوهغوي دې پوه شي چې  مونږ به  هم دهغوي  ژوند واخلو . 

 په عین حال کې ،  یو بل اقدام چې تیره اونۍ   سعودي عربستان او امریکا  په ګډه  دیمن  په ضد  ترسره کړی ،  دتیرې جمعې ورځې  له مازدیګره  د المسیره ټيلیویژني چینل  پر فر کانسونو  دپارازیټ د خپرولو سپیره اقدام  ؤ. امریکا اودسعودي په مشرۍ تش په نامه ائيتلاف ، په یمن کې د دغه ائيتلاف  دجنایتونو او د دوي په لاس په دغه هیواد کې دکنډوالو  دعکسونو او خبرونو  دخپریدو دمخنیوي  لپاره ،  دیمن  دالمسیره ټيلیویژني چینل   پرفرکانسونو  دپارازیټ   خپریدو ته مخه کړې  ده . . دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ  ویندوي محمد عبدالسلام  د  المسیره ټيلیویژني چینل  پر فرکانسونو دپارازیټ  خپریدو په غبرګون کې  ویول ، د عربستان سعودي دغه اقدام  دیمن دالمسیره ټيلیویژني چینل  پهوړاندې دهغوي دناکامۍ نتیجه ده  چې  له نفسیاتي ، اخلاقي  اوانساني پلوه ،  عربستان  سخته ماته خودړلې ده خو اوس هڅه کوي پر دغو ټولو ناکامیو اوجنایتونو برغولی کیږدي .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه

کمنټونه