Oct 03, 2017 14:38 Asia/Kabul
  • دمینځني ختیځ  بدلونونو ته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبوکې په تیرې اونۍکې د منیځني ختیځ دمهمو بدلونونو په باب درسره غږیږو، هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

  دعراق په کردستان  سیمې کې د بیلتون غواړي ټول پوښتنې ترسره کیدا، د فلسطنیانو دملی پخلاینې موضوع ، دفلسطین   د نړیوال موقعیّت  لوړتیا او له انټرپل سره   ئې یو ځاي کیدا ،  په عربستان کې د میرمنو  دګاډو له چلولو سره  دعربستان  دپاچا مشروطه  راضي کیدا ،دسورئې د ولس په ضد د  داعش ضده  امریکائي  ائيتلاف دجنایتونو په خلاف زیاتیدونکي اعتراضونه او  د ترهه ګرۍ ضد د دغه تش په نامه  ائيتلاف  په وسیله  په سورئې کې د ترهه ګرو  ټرانزیټ  او ځاي په ځای کول،په تیرې اونۍ کې  د مینځني ختیځ   خورا مهمې پيښې وې .

  دعراق په کردستان سیمې کې  دبیلتون غواړي ټول پوښتنې   دترسره کیدا په باب د  داخلی،سیمه ایزو اونړیوالومخالفتونو اوګواښونو سره سره،دغه غیر قانوني ټول پوښتنه  د دغې سیمې دځای چارواکو په وسیله  دستمبر په      ۲۵ نیټه ترسره شوه .داپه داسې حال کې وو چې  دغه ټول پوښتنه  د ګډون کونکو د لازیات ښودلو  او دهغو د نتیجو د لور نیولولپاره   په یوه بشپړ پلان،درغلۍ، ګواښ  او ویرې  او وحشت  سره یوځاي  په ترینګلي فضا کې  ترسره شوه .  دعراق دکردستان  ځاي  چارواکو  هڅه کړې ،څو  په دغې بیلتون غواړي  ټول  پوښتنې کې د خلکو د ګډون اندازه په پروپيګنډیزوفضا جوړونو سره  له واقعي  اندازې لازیاته وبریښوي .

 شته شواهد د دې ښودنه کوي چې  د دغې غیر قانوني  ټول پوښتنې پلانول  او نتیجې ئې  په یوې وحشتناکې فضا کې او په  عین حال کې  دعراق په  کردستان سیمې کې  د اوسیدونکو ښاریزو  په بې پروائۍ سره  ترسره شوي دي . په دې زمینې کې دعراق لومړي وزیرحیدارلعبادي  ایشوا کړې چې  د اربیل چارواکو،   عراقي ښاریز په ګواښلو او ویرولو سره  د رایو دصندقونو  مرکزونو ته بیولي  دي . دعراق رسانیو هم  راپور  ورکړی،پیشمرګه ځواک،دعراق  د ځينوکرد میشته سیمو اوسیدونکي  ګواښلي وو  چې که  په ټول پوښتنې کې ګډون ونه کړي،نو  په اجباري توګه به له سیمې وکوچول شي . 

  بیلابیلورسانیو،دعراق په کردستان سیمې کې په بیلتون غواړي ټول پوښتنې کې    د انتخاباتو  په ورځ د درغلیو او ګوت وهنو  خبرونه او راپورونه خپرۀ کړي دي . دغه راپورونه ښئ  چې   په دغې بیلتون غواړي ټول  پوښتنې  کې د    داخلی، سیمه ایزو او نړیوالو مخالفتونو  په سیوري کې ترسره شوي ، نه یوازې په زرګونو مړو هم پکې ګډون کړی،بلکې دسیمې لږکی ئې هم  په دغې ټول پوښتنې کې شتون ته اړکړي  دي .دکرد دخبروسرچینو په وینا،دعراق د کردستان سیمې  ځاي ادارې ،داسپانیا   یوه شرکت ته   دانتخاباتي  پروګرام د اخستو په بدل کې کابو پنځه سوه میلیون ډالر ورکړي دي .

د  التّغیر کردي ګوند( ګوران ) یوه مسئول مقام  کاوه محمد اِن  په ځاي پارلیماني  انتخاباتو کې   د لازیاتو څوکیو دګټلو لپاره  په مخکینیو انتخاباتو کې   د عراق د کردستان ډيموکراټيک ګوند  د درغلیو په استناد سره  وئيلي دي ،   دعراق په کردستان سیمې کې   په بیلتون غواړي ټول پوښتنې کې  د دغه ګوند انتخاباتي د رغلۍ او ګوت وهنې ،په تیرو انتخاباتو کې  د هغو تکراریدا ته په پام سره،د کردي ګوندونو لپاره څه خاص خبره  نه وه.دعراق د  نسکور شوي دیکتاتورصدام رژيم دمحکمې د څيړنوقاضي  منیرحداد هم  په التغیر(ګوران) ګوند کې  دخپلو سرچینو له قوله  ټينګار کړی،په کرکوک اوسلیمانیه دوو ولایتونوکې  په دغې ټول پوښتنې کې  دګډون اندازه،له شلوفی صدو زیاته نه وه .

  له بیلتون غواړي ټول پوښتنې وروسته داخلی،سیمه ایزو او نړیوالو غبرګونو،دعراق  د کردستان سیمې منزوي کیدا په ځان پسې درلودلې ده . که څه هم  مسعود بارزاني   له  عراقه  دکردستان سیمې د جلاکیدا او د ټول پوښتنې د نتیجو پر اجرا ټينګار کوي،خو داسې ښکاري،چې داخلی،سیمه ایز او نړیوال  دباؤنه  د مسعود بارزاني   د ګروهنو د  اجرا کیدا خنډ شي.

 دعراق   د کردستان  سیمې  دبیلتون غواړي ټول پوښتنې  ترسره کیدا  چې یوازې  د مسعود بارزاني  په شخصي انګیزې او  دصهونیسټانو  په لمسولو او  اغیزمنیدا سره  اجرائي شوي ، د یوه موټي او واحد عراق    د دښمنانو لپاره ئې  فرصت   ورکړی ،څو  په بیلتون غواړو کړنو سره   په  عراق کې   ناکراریو ته دوام ورکړي . په  عراق او  د دغه هیواد  په شمالی پولو کې د ناکراریو دوام  ،بې له شکه  دسیمې پر امنیّت   اغیزې  شیندي .

*********************

      په تیرې اونۍ کې د فلسطین بدلونونه هم  دفلسطینیانو  دملی پخلاینې د بهیر  او هم  له انټرپل سره   له یوځای کیدا سره  نړیوال ډګر کې   دهغوی د زیاتیدونکو بریالیتوبونو تراغیزو لاندې وه.په دې زمینې کې ملی وفاق حکومت  په غزې کې  دخپلو مسئولیّتونو په غاړه اخستل  پيل کړي دي .  ملی وفاق حکومت  د داخلی درز  د  پایلو د ارزونې او دحکومتي اورګانونو او ادارو  د امنیت او د سترو لارو سره  د اړونده  چارو دتعقیبونې لپاره  د وزارتي  کمیټیو د جوړولو فیصله کړې ده .دفلسطین دملی وفاق حکومت یو پلاوی دخپلو  مسئولیتونو د منلولپاره  دفلسطین د کورواکه  تشکیلاتو دمشر  محمود عباس په فیصلې سره  غزې ته سفر کوي .

 دفلسطنیو ډلوترمینځ دپیوستون او غږملتیاموضوع،هغو ګواښونو او دسیسو ته په پام سره چې  فلسطینیانو په ضد   د صهونیسټ رژیم او دهغه د ملاتړو  له خوا روانې دي،یو نه انکاریدونکی  ضرورت دی . د دغه شان موضوع  تحقق،دصهونیسټي دښمن په وړاندې  د فلسطنیانو دقدرت  دپیاوړتیا   او  د فلسطین د آرمان  دتعقیبولو لپاره  دهغوی  د لازیاتو توانمنیو  لامل کیږي .  له دې امله له تیرو درو کلونو راهسې     د فلسطنیانو  دملی وفاق  د کابینې  جوړیدا   د فلسطنیانو د ملی پخلاینې په بهیرکې او دغه راز دهغوی داتحاد اوپیوستون  په رامینځةکیدا کې یو مهم ټکی حسابیږي .په دغه شان  شرائطو کې به،د فلسطنیانو دملی  پخلاینې دبهیر  دچورلیز په توګه  د صهونیسټ رژیم په مقابل  کې  دفلسطنیانو  لازیات مقاومت  هم  دغه بهیر د دسیسو له شره  خوندي وساتي  او  دفلسطین آرمان ته  د رسیدو لپاره به دفلسطنیانو  د لارې نقشې  په باب لاروښانه لرلید انځورکړي .د صهونیسټ نیواکګر رژيم دتیریو او جنایتونو په وړاندې  د فلسطنیانو  دشهادت غواړو عملیاتو له نوي  مرحلې سره  د فلسطنیانو دملی پخلاینې دبهیر  له نوي پړاؤ سره  دغه یووخت والی،   د فلسطین آرمان ته درسیدو لپاره دلارې دنقشې  د انځورولو په باب  دفلسطین  په سیاسی اوپوځي ډګرونو کې  د نوو بدلونونو ښودنه کوي .

د فلسطین په دغو بدلونونو کې له نړیوالو اورګانونو سره د فلسطین  د غړیتوب د بهیر موضوع ده  چې  دې ځل  هم  دامریکا او صهونیست رژیم   له کارړنګونو سره سره ،  په انټرپل کې دفلسطین  په غړیتوب سره  موافقه شوې ده .دانټرپل پولیسو د اورګان په عمومی اسمبلۍکې د راي اخستوپه اساس، په انټرپل کې  دفلسطین غړیتوب منل شوی دی .  دصهونیسټ رژیم  آحارنوت  یدیعوت ورځپاڼې  د دغه خبر په غبرګون کې منلې ده،دفلسطین  له غوښتنې سره موافقه  یعني  د امریکا او اسرائيل  د هغو هلو ځلو ناکامیدا ده چې  په تیرو میاشتو کې د له دغې نړیوالې ادارې سره دفلسطنیانو دیوځاي کیدا د مخینوي لپاره شوي دي . په دغې نړیوالې ادارې کې دفلسطین غړیتوب  به هغوي ته اجازت ورکړي څو د صهونیسټي سیاسی شخصیتونو اوپوځيانو په ضد  جرم اعلان کړي .

 انټر پل  د نړیوالو جنایتونو دپولیس  د نړیوال اورګان  دنامې مخفف ټکی دی  چې  له نړیوالو  مجرمانو سره  دمبارزې  او  د غړو هیوادونو  دعمومی امنیت د ټينګولولپاره ،  په ۱۹۲۳کال کې  دآسټریا په پلازمینې  ویانا کې  جوړ شوی او اوس  د دغه اورګان مرکز  د فرانسې  په لئون  ښآر کې  دی .  د دغه اورګان اصلي  موخه  دغړو هیوادونو د پولیسو ترمینځ ملګرتیا او  له نړیوالو جرمونو او مجرمانوسره  د مبارزې لپاره  د دغو هیوادونو  دقضائي   اورګانونو غږمله کول دي .  په  انټرپل کې  دفلسطین غړیتوب په داسې حال کې دی چې د ۲۰۱۵کال  له هماغه پیل راهسې  فلسطین د هیګ  په نړیوالې محکمې کې  په غړیتوب سره، د اسرائیلو دجنایتونو  په ضد دشکایت دمطرح کولو  او دصهونیسټ رژیم د مشرانو  د قضائي تعقیبونې  لپاره  په نړیوال نظام کې  له قانونی حقوقو برخمن شو .  په دغه شان شرائطو کې   له انټرپل سره  یو ځای کیدا  دفلسطین لپاره  یوشمیر نړیوال امیتازونه لري ، چې  په هغو کې  د صهونیسټي مجرمانو  په ضد  له پولو په بهر کې  په عملیاتو او  هم د اسرائيلو  له حکومتي ترهه ګرۍ سره  د مبارزې په عملیاتو کې  دګډون امکان  ته اشاره کیدلی شي.فلسطني  چارواکي  په دې باب وائي ، دغه غړیتوب  دفلسطین دپولیسو  د روزنې  او د هغوي د مهارتونو د زیاتولو لپاره  یوه زمنیه برابرولی شي .

*********************

          یوه بله هغه موضوع چې  په تیرې اونۍ کې  ئې  دعمومی افکارو پام ځان ته جلب کړی ،  په سورئې کې  دامریکائي ائيتلاف دجنایتونو دزیاتیداو او  دغه راز د امریکائي ضد کرکې د زیاتیدا موضوع  وه . 

 دسورئې خارجه وزارت  دملګروملتو او د دغې موسسې امنیت شورا  ته د دوولیکونو په لیږلو سره  په دغه هیواد کې د امریکا  په مشرۍ  دغیر قانوني  ائيتلاف  دجنایتنو دبندولو  لپاره دهغوی  دسملاسی  اقدام  غوښتنه کړې ده . 

امریکا او دهغې څو متحدو   هیوادونو ، د  ۲۰۱۴کال  له اګست میاشت راهسې  له داعش ترهه ګرې ډلې سره  دمبارزې په پلمه ، دملګروملتو  له چوکاټه بهر ، او دسورئې   له حکومت سره له غږملتیا پرته    ائيتلاف جوړ کړی دی .  دا په  داسې حال کې دي چې  درسمي راپورونو په اساس  امریکا او د دغه هیواد  ځيني لویدیځي اوعربی هیوادونه ،د داعش پشمول  دترهه ګرو ډلو    په وسلو دسنبالولو او مالی  ملاتړونو  اصلي  سرچینې او رامینځّةکونکي شمیرل کییږي .  

  په سورئې کې شخړه   اوغمیزه  له ۲۰۱۱کاله راهسې   د سورئې  د ولسی  ولسمشر   بشار اسد د قانوني حکومت د نسکورولو لپاره ، دعربستان ،امریکا او د هغو دمتحدانو   په ملاتړ  سره  دراپنځول شویو  ترهه ګرو  په پراخو یرغلونو سره  پیل شوی دی .  داپه داسې  حال کې دي چې  سوریه  په وروستیو کلونو کې  دترهه ګرو دملاتړو   لویدیځي هیوادونو  دلاس وهونکو پوځي  خوځښتونو   په نښه شوي  ده . په دغه  چوکاټ کې   په همداوروستیو میاشتو کې په تیره بیا   واک ته د امریکا داوسني جنجالی ولسمشر ډونالډ ټرمپ  له رسیدا وروسته  دسورئې  دحکوتي ځواکونو اوولس   په خلاف  د ا مریکا په مشرۍ  د ترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه ائيتلاف  په شکل کې د حملو بهیر لازیات شوی دی . چې  داموضوع ، دسورئې د حاکمیّت  په خلاف ورزۍ کولو کې  دامریکائي چارواکو   له بیا بیا ټینګار او  دامریکا اودهغې دمتحدانو   له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې    د  ادعاګانو د پوچوالی  ښودنه کوي .

 د سورئې  د ولس او حکومتي ځواکونو  دټارګټ کولو سختیدا  په داسې  حال کې  کیږي ، چې  په دغه هیواد کې ترهه ګر په پرله پسې ماتو سره  د  له مینځه تلو په حال کې دي  او  امریکائي  چارواکي  په سورئې  کې  د  هغوی  په ګټه  په پوځي  خوځښتونو سره  عملا  له هغوي سره مرستې کوي  څو  دهغوي دنهائي ماتو  مخنیوی وکړي .

 خو  دپام وړ ټکی دا چې  دترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه  ائيتلاف په چوکاټ کې  په سورئې کې  دامریکا  پوځي خوځښتونه او لاسوهنې  چې  دملګروملتو له مجوز پرته ترسره کیږي ،   دنړیوالو اړیکو په  ډګر کې ئې  دامریکا خپل  سرو اقداماتو  ته  دعمومی افکارو  نظر ،لازیات جلب کړی دی

دملګروملتو دامنیت شورا  له مجود او اجازت پرته   دسورئې په خاورې کې  د داعش په ضد ائيتلاف  په جوړولو کې  دامریکائي  چاوراکو بدعت ،دنړیوالې سولې اوامنیت لپاره جدي خطرې  راولاړې کړي دي . 

***********************

            یوه بله هغه موضوع چې  په تیرې اونۍ کې  خبر جوړونکي شوي او  دعربستان  دخلکو دبیلابیلو پرګنو په تیره بیا میرمنو   دټولنیزو حقوقو  خلاف ورزیو ژورتیا ته لازیات  پام  جلب کړی دی ، دګاډو دچلولو لپاره  میرمنو ته دعربستان دپاچا مشروط  اجازت    ورکولو موضوع  وه .

دعربستان پاچاملک سلمان  بلاخره هم   په یوه فرمان کې   په دغه هیواد کې د میرمنو ته  د ډرائيوینګ  دلائسنس  یا مدرک  د ورکولو  لپاره  مشروط   حکم  صادر کړی دی . په دې باب به د ملک سلمان  فرمان  لس میاشتې وروسته  ا جرائی شي . عربستان  په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې    دمیرمنو  ډرائيوینګ پکې  منع دی . دغه محدودیّت   په دغه هیواد کې له ۱۹۶۷کال راهسې  اعمال شوی دی .

په  سعودی عربستان کې  میرمنې  له ډيرو لومړنیو حقوقو محرومې دي . د دغه هیواد دقوانینو په اساس، میرمنې  یوازې یا بیله سفر نشي کولی .  مالی فعالیتونه نشي ترسره  کولی و  اویا  دخپل خاوند  یا دبل  کس  له اجازت پرته  ځينو ډاکټرانو ته نشي ورتللی .  دبشری حقوقو  ادارو  په کرتو ، دمیرمنو په ضد د آل سعود رژيم  په دغو انسان ضده اقداماتو سختې نیوکې کړي دي . 

 په سعودي عربستان کې د میرمنو  ډرائيوینګ   هم منع دی  او هغه  کسان چې   له دغه قانونه سر وغړوي ، په بند ، دمتروکو په وهلو  اونغدې جرمانې سزا کیږي .  په ۲۰۱۱کال کې  د سعودي عربستان میرمنو ،د  ډرائيوینګ په ممنوعیّت  په اعتراض کې  یو کمپاین پیل کړ   او په ۲۰۱۳کال کې  منال شریف  لومړنۍ ښّځه وه چې   په دغه  کمپاین کې ئې  په  عام بازار کې  ګاډی وچلوۀ او  په ټولنیزو چینلونو کې ئې دفلم خپریدو ډير زیات  عکس العملونه درلودل . که څه  هم  دغه میرمن ،  څه وخت وروسته دعربستان پولیسو ونیوله  او  له هیواده بهر ته ئې جلاوطن کړه .  په عربستان کې   دمیرمنو دحقوقو  پراخې خلاف ورزۍ  په داسې حال کې دي چې  نور ښاریز هم  دښآریزتوب  دحقوقو د رعایتولو  له پلوه  مناسب وضعیّت نه لري ، ځکه په سعودی عربستان کې   اساسا دانتخاباتو ، ګوندونو ،  د صنفي  ټولنو د جوړیدا او  دمطبوعاتو دآزادۍ په څير   د ولسواکۍ  بیلګې  هیڅ وجود نه لري .  د ا په داسې حال کې دي چې  سعودی رژیم  دملګروملتو غړی  او  نړیوالو تړونونو  اوموافقو ته  پابند دی ، خو دغه رژیم تراوسه پورې   د ۱۹۷۸کال  د په کارکسب کې  دتوپير  دممانعت  دکنونشن،د ۲۰۰۰کال د میرمنو په ضد د ټولو توپيري بڼو  دمنع کنونش  او دغه راز دشکنجې دمنع کیدا د کنونش پشمول  یوه نړیوال کنونشن او تړون ته  په پابند کیدا  عمل نه دی کړی. 

 ملګری ملتو  د آل سعود رژیم  دبشری ضد   چارو په وړاندې  د دغه رژيم   په خوشالولو سره   دملګروملتو   په  حقوقي  اورګانونو اوموسسو اوادارو کې  د دغه جنایتکار رژیم  دلازیات غړیتوب لپاره زمینه برابره کړې ده ، چې  دغې موضوع  پراخې نړیوالې نیوکې په ځان پسې درلودلي دي .

 په دې زمینې کې  د ملګروملتو د میرمنې دمقام  دکنونش  دیوه غړي په توګه د سعودي عربستان څه مودې مخکې ټاکل کیدا  په ځان پسې  دبشری حقوقو  ډيرې زیاتې نیوکې  درلودلي دي .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه